20 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په سویل ختیځ کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۹ مه په تېرو څلرویشتو ساعتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
وسله والو طالبانو دننګرهار ولايت  دغني خيلو د ولسوالۍ يو مسوول وواژه .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دغني خيلو ولسوالۍ په ګولايي سيمه کې هغه وخت  رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د مولوي ابراهيم دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې.
دننګرهار ولايت دغني خيلوولسوالۍ يوه سيمه ئيز مسوول  باخترآژانس ته وويل چې په دې بريدکې د دغې ولسوالۍ اجرائيه آمر مولوي ابراهيم ووژل شو .
ده وسله وال طالبان ددغه سيمه ئيز مسوول د ترور عامل وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې  د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

Sunday, 15 December 2013 12:54

يوملکي سړى ووژل شو

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دغزني ولايت په مربوطاتوکې نن سهار يو ملکي سړى د ناپژيندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
  د اندړو ولسوال محمد قاسيم ديسي وال باخترآژانس ته وويل: ددغې ولسوالۍ يو اوسيدونکى غلام علي چې نوى له بهر څخه راستون شوى و؛ د اندړو ولسوالۍ د ميسان دکلي په لاره کې د ناپيژندل شويو  وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شو .
ديسي وال زياته کړه: دغه سړي له هيڅ يوې ډلې سره اړيکې نه لرلې او ددغې پيښې اصلي علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
په لوګر ولايت کې د هاوان د ماين د لګيدو له امله دښوونځي دوه تنه ماشومان شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .
پرون دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې د هاوان درې ماينونه ولګيدل چې يو يې ددغې ولسوالۍ د زقوم خيلو دکلي دمنځني ښوونځي په انګړکې وچاوديد چې له امله يې دوه څلورکلن او دولس کلن ماشومان چې دفوټبال په لوبې بوخت وو؛ شهيدان شول .
دغازي امين الله خان دمنځني ښوونځي سرښوونکي عبدالحميد باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې ددغه ښوونځي اته تنه  نور زده کوونکي ټپيان شول. 
دبره کي برک  د ولسوال محمد رحيم امين دڅرګندونو له مخې: يوتوغول شوي ماين د استوګنې په يوه کور ولګيدچې په بشپړه توګه دهغه دويجاړتيا سبب شو خو د سر د زيان يې نه درلود.
دويم ماين په يوه نا استوګنه ساحه کې او دريم يې دغازي امين الله خان د منځني  ښوونځي په انګرکې لګيدلى دى .

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې د ادارې رييس دهيواد په پايتخت او سترو ښارونوکې د ژوندانه دچاپيريال د زياتې ککړتيا خبر ورکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ادارې رييس شهزاده مصطفى ظاهر چې نن يې د اقليم د بدلون په باب دملګروملتو د سازمان دکنوانسيون دچوکاټ لپاره د افغانستان د لومړنى ملي رپوټ دخپريدو په مراسمو کې خبرې کولې؛ وويل: تراوسه پورې د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته لومړيتوب نه دى ورکړ شوى. که چيرې حالت په همدې ډول دوام ومومي او د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته پاملرنه ونه شي؛ دهيواد په ځينو سيموکې په راتلوونکي کې ژوندون به ناشونې وي.
ده دهيواد په پايتخت او ستروښارونوکې د ژوندانه د چاپيريال دککړتيا علت د وګړو د شمېر بې سارى زياتوالى، د ځنګلونو غوڅول،  د کاناليزاسيون نشتوالى،  دکورونوغير معياري والى او د اوبو نشتوالى وبلل .
ده وويل: د ژوندانه دچاپيريال ساتنې ادارې د دغو ستونزو د حل کولو په مقصد دحکومتي او خصوصي بنسټونو او د هيواد د اوسيدونکو همکاريو  ته اړتيا لري چې لاتراوسه پورې هيڅ يوه دغه بنسټ د هوا د دککړتيا د ستونزو د حل کولو په مقصد لازمه همکارۍ نه ده  کړې.
ده زياته کړه چې دهيواد په سلوکې درې ويشت وګړي په پايتخت کې ژوند کوي او څلور سوه اتيا زره ليږدونکې وسايط د پايتخت په واټونوکې تګ راتګ  کوي چې دغه واټونه د دې کار ظرفيت نه لري .
  ده دجمهوري رياست له راتلوونکو نوماندانو څخه وغوښتل چې په راتلوونکي  کې دې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ته جدي  پاملرنه وکړي.
  ده په دې اړوند خپل پروګرامونه په ډاګه کړل .
ده په افغانستان او نړۍ کې د اقليم دبدلون په اړوند وويل: اقليم په غير طبيعي ډول بدل شوى دى چې د انسانانو په ژوندانه او بوټو باندې منفي اغيزې لري.
ده د بدخشان د واخان کنګل د ويلي کيدو يادونه وکړه او ويې ويل چې د واخان دکنګل ويلي کيدل په خلکو ، څارويو اوبوټو منفي اغيزې لري.
ده وويل: د وچکاليو په بهيرکې چې اووه کاله يې پرله پسې و؛ د هيواد په سلوکې نوي شنه ساحه مو له لاسه ورکړه او اوس په سلو کې صفراعشاريه شپږ ځنګلونه په هيواد کې پاتې دي .
ده د ژوندانه د چاپيريال ساتنې دلومړنى ملي رپوټ د خپريدو په باب وويل: دا لومړى ځل دى چې افغانستان  دغه شان رپوټ خپروې چې دافغاني ماهرانو له خوا برابر شوى دى .
ددغه رپوټ دخپريدو حالت په بشري ټولنو، طبيعي منابعو او په بېلابېلو سکتورونو د اقليمي بدلون د اغيزو انعکاس دى .
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه ددغه وزارت سلاکار جلال نوراني د اقليم د بدلون په باب دملګروملتو د سازمان دکنوانسيون د چوکاټ لپاره د افغانستان دلومړنى ملي رپوټ په برابرولوکې ونډه اخيستې وه.

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
څوساعته مخکې دچاودنو غږ دپايتخت اوسيدونکي انديښمن کړل.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي په دې اړوند باخترآژانس ته وويل: د دملي اردو موظفينو څوساعته مخکې يوه اندازه چاوديدونکي توکي له کابل ښار څخه بهر وچول او له منځه يې يوړل .
کابل ښاريان دې له دې پلوه انديښمن نه وي.

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
  دفوايدعامې وزارت په هيوادکې د سړکونو دخلاص ساتلو په مقصد تدبيرونه نيولي دي او د فوايدعامې وزير وايي چې په دې باب هيڅ راز بې پروايى به د زغم وړ نه وي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د فوايدعامې وزارت د ولايتي رييسانو توضيحي سيمينار نن په کابل کې جوړ شو چې د ژمي په موسم کې دسړکونو د ساتنې د تدبيرونو په باب خبرې وشي.
دفوايد عامې وزير ډيپلوم انجنير نجيب الله اوژن ددغه وزارت د ولايتي رييسانو په توضيحي سيمينار کې چې د ژمنيو تدبيرونوپه باب دخبرو په مقصد جوړ شوى دى خبرې کولې؛ وويل: ددغه سيمينار د جوړولو هدف د ژمي په فصل کې د فوايدعامې وزارت د تدبيرونو تطبيق دى چې ددغو پروګرامونو په تطبيق او جدي څارنې سره سړکونه په خپل وخت پاک او د ترافيکو پرمخ پرانيستي وساتل شي.
انجنير اوژن وويل: دغه وزارت له پنځه څلويښتوڅخه تر پنځوسومليونو ډالرو پورې کورني عوايد لري او ټاکل شوې ده چې هغه د سړکونو او واټونو دساتنې او څارنې په لاره کې ولګوي او دغه رازد ژمي په موسم کې دسړکونو دساتنې او څارنې او دخلاص ساتلو لپاره يو سلو پنځه ويشت مليونه افغانۍ نورې بيلې شوې دي.
ده ټينګار وکړ چې د فوايد عامې وزارت ولايتي مسوولين مکلفيت لري چې په ژمي کې د افغانستان د سړکونو په خلاص ساتلوکې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړ ترڅو د افغانستان خلک د ژمي په فصل کې له ستونزو او د لارو له تړلتيا سره مخامخ نه شي .
ده وويل: هر ولايتي مسوول چې په دې باب بې پروايي وکړي؛ ترقانوني پوښتنې لاندې به ونيول شي.
  دفوايد عامې  وزير دغه راز وويل چې په افغانستان کې نږدې لس زره کيلومتره اسفالت شوي سړکونه شته چې زياته برخه يې ويجاړه شوې ده او بيا جوړولو ته اړتيا لري او دغه وزارت په دې برخه کې سلو مليونو ډالرو ته اړتيا لري.
د سميينار کار دوه ورځې دوام کوي .

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دملي اردو دمنسوبينو په نننيو چاڼيزو عملياتوکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دملي اردو منسوبينو د زابل ولايت د ميزان ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوشمېر وسله وال مخالفين ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې هم دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيز فعاليت  په بهيرکې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول .
دغه راز دهلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د خاصو عملياتو دفرقې د منسوبينو د چاڼيز فعاليت له امله دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکى له پنځه زره کيلوګرامو کيمياوي توکو اويو موټرسره ونيول شو او ترلاسه شوي کيمياوي توکي په ساحه کې وسوځول شول.
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دخاصې قطعې د منسوبينو د چاڼيز فعاليت په بهيرکې د وسله والو مخالفينو يو قوماندان له دوو ميلو سپکو وسلو سره ونيول شو.
ديوبل خبر له مخې: دفراه ولايت د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا په واټ کې دښخ کړى شويو ماينونو د چاودنو له امله دملي اردو يومنسوب شهيداو دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو تن شهيد شو او د زابل او هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې درې تنه ټپيان شول.

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
دملي امنيت اداره په هرات کې د يوې ښځې پرخلاف د تاوتريخوالى د عاملينو په موندلو کې همکاري کوي .
دملي امنيت لوى رياست باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي چې دغې ادارې د هرات ولايت د اوسيدونکى ميرمن ستاره پرخلاف د تاوتريخوالى او د ټکان ورکوونکې پيښې د غندلو په ترڅ کې ددغې ادارې موظُفينو ته لارښوونه کړې ده چې ددغې ميرمنې د ميړه په موندلوکې چې دپيښې اصلي عامل دى؛ له پوليسو سره همکاري وکړي.
دملي امنيت لوى رياست چمتو دى دشاه امان الله خان غازي په روغتون کې د ميرمن ستاره د درملنې په لاره کې همکاري وکړي.

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
د امنيتي ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې ترسره شول؛ شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د تيرو څليرويشتو ساعتو په بهيرکې دکونړ ، ننګرهار ، لغمان ، جوزجان، غزني ، خوست او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې ويشت تنه وسله وال طالبان  ووژل شول؛ پنځه تنه ټپيان او يو ويشت تنه نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز سيمه ئيزو پوليسو دفارياب ولايت په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ سيمه ئيزو پوليسو پرون ديارلس تنه دغلا په تور دکابل ښار د څلورمې، شپږمې او يوولسمې حوزې په مربوطاتوکې ونيول.

تهران باختر دليندي څليرويشتمه
ايران پاکستان ته د ايران دګازو دليږدونې دنل ليکي دغځولو دموافقې په چوکاټ کې پاکستان ته د پور ورکول ځنډولي دي.
ټاکل شوې وه چې ايران ددغې نل ليکي دغځولو لپاره له دوه سوه پنځوسو څخه تر پنځه سوه مليونوډالرو پورې پاکستان ته پور ورکړي .
په همدې اړوند په نړيوالو چاروکې د ايران دتيلو د وزير مرستيال علي ماجدي ويلي دي چې ايران د بنديزونو په دليل نه شي کولاى په يوبل هيوادکې دګازو دليږدونې دنل ليکي دغځولو بودجه تامين کړي .
  د ايران  د تيلو وزير بيژن نامدار زنګنه زياته کړې ده: ترهغه وخته پورې چې هند او چين ونه غواړي ددغې پروژې يوه برخه وي؛ ددغې نل ليکي غځول د ايران لپاره  اقتصادي توجيه نه لري. څو ورځې مخکې پاکستاني مقامات ددغې نل ليکي دغځولو په باب له ايراني مقاماتو سره دسلامشورو لپاره تهران ته تللي وو.
ځينو ايراني رسنيو له دغه سفر سره جوخت او د ايران د تيلو د وزير له خولې  ويلي و چې تهران د ايران دګازو له هر راز ارزان پلورنې سره مخالف دي .
  پاکستان ته د ايران ګازو د ليږدونې د نل ليکي غځول له زياتې مودې راپديخوا د دواړوهيوادونو دمقاماتو د خبرو محور و چې په پاى کې او له مودومودوځنډ وروسته او د امريکا له پرله پسې مخالفتونوسره سره دسولې دنل ليکي په نامه پاکستان ته د ايران د ګازو دليږدونې دنل ليکي دغځولو مراسم دتيرکال دکب دمياشتې په منځنيو وختوکې د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانو په شتون پرځاى شول .
دغه قرارداد په هغه وخت کې دپاکستان او ايران دپخوانيو جمهورو رييسانو آصف علي زرداري او د محمود احمدي نژادترمنځ لاسليک شو .
په ايراني برخه کې دګازو دنل ليکي دغځولو کار له پاکستان سره تر نږدې پولې پورې بشپړ شوى دى؛ خو له پولې اخوا يعنې په پاکستان کې هيڅ اقدام نه دى شوى .
په هماغه وخت کې هم امريکايي مقاماتوله بېلابېلو لارو پاکستان ته خبر ورکړى و چې ددغه موافقه ليک لاسليک کيداى شي د ايران پرخلاف دامريکا د بنديزونو په چوکاټ کې له ځانګړو ستونزو سره مخامخ شي. خو پاکستاني مقاماتو په دې ټکي  ټينګارکاوه چې دغه موافقه ليک دپاکستان دملي اړتياووله مخې دى او امريکايي مقامات به دغه شان اړتياوې درک کړي .
پاکستان انرژي ته سخت محتاج دى او د کال په بېلابېلو مياشتوکې کولاى شو د موټرو ليکي، د سوند دموادو د وړاندې کولو په ځايونوکې ووينو.
دپاکستان په زياترو سيموکې هم په تيره بيا په دوبي کې بريښنا په ورځ کې تر نږدې لسو ساعتونو پورې بنديږي .
البته په هغه وخت کې د دغه قرارداد لاسليک چې ايران دامريکا تر سختو او بې سارو بنديزونو  لاندې نيول شوى و؛ د تهران د مقاماتو لپاره سخت کار وي .