22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Thursday, 17 April 2014 13:52

ريال مادريد اتل شو

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د ريال مادريد د فوټبال ټيم تېره شپه په يوه لوبه کې د بارسلونا ټيم ته ماتې ورکړه او د اسپانيا شاهي جام يې ترلاسه کړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې: د ريال مادريدپه ټيم کې د رونالډو او د څو تنو نورو غوره لوبغاړو نشتوالى دغه آوازې پياوړې کړې وې چې ګنې بارسلونا لوبه ګټي. خو د تيرې شپې لوبه د يوې په مقابل کې په دوو سره د ريال مادريد په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د دغه هيواد شاهي جام ترلاسه کړ.

-کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د آلمان د لومړى لاس د فوټبال د ټيمونو د لوبو په دوام نن شپه د فرانکفورد او د هانوفر ټيمونه لوبه کوي .
د باختر آژانس دخبرله مخې: تراوسه پورې د دورتمندټيم د نتيجو د جدول په دويم مقام او شالکه په دريم مقام کې ځاى لري.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د انګلستان د فوټبال د لومړى لاس ټيمونو د تيرې شپې د لوبو په دوام مانچستر ستي او سندرلند لوبه برابره پاى ته ورسوله.
دغه لوبه د دوو په مقابل کې په دوو سره برابره پاى ته ورسيده.
په همدې ترتيب دکرستال پلس ټيم د دوو په مقابل کې په دريو سره په افرتن بريالى شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې: تراوسه پورې د ليورپول ټيم د نتيجو د جدول په سرکې دى او ورپسې د چلسي او د مانچسترستي ټيمونه دي.

 کابل_باختر د وري دمياشتې٢٨ مه:
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدالله رب العالمین وصلوات والسلام علی خاتم النبیین
ګرانو هیوادوالو، درنو خویندو او وروڼو!
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته،
د حمل د ۱۶مې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراوو بریالي انتخابات، زموږ په هیواد کې د ثبات او امنیت د لاپیاوړتیا په لاره کې یو بل پیاوړی ګام او پر ولسواکۍ زموږ د خلکو د باور ښکاره ثبوت و.
ګرانو هیوادوالو!
په انتخاباتو کې د هیوادوالو پراخ ګډون وښووله چې د افغانستان په خلکو کې پر خپل ځان د اعتماد روحیه خورا پیاوړې ده او زموږ خلک بشپړه وړتیا لري چې خپل ځان، خپل کور او خپل هیواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسیا کړي.
اوس چې زموږ په هیواد کې د څښتن تعالی په استعانت او زموږ د خلکو په هر اړخیزه همکارۍ د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراوو د انتخاباتو لومړۍ او اساسي مرحله په موفقیت سرته ورسیدله، زموږ ټولو دا هڅه ده چې د دې انتخاباتو نور مراحل هم په بري سرته ورسیږي.
خویندو او ورڼو!
زموږ د انتخاباتو بله مرحله د رایو شمیرل، د شکایاتو ثبتول او څیړل دي. د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون د دې مرحلې چارې هم پیل کړي او په بیړه روانې دي.
امید دی چې د انتخاباتو نهایي نتایج خلکو ته په ټاکل شوی وخت اعلان شي او نوی جمهوررییس له نوى حکومت سره د هیواد د ترقۍ، آرامۍ، سولې او سوکالۍ لپاره لا زیات بریالي ګامونه پرمخ واخلي.
د انتخاباتو مستقل کمیسیون او د انتخاباتي شکایاتو له کمیسیون څخه زموږ هیوادوال دا هیله لري چې د انتخاباتي پروسې پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، څو د خلکو اراده تمثیل شي.
درنو هیوادوالو!
موږ ټول باور لرو چې زموږ محترم کاندیدان به هم د ولس رایو ته په احترام د انتخاباتو مشروع نتایج ومني، څو هیواد د ثبات، اعتماد او ولسواکۍ یو بل روښانه پړاو ته داخل شي.
نوى انتخاب شوی جمهور رئیس به د افغانستان د ټولو خلکو جمهور رئیس وي او ګران افغانستان به د ملي وفاق تر سیوري لاندې لا آباد او بسیا شي .
تر بلې وینا مو په مخه ښه – ښاد او آباد اوسئ.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨
د ملي اردو په هغو عملياتوکې چې د ميدان وردګو ولايت په سيدآباد ولسوالۍ  او د لوګر ولايت په مرکزکې ترسره شول؛ د ولس تنه وسله والو مخالفين ونيول شول.
دملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د ملي اردو منسوبينو د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ له مربوطاتوڅخه   د وسله والومخالفينوله شتون څخه دپاکولو په مقصد يولړچاڼيزعمليات ترسره  کړل چې له امله يې اووه  تنه وسله وال مخالفين  ونيول شول .
دغه راز د دغو ځواکونو په نورو عملياتوکې چې دلوګرولايت په مرکزکې ترسره  شول؛ پنځه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول او يوه اندازه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨:
دکابل د خلکو د سراسري شورا رييس ډاکترسيدمخدوم رهين نن د قيس رابين قرضي د روزنيز مرکز د ځوانانو او ښوونکو د ستاينې په مراسموکې وويل چې د هېواد دهرځوان برياليتوب د ټولو د وياړ او خوشحالۍ سبب دى.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د کابل د خلکو سراسري شوراددغه مرکز يوزروپنځه سوه تنه زده کوونکي چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په آزموينه کې ښه ځليدلي دي؛ د هغوى له ښوونکوسره وستايل.
د دغو زده کوونکو له جملې څخه اته سوه اويا تنه يې د هېواد د لوړو زده کړوپه موسسوکې د شموليت په آزموينه کې له درې سووڅخه زياتې نمرې ترلاسه کړې دي
چې د خپلې خوښې څانګې ته يې لاره موندلې ده او پاتې نور يې هم د لوړو زده کړو نوروموسسوته لاره موندلې ده.
دکابل د خلکو د سراسري شورا رييس ډاکترسيدمخدوم رهين د ځوانانو د دغه برياليتوب له امله د يوې غونډې په ترڅ کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، مبارکي وويله او زياته يې کړه: د هېواد د هرځوان برياليتوب د ټولو د وياړ او خوشحالۍ سبب دى؛ ځکه افغانستان نن د ځوان نسل پياوړي ځواک ته زياته اړتيالري.
ډاکتررهين زياته کړه: له نن څخه ديارلس کاله مخکې (د طالبانو په دوران کې) د هېواد ځوانان مړاوې او ناهيلې وو. له نيکه مرغه اوسني نظام د دولسوکلونو په بهيرکې بريالى شو چې د نجونو اوهلکانوپه ګډون په زرګونو تنه ځوانان په سرلوړى
او وياړسره د هېواد له ليسوڅخه فارغ شي او پوهنتونونواو دلوړو زده کړو مرکزونو ته لاره ومومي او دکورنۍ او د ټولنې د سترګو او څراغ په توگه وځليږي.
په دغو مراسموکې دکابل د خلکو دسراسري شورا د دارالانشا رييس محمدظاهرحسن هم وينا وکړه او ويې ويل چې دکابل د خلکو دسراسري شورا د ستر وګړني مرکز په توګه اساسي هدف يې د ځوانانو  زده کړه او روزنه ده.
ددغه روزنيز مرکز رييس ډاکتر قيس رابين قرضي په خپله ويناکې د دې ترڅنګ  چې د خپلو زده کوونکو د برياليتوب له امله يې مبارکي وويله؛ زياته يې کړه: موږ او تاسو ډيرښه يو او ډير ښه به واوسو. وياړهغه وخت زياتيږي چې تاسې په پوهنتونونوکې ډير ښه  و اوسئ.
دغه راز ډاکتر قيس ددغه مرکز د منننې لوحه ډاکتر سيدمخدوم رهين ته ورکړه او ډاکتررهين دکابل د خلکو د سراسري شورا ستاين ليکونه ددغه روزنيز مرکز زده کوونکو او ښوونکوته ورکړل.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨
د طالبانو د ظلمونو پرخلاف وګړني پاڅونونه د هېواد په ځينو سيموکې دوام لري.
په نويوخبرونو کې دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ خلکو  د طالبانو دظلمونو
پرخلاف پاڅون کړى دى او امنيتي ځواکونو هم  د هغوى ملاتړکړى دى.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د هرې ورځې په تيريدوسره د پردي پالوله څيرو څخه نقاب لرې کېږي او خلک پوهيږي چې  په افغانستان کې جګړه د نورو د سناريوله مخې پيل شوې ده او ځانګړې کړۍ د دغې جګړې ترشا ولاړې دي او په سيمه کې د خپلو پراختياغوښتوونکو ګټو په خاطر په دغې جګړې تيل شيندي.
ددغه حقيقت د پوهيدو پربنسټ د هيواد په ګوټ ګوټ کې خلک په تشو لاسونو  د دغو پلورل شويو په وړاندې دريږي اوله هغوى سره جګړه کوي .
په دغو تحرکاتو سره بايد دښمن او د هغوى نړيوال ملاتړي پوه شي چې نور ددغې جګړې د لرګيو په توګه دافغانستان له خلکو څخه استفاده نه شي کولاى. ځکه خلک پوهيږي چې ددغو ترخو ماجراګانو ترشادافغانستان ددښمنانو ناپاک لاسونه شته.
که چيرې له وګړينو پاڅونونو څخه تير شو او د روان کال د وري دمياشتې  د١٦نيټې په انتخاباتوکې دګډون په خاطر دخلکو يون ته  نظر واچوو؛ دغه حقيقت په ډاګه کيږي چې خلکوله طالبانو او د دوى له تياروفکرونوڅخه مخ اړولى دى او هيڅکله هم هيله نلري چې هيواد او خلک تيرو تورو ورځو ته راوگرځي.
دغه پراخ ګډون په څرګند ډول وښودله چې په افغانستان کې د طالباني انديشو ټغر ټول شوى دى اوخلک غواړي د خپلو ملي او ديني ارزښتونو په ر ڼاکې په آزاد او دموکراتيک ډول ژوندوکړي .

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨
د پکتياولايت لپاره د وسله والوطالبانو نومول شوي والي له خپلو دريو تنو افرادوسره تېره شپه ونيول شو.
د طالبانوپه دغه قوماندان د زرملى ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ده په پټنځي دملي اردو د ځواکونوله خوا بريد وشو او ونيول شو.
په پکتياولايت کې د ملي اردو يو قوماندان له باخترآژانس سره په اړيکه کې ددغه
ولايت لپاره دطالبانو د نومول شوي والي نيول  تائيدکړ.
دغه پوځي مقام په داسې حال کې چې د طالبانو د نومول شوي والي دنامه له يادولو څخه يې ډډه وکړه؛ ويې ويل چې په ده باندې په پټنځې کې په داسې حال کې چې د يو لړتروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و، بريد وشو او ونيول شو.
ددغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو ددغه نومول شوي والي درې تنه افراد هم نيول شوي دي .
دملي اردو دغه قوماندان وايي چې نيول شوي سړى د وسله والوطالبانوله مهمو قوماندانانو څخه دى او د پکتيا ولايت په ځينو برخوکې يې د زياتو تروريستي بريدونو مسووليت او مشرتوب په غاړه درلود.
د خبرونوله مخې:  ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو په لسګونوجنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .

کابل باختردوري دمياشتې ٢٨
دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډو د ځواکونوعمليات نن په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
په دغو عملياتوکې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات دملي اردو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې خبرپاڼه کې چې دملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي: دغه عمليات دوه ورځې مخکې د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې د مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصدپيل شول چې  په بهيرکې يې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .

نوى ډيلى \ ايرنا\  باختردوري دمياشتې ٢٨
هندد اکوينت په نامه د انټرنټ د نوم دبدلولو غوښتونکى دى او دغه موضوع به په برازيل کې په دې اړوندپه راتلوونکى کنفرانس کې طرحه کړي.
هندي خبرځايونونن اعلام وکړچې نوى ډيلى په پام کې لري په برازيل کې د دوه ورځې غونډې په بهيرکې د انټرنټي مديريت او دکمپيوټر د امنيت د مديريت په باب د نظر د تبادلې لپاره په اکوينت د انټرنټ دنامه بدلولوغوښتنه وکړي .
دهند دغه اقدام د انټرنټ په مديريت کې د نړۍ دټولوهېوادونو دمشارکت په ګډون دى.
دهندو ورځپاڼه ليکي چې د ايران، چين، روسيې او د جنوبي افريقا په ګډون د يوسلو اتيا هېوادونو استازي به د برازيل په غونډه کې د انټرنټ د مديريت په باب   د خبرو په  مقصدګډون وکړي .
د هند او چين په شان د نويو قدرتونوپه  ګډون د نړۍ زياتره هيوادونه د دا غوښتنه کوي چې د انټرنټ نړيوال مديريت بايد د يو ځانګړى هيواد په لاس کې نه وي. يوشمير دولتونه په انټرنټي فضاکې له غيراخلاقي مطالبو سره د مبارزې د سختوالى په ترڅ کې پاک انټرنټ ته د رسيدو په مقصد جدي هلې ځلي پيل کړې دي.