23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

صنعا \ ډي ډان \  باختردوري دمياشتې ٣٠
د يمن امنيتي خبرځايونو د دغه هيواد په  بايدا ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې د القاعده دڅه ناڅه پنځلسو تنو مشکوکو پوځي مليشو د وژل کيدو خبروکړى دى.
د ډي ډان ورځپاڼې دخبرله مخې: دغه بريدنن هغه وخت وشوچې  دغه کسان  د يوې
ليږدونکې واسطې په سپرلۍ د يمن په  جنوب کې د شبوا ولايت ته روان وو.
د عيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې: په دې بريدکې درې تنه نور ملکي وګړي  چې ديوه موټر په سپرلۍ دغې واسطې ته څېرمه روان  و، هم وژل شوي دي .
ديادونې وړ ده چې تېره مياشت د يمن جمهور رييس په دغه هېوادکې د بې پيلوټه الوتکو د کارولو دفاع وکړه .
تېرکال په يمن کې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونوله امله يو زيات شمېرکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
دهرات ولايت د سلما بند د جوړولو کار په سلوکې اتيا بشپړ شوى دى او هيله کيږي چې تر ژمي پورې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
دهرات ولايت سيمه ييزو مسوولينو د سلمابند د پروژې دجوړولو دکار په سلوکې داتيا پرمختګ خبر ورکوي او وايي: تر راتلوونکي ژمي پورې به ددغې بنسټيزې پروژې دجوړولو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته په وسپارل شي.
د سلما د اوبو ستر بندچې دهرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې موقعيت لري؛ دپنځه اويا زره هکتار ځمکې په خړوبولو برسيره د ٤٢ ميګاواټه بريښنا د توليد ظرفيت هم لري .
دهرات والي سيد فضل الله وحيدي د سلما بند د ودانۍ د جوړولو دپرمختګ او ښه والى له امله دخوښي په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: اوس د سلما بند د جوړولو دکار په بهيرکې کوم خنډ نه شته او تراوسه پورې کاريې په سلوکې اتيا پرمخ تللى دى.
د هريرود د دريايي حوزې د مسوولينو دمعلوماتو له مخې: دسلما بند د پنځه سوه پنځو سو مترو په لوړوالى او د يو سلو اويا مترو په سور سره جوړيږي چې له اويا څخه تر پنځه اويا هکتار ځمکې د خړوبو  او د دوه څلويښتو ميګاواټو بريښنا د توليد ظرفيت لري.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د سلمابند د پروژې د جوړولو په کارکې خنډ ددغه ولايت دسيمه ييزو مقاماتو د ژمنو په نسبت د هرات ديوشمېر اوسيدونکو د بې باورى سبب شوى دى.
د هرات د سلما بند د جوړولوکار په ١٣٥٧ کال کې د شهيد سردار محمد داود خان دجمهوري رياست په وخت کې پيل چې په سلوکې د پنځه ويشت پرمختګ او د کورنيو جګړو له امله کاريې وځنډول شو. خو د طالبانو د رژيم په نسکوريدو او د نوى حکومت په جوړولو سره د دغه بندر د جوړولو کار د ١٣٦٨ کال په لومړى کې پيل او تراوسه پورې دوام لري.
دسلمابند دهندوستان په مرسته د هرات ښار د ختيځ په يو سلو دوه شپيته کيلومتري واټن کې د چشت شريف په ولسوالۍ کې د هريرود د سيند د پاسه جوړيږي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
پرون په بغلان ولايت کې اووه وګړنيزې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژوکې دخوست او جلګى په ولسواليو د موټرو د تګ راتګ د پلونو او د روغتيايي اوبو د زيرمې جوړول، دڅاګانو کيندل، د اوبو دکانال کيندل، د اوبو د بريښنا د دوو دستګاوو مونتاژ او درول، د محافظتي ديوالونو جوړول او د څاګانو کيندل شامل دي.
دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست يوه مسوول عبدالحبيب سيد خيلي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې د ملي پيوستون د پروګرام له خوا د دولسو ميليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.
دترلاسه شويو شمېرنو له مخې: په دغو پروژوڅه ناڅه لس زره پنځه سوه تنه ګټه واخلي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم دتاجکستان له ملي ټيم سره د دوستانه لوبې د ترسره کولو په مقصد دغه هيواد ته ځي.
د هيواد دفوټبال فدارسيون د رسنيو مسوول احمدشاه ساير دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ به د قرغزستان د سياليو په دوام چې په عربي متحده اماراتو ترسره شوې دي؛ ترسره شي .
د هيواد دفوټبال ملي ټيم د قرغزستان له ملي ټيم سره لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله او دويمه لوبه يې د تاجکستان له ټيم سره ده چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې د دوشنبې په ښارکې ترسره شي.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د افغانستان د فوټبال دملي ټيم دتيارى په مقصد د آسيا د چلنج کب د جام په سياليوکې دګډون لپاره چې ټاکل شوې ده د ثور د مياشتې په وروستيوکې د مالديف په هيوادکې پيل شي؛ ترسره شي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
بهرنيوهيوادونو ته د هرات ولايت د شاتو صادرات په نږدې راتلوونکې کې پيليږي.
د هرات ولايت څه ناڅه دوه سوه زره تنه اوسيدونکي اوس دشاتو دمچيو په اتحاديه کې د شاتو په توليدولو بوخت دي.
د هرات ولايت د کرنې د ادارې مسوولينو په دغه ولايت کې د شاتو دکمي او کيفي ودې له امله خوښي څرګندوي او وايي: د مچيو د روزنې د صنعت په لازياته وده او پرمختياکې د خلکو علاقمندي ګټور وه.
دهرات ولايت دکرنې رياست دمالدارۍ د پرمختيا آمر انجنير فخر الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې تېرکال په دغه ولايت کې د مچيو اتحاديې له دوه زره دوه سوه صندوقونو څخه اتلس ټنه خالص شات ترلاسه کړل. په داسې حال کې چې سږکال د شاتو د توليداتوکچه دوه برابره شوې ده.
د ده دڅرګندونو له مخې: اوس د هرات توليد شوي شات يواځې ځينو ولايتونو ته صادريږي او په نږدې راتلوونکي کې به دغه محصول له هيوادڅخه بهرته هم صادرشي.
په همدى حال کې په هرات کې د مچيو د روزنې د فارم يوتن خاوند وايي: دولت بايد د مچانو د روزنې او د شاتو د توليد د ودې په لاره کې د دغه ولايت د مچيو د روزونکو لپاره د پوهاوي پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې په هيواد او په تېره بيا په هرات ولايت کې د مچانو د روزنې د صنعت وده او پراختيا له يوې خوا دکار موندلو زمينه برابروي او له بله پلوه به د هيواد په اقتصادي ودې اغيزه وکړي .
د هرات ولايت يو شمېر هټيوال چې د دغه ولايت توليد شوي شات پلوري وايي: هغه شات چې په دغه ولايت کې توليديږي؛ خالص او د نورو ولايتونو د توليداتو په نسبت ښه کيفيت لري او خلک هم د دغه ولايت له خالصو شاتو څخه زيات استفاده کوي .
که څه هم د هرات ولايت مسوولين په دغه ولايت کې د عوايد د زياتوالى او د شاتو د مچيو د روزنکو د زياتوالى خبر ورکوي. خو بيا هم د هرات مچي لرونکو انديښنه لري له ګاونډيو هيوادونو څخه دبې کيفيته شاتو واردات په هرات کې د مچيو د روزنې د صنعت چټکې ودې مخه ونيسي او له همدې امله له دولت څخه د دغې ستونزې د لرې کولو په لاره کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
په بغلان ولايت کې تېره اوونۍ د سيلاو د راوتلو له امله يو واټ، بڼ او د سيمې د اوسيدونکو کرنيزې ځمکې زيانمنې شوې .
دغه سيلاو د چارشنبې په ورځ له سختو اورښتونو وروسته د ده صلاح ولسوالۍ په ځينو برخوکې پيل ووت، خو د سر زيان يې نه درلود .
دبغلان ولايت د ده صلاح په ولسوالۍ کې د پرمختيايي شورا رييس حاجي رحم خدا وايي چې د دغه سيلاو د راوتلو له امله پنځه سوه متره عمومي واټ، بڼ او په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه ده.
ده وويل چې دغه سيلاو د استوګنې ځينې کورونه يوڅه ويجاړکړي دي .
دبغلان ولايت له پيښوسره دمبارزې رييس محمدنعيم کوهزاد د باخترآژانس خبريال ته وويل چې له زيانمنو شويو سره د مرستې لپاره هلې ځلې دوام لري .
دکوهزاد دڅرګندونو له مخې: خدماتي کارکوونکي په لومړى ګام کې کوښښ کوي ويجاړ شوي سړک ترميم کړي چې د ترافيکو بهير له ده زيات ګډوډ نه شي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
دکابل دکرکټ اکادمي خپل فعاليت له سره پيل کړ. دغه اکاډمى يوه موده د هوا د سړښت له امله دکرکټ دلوبغاړو پرمخ تړلې وه چې نن يې بيا په کار پيل وکړ.
دهيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغې اکاډمي کې دکرکټ لوبغاړو ته د ښوونکو له خوا فني او مسلکي زده کړه ورکول کيږي چې د دغې اکاډمي شاملان په ورځ کې درې وخته زده کړه کوي،
دهوتک دڅرګندونو له مخې: په دې اکاډمى کې په پخوانيو ورزشکارانوسربيره دوه سوه شلو تنو نويو ورزشکارانو هم نومونه ليکلي دي .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ بل سبا په کابل کې پيليږي.
د هيواد د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول احمدشاه سايردباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې چې د اتيا لوبغاړو ترمنځ چې په څلورو ټيمونوکې سيالي کوي ؛ په پاى کې به غوره څيرې د شاهين آسمايي ټيم ته لاره ومومي.
ده زياته کړه: دغه راز دغه سيالۍ د افغانستان په نورو زونونوکې هم دغوره څيرو د پيژندلو په مقصد پيليږي چې د دوى غوره کسان به وروسته د افغانستان روشن غوره ليګ کې سيالي وکړي.

کابل_باختر د وري دمياشتې٣٠ مه:
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي د شاداب ظفر شرکت رئیس او د سوداګرۍ د خونو مرستیال حاجي محمد یونس مومند ته د خیریه کارونو د ترسره کولو له امله د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي  مډال ورکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
محمد یونس مومند  په خپلې شخصي پانګې د وزیر محمد اکبرخان روغتون عاجله خونه رغولې، د پوهنې وزارت دوه تنو بې وزلو ښوونکو او د شهیدانو دوه کورنیو ته یې د کندهار او کابل په ښارونوکې په وړیا توګه د استوګنې اپارتمانونه ورکړي، د کندهار په ښارکې یې یو وړکتون او یوجامع جومات رغولی، د وزیر محمد ګل خان مومند په نوم یې یو علمي مرکز رامنځته کړی او له بې وزلو محصلینو سره یې د هغوی د زده کړو د لګښتونو لپاره نغدي مرستې کړې دي.
جمهوررئیس کرزي د محمد یونس مومند دغه خیریه خدمتونه وستایل او هغه ته یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د غازي میر مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.#

کابل باختردوري دمياشتې ٣٠
دکاپيسا ولايت په مربوطاتوکې تېرماښام دځمکې پرسر دشخړې له امله يوتن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د کاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق ددغې پيښې په تائيدولوسره دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه جګړه د کوهستان د لومړۍ برخې د ولسوالۍ په باتوخم کلي کې دځمکې پرسر ونښته چې له امله يې يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې پوليسو ددغې پيښې په اړوند يوتن نيولى دى اوپيښه
دپوليسو له خوا څيړل کيږي .