22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د هرات پوهنتون مسوولينو د ژورناليزم د پوهنځي د ودانۍ د بشپړولو او د اړتيا وړ امکاناتو په برابرولوکې د امريکا د قونسلګرۍ دمسوولينو د جديت غوښتنه کوي.
د هرات پوهنتون رييس وايي: د دغې ودانۍ د جوړولو په کارکې خنډ استادانو او محصلانوته زياتې او جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
دهرات پوهنتون رييس پوهندوى ډاکترعبدالظاهرمحتسب زاده د امريکا له قونسل څخه وغوښتل چې په دې لاره کې دې هلې ځلې وکړي.
ده وويل: که چيرې نوې ودانۍ ژر بشپړه شي او د محصلانو په واک کې ورکړې شي؛ د محصلانو د تدريسي چارو او عملي کارونو د ګړنديتوب سبب کيږي.
له بله پلوه جي يانګ ژمنه وکړه چې په دې لاره کې لازم اقدام کوي.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د يوناما د دفتر مسوولينو د انتخاباتي مهمو توکو د ليږدونې په لاره کې د هرات د پوليسو کارونه وستايل.
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال سميع الله قطره چې د يوناما د دفتر له سياسي رييس او مسوولينو سره کتلي دي؛ وايي: پوليس خپله دنده او مکلفيت بولي چې د ملي بهيرونو د امنيت د تامينولو په لاره کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
په دې کتنه کې د مهمو مسئلو له دې جملې څخه د انتخاباتو د ترسره کولو او د مهمو توکو د ليږدونې په باب چې پوليسو دغه دنده ترسره کړې ده؛ خبرې وشوې.
د يوناما د دفتر هيئت د امنيتي ځواکونو د کارونو قدرداني وکړه او د هغه تروريستي بريد په شنډولوکې چې ټاکل شوې وه د امريکا په قونسلګرۍ وشي؛ دملي پوليسو د هلوځلو له امله قدرداني وکړه.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
پوليسو د هرات ښار په مرکزکې د استوګنې له يوکور څخه دجنګي وسايلو د يوه ډيپو د کشفولو خبر ورکړ.
د بشير په نامه يو تن د دغو جنګي وسايلو د ساتلو په تور نيول شوى دى. تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه سړى د وسله والو طالبان په ګډون له تروريستي ډلو سره اړيکې لرلې، که څنګه؟
د هرات ولايت د پوليسو يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې له دغه کورڅخه يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ده وويل: په دې باب تحقيقات پيل شوي دي.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
په ولسي جرګې کې د هرات د خلکو يو تن استازى څلويښتنو تنو ځوانانو ته چې دکانکور په آزموينه کې بې نتيجې پاتې دي؛ د لوړو زده کړو په يوه تحصيلي موسسه کې د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
دغه زمينه هغوځوانانوته چې اقتصادي ستونزې لري؛ ځانګړې شوې ده او لګښت يې په ولسي جرګې کې د هرات د خلکو د استازى احمدفرهاد مجيدي له خوا ورکول کيږي.
په ولسي جرګې کې د هرات د خلکو د استازي احمدفرهاد مجيدي د اړيکو دفتر اعلام کړى دى چې د زده کړو دغه زمينه د ليسانس په سويه د انساني علومو څانګې ته ځانګړې شوې ده او هدف يې د ځوان نسل د استعدادونو وده ده.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
يو تن د وسله والو طالبانو په ډله کې د غړيتوب په تور په هرات کې د يوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو.
تورن پرون د هرات ولايت د استيناف محکمې د کورنى او بهرنى امنيت د جرمونو د ديوان په غونډه کې په مجازاتو محکوم شو.
د استيناف محکمې رييس قضاوتوال سيدعبدالغفار زبير چې د دغې علني غونډې مشرۍ يې په غاړه درلوده؛ وويل: تورن چې د دولت د وسله والو مخالفينو د ډلې غړيتوب لري؛ د چشت ولسوالۍ په ځينو برخوکې فعاليت کاوه.
ويل کيږي تورن په يوه پيښه کې شل تنه بې ګناه خلک شهيدان کړى دى .
د زبير دڅرګندونو له مخې: تورن د شهيدانو د وارثانو د ادعا له مخې د شيدايي کلي له مربوطاتو څخه نيول شوى و.
داپه داسې حال کې ده چې درې تنه نور په بېلابېلو قضيوکې د لاس لرلو په تور د بند په سزا محکوم شول.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
دکابل – مزارشريف د لويې لارې په اوږدوکې نن سهار د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه پنځلس تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د تيلو د ټانک په درې لارې کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافروړونکى بس موټر له يو ټيلر سره ټکر وکړ.
د پروان ولايت د ترافيکو يو مسوول محمد يونس باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه پنځلس تنه نور ټپيان شول.
ده د بس د موټر چلوونکى ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې ترافيکي پيښې اصلي علت وباله.
په همدې حال کې د پروان ولايت د عامى روغتيا رييس ډاکترمحمدقسيم سعيدي د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
په غزني ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول.
دغه پيښه نن سهار د کابل – قندهار د لوى لارې په اوږدوکې د قرباغ ولسوالۍ د ملانوبابا په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ دوو موټرونه ټکر وکړه.
دغزني د والي مرستيال محمد علي احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون څلور تنه ووژل شول .
په دې پيښه کې يوبل ملکي وګړى ټپي شوى دى .
دغزني د ترافيکو مسوولينو د دغو موټرونو د چلوونکو زيات ګړنديتوب او بې احتياطي ددغې خونړۍ ترافيکى پيښې اصلي علت بللى دى.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د هرات ولايت د ښځو دچارو د رياست مسوولينو د لوړو زده کړو په خصوصي موسسوکې نجونو ته د زده کړې د زمينو د برابرولو په لاره کې د هلوځلو د پيل خبر ورکړ.
دغه مسوولين وايي: د ښځو د چارو د رياست د غوښتنې له مخې، د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو مسوولينو منلې ده چې هغو ښځينه محصلانوته چې د فيس د ورکولو توان نلري؛ تخفيف ورکړي.
د ښځو د چارو رييسې محبوبې جميشدي چې د غالب، کهکشان، شرق اشراق او د خواجه عبدالله انصاري د لوړو زده کړو د موسسو له مسوولينو سره يې کتلي دي؛ د دغو موسسو د همکارۍ غوښتنه يې کړې ده چې دغو مسوولينو د همکارۍ ژمنه کړې ده .
ټاکل شوې ده د ښځو د چارو رياست په شرايطو برابرې او مستحقې نجونو دغو خصوصي پوهنتونونو ته معرفي کړي چې له ځانګړى تخفيف څخه ګټه واخلي.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
دهرات فرهنګي مسوولينو د اختيار الدين د تاريخي کلا د بيارغاونې د دريم پړاو د عملي کار د پيل غوښتنه کوي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي: د ترسره شوې سروې له مخې، د اختيار الدين د کلا دبيارغاونې دريم پړاو پنځه سوه زرو ډالروته اړتيا لري.
د امريکا سفير چې پرون د هرات د ارګ بېلابېلې برخې کتلې دي؛ د ټولو خلکو پرمخ ددغه تاريخي کلا د پرانستلو هرکلى وکړ.
جيمز کاکينګهام وايي: د ننداره کوونکو پرمخ د هرات د ارګ پرانستل او د دغه تاريخي څلى د معياري ساتنه او څارنه د مديريتي ظرفيتونو د لوړولو نښه نښانه ده. له همدې امله هلې ځلې کيږي چې د روان کال ترپاى پورې د بيارغاونې د دريم پړاو بودجه تدارک او عملي کاريې پيل شي.
د اختيار الدين کلا په دوو پړاونوکې د امريکا په مرسته په اساسي ډول بيارغاول شوې ده او اوس د يو شمېر سيلانيانو هرکلي ته چمتو ده. ددغې کتنې په بهيرکې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د امريکا د سفارت د تيرو همکاريو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د هرات د ارګ د بيارغاونې د وروستۍ پړاو د عملي کار د پيل غوښتنه وکړه .
اريا روفيان وايي: د هرات د ارګ د بيارغاونې په بشپړيدو سره دغه تاريخي کلا به د سيلانيانو لپاره يوه ښه ساحه شي.
د اختيار الدين کلا د هيواد او سيمې د هنري او معمارۍ له مهمو او لروغو شهکاريو څخه ده چې په هرات ولايت کې موقعيت لري.

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دافغانستان په ختيځ ولايت نورستان کې  دلومړي ځل لپاره دبريښنا  بند جوړيږي .  دبريښناددغه بند  دجوړولو کار نن دنورستان دوالي  حافظ عبدالقيوم  او د سيمه ئيزو مسوولينو په ګډون ديولړ مراسمو په ترڅ کې  پرانستل شو او ټاکل شوې ده چې په اتلسو مياشتو کې ګټې اخستنې ته وړاندې شي .
  دنورستان دوالي ويندوي طاهر بهاند دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بند دبريښنا  شرکت او دماليې وزارت له بودجې  څخه دنږدې لسو مليونو افغانيو په لګښت  جوړيږي .
  په همدې حال کې دنورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي چې دغه بند په پنځه اويا ميګاواټه  بريښنا  توليد کړي چې ټولې  دولتي ادارې او دغه راز ددغه ولايت مرکز اوسيدونکي  به ګټه واخلي .
دنورستان والي وايي چې ددغه بند جوړول به دنورستان ولايت خلکو ته ډير ګټور وي .
  هيله کيږي  چې ددغه بند په جوړولو  سره دنورستان ولايت  دمرکز پارون اوسيدونکي دبريښنا په روښنايي  کې ژوند وکړي .