22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دنيمروز  له زرنج ښار څخه څه دپاسه  سل لرغونې اثار راټول کړى شول .

دنيمروز له زرنج ښار څخه څه دپاسه سل لرغونې اثار راټول کړى شول .

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر : دنيمروز داطلاعاتواوفرهنګ رياست پرون...

دوګړني پاڅون  يو قوماندان له خپل زوى سره شهيد کړى شو .

دوګړني پاڅون يو قوماندان له خپل زوى سره شهيد کړى شو .

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر : په جوزجان کې دوګړني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
دلوګر ولايت په مربوطاتوکې تېره شپه له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او په بل ټپي شو.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالوالي توپان دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه دپل علم ښار دالياس خان په کلي کې ونښته چې له امله يې يو طالب ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو .
ويل کيږي ددغې نښتې په بهيرکې يو پوليس هم ټپي شوى دى او روغتيايي حالت يې مخ په ښۀ والي بلل شوى دى .
توپان زياته کړه: له يوې اوونۍ راپه دې خوا د لوګر ولايت په زياترو سيموکې چاڼيز عمليات پيل شوي دي او اوس هم دوام لري.

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
د لوګرولايت په مرکز پورې اړوند د هوني سيدان په سيمه کې نن د ملي اردو  او د ملي پوليسو د ځواکونوپه عملياتوکې دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ونيول شو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو او دملي پوليسو ځواکونو نن سهار د لوګرولايت د هوني سيدان په سيمه کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والوطالبانو دډلې يوکليدي قوماندان ملا عبدالله له يوې مخابرې او له دريو موټرسايکلونو سره ونيول شو.
د يادونې وړ ده چې دغه قوماندان د لوګر ولايت  دمرکز پل علم ښار په مربوطاتو او
ددغه ولايت په نورو سيموکې په زياترو  تروريستي بريدونو او د ماينونو په ښخولو
کې کارنده ونډه لرله.

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
د قندهار ولايت د پوليسو ځواکونو دوه سوه اووه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او
ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه نشه يي
توکي پرون دقندهار ښار ددرېمې امنيتي حوزې په  مربوطاتوکې په يو ټيلري موټر
کې د لټونې په وخت کې ترلاسه شول .
ددغې پيښې په اړوند يو تن نيول شوى او د پوليسو تحققات دوام لري.

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٨ :
د  بدخشان  ولايت  په خواهان ولسوالۍ کې  پرون  سيلاوونو  زيات   مالي   تاوانونه واړول .
د  خواهان ولسوال ډاکترعفران ذکي د باخترآژانس خبريال ته وويل: په خواهان   ولسوالۍ کې د سيلاو د راوتلو له امله د دغې ولسوالۍ مرکزکې د استوګنې په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه او د استوګنې دوه کورونه ويجاړ شوي دي او لس څاروي له منځه تللي دي.
د خواهان ولسوال وويل : د اوبو د بريښنا دوه کوچني بندونه او  دوه آبي  ژرندې هم په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي .
دعفران ذکي دڅرګندونوله مخې: ددغه سيلاو د راوتلو له امله د سر د زيان دقيق شمېر تر اوسه پورې معلوم نه دى او د سروې ټيم مصيبت ځپلو سيمو ته استول  شوى دى.

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢٩ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت دوه ډالر زياتوالى راغلى دى.
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٩٣ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په١٢٩٥ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

Monday, 19 May 2014 07:43

د اسعارو بيه

کابل\باختر\د ثور د مياشتې ٢٩: 
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقابل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په40 /57  افغانيو پلورل په45  /57افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په90 /95افغانيو پلورل په    95\ 95افغانيو

يوه يورو پيرودل په78/ 06  افغانيو پلورل په07 /79  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  20/  15پلورل 25/  15افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په55/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
زرپاکستانى کلدارې پيرودل په   576افغانيو پلورل په    577افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په  950افغانيو پلورل په 960 افغانيو
او زر ايرانى تو مان پيرودل په40 /17  افغانيو پلورل په50 /17 افغانيو

Monday, 19 May 2014 07:43

د هوا حالات

کابل\باختر\د ثور  د مياشتې٢٩:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ١٨ ټيټه  ١٠
مزارشريف- آسمان وريځ ، د اورښت امکان شته، د تودوخې لوړه  ٣١، ټيټه ٢٤
لښکرګاه- آسمان وريځ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٣٠، ټيټه ١٩
شمالي سالنګ-آسمان وريځ، داورښت امکان شته، دتودوخې لوړه درجه ٥ ټيټه  ١
جنوبي سالنګ-آسمان وريځ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٤ ټيټه ٥
جلال آباد-آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٨، ټيټه ١٩
جبل سراج- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ټيټه ٩
شبرغان – آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢١
باميان- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، دتودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه ٧
فيض آباد-آسمان وريځ، داورښت امکان شته،د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ټيټه  ١٣
ميمنه- آسمان وريځ ،د تودوخې لوړه درجه  ٢٧ ، ټيټه ١٩
قندهار- آسما ن شين،  د تودوخې لوړه ٣٠، ټيټه ١٧
کندز- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٢
غزني- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٦ ، ټيټه ٨
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤ ټيټه ١٢
خوست- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٦
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه ١١
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٤٧ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٥١ دقيقو ولويږي. 

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت معين عتيق الله  عاطف مل دخپلې ډاډګيرنې مراتب د تعذيت  په دغه کتاب کې وليکل چې په ترکيه کې دسوما دډبرو سکرو دکان دقربانيانو ددرناوي په خاطر په کابل کې دترکيې جمهوريت په سفارت  کې پرانستل شوي و . 
دبهرنيو چارو وزارت دويندوي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  عتيق الله عاطف مل دافغانستان داسلامي جمهوريت دخلکو او حکومت په استازيتوب  د ډيرې ژورې  خواشينۍ او خپګان  مراتب ددغې  زړه بوږ نوونکي پيښې په اړوند دترکيې جمهوريت خلکو او حکومت ته څرګند کړي دي .

Sunday, 18 May 2014 17:46

دمبارکۍ پيغام .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير  ضرار احمدعثماني  له خوا دناروي دشاهي هيواد دبهرنيو چارو دوزير بورګي بريند په نامه ددغه هيواد دملي ورځې په مناسبت دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
دبهرنيو چارو وزارت دويندوى  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيغام کې دمبارکۍ دډيروښو مراتبو دڅرګندونو ترڅنګ په افغانستان کې دبيا جوړولو او دسولې او امنيت دټينګښت  دتا مينولو په بهير کې  ددوست هيواد ناروي دبې غرضو مرستو له امله مننه او قدرداني شوې ده .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن دموزيم دنړيوالې ورځې دنمانځنې  په مراسموکې وويل  چې دنوي ملي موزيم  جوړول  دنړيوالو دوستانو زياتو مرستو ته  اړتيا لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دغو مراسمو کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعينيانو او رييسانو او دبهرنيو ميلمنو  په ګډون  دملي موزيم  په تالار کې  پرځاى شوي و ، دملي موزيم رييس  عمرا خان مسعودي  خبرې وکړې اوويې ويل  دافغانستان ملي موزيم  او دولايتونو  موزيمونو دهيواد د نورو فرهنګي  بنسټونو ترڅنګ  د ١٩٩٢_ ١٩٩٥ ميلادي کلونو دکورنيو جګړو په بهير کې  نه جبيره کيدونکي  تاوانونه  زغملي دي  او ملي موزيم له جګړو مخکې په لسګونو زره  لرغونې اثار  لرل  چې ددغو کلونو په بهير کې  په سلوکې نږدې  اويا اثار يې  لوټ کړي شوي دي .
  ده زياته کړه ديونسکو او داي سي او ام  دسازمان  په ګډون دفرهنګي بنسټونو او دغه راز له نړيوالې ټولنې دفرهنګ دوستو هيوادونو په همکارۍ  موږ په دې بريالي شو  چې په لرغونو ساحو او په موزيمونو پورې اړوند نهه زره  څلور سوه څلور اويا ټوټې  لرغونې اثار  بيا ترلاسه کړو او دغه بهير په قانوني ډول  له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم زموږ په کاري اجندا کې  ځاى لري  او تعقيب به شي .
  په دغو مراسمو کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين  دهيواد په ملي موزيم او تاريخي اثارو  دجګړو او دتيرو پيښو  دناوړو اغيزو په اړوند  معلومات ورکړل  او څرګنده يې کړه چې  ددغو ټولو سره سره  له نيکه مرغه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په بشپړه توګه دملي موزيم  په بيا جوړولو  بريالي شو خو بيا هم هغه څه چې  نن په  ملي موزيم کې لرو دهغه په نسبت بيخې کم دي  چې بايد  لرلي مو واي .
  ډاکتر رهين زياته کړه چې لاتراوسه پورې په هيواد کې  زياتې تاريخي ساحې  شته  چې بايد وپلټلي شي  په تيره بيا  له اسلامي دورې څخه  چې زموږ ښارونه داسلامي تمدن  ستر مرکزونه و  خو زيات اثار ورڅخه په لاس کې نه لرو .
دغه راز  په دغو مراسمو کې  ديونسکو دسازمان  او دافا موسسي  استازو دافغانستان  دفرهنګي برخې  په تيره بيا  دلرغونو اثارو  دساتنې او ترميمولو په برخه کې  دخپلو همکاريو په اړوند معلومات ورکړل  او داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې  په خپلو زياتو همکاريو باندې ټينګار  وکړ .
   ددغو مراسمو په پاى کې  ميلمنو  دملي موزيم  بيلابيلې برخې وکتلې .