23 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د کورنيو چارو وزارت وايي...

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د بهرنيو چارو وزارت سياسي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دکربلا د شهيدانو د لوړ مقام او د محرم الحرام د لسمې د عاشورا د ورځې د نمانځلو په مناسبت دجرګو په تالارکې د قرآن عظيم الشان ختم وشو.
دمشورتي جرګې د جوړولو لپاره د تيارۍ کميسيون د خپرونو دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې د مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارۍ کميسيون د دارالانشا له خوا جوړه شوې وه؛ دمشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارۍ کميسيون د دارالانشا مشرتابه هيئت ، مسوولينو او کارکوونکو ګډون کړى و .
غونډه دمشورتي لويې جرګې د برياليتوب او د هيواد د خير، نيکمرغۍ او ترقۍ په باب په دعايې سره پاى ته ورسيده.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
شاعر او د پښتو ژبې او ادب فرهنګي شخصيت نصر الله حافط د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو.
نصر الله حافظ په ١٣١٠ هجري لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د حافظانو په کلي کې وزيږيد. ابتدايي زده کړې يې په خپل کلي کې وکړې او په ١٣٣٢ کال کې په کابل کې له زده کړې وروسته خپل کار د خوشحال خان ليسې د ښوونکى په توګه دپوهنې په وزارت کې پيل کړ.
وروسته د ويسا مجلې د مسلکي غړى په توګه چې د پښتنى بانک له خوا خپريده؛ وټاکل شو او يوه موده هم د پښتون غږ مجلې مرستيال و،خو  د نصر الله حافظ د ادبي او بډاى ژوند زياته موده په راډيو افغانستان کې تيره شوه.
ويل کيږي ده دخپل عمر دوه پنځوس کلونه په راډيو کې کارته وقف کړ.
نصرالله حافظ زيات ادبي آثار په ځاى پريښودل. د ده زيات آثار سترې مطبوعاتي جايزې ګټلې دي.
حافظ دخداى (ج) دکور په زيارت مشرف شو. دغه راز زيات فرهنګي سفرونه يې له هيواد څخه بهرته وکړل .
سره له دې چې دغه اديب او شاعر په ١٣٧٤ کال کې تقاعد ته سوق شو؛ خو له ادبي کارونو څخه يې لاس وا نخيست، بلکې لوړه ادبي انديشه د ده د عمر د وروستيو کلونو او ورځو مونس و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين استاد نصر الله حافظ د پښتو ادبياتو دځلانده ستورى په نامه ياد کړ او ويې ويل چې نصر الله حافظ د ادبي آثارو په ليکلو او په دې برخه کې په زياتو کارونو سره يې ددغه هيواد دخلکو په نږدې کولو کې هلې ځلې وکړې.
ده لوړ فکر کاوه. د ده آثار ځوانانوته د الهام ورکوونکي او د وګړنيو پيغامونو ښکارندوى و .
د ده مړينه دهيواد فرهنګي ټولنې ته يوه ضايعه ده او کورنۍ ته يې ډاډ ګيرنه وايو .
الله (ج) دى وبخښي او کورنۍ او د افغانستان فرهنګي ټولنې ته هميشنى صبر په نصيب کړي.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دوه تنه يرغلګر طالبان کله يې چې غوښتل چاوديدونکي توکي او جنګي وسايل له پاکستان څخه د خوست ښارته وليږدوي؛ دملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شول.
دغه يرغلګر چې پرون دخوست ښارته له څيرمې سيمې سيمو څخه نيول شوي دي؛ وايي چې دپاکستان په ميرانشاه کې دطالبانو دقوماندانانو له خوا ګومارل شوي و چې په دغه ښارکې په يوشمېر هدفونو بريدونه وکړي.
دخوست ولايت دملي امنيت يو خبرځاى له باختر آژانس سره په اړيکه کې تاييد کړه چې دغه يرغلګر هغه وخت ونيول شول چې جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي يې له ميرانشاه څخه د خوست ښارته ليږدول .
سيد برکت الله او نصرت الله په ابتدايي تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې په ميرانشاه کې د طالبانو د قوماندانانو له خوا په خوست ښارکې په ځينو هدفونو بريدونو ته ګومارل شوي و.
له دغو يرغلګرو طالبانوڅخه توغندي ويشتونکي، کلاشينکوفونه، پيکا ، تومانچې ، لاسي بمونه ، مقناطيسي او نورماينونه ترلاسه شوي دي .
د خوست دملي امنيت مسوولين وايي چې دغو يرغګرو طالبانو اعتراف کړى دى چې تراوسه پورې د هلمند، غزنى ، ميدان وردګو او د خوست د ولايتونو په ځينو سيموکې يې په لسګونو تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړى دى .
دغو يرغګرو دغه راز ويلي دي چې پنځه کاله مخکې د عزيزالله په نامه د طالبانو د يو قوماندان له خوا دغې ډلې ته جذب او د تروريستي زده کړو لپاره دپاکستان ميرانشاه ته واستول شول .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
يو ځوان زده کوونکى په ارزګان ولايت کې د ماين دچاودنې له امله ووژل شو .
دغه پيښه پرون په ترينکوټ ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغه زده کوونکى د سپرلۍ موټر سايکل په ماين وخوت.
د ارګان د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريدعايل باختر آژانس ته وويل: ددغې چاودنې له امله د ښوونځي يو زده کوونکى چې اوولس کلن و او له کور څخه دښوونځي په لار روان و؛ د سپرلۍ موټر سايکل يې په يو ماين وخوت او دچاودنې له امله ووژل شو.
عايل وسله وال طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول وبلل او ويې وويل چې ددغې پيښې دعاملينو د نيولو لپاره هڅې پيل شوې دې .
په فراه کې هم درې تنه زده کوونکي د  دوى د ښوونځي په وړاندې د ماين دچاودنې له امله وژل شوي او درې تن نور ټپيان شوي و.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دنشه يي توکوڅلور تنه قاچاق وړونکي د بغلان ولايت د امنيتي ځواکونو د دوو جلاجلا عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
لومړى عمليات د خنجان په مربوطاتوکې هغه وخت ترسره شول چې دوو قاچاق وړونکو غوښتل په يو ګړندي موټر سلګونه بوتله شراب وليږدوي .
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير نظام الدين نظام بآختر آژانس ته وويل: دغو قاچاق وړونکو غوښتل دغه شراب له کندز څخه کابل ته وليږدوي چې ونيول شول .
دويم عمليات د پلخمري په ښارکې ترسره شول چې امنيتي ځواکونو دوه ويشت کيلوګرامه چرس د هغه له دووليږدونکو سره ونيول.
د نظام دڅرګندونو له مخې: دغه چرس له اندراب څخه پل خماري ته راوړل شوي و چې کشف او ترلاسه شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د هيواد فرهنګي شخصيت او نوميالى شاعر نصرالله حافظ د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
انالله وانا اليه راجعون.
ارواښاد نصرالله حافظ د يو فرهنګي شخصيت، ليکوال او شاعر په توګه کلونه کلونه په راډيو افغانستان کې خدمت وکړ، ډير آثار يې وليکل او اشعاريې وويل، په ډيرو فرهنګي فعاليتونوکې شامل شخص او د فرهنګ يو رښتينى او زړه سواند خدمتګارو.خدمتونه يې د قدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د ننګرهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دشبرغان-مزار په لويه لاره کې د دوو ترافيکي پيښو له امله درې تنه ووژل شول او د دريو ښځو په ګډون اووه تنه نور ټپيان شول.
لومړۍ پيښه دچهارشنبې په شپه د شبرغان – مزار په لويه لاره کې د شور اريغ په سيمه کې هغه وخت وشوه چې يو تونس موټر له يو بارو وړونکى موټر سره تکړ وکړ.
په دې پيښه کې دوه تنه ووژل شول او د دريو ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول .
دويمه پيښه هغه وخت وشوه چې يو کرولا موټر دپوليسو له سرتيرو او دسيمې له خلکو سره چې روغتون ته دټپيانو دليږدونې په خاطر راغلي وو؛ ټکر وکړ.
په دې پيښه کې د پوليسو يو سرتيرى ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د جوزجان ولايت دترافيکو مدير محمد اکرم ايليار باختر آژانس ته وويل چې په دغو دوو پيښوکې درې تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
ده ددغو موټرونو دچلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطى ددغو پيښو د رامنځته کيدو اصلي علت وباله .
په همدې حال کې دجوزجان په يو روغتيايي مرکز کې ډاکترانو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
يو زده کوونکى په لوګر ولايت کې په يو ښوونځي د ناټو دجنګي الوتکو د بريد له امله ووژل شو.
دغه پيښه پرون د محمد آغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سيمه کې هغه وخت وشوه چې د ناټو ځواکونو په يو ښوونځي هوايي بريد وکړ.
د لوګر د والي ويندوى دين محمد درويش باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريد کې يو نهه کلن زده کوونکى ووژل شو.
په همدې حال کې دلوګر ولايت دپوهنې د رياست ويندوى شاه پورعرب په ښوونځي د ناټو هوايي بريد وغانده او له دولت څخه يې وغوښتل چې ددغې پيښې عاملين وپيژني او سزا ورکړي.
دناټو ځواکونو په ښوونځي بريد او د يو زده کوونکى وژل کيدل نه دى تاييد کړى.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دبلخ ولايت د سرحدونو ، قومونو او قبايلو د چارو رياست نوى تاسيسات ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه تاسيسات د دولت له بودجې څخه د شپږ اعشاريه پنځو مليونو افغانيو په لګښت دمزارشريف په ښارکې جوړ شوي دي .
نوى تاسيسات اته اداري خونې ، دکنفرانس سالون او نور ضروري ملحقات لري.
د سرحدونو ، قومونو او قبايلو د چارو وزارت معين عبدالغفور احمدزي ددغو تاسيساتو د پرانيستلو په مراسموکې دباختر آژانس خبريال آزرده ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې خلکوته دښو خدمتونو د وړاندې کولو او دخپلو کاري کچو د لوړولو لپاره د افغانستان په کچه دځينو تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړي.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
په پاکستان کې د محرم الحرام د مياشتې د لسمې نيټې د مراسمو په بهيرکې د امنيتي تدبيرونوله امله ددغه هيواد په اتيا ښارونوکې د ټيلفوني شبکو خدمتونه په موقت ډول ځنډول شوي دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې: د موبايل د ټيلفونونو خدمتونو ځنډول نن سهار په شپږو بجو پيل او د شپې ترلسو بجو پورې دوام کوي.
دپاکستان دکورنيو وزارت ويلي دي: باالقوه ګواښ شته چې تروريستان غواړي دعاشورا په مراسمو بريد وکړي؛ له همدې امله دټيلفون خدمتونه په موقت ډول بند شوي دي.
دغه راز په کراچۍ ښارکې به د دوو ورځو لپاره دموبايل ټيلفون خدمتونه وځنډول شي.
ديوبل خبرله مخې: د عاشورا د مراسمو په بهيرکې د پيښو د رامنځته کيدو د مخنيوي لپاره د خيبر پښتونخوا ايالت د هنګو په ښارکې د دريو ورځو لپاره په تګ راتګ بنديز لګول شوى دى.
دغه بنديز پرون ولګول شو او سبا به هم دوام وکړي او په دغه ښارکې د موبايل دټيلفون خدمتونه په موقت ډول بندشوي دي .