20 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

په ميدان وردګو کې د سوېډن کمېټې روغتيايي مرکزونه بيا فعال شول

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د سوېډن کمېټې روغتيايي...

  باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

باميان د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د درناوي په درشل کې

کابل / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د باميانو د سيمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 19 February 2014 12:06

شل مليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠ مه :
مرکزي بانک شل مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په هغه ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د کب د مياشتې په٣ نيټه د شنبې په ورځ شل مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون پنځه سوه زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې دليلام د ورځو د سهارپه نهوبجو د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجو دې بيرته وسپاري.
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي.

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په داسې حال کې چې انتخاباتي مبارزې خپلې اوولسمې ورځې ته رسيدلې دي؛ يوې خصوصي ټلويزيوني شبکې د دويم ځل لپاره د جمهوري رياست د انتخاباتو د څلورو تنو نورو نوماندانو ترمنځ دمناظرې پروګرام جوړ کړ.
په دې ټلويزيوني مناظره کې چې تېره شپه خپره شوه؛ قطب الدين هلال، محمد نادر نعيم، محمد داوود سلطان زوى او هدايت امين ارسلا ګډون  کړى و او خپل هدفونه او پروګرامونه يې بيان کړل.
قطب الدين هلال د خپلو پروګرامونو په بيانولو سره وويل: دى غواړي چې له يوه اسلامي نظام سره سم بنسټيزه او اساسي ژمنه ولري.
ده لومړى له خپلو انتخاباتي سيالانو سره په دې ژوندى مناظره کې د اسلامي قوانينو او حکمونو سره سم د سولې په تامينولو، په هيوادکې دزياتې پانګې اچونې د زمينې په برابرولو، په وړيا ډول خلکو ته د روغتيايي خدمتونو او د زده کړې د زمينې په برابرولو او دښځو اوماشومانو د حقوقو په تامينولو باندې ټينګار وکړ.
دغه راز محمد نادر نعيم بيان کړه چې دى د خپلو مشرانو اونيکونو په شان خلکو ته په خدمت کولو ژمن دى .
ده وويل: زموږ ډيره ستره هيله په هيوادکې د ملي يو والى ټينګښت او د سراسري سولې تامينول ده او د خپلو انتخاباتي مبارزو تر وروستيو شيبو پورې به د خپلوسيالانو تر څنګ ودريږي او معامله به ونه کړي.
خو د جمهوري رياست يوبل نوماند محمد داوود سلطان زوى چې په دې مناظره کې برخه لرله؛ دخپلو هدفونو په بيانولو سره وويل: زما پروګرامونه به دقانون واکمنى، د ښې حکومتوالۍ پيل، د بې وزلۍ له منځه وړل او د کار او کسب د زمينې برابرول  هغه  هم د صنايعو او کرکيلې له ودې سره وي.
ده دغه راز د انساني حقوقو د تامينولوپه باب خبرې وکړې او چلنج يې ورکړ چې  چمتو دى له نورو نوماندانو سره هم مناظرې  وکړي
هدايت امين ارسلا چې په دې سياسي مناظره کې ګډون کړى و چې دى په لومړي ګام کې په سوله ئيز او دموکراتيک ډول د قدرت د ترلاسه کولو غوښتوونکى دى؛ داسې حکومت چې له مجربو، بادرکو، پاکو او پياوړو کسانو څخه رامنځته شي.
ده وويل: زموږ هدف به د سولې او امنيت ټينګښت، د قانون د واکمنى په ګډون ښه حکومتوالۍ، د عدالت تامينول، د اداري فساد پرخلاف مبارزه، د بشر دحقوقو درناوى، د بې وزلۍ پرخلاف مبارزه او د افغانستان دګټوپه پام کې نيولو سره د مناسبو اړيکو تامينول وي.
ټاکل شوې ده د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات د ١٣٩٣کال د وري د مياشتې په شپاړلسمه نيټه په ټول هيوادکې ترسره شي چې په دغو انتخاباتو کې يوولسو تنو دجمهوري رياست دنوماندانو په توګه نومونه ليکلي دي.

کابل- باختر د سلواغې د مياشتې٣٠مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيره ورځ په نسبت ٨ ډالره کمښت راغلى دى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٣١٨ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٣١٠ډالره  وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو، کويټي ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٥٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢٢٠٠افغانيو، عربي ٢١٥٠ افغانيو، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په هلمند ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو په هوايي بريدکې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک د دغه خبرپه تاييدولوسره باخترآژانس ته وويل: په دغو وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په دهن تنګي سيمه کې د ناټو د ځواکونو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو او له امله يې څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
د ځواک دڅرګندونو له مخې: په دې بريدکې د وسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دې بريدکې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى.

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
دکابل ولايت په امنيې قوماندانۍ کې د وګړنيو پوليسو د مديريت دفتر پرون پرانستل شو.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ په تالارکې جوړه شوې وه؛ لومړى دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د وګړنيو پوليسو مدير سمونوال محمدخان کټوازي خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په خپلو دندوکې هڅه اوهاند کوي او له خلکو سره لازم همکاري کوي .
وروسته د وګړنيو پوليسو رييس سمونوال همايون عيني د وګړنيو پوليسو د جوړولو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د وګړنيو پوليسو د مديريتونو د جوړولو بهيربه د هيواد په ټولو ولايتونوکې عملي شي، وروسته د اروپا د اتحاديې د پوليسو يو تن سلاکار خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې د وګړنيو پوليسو د دفترونو د جوړولوپه لاره کې به تل د کورنيو چاروله وزارت سره همکاري وکړي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي په خپلو خبروکې زياته کړه چې په خپله د کورنيو چارو وزير د پوليسو په وګړني کيدو باندې ټينګار کوي او بايد زموږ ملي پوليس وګړني پوليس و اوسي، له خلکو سره په ښه توګه همکاري  وکړي .
صديق صديقي دکابل ښار د بېلابېلو ناحيو د ګذر له وکيلانوڅخه وغوښتل چې تل د پوليسو له منسوبينوسره د دوى د استوګنې په سيموکې غونډې او خبرې ولري او د پوليسو او خلکو ترمنځ بايدړ ښه همغږۍ موجوده وي .
په پاى کې غونډه د کابل ولايت د امنيه قوماندان پاسوال محمدظاهرظاهر له خوا وڅيړل شوه.
ده په خپلو خبروکې دغه اقدام د امنيت د تامينولو او د قانون د تنفيذ په لاره کې يو اغيزمن ګام وباله او ويې ويل چې پوليس له خلکو څخه د خلکو د خدمت لپاره راپاڅيدلي دي او بايد ټول پوليس په هر ځاى کې وګړني  وي، د خلکو ترمنځ وي  او دخلکو په ستونزو خبر وي .
جنرال ظاهر د اروپا له اتحاديې څخه مننه وکړه چې دکابل له پوليسو سره يې تل همکاري کړې ده او دکابل ښار د امنيتي حوزو آمرانو ته يې لارښوونه وکړه چې د امنيت دتامينولو او دقانون دتنفيذ په لاره کې لازياتې هلې ځلې وکړي .
ده دکابل ښار دګذر له ټولووکيلانو سره ژمنه وکړه چې دکابل پوليسو په صادقانه ډول تل د کابل ښار دهراوسيدونکى په خدمت کې واوسي .
دغه راز ده له مشرانو او دګذر له وکيلانو څخه وغوښتل چې د امنيت د تامينولو په لاره کې دې له خپلو پوليسو سره همکار واوسي .
دغونډې  په پاى کې د وګړنيو پوليسو دفتر د وګړنيو پوليسو د رييس، دکابل ولايت د امنيه قوماندان، داروپا داتحاديې دسلاکارانو،دکابل ښار دبېلابېلوناحيو د وکيلانواودکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ د نورو منسوبينو له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.

Wednesday, 19 February 2014 09:30

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\د سلواغې دمياشتې ٣٠ مه: 
دکابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 57/15 افغانيو پلورل په 57/20افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په 94/80افغانيو پلورل په90\ 94 افغانيو

يوه يورو پيرودل په30 /78 افغانيو پلورل په40 /78   افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په 15/ 15پلورل 15/20 افغانيو

د اماراتو يو درهم پيرودل په 50/ 15 افغانيو پلورپه 55 / 15 افغانيو
زرپاکستانى کلدارې پيرودل په  535افغانيو پلورل په  536افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په 920 افغانيو پلورل په 930 افغانيو
او زر ايرانى تو مان پيرودل په 19/35  افغانيو پلورل په 19/40 افغانيو

Wednesday, 19 February 2014 09:30

تبصره

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په هيوادکې د کانکور د آزموينې د اخستلو بهير د يوې ټولنيزې ستونزې په توګه سر پورته کړى دى  او داسې موارد شته چې ښيي دغه بهير د هيواد په ځينو سيمو کې له يو لړ ناخوالو سره مخامخ دى.
دباخترآژانس مبصر ليکي: له څوکلونو راپديخوا د کانکور د آزموينې د اخستلو بهير چې د لوړو زده کړو موسسو ته دځوانانو د لارې موندلولپاره يو فرصت دى؛ له يو لړ ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دى او دغې ستونزې په روان کال کې زور اخستى دى او پيچلې شوې ده .
په تيره بيا له هغه وروسته چې په هرات کې د يوه خصوصي ښوونځي فارغانو د کانکور د آزموينې په پوښتنوهغه هم له وخت څخه مخکې برلاسي پيداکړ؛ دغه ستونزه لاپسې جدي شوه .
مخکې له دې د لوګر، بدخشان او دپروان په ولايتونوکې ددغه ستونزو ځينې موارد تر سترګو شول او د غزني ولايت فارغانو خپله آزموينه له څو ساعته ځنډ وروسته هغه هم په سړه هوا کې د ماښام له خوا د موټرونو د څراغونو په رڼاکې تېره کړه .
دا هغه موارد دي چې ښيي هيڅکله د آزموينو د اخستلو بهير له دغه شان ناخوالو سره مخامخ نه و.
داسې ادعاګانې شته چې ښيي په هيوادکې دکانکور د آزموينو له بهيرسره سليقوي چلندکيږي اودغه بهير يو شمېر ځوانانو ته په يوه چانس بدل شوى دى او دهغو کسانو لپاره چې امکانات نه لري؛ په يوې بدمرغۍ بدله شوې ده .
لکه څنګه چې يو شمېر فارغان چې په هرات کې دکانکور د آزموينو د تيرولو لپاره چمتو شوي وو؛ خو د دوى آزموينې وځنډول شوې؛ د لوړو زده کړو له وزارت څخه غواړي چې په آزموينه کې د تقلب او سرغړونې مخه ونيسي.
د آزموينو لغوه کولو او ځنډولو او يا هم د آزموينې په اخستلوکې ځنډ د فارغانو په روحيې باندې مفني اغيزه کوي. ځکه هغوى په تيارى سره د آزموينې صحنې ته داخليږي، خوکله چې د آزموينې په ځنډولو خبريږي؛ له شک پرته روح او روان يې ستړى کيږي او نه شي کولاى په هغه لومړني تيارى سره په آزموينه کې ګډون وکړي.
په هيوادکې دښوونځيو دفارغانودآزموينې داخستلوبهيرکومه نوې پديده نه ده.
دغه بهيرله څو لسيزو راپديخوا په هيوادکې دوام لري او دې زمينه برابروي چې د چارومسوولين د هرکال په تيريدوسره دکانکور د آزموينو د اخستلو په لاره کې ښې او زياتې تجربې ترلاسه کړي.
څرنګه چې کانکور يو هميشنى بهير دى او کيداى شي يوه هميشني تجربه هم وي. په داسې حال کې چې د چارومسوولين په دې نه دي بريالي شوي چې يو سم جوړښت رامنځته کړي .
دکانکور مسئله هغه وخت حل کيداى شي چې سم او اصولي چلند ورسره وشي.
په دې کې د شک ځاى نشته چې د فارغانوپه شميرکې زياتوالى په خپله د مسوولينو په ستونزوکې يوه ستونزه ده.
په داسې حال کې چې سږ کال٢٦٠ زره تنه فارغان دکانکور د آزموينو د ورکولو لپاره چمتو شوي دي؛ خو د لوړو زده کړو په موسسوکې د جذب ظرفيت او د زده کړې امکانات د تيرو کلونو په شان دى.
د لوړو زده کړو وزارت دې بايد په لومړي ګام کې له د لوړو زده کړو په موسسوکې له ښوونځيو څخه د فارغانو د زيات جذب په مقصد د ظرفيتونو د رامنځته کولو په باب پانګونه وکړي او د لوړو زده کړو په موسسوکې د ځوانانو د زيات جذب زمينه برابره کړي.
په دويم ګام کې دې د منلو وړ يوه بهير د جوړولو په باب په اقدام لاس پورې کړي او په پاى کې هلې ځلې وشي چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د ځوانانو د جذب مسئله د وړتيا د اصل پربنسټ وي او دکانکور دآزموينو دبهير دسياسي کيدومخه ونيول شي.
هيله لرو چې مسوولينو له اوسنيو ستونزو څخه يوه بله تجربه ترلاسه کړې وي او له هغې څخه په راتلوونکو کلونوکې د ټولوستونزو د حل کولو په مقصد کار واخلي چې بيا ستونزه پيدا نه شي او د هغو ځوانانو حق تلف نه شي چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د زده کړې د دوام توان لري.

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د طالبانو په حکومت کې د مهاجرینو دچارو دوزیر او په هېوادکې د سولې د راوستو د یو فعال مولوي عبدالرقیب تخاري له پلار سره  چې نن له غرمې وروسته یې
د خپل زوی د جنازې په مراسموکې ګډون کړی و، ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
د هېواد جمهوررئیس د مولوي عبدالرقیب تخاري پلار ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او ويې ویل چې د ده  د زوی وینه په هېوادکې د سولې او امن د ټینګښت لپاره تویه شوې ده .
جمهوررئیس حامدکرزي هیله وکړه چې لوی خدای دې د مولوي عبدالرقیب تخاري او د هېواد د نورو شهیدانو د وینو په برکت افغانستان ته ژرترژره تل پاتې سوله راولي.
مولوي عبدالرقیب پرون د پیښور په ښارکې و وژل شو او نن یې جنازه په تخار کې خاورو ته وسپارل شوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
دلوړو زده کړو وزارت د بورسونو دتنظيم درياست خبريتا  !
د ډله ييزو بورسونو ويشل په شرايطو د برابرو کانديدانو دټاکنې د طرز العمل له مخې چې د وزيرانو شورا د١٣٩٢ کال دسلواغې دمياشتې د اوومې نيټې په ٤١١ ګڼه مصوبه کې تائيد شوى دى  ، ترسره کيږي .
دادى د دريم او وروستي  ځل لپاره هغو کانديدانو ته چې نومونه  يې په ١٩٠٠ کسيز لست کې پخوا ددغه وزارت د ويب سايټ  له لارې خپور شوى دى  او په ١٣٩٢ کال کې دهندوستان ، قزاقستان، پاکستان، مراکش او دمتحده عربي اماراتو دهيوادونو بورسونو ته معرفي شوي وو  خو منظوري يې نه ده رارسيدلې اويا هم تراوسه پورې د سندونو دبشپړولو په خاطر يې مراجعه نه ده کړې ، خبر ورکول کيږي چې ډير ژر دې  د روان کال د  کب دمياشتې تر ٤ ڼيتې پورې  دنوم ليکنې او دسندونو دبشپړولو په مقصد دلوړو زده کړو وزارت دبورسونو دتنظيم رياست ته ورشي.
له دې پرته دهيڅ راز شکايت حق نه  لري.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي نن د انځورګرۍ  د آثارو هغه نندارتون چې  دنوروز  دسيمه جشن د هرکلي په خاطر جوړ شوى دى په ملي نګارستان کې  پرانست .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه نندارتون د نوروز د جشن په مناسبت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروګرامونو له مخې  پرانستل شوچې دانځورګرۍ شپږ اتيا  آثار پکې نندارې ته  وړاندې شوي دي .
په دغو مراسمو کې حميدبارکزي دخپلو انځوريزو کارونو په   باب   مسوولينو او دنندارتون برخه والوته معلومات ورکړل او ويې  ويل په دغو آثاروکې زياتره دلرګيو پرمخ کيندنو څخه استفاده شوې ده او نوريې په آبي  او روغني رنګونو  کار شوي دي .
دغه راز دملي نګارستان مسوولې صابرې  رحماني   وويل ملي نګارستان په پام کې لري چې د هيواد دهنرمندانو يو شمير ارزښتناک  آثار چې د هيواد د دودونو ، فرهنګ او تاريخ او د لرغونو آبداتو دتصويرونو ښکارندوى وي  ،  وپيري او له هنرمندانو څخه يې وغوښتل چې خپل  آثار د  ټاکنې په مقصد ملي نګارستان ته راوړي .
دې  زياته کړه چې دغه نندارتون د نورو دوو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى .