24 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې  له سفير سره وکتل .

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې داروپا داتحاديې له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دبهرنيو چارو وارت سياسي معين...

 دترانسپورت  دوزارت وياند: دملي بـس  ٣٥٠ زاړه موټرونه  ترميميږي .

دترانسپورت دوزارت وياند: دملي بـس ٣٥٠ زاړه موټرونه ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله...

 په کندز  ولايت کې  دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه  پرمخ  ځي .

په کندز ولايت کې دورقي تذکرو دويشلو بهير په ښه توګه پرمخ ځي .

کابل باختر د غبرګولي دويمه : ٣٨٠٠٠ تنه کندزيان تذکرې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باخترآژانس د وږى ١٥
ټاکل شوې ده دڼريوالو لرغونپوهو ماهرانو کنفرانس سبا دايټاليا دتورين په ښارکې جوړشى.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي به دافغانستان په استازيتوب په دې کنفرانس کې ګډون وکړې .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې دغه کنفرانس د دسمبر په شپږمه يا اوومه نيټه د دريو ورځو لپاره دايټاليا په تورين ښارچې ديونسکو له خوا جوړيږى او دنړۍ د زياترو لرغونپوه ماهران پکې ګډون کوى.
سيد مصدق خليلي باختر اژانس ته وويل په دې کنفرانس کې دهرات دتاريخي ښار او دجام څلې د اوسني حالت په باب خبرې کېږي ده وويل په دې کنفرانس کې هلې ځلې کېږي هغه اړتياوي چې دهرات لرغونې ښار او دجام څلې يي لري طرحه او له برخه والو به وغوښتل شى چې په دې اړوند دافغانستان داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري وکړي.
 

بغداد  باختر د وږي  پنځلسمه
  دعراق پوليسو ددغه هيواد په شمال ختيځ کې دجلا جلا بريدونو له امله دپنځو تنو عسکرو دوژل کېدو او ددريو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ .
دهند دنيوکريلا دخبري سايت  دخبر له مخي دغه کسان دبغداد په شمال کې  دتاز حورمانو په ښار کې ديوې ګزمي په لاره ديو بم دچاودنېاو دوياله ولايت په ختيځ کې  دناپيژندل شويو کسانو په بريد کې  ووژل شول او تپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې بريد کې دپوځيانو دوه ليږدونکې واسطي هم زيانمني شوي دي .
که څه هم په عراق له  ٢٠٠٧  کال څخه راپديخوا  فرقه يي تاوتريخوالې لږ شوي دي خو تراوسه پوري په دغه هيواد کې دوسله والو کسانو  له خوا دبريدونو اوبم ايښودنو خبر ورکول کېږي .
 

نيويارک  باختر د وږي  پنځلسمه
  دسوريې په چارو کې دملګروملتو دسازمان نوى استازي لخضر براهيمي  ددغه سازمان په عمومي ټولنه کې په خپلو لومړنيو   رسمي څرګندونوکې په سوريه کې   دوژل شويو  شمير ټګان ورکوونکې اوپه دغه هيواد کې ويچاړتياوي ناتار بللي دي .
براهيمي  په خپلو خبرو کې غوښتنه  کړې ده بايد ټول دسوريې دبحران دحل کولو په خاطر متحد شي .
ده وويل چې په راتلونکو څو ورځو کې به  سوريې  ته  سفر وکړي له دې سره جوخت دملګروملتو په سازمان کې دسوريې ددولت سفير له براهيمي سره دهمکاري په لاره کې دخپل هيواد تياري خبر ورکړ .
براهيمي  دملګرو ملتو دسازمان  په عمومي ټولنه کې  په خپلو لنډو خبرو کې  وويل په سوريه کې حالات مخ په خرابيدو دي اوپه دغه هيواد کې خلک زيات ځوريدلي دي .
  ده دسوريې دبحران دحل کولو لپاره دنړيوالې ټولنې په ملاتړ ټينګاروکړ او هغه ته اړتيا  ضروري وبلله .
لخضر براهيمي  تيره مياشت په  دې دندي وټاکل شو .
دسوريې دبحران دحل لپاره دملګروملتو دسازمان دپخواني استازي کوفي عنان دسولې  طرحه نتيجي ته ونه رسيد او هغه له خپلې دندي استعفا وکړ ه  
پرون دسره صليب دنړيوالې کميټې رييس پيتر مورا دسوريې  له جمهور رييس بشارالاسد  سره وکتل او له هغه  څخه يې وغوښتل چې دنړيوالو بشر دوستانه قوانينو درناوي وکړي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٥ :
دهېواد دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت ديوولسم تلين او دشهيد د اوونۍ دنمانځلو دکميسيون اعلاميه:
دملي اتل احمدشاه مسعود دشهادت دکاليزې درناوي په اصل کې دافغانستان درښتينوبچېانو دفدارکاري اوسرښندنې يادونه ده چې دخپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو  دساتنې په خاطر يې خپلې تودې وينې دهېواد اوخلکو د دفاع په لاره کې قرباني کړې .
دملي اتل دسرښندنو د درناوي او دخپلواکې، جهاد اومقاومت دلارې دشهيدانو اودشهيد د اوونۍ د درناوي په خاطر له ټولو رسنيو څخه غوښتنه کېږي چې دهېواد دشهيدانو لوړ مقام  اودملي اوديني ارزښتونو د درناوي په پام کې نيولوسره خپل پروګرامونه عيارکړي او دهېواد درښتينو بچېانو د وينو په مقابل کې خپل ديني ،اسلامي اوهېوادني پور اداکړي .
 

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت دنقشبند  په طريقت  دسيمينار کار پرون  دافغانستان داسلامي  جمهورريت  دجمهور رييس حامدکرزي  دپيغام په لوستلو سره پرانستل شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه سيمينار چې دهيواد دپايتخت او ولايتونو ديو شمير  عالمانو په پارلمان کې دخلکو داستازو ، دديني ، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، دطريقت دمشايخو ، روحانيونو او دځينو جګپوړو دولتي چارواکو په ګډون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړ  شوي و ، لومړي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  پيغام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمعين  پوهنمل  نبي فراهي له خوا  ولوستل شو 
په پيغام کې ويل شوي .
نقشبنديه  تصوفي طريقې دخپل  پيدايښت اوخوريدوسره سم  زموږ هيواد ته لاره پيداکړې ده او د الهي مينې ډيرو پتنګانو دخپل زړه او ضمير او په ټوله کې دباطن دصفايۍ  او تزکېې لپاره ، نقشبنديه تصوفي  طريقه دخپل عمل  دلاري مل ګرزولي ، دهيواد ډيرو سترو روحاني شخصيتونو ، شاعرانو اوليکوالو دا لاره پاللي او په دې توګه يې دڅښتن تعالى درحمت په هيله ، ددې تصوفي  طريقي  دآدابو ،  سننو او عباداتو له لاري دخپلو نفسونو د سپيڅلتيا او له ګناهونو دځان دژغورنې هڅه کړې  ده .
دغه راز  دجمهور رييس په پيغام کې ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له  وزارت او له ډاکتر سيد مخدوم رهين  څخه قدرداني  شوې ده او ټينګار شوي دي چې ددغه سيمينار مقالې دي چاپ شي .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ  وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبري وکړي او ويې ويل  اسلامي تصوف داوږدو پيړيو  په تيره بيا زموږ په هيواد کې داسلامي وحي دداخلي اړخ په توګه دحق او حقيقت  په لور دخداى ( ج ) دلاري  دموحدانو او سالکانو هادي دي اسلامي عرفان دبلخ ، هرات ، غزني ، کابل . او ګرديز  په ګډون په سترو ښارونو او په نورو ورته ښارونو کې ستر مرشدان  وزيږول  چې اسلامي تمدن او فرهنګ ددوي په مبارک شتون وياړي .
دعرفاني  طريقتونو  له جملې څخه يو هم نقشبنديه  طريقت دي چې په ځانګړي توګه په اتمه هجري  پيړۍ کې په بخارا او بلخ کې ښه وځليد البته ددغه طريقت ظهور په شپږمه  هجري پيړي کې دخواجه ګانو ددطريقت  په نامه وو يعني دهغه له دويم موسس  څخه دوه پيړۍ مخکې چې حضرت  بهاوالدين  نقشبندوي ، بهاوالدين  چې په کابل کې دبهاوالدين  بلاګردان په نامه مشهور دى لومړى موسس يې  خواجه عبدالخالق  غجدواني و .
غجدواني  هغه  څوک و چې په اصطلاح  دخپلي  زماني تصوف يې  پيل کړ په دې مانا چې له زياتو پيړيو وروسته عارفانه افکار او تصوف اوسلوک  له ناخوالو  سره مخامخ شوي و .
   داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دي سيمينار کې زياته کړه  دنقشبندي  طريقت زموږ په هيواد کې ستر شخصيتونه  وزيږول  چې له دې جملي څخه خواجه  محمد پارسا چې ارامګاه  يې  په بلخ کې ده او مولانا يعقوب  څرخي لوګري چې دلوګر په څرخ کې  وزيږيد او ارامګاه يې دتاجکستان په دوشنبه ښار کې ده او نور بې شميره شخصيتونه .
ډاکتر رهين د څرګندونوله مخې دنقشبنديه  طريقت خصوصيتونه  دتعاليمو اسانوالي ، دژوندانه آسان والې او دچلند انسان والې   وه  او دهغه څه  دود په بنسټ چې په نقشبنديه   طريقت کې سخت ټينګار پري شوي دي دنبوي  سنت پيروي ده .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه  ، سترو اسلامي مشايخو نږدي دټولو په تيره بيا  په نقشبنديه  طريقت کې دخپلو لاسونو په تټاکې سره ډوډي خوړله .
نقشبنديه  طريقت  ته يې په دې سبب نقشبندي  ويلي دي چې خواجه بهاوالدين  نقشبندو، نقشبند  هغه څوک دى کله چې د جامو ټوټي اوبلدل کېږي  هغه تر ښکلا او سمون ورکوي او دي کار ته يې نقشبندي  وايه .
څرنګه چې په خپله دبهاوالدين نقشبند کار همدا و له همدي لاري يې دخپل  ژوندانه چاري سمولي له همدي امله  دغه طريقت  هم په همدي نامه مشهور شو .
ډاکتر رهين زياته کړه ستر مشايخ  هم نن او هم  پرون زموږ په بيلابيلو کارونوکې چې دنقشبنديه  طريقت مرکز و او نن هم دي لکه بلخ او لوګر چې د نقشبنديه طريقت پيروان دي  په همدي ترتيب په نورو سيموکې هم په قندهار او دهيواد په ختيځ کې  يو زيات شمير مشايخ  وزيږيدل ، دنقشبندي  طريقت  له خصوصيتونو  څخه دهوش په دم ، نظر په قدم ، سفر په وطن  ، خلوت  په ټولنه کې ، بادکړ ،  ستنيدو وکتل  ، ياداشت ، دزماني وقوف او دقلبي وقوف په شان په يوولس ګونو اصولو اعتقاد دي چې هر يويې په حقيقت کې ددغه سيمينار د لارښوونې په تګلوري کې يوه دروازه ده .
  په ديني چارو کې دجمهوري رياست ستر سلاکار  پوهاند نعمت الله شهراني په خپلو خبرو کې په دې ترڅ چې دنقشبنديه طريقت دسيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير څخه قدرداني وکړه دبيلابيلو مذهبونو دامامانو په باره کې يې  معلومات ورکړل .
او ويي ويل  امامان داسلامي نړۍ دسترو عالمانو له جملې څخه دي اوهم د صوفيانو له جملې څخه دي .
ده داسلام مبين  دين له ډيرو بشپړو  اديانو څخه وباله اوويې ويل  چې بايد داسلام په تاريخ کې د لويانو دنومونو دژوندي ساتلو او دهغوى له پندونو ،کړاونو  او نصحيتونو څخه داستفادي  په  خاطر دغه شان سيمينارونه جوړ شي .
ده داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه په ژوره توګه  مننه وکړه .
دکابل پوهنتون  دشرعياتو دپوهنځي استاد او دوزير محمد اکبرخان  دجامع جومات خطيب  ډاکتر  محمد اياز نيازي په خبرو کې وويل انسان دوه بعدي  موجود دي .
دانسان  مادي بعد خوراک ، اغوستلو  اوکورته اړتيا لري خو له انسان روحي بعد طاعت اوبنده ګي  ته اړتيا لري تصوف  اوعبادات  دانسان دروحي بعد خواړه دي .
دغه راز  په پارلمان کې  دهرات دخلکو استازي قاضي محمد نذير  حنفي په خبرو کې دسيمينار  دجوړولو په باب داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دژورې  قدرداني په ترڅ کې وويل تقوا په ټولو ابعادو کې دانسان دژوندانه بنسټ  دي هم تجارتي بعد ، هم روغتيايي بعد او نور بايد  هر انسان دتقوا  او پرهيز ګاري  په رڼا کې  ژوند وکړي .
  ورپسې دجمهوري رياست سلاکار وزير مولوي جوره هم دموضوع په باب  خبري وکړي .
دغه راز ددغه سيمينار په مناسبت دکابل پوهنتون پيغام ددغه پوهنتون داستاد پوهاند محمد افضل بڼوال او د علومو اکاډمي پيغام د څيرنپوه  محمد اسلم افضلي او دناصر خسرو بلخي د فرهنګي دمرکز  درييس سيد منصور نادري پيغام ددغه مرکز دمرستيال محمد ارشاد معنوي  له خوا ولوستل شول .
  دغو استازو دسمينيار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين څخه دمننې او قدرداني په ترڅ کې داړوندو مرکزونو پيغامونه  ولوستل .
  بيا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ رييس محمد افسر رهبين  دخواجه بهاوالدين  نقشبند لنډ  ژوند ليک ولوست چې پکې ويل شوي دي
خواجه بهاوالدين  محمد نقشبند  ، دمحمد بخاري زوى  د ٧١٧ هجري قمري  کال دمحرم  په مياشت کې او په بل روايت  په  ٧٢١ هجري  قمري کال کې  دبخارا  ښار دعارفانو په ماڼۍ  ( دهندوانو په ماڼۍ )  کې وزيږيد
په نصحات الانس  کې دمولانا  عبدالرحمن جامي د څرګندونو له مخې دى دخواجه محمد باباى سماسي له خدمت څخه په فرزندي قبول نظر دي او دطريقت دادابو تعلم دسيد اميد کلال د صورت په حسب ، خو دحقيقت په حسب دي اويسي دى  او روزنه يې دخواجه عبدالخالق غجدواني  له روحانيت څخه زده کړي دي .
دبهاوالدين  پلار دنقشبندي او د خمتا  اوبدلو کسب درلود او په بابا صاحب سرمست مشهور و .
  څرنګه چې زوي ديدارکسب غوره کړ  له دې امله يې دنقشبند لقب پيداکړ  ځيني کسان په دې باور دي چې بهاوالدين ددايمي  قلبي  ذکر له امله داسې درجي ته ورسيد چې دالله ( ج )  نوم په زړه  کې يې  ځاى ونيوه او له دې امله نقشبند  وبلل شو .
اووه کلن و چې قرانکريم يې زده کړ . له خواجه  بهاوالدين نقشبند څخه ارزښتناک اثار ، الاورادالبهائيه   ، الاواردات  ( په فارسي )  او دليل العاشقين او هم  په فارسي ژبه کې خوار واره اشعار او زياتره دتراني په قالب کې  ( رباعي ) پاتي دي .
خواجه بهاوالدين نقشبند له درې شپيتو  کلونو ارزښتناک  عمر وروسته  د ٧٩١ هجري قمري کال دربيع الاول  د مياشتې  په ديرشمه  دشنبې په شپه  وفات شو او په داسې حال کې چې دده د وصيت له مخې دده دجنازي په وړاندې  فارسي شهر ويل کېده  دبخارا ښار په دولس کېلومتري واټن بهاوالدين ناحيه کې  خاورو ته وسپارل شو .
دده  متبرک تربت دشريعت دپيروانو او دطريقت  د لارويانو زيارتګاه ده .
دسمينيار په علمي  مجلې  کې چې له غرمي وروسته جوړ شو  قاضي محمد نذير  حنفي درييس په توګه او مولوي ضيا الدين شيخ زاده دمرستيال  په توګه انتخاب شول .
په علمي مجلس کې مولوي عبدالرحمن رحماني دجايګاه تصوف  اوعرفان ، استاد حيدري وجودي ، دنقشبنديان  ،  ويسي مشرب ، دهرات پوهنتون استاد ډاکتر عبدالغني حسروي، دانيس الطالبين دمولانا عبدالرحمن جامي ناپيژندل شوي اثر او ويستا خسروي  دغزنيوي  مشعلدار معاصر طريقت  نقشبنديه  تر عنوان لاندې مقالې ولوستلي .
دسمينيار کار نن هم دوام کوي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دسمنګانو دولايتي شورا مرستيال له يو ناوړه قصدڅخه روغ رمټ  پاتې شو.
دسمنګانو دولايتي شورا مرستيالې حنيفې امين پور باخترا ژانس ته وويل  دتيرې شپې دلسو بجو په شاوخوا کې ددې دکور په انګړ کې  چاودنه وشوه  خودا اوددې دکورنۍ غړو ته زيان نه دى اوښتى . دې وويل چاودنه دلاسي بم زيږنده وه چې ددې دکور په انګړکې غورځول شوي و.
دې په دې پيښه کې دمخالفينو لاس لرل رد نه کړل او ويې ويل په چا ادعا نه لري
په  همدې حال کې  دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال مصدق الله مظفري ددغه  ولايت دولايتي شورا دمرستيالې په کور دلاسي بم غورځيدل تائيد کړل او ويې ويل  بريد کوونکي په موټرسايکل سپاره وو چې دبم  له غورځولو وروسته وتښتيدل.
ده وويل دپيښې په اړوند تراوسه پوري څوک نه دى نيول شوى خوپيښه دپوليسو له خوا ترڅيړنې لاندې ده.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
په هلمند کې ددوو پرله پسې  چاودنو له امله اته تنه ټپيان شول.
دغه  چاودنې نن له غرمې مخکې  په لس نيمو بجو دپنځه دقيقو په زماني  واټن کې په لښکرګاه ښارکې دقندهار دموټروپه تم ځاى کې وشوې .
ددغې بم ايښودنې څخه دياغيانو هدف تراوسه  روښانه شوى نه دى.
دهلمنددوالي ويندوى داود احمدي باختراژانس ته وويل: ددغو چاودنو له امله دڅلورو ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
ده وويل ياغي طالبانو چاوديدونکي توکي په دوو ريکشاوکې ځاى پرځاى کړي وو.
په همدې حال کې دلښکرګاه ښار ديوروغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي.
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
په ننګرهار ولايت کې ديوځانمرګي بريد له امله څه ناڅه شل تنه ووژل شول اوکابوپنځوس تنه نورټپيان شول.، ددغې پيښې قربانيان ټول ملکي وګړي دي.
دباختراژانس  دخبرله مخې،  پيښه نن له غرمې مخکې دنهو بجو په شاوخوا کې  ددربابا په ولسوالۍ کې هغه هم ديوې ميرمنې دجنازې دښخولو په مراسمو کې رامنځته شوه .
دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي  ځانمرګي بريدکوونکي چې چاوديدونکي توکي په خپلو جامو کې ځاى پرځاى کړي و ددربابا ولسوالۍ ديوقومي مخور دميرمنې دجنازې دښخولو په مراسمو کې دبرخه والو ترمنځ وچاوه  .
په دې پيښه کې شل تنه ووژل شول او ددغې پيښې دټپيانو شمير څه ناڅه پنځوس تنه ښودل شوي دي .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر تائيدکړه چې ددربابا ولسوال هم په ټپيانوکې شامل دى .
دننګرهار ولايت په درباباولسوالۍ کې ننني پيښه دميدان وردګوولايت دسيداباد ولسوالۍ له  خونړي پيښې  وروسته رامنځته کيږي  .
درې ورځې مخکې  دميدان ورد ګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې ديوځانمرګي بريدله امله  څه ناڅه اويا تنو تنه مرګ  ژوبله  واوښته.
په جوماتونو،دماتم په مراسمو اونورو مذهبي مراسمو بريددطالبانو نوى تکتيکونه بلل  کيږي .
 

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين نن په بلخ ولايت کې  دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
دبلخ ولايت دسولې دکميسيون مسوول اخترمحمدابراهيم خيل باختراژانس ته وويل: دغه کسان له دوو ماشينگڼو ، څلورو کلاشينکوفونو او اووه توغنديو سره ددغه ولايت دبلخ  اوچاربولک دولسواليو په مربوطاتو کې دسولې له بهيرسره يوځاى شول.
خبرځاى زياته کړه :دتيريوکال په بهيرکې ددولت دوه سوه پنځوس تنه مخالفين دسولې دپروګرام له لارې له دولت سره يوحاى شوي دي.
 

Wednesday, 05 September 2012 04:37

دلوى څارنوالي خبرتيا

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
دلوى څارنوالي خبرتيا
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس د ٤٥ ګڼه فرمان دلومړي مادې په اوومه فقره کې داسې لارښوونه شوې ده .
لوړ رتبه دولتي مقامات له قانون څخه دسرغړونکو، مجرمينو ، مفسدينو اوګناه کارانوله ملاتړڅخه لاس واخلي دهيواد دعدلي اوقضايي ارګانونو ته لارښوونه کيږي چې ددغه شان  مواردو دکتنې په صورت کې  دسمت اوددولتي  پست له پام  کې نيولوپرته دمداخله کوونکواشخاصو په باب جدي قانوني اجراات وکړي .
ددولتي مرکزونو له ټولو کارکوونکو اودهيواد له پتمنو خلکو څخه په درنښت غوښتنه کيږي چې ددغه شان مواردو دکتنې په صورت کې له ٠٢٠٢٢٠٠٠١٢   او   ٠٢٠٢٢٠١٣٣٣  تيلفونونو سره اړيکه ونيسي او دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالي ادارې ته خبرورکړي او همکاري وکړي.