25 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د خواخوږۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه د افغانستان د علمانو...

د هېواد د جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان شهادت جمهوررئیس غني سخت خواشینی کړ

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه تروریستانو د خپلو جنایتونو...

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
په بدخشان ولايت کې د مسافرانو په کاروان دطالبانو په بريدکې يو مسافر ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه پيښه دبهارک ولسوالۍ په منګل آب سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ عمومي لاره د ترافيکو پرمخ وتړله.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسيد جهانګير کرامت باخترآژانس  ته وويل چې په دې بريدکې  يو مسافر ووژل شو او دوه تنه  نور يې ټپيان شول.
ټيک دهمدې بريد په وخت کې دپوليسومامورينو د مسافرانو د دفاع لپاره له يرغلګرو طالبانو سره په نښتې لاس پورې کړ .
دبدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې په دې پيښه کې يو وسله وال طالب ووژل شو؛ دوه تنه ټپيان او پنځه تنه نور يې ونيول شول .
په همدې حال کې د بدخشان ولايت د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو دټپي ملکي وګړو روغتيايي حالت خراب وباله .

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
دکډوالو په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنرۍ د افغانستان په شمال کې په زرګونو بې وزلو کورنيو دمرستې د ويش بهير پيل کړ.
په دې پړاوکې به دافغانستان دشمال په نهو ولايتونوکې په څه ناڅه پنځه زره اړو کورنيو خوراکي توکي او ژمنې جامې وويشل شي.
  دافغانستان په شمال کې د ګډوالوپه چاروکې د ملګروملتو د سازمان دکميشنرۍ  ويندوى فهيم همدردباخترآژانس ته وويل چې په دې پرګرام کې به په هرې کورنۍ يوه لازمه اندازه خوراکي توکي او ژمنې جامې وويشل شي.
دهمدرددڅرګندونوله مخې هيواد دشمال په څلورو ولايتونوکې ددغومرستودويش بهير دوام لري او دشمال نورو ولايتونو ته دمرستې دموادو دليږدونې په باب کار پيل شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چې د ژمي په موسم کې په افغانستان کې په زرګونو بې وزلې کورنۍ د خوراکي توکو د برابرولو د غم ترڅنګ د سړښت په نامه له نورو ستونزو سره مخامخ کيږي.

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
له تاجکستان سره د تخار ولايت په سرحدي سيمه کې دپوليسو د ډزو له امله دنشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکي ووژل شول .
  په دغو قاچاق وړونکو پرون ناوخته کله چې غوښتل نشه يي توکو تاجکستان ته وليږدوي؛ د دشت قلعه ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د تاجک د سرحدي مامورينو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې دغوقاچاق وړونکو د تاجکستان د سرحدي مامورينو له منګولو څخه دتيښتې نيت درلود چې په ډزوکې ووژل شول .
ويل کيږي دغه قاچاق وړونکي د افغانستان اتباع وو.

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان دخپلو شپيتو تنو افرادو په ګډون په بدخشان ولايت کې د سولې له پروګرام سره يوځاى شول .
ملاعباس او ملا عنايت الله له خپلو افرادوسره يې مخکې له دې د جرم ولسوالۍ په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
دبخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد جهانګير کرامت باخترآژانس ته وويل چې دغو قوماندانانو عادي ژوندانه ته د ستنيدو په وخت کې خپل په لسګونو جنګي وسايل هم دولت ته وسپارل.
ملا عنايت الله او ملاعباس د سولې له پروګرام سره د پيوستون  په وخت کې  ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د خپل هيوادپه بيا جوړولو او د امنيت په تامينولوکې ونډه واخلي .
  په همدې حال کې دبدخشان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې عادي ژوندانه ته ددغو دوو قوماندانانو ستيندل به په دغه ولايت کې د امنيتي حالت په ښه والي باندې مثبته اغيزه ولري .
له بلې خوا دبدخشان ولايت دسولې دکميټې مسوولين وايي چې يوځاى شويو کسانو ته به دکار زمينه برابره کړي.

Thursday, 19 December 2013 10:40

تبصره

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
دمهاجرت د نړيوالې ورځې نمانځنه له هغوسلګونو زرو تنو انسانانو سره د مرستې اوهمکارۍ لپاره يو فرصت دى چې په بېلابېلو دلايلو يې په خپل هيواد کې له ژوند څخه لاس اخستى دى او د ستونزو اوکړاونو په زغملو سره ځان او خپلې کورنۍ ته د ژوندانه د يوې ښې فضا د برابرولو په لټه کې دي.
دباخترآژانس مبصر ليکي:
دمهاجرت دنړيوالې ورځې نمانځنه په افغاني ټولنه کې ځانګړى ارزښت لري. نن ورځ افغانان د نړۍ په کچه دمهاجرينواوبې ځايه شويو کسانو ډيره ستره ټولنه ده.
په نړۍ کې به هيڅ داسې هيواد نه وي چې څه دپاسه ديرش کاله جګړه، تاوتريخوالى، نا امني، اقتصادي ستونزې او بهرني لاسوهنې يې تجربه کړې وي.
دغه موارد د دې سبب شوي دي چې زيات شمېر افغانان د آرام ژوندانه خوب ته د رسيدو په خاطر خپل ټاټوبي او کورونه پريږدي او د زياتو ستونزو او خطرونو په زغملو سره د نورو هيوادونو په لور دمهاجرت لاره خپله کړي.داسې له انديښنو ډک او تګان ورکوونکي ارقام او شمېرنې شته.
زموږ يو شمېر هيوادوالو چې اروپا، استراليا او يا نورو هيوادونو ته يې د رسيدو نيت درلود؛ هيڅ مقصد ته نه دي رسيدلي. ځکه خطرناک سمندري سفر دوى د مرګ لومې ته ټيل وهلي دي او هغه کسان چې په دې بريالي شوي دي؛ ددغه شان ستونزوپه شتون کې مقصد ته ورسيږي. په دې نه دي بريالي شوي خپل خوب وويني، ځکه د اروپا او استراليا په هيوادونوکې سختو او پيچلو شرايطو دوى زيات له تنګسيا سره مخامخ کړي دي .
دغه ستونزې که چيرې په سمه توګه تحليل او وڅيړل شي؛ يوه ستره ټولنيزه ناخواله  تصويروي چې کيداى شي دردونکي او زړه بوږ نوونکي وي .
دلته لازمه ده له هيواد څخه دمهاجرتونواړخونواو علتونو ته پاملرنه وشي.
دلته ستره ستونزه په هيوادکې نا امني او د اقتصادي ستونزو پراختيا ده چې له هيواد څخه د مهاجرت د انګيزې زمينه برابروي .
په لومړى ګام کې دا په دولت پورې اړه پيداکوي چې په هيوادکې د مهاجرت د علتونو او عواملو په له منځه وړلواقدام وکړي. دهيوادوالو د حقوقوتامينول، د اتباعو د مصوونيت ساتنه او کارموندل او د هغو بهرنيو هيوادونو له ناوړوتبليغاتو سره مقابله چې په افغانستان کې حالت پيچلى تعريفوي؛ کولى  شي تر يوې اندازې  پورې د مهاجرت دردکم کړي او زموم هيوادوال په ژوندانه او راتلوونکي هيله من کړي .
په افغانستان کې دلنډ مهالې ادارې او د اوسني نظام په جوړيدو سره هيواد ته د راستنيدوعلاقمندۍ زياته شوه اوموږ دخپلويو زيات شمېر هيوادوالوپه تېره بيا د ايران او پاکستان  له هيوادونوڅخه دهغوى د راستنيدوشاهدان وو. خو له بده مرغه دغې هيلې او علاقمندۍ زيات وخت دوام ونه کړ او يوشمېر راستانه شوي کسان دې ته اړشول چې بيا خپل کورونه او ټاټوبي پريږدي او ددغو دوو ګاونډيو هيوادونو په ګډون نورو هيوادونو ته مخه وکړي.
دوى د خپل بيا مهاجرت مهم دليل په هيوادکې نا امني، اقتصادي ستونزې ، دکورنشتوالى او دکارنه موندل وبلل. له بلې خوا سره له دې چې يو زيات شمېر  افغانان له هيوادڅخه بهرمهاجر دي؛ افغانستان د يو زيات شمېر بهرنيو مهاجرينوکوربه  هم دى.
نن موږ په خپل هيوادکې د يو زيات شمېر تاجکستاني، کشميري، ايراني، عراقي او د پاکستاني مهاجرينو کوربه توب کوو. د دوى د ژوندانه حالت هم دردونکى دى. د افغانستان دولت چې په خپله له سختو ستونزوسره لاس او ګريوان دى؛ په دې نه دى بريالى شوى لکه څنګه چې لازمه ده؛ ددغو مهاجرينوحالت ته پاملرنه وکړي او له بده مرغه په افغانستان کې دمهاجرت قانون ديوې طرحې په کچه پاتې دى چې دا په خپله په افغانستان کې د بهرنيو مهاجرينو ستونزې زياتوي چې بايدپاملرنه ورته وشي.
په افغانستان کې د زيات شمېر بهرنيو مهاجرينو د شتون تر څنګ موږ يو زيات شمېر کورنۍ بې ځايه شوي کسان هم لر. دکابل، مزارشريف، هرات او تر يوې اندازې پورې د قندهار په ګډون د هيواد ستر ښارونه دکورنيو بې ځايه شويوکسانو دپراخ شتون ډګر دي چې ستونزې يې له نورو مهاجرينو څخه کمې نه دي.
هغه څه چې وويل شول؛ دهغو زرګونو تنومهاجرينو د درد او کړاو انعکاس دي چې اخلاقي او ټولنيزو مرستو ته  محتاج دي. ټولنيز او فرهنګي اخلاق په نوې پيړۍ کې له موږ څخه غواړي چې د مهاجرينو په نسبت له سپکاوي ډک چلند څخه  ډډه وکړو او د محتاجو او اړو انسانانو په توګه دهغوى هرکلي وکړو.
له مهاجرينوسره انساني سلوک د انساني ارزښتونو د ژمنې دوام دى. له بده مرغه افغان مهاجرين د ايران او پاکستان په هيوادونوکې له انساني ارزښتونو څخه لرې  او له سپکاوي ډکو چلندونوسره مخامخ کيږي چې دا کار يوه مسلمان، يوه ګاونډي او په پاى کې يوه متمدن اوسني هيوادوال ته په کار نه دى .
بايدله افغان مهاجرينو سره په زغم او تحمل سره چلند وکړو. د مهاجرينو نړيواله ورځ د يو داسې اړ قشر دساتنې په مقصد چې مهاجر بلل کيږي؛ د ژمنې د نوي کولو لپاره فرصت وبولو او له هغوى سره مرسته اوهمکاري وکړو.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
دافغانستان-پاکستان د پارلماني هيئت د دوه ورځنيو غونډو يوولسم پړاو نن په کابل کې د يوې ګډې وينا په صادرولو سره پاى ته ورسيد.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په نننۍ غونډه کې د دواړو هيوادونو پارلماني هيتونو د سوداګرۍ او ترانزيت د ښه والى، د دواړو هيوادونو د پانګې اچونې د فرصتونو د برابرولو، د مدني ټولنې رول ته دپاملرنې او د رسانه يي ارتباطاتو د تامينولو او له افغانستان څخه د آيساف او امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او پاکستان د اړيکو لرليد ته دپاملرنې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې او د راتلوونکو اغيزمنو غونډو په دوام باندې يې ټينګار وکړ.
په دغو غونډوکې د افغانستان او امريکا د امنيتي موافقه ليک په باب هم دمشورتي لويې جرګې د پريکړې په ملاتړخبرې وشوې او د پاکستان لوري څرګنده کړه چې افغانستان يو خپلواک هيواد دى او د دې حق لري چې نه يواځې له امريکا بلکې د نړۍ له نورو هيوادونو سره په بېلابېلو برخوکې موافقه ليکونه لاسليک کړي چې دپاکستان دپارلمان او دولت د ملاتړ وړ هم دى .
د دواړو هيوادونو پارلماني هيتونو له خپلو هيوادونو څخه وغوښتل چې د يوبل ترمنځ له اعتماد جوړولو وروسته يوې ستراتيژيکي موافقې ته چې د دواړو هيوادونو دوستانه اړيکې تضمين کړي؛ ورسيږي.
دغه راز دواړو لورو د دغو خبرو په پخوانيو پريکړو باندې په ټينګارسره ديومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې، يوه ګډه وينا صادره کړه او هيله يې وکړه چې ددغې وينا مادې د دواړو هيوادونو د دولتونو له خوا عملي شي او په دې وينا کې د دواړو هيوادونو دپارلماني ديالوګونو د مرستې پراخ بنسټه کولو، د دفاعي چارو په باب د پراخې پارلماني څارنې، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې، دنشه يي توکو دکرکيلې او چاقو د مخنيوى، د پولو د اغيزمن مديريت،افغانانوته د ويزې د ممانعت دلرې کولو، افغان محصلانوته د زياتو اسانتياوو په برابرولو او په علاقې وړ نورو موضوعګانو باندې ټينګار شوى دى.

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٧ مه:
د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د خپل كار په دفتر كې د هرات له والي سيد فضل الله واحدي او د دې ولايت د ولايتي شورا له رئيس وحيد قتالي سره په داسې حال كې وكتل چې د دغه ولايت سناتور احمد جاويد رؤف هم حاضر و.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې كتنه كې د هرات والي په دغه ولايت كې د پراختيايي او بنسټيزو پروژو د كاردپرمختګ په باب د معلوماتو په وړاندې كولو سره، وويل چې په دغه ولايت كې په ټوليز ډول امنيت تامين دى او د سيمه ييزو ادارو او امنيتي ارګانونو د كوښښونو له امله، د تښتونې او غلاو كچه، راټيټه شوې ده.
د مشرانو جرګې رئيس د دغه ولايت د والي او ولايتي شورا د رئيس د كړنو په درناوى دوى ته د مشرانو جرګې ستاين ليکونه ورکړل چې د كور ودانۍ په ويلو سره ومنل شول.#

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٧ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د منګولیا هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي " دمبین اورګن " باور لیک په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني هم حضور درلود، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن غرمه په ارګ کې پرځای شول، ښاغلي " دمبین اورګن" د خپل هېواد د جمهوررئیس نېکې هیلې او د درناوي مراتب جمهوررئیس حامدکرزي ته  ورسول، وې ویل چې منګولیا له افغانستان سره خپلو اړیکو ته زیات اهمیت ورکوي او غواړي چې دغه اړیکې لا پراخې شي.
ده څرګنده کړه، هېواد یې هڅه کوي چې په افغانستان کې ډیر ژر خپل سفارت بیا پرانیزي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دې کتنه کې د دې په ترڅ کې چې د افغانستان لپاره د منګولیا نوي نا استوګن سفیر ته یې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه، وې ویل چې  افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او په کابل کې د منګولیا د سفارت د بیا پرانیستلو په برخه کې د آسانتیاوو د برابرولو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.#

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
په کابل کې دساحلي فوټبال د سياليو په دوام نن له غرمې مخکې دوه لوبې وشوې.
دهيواد د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ سيالۍ کې د سنايي او استقلال ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د يوې په مقابل کې په دوو سره د استقلال ټيم په ګته پاى ته ورسيده او په بله لوبه کې د سباوون ټيم د څلورو په مقابل کې په شپږو سره دچهاردهي په ټيم بريالى شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ پرون د هوايد د فوټبال په فدراسيون کې پيل شوې.
د دانش دڅرګندونو له مخې: د هيواد د ساحلي فوټبال کميته په پام کې لري چې په راتلوونکى کال کې دغه نوې ورزشي څانګه د هيواد په اوو لومړۍ درجه ولايتونو کې ترويج کړي .
ديوبل خبرله مخې: له څوارلس کلنى څخه ښکته د فوټبال سياليو نن سهار په دوو لوبو سره په کابل کې دوام وکړ.
دهيواد دفوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د سباوون ټيم بريالى شو او په بله لوبه کې دکابل کلپ ټيم دصفر په مقابل کې په څلورو سره د آرمان ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دوه ديرشو ټيمونو ترمنځ دکابل په ورزشي لوبغالى کې پيل شوې دي.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
دميدان وردګو پخوانى والي امير محمد احمدي وفات شو.
ارواښاد زيات کلونه د پوهنې په برخه کې خدمت وکړ او هم يې دکورنيو چارو وزارت په مربوطاتوکې د بلخ، کندز، فراه او د هلمند په ولايتونوکې په بېلابېلو پستونوکې کار وکړ.
ده د ليسانس سند د بيروت له امريکايي پوهنتون څخه ترلاسه کړ او په ١٣٦٧ کال کې پيښورته مهاجر شو او له څه مودې وروسته يې په دغه ځاى کې د بلجيم موسسې د ښوونې او روزنې د رييس په توګه دنده واخيسته.