22 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

څوارلس وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بادغيس سيمه ييز...

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د زارع لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر د بلخ ولایت د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردوري دمياشتې ٢٦:
يو وسله وال طالب تېره شپه په غزني ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شو.
په دغو عملياتوکې يو وسله وسله وال طالب ټپي شو  او يوبل طالب ونيول شو.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه راز په دغو عملياتوکې چې د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په للمه سيمه کې ترسره شول؛ د دښمن يو کلاشينکوف او يوموټرسايکل هم د امنيتي ځواکـــونو لاسته ورغلي دي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
په لسګونو تنه افغان او پاکستاني وسله وال طالبان د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغوکسانو دبټي کوټ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د دوى په پتنځايونوکې د ادرو او د پوليسو د پوځيانو له خوا بريدونه وشول او ونيول شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: تېره شپه د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې څه ناڅه اويا تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
دغه پوځي عمليات تېره شپه د اردو او د پوليسو د لسګونو تنو سرتيرو په ګډون د وسله والوطالبانو د پتنځايونو د دړې وړې کولوپه خاطر دبټي کوټ ولسوالۍ په باريک آب، تکيه خانې، امبارخانې او د چاردهي په سيموکې پيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى په نيول شويوکسانوکې د بې ګناه خلکو د شتون احتمال رد نه کړ او ويې وويل چې بې ګناه خلک به د امنيتي ځواکونو له څيړنې وروسته آزاد شي.
په همدې حال کې د بټي کوټ ولسوالۍ يوسيمه ييز مسوول وايي چې په اويا تنو نيول شويو وسله والو کسانوکې د دغې ډلې څه ناڅه شل تنه پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
په همدې حال کې مشرقيوال وايي چې دغه پوځي عمليات به د وسله والوطالبانو د ټولو پټنځايونو تر دړې وړې کولو او د خلکو د ژوندانه تر خوندي کولو پورې دوام ومومي.
دبټي کوټ ولسوالۍ د ډيورندکرښې ته څېرمه د تورخم په تګلوري کې پرته ده.
دغه لاره د تورخم څخه لاره د طالبانو د ډلې دشتون په دليل تل د تروريستي فعاليتونو ډګر دى. دتورخم په لاره کې تراوسه پورې د دولت دکارکوونکو تښتونه ، په کاروانونو بمي بريدونه او په امنيتي پوستو وسله والو بريدونه کيږي .
په تيرو نږدې پنځوکلونوکې په بټي کوټ کې په لسګونو پوځي عمليات شوي دي خوبيا هم په دغه ځاى کې د تروريستي ډلو شتون او فعاليت ترسترګوکيږي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجنډا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې.
د سترې محکمې د خبرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: عالي شورا لومړى د ١٣٩٢ کال په بهيرکې د سترې محکمې د ديوانونو د اجرااتو نتيجې وڅيړلې او د ښکتنيومحکمو دپريکړو په څيړنه کې د دغو ديوانونو د عمل چټکتياچې د قانونيت په لحاظ څيړل شوې او د تاييد وړ ګرځيدلې دي؛ نقض او تعديل شوې دي؛ مثبتې وبللې او څرګنده يې کړه چې د سترې محکمې په ټولو ديوانونوکې د تېرکال په بهيرکې ١٤٦٥٦ دوسيې څيړلې شوې دي چې دغه ارقام په کمي لحاظ د ١٣٩١ کال د اجرااتو په نسبت په سلوکې شل زياتوالى ښيي او کيداى شي د قضيو په څيړنه کې د عمل د چټکتيا په برخه کې د ښکتنيومحکمولپاره ښه مثال وي .
عالي شورا دغه راز سترې محکمې ته د غيرقضايي مراجعو د قانوني استهداګانو دليږلو د لاښه انتظام په مقصد د پخوانيو مصوبو په تعقيب يوځل بيا تصويب کړه چې له دې وروسته دې له اړوندو وزارتونو او اداروڅخه رسيدلې استهداګانې يوازې د دغو بنسټونو دلومړي درجه مقاماتو په لاس ليک وليږل شي؛ له دې پرته دې د عالي شورا دارالانشا د د دويمو او دريمو واحدونو د مسوولينو په لاس ليک د استهداګانوله منلوڅخه معذرت وغواوړي.
وروسته ځينې په ځينو رسيدلو استهداګانو غور وشو او دبلخ ولايت ښاري ابتداييه محکمې د ملکيت پرځمکې پورې د اړوندې ستونزې په باب د دولت د قضاياوو د لوى رياست د استهدا په بنسټ څرګنده شوه چې د خبرو وړځمکې د قانوني پړاونو له پشپړولو او د شرعي قبالې له اجرا کيدو وروسته د بلخ په ښاري محکمې پورې اړه پيداکړې ده. له دې امله د قضايه قوې د اداري عمومي آمريت موظف دى چې دمسئلې د قانونيت په باب دې اړوندو مراجعو ته خبر ورکړي.
دغه راز د شرعي وکالت خطونو د اعتبار د مودې د څرنګوالى په برخه کې د پښتنى بانک استهدا ته په پاملرنې سره څرګنده شوه چې وکالت خطونو د اعتبار موده او وروستي شرايط په مدني قانون او هم د سترې محکمې د عالي شورا د ١٣٩١ کال د مرغومي د مياشتې د پنځلسمې نيټې په ١٢٣٥ ګڼه مصوبه کې پوره صراحت لري؛ له هغو سره سم دې اجراات وشي.
سربيره پر دې د عالي شورا په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې پنځه مورده غوښتليکونه او په مدني او جزايي قضيوکې د محکمې د بدلون شپږويشت غوښتليکونه او د قضايي صلاحيت د تنازع يوه موضوع هم په اجنډا کې شامله وه چې په هر موردکې لازم تصميمونه ونيول شول.

دمشق نيوزنو – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
په سوريه کې پرون د حکومتي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملياتوکې څه ناڅه درې شپيته تنه ووژل شول.
د نيوزنو د خبري سايټ دخبرله مخې: اووه ويشت تنه پايتخت دمشق ښارکې او نورو يې د حمص، حلب ، ادلب او حما په ښارونوکې وژل شوي دي چې په قربانيانو کې اته ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.
دحکومت د مخالفو ډلو يوې شبکې وويل چې د سوريې هليکوپټرونو دحکومت دمخالفينو ترکنترول لاندې په حلب ولايت او دغه راز د سوريې پايتخت دمشق ښار ترڅېرمه څو بمونه غورځولي دي .
په سوريه کې د درې کلنې جګړې په بهيرکې نږدې يو سلوپنځوس زره تنه وژل شوي اوڅه دپاسه شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه ددغه هيواد په دننه او بهرکې مهاجر شوي دي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د نيمروز ولايت د دولتي ادارو رييسان دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په کارکې ددغه ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د رياست له کارکوونکوسره همکاري کوي.
د نيمروز ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس همايون اميني نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت د حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، عامې روغتيا او د کرنې او اوبو لګولو رييسان ، مستوفي، څارنوال، امنيه قوماندان او ورزشي آمر د يو کميسيون په چوکاټ کې تنظيم شوي دي او په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دکرکيلې، قاچاقو او کارولو پرخلاف مبارزه کې له دغې ادارې سره همکاري کوي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغو ادارو مسوولينو ژمنه وکړه چې د روږدوکسانوپه پيژنده او د نيمروز ولايت په کچه د هغوى د درملنې په خاطر به هر اړخيزه همکاري وکړي او دغه راز د خپلو فعاليتونو رپوټ به په اوونيز او مياشتني ډول ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې ادارې ته وړاندې کړي.
د اميني دڅرګندونو له مخې: د همکارو ادارو مسوولينو د نشه يي توکو په زيانونو د خلکو او په تېره بيا د ځوانانو په پوهاوي باندې ټينګار وکړ.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٦
امنيتي ځواکونو پرون څلور تنه دهرات ولايت په مربوطاتوکې د ډاراچوونکو فعاليتونو په تور ونيول .
دملي دفاع وزارت  د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ :
دغه څلورتنه د هرات ولايت د شينډنډولسوالۍ په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو او له دووکلاشينکوفونه، يوې تومانچې او له يوې اندازې چاوديدونکو توکو  او بيهوشه کوونکو درملوسره ونيول شول.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
پوليسو پرون د يوې ځوانې نجلۍ مړى د قلعه فتوح په سيمه کې ترلاسه کړ.
د پوليسو د اوومې حوزې آمرسمونوال محمد داوود تاييده کړه چې د يوې ځوانې نجلۍ مړى د قلعه فتوح په سيمه کې ترلاسه شوى دى .
ده دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې نجلۍ مړى ښايي اوبو دغې سيمې ته ليږدولى وي. خو د سيمې خلک وايي چې ښايي دغه نجلۍ په يوبل ځاى کې وژل شوې وي او مړى يې قلعه فتوح ته ليږل شوى وي.
د پوليسو د اوومې حوزې آمر وايي چې دغه پيښه زياتو تحقيقاتو ته اړتيا لري. د وژلې شوې نجلۍ هويت روښانه نه دى او اوس مړى يې په عدلي طب کې ساتل کيږي.
د پوليسو د اوومې حوزې آمر زياته کړه چې دوى د سيمې د خلکو له خوا د مړى په شتون خبرشول. وژل شوې نجلۍ ٢٥ کلنه وه. په توربخښنوبخملي جامو سمباله وه او په نجلۍ کې يې د ټپونو نښې نښانې ليدل کيږي.
د سيمې خلکو پخوا دغه نجلۍ د شپږمې او اوومې ناحيو په ساحوکې ليدلې وه. د دې احتمال هم شتون لري چې هغه په رواني او عصبي ناروغيو اخته وي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دغور امنيتي ځواکونه د انتخاباتو د بهير د امنيت د ښه تامينولوپه خاطر نن وستايل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال قربان حکمت دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په چغچران ښارکې جوړه شوې وه؛ د غور والي سيد انور رحمتي د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ د امنيت د تامينولو په لاره کې د امنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل: امنيتي ځواکونو وښودله چې په خپلواک ډول د خپل هيواد د امنيت د ساتلو او دفاع ځواکمني لري.
د غور والي د خپلو خبرو دوام ددغه ولايت دخلکو ميړانه چې د طالبانو له ګواښونو سره سره يې په انتخاباتوکې ګډون وکړه؛ هم وستايله.
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال دلاورشاه دلاورهم د انتخاباتو په ورځ د امنيتي ځواکونو ميړانه او کړه وړه وستايل .
په دې غونډه کې د غو د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان او د دغه ولايت يو شمېرخلکو ګډون کړى و.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د يوه ساختماني شرکت د څلورو تنو افغان قرار داديانومړي پرون په قندهار ولايت کې ترلاسه شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالاحد چوپان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان لس ورځې مخکې کله چې دشرکت لوژيستيکي توکي يې دچغچران له ښار څخه ليږدول؛ د هلمند – قندهار د لارې په اوږدوکې د طالبانو له خوا وتښتول شول او وروسته دقندهار ولايت ميوند ولسوالۍ ته وليږدول شول او په ډزو سره ووژل شول.
چوپان وويل: ددغوکارکونکومړي د سيمې د مخوروپه منځګريتوب د ميوندله ولسوالۍ څخه وليږدول شول او کورنيوته يې وسپارل شول.
دغه کسان د بلخ او دکاپيسا د ولايتونو اوسيدونکي و او په هلمند ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د قرارګاه د جوړولوپه پروژه کې د (واى سي سي) په ساختماني شرکت کې کارکاوه.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په هلمند ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيز دعملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دغه عمليات چې د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد ترسره شول؛ له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه تور يې ټپيان شول او يوه اندازه وسلې ، مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د حاجي بهير په نامه د وسله والوطالبانو يو قوماندان چې دهلمند ولايت دمارجې په ولسوالۍ کې د يوشمېر تروريستي فعاليتونو مسوول و؛ د ملي اردو د ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې ووژل شو او له ده څخه يوه اندازه مهمات او جنګي وسايل پاتې دي.