07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په هلمند کې  دملي اردو دځواکونو  په چاڼيزو عملياتو کې  ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت دوياند  مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دهلمند ولايت دموسي کلا ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو  په هغو چاڼيزو عملياتو کې  چې د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد  ترسره شول دطالبانو دتروريستي شبکې  ددرېو تنو قوماندانانو ملا ظاهر ، ملا عبدالرحيم او ملاجمعه  په ګډون  اووه تنه وسله وال طالبان چې  په دغې ولسوالۍ کې يې  په زياترو ناامنيو کې  ونډه لرله  ووژل شول او درې تنه تروريست طالبان ټپيان شول او يوشمير نور يې  ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله  ، ددرندوسلو  مهمات  او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دزابل ولايت دشمالزو ولسوالۍ دسرحدي پوليسو دټولي  قوماندان دماين دچاودنې له امله شهيد اودپوليسو يوسرتيري ټپى شو .
  دزابل ولايت مرستيال  مسعودبختور دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې دسرحدي پوليسو دټولي قوماندان  دپوليسو دپوستو دکتنې په مقصد د شمالزو ولسوالۍ  اړوندو سيموته روان و ،  چې په لاره کې  دسپرلۍ موټر يې  په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت  او له امله يې  دټولي قوماندان  شهيد او دسرحدي پوليسو  يو سرتيرى  ټپي شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغې پيښې ټپي  دزابل ملکي روغتون ته ليږدول شوى او دروغتون دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې  روغتيايي حالت يې  ښه نه دى .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دزابل ولايت  دميزان ولسوالۍ امنيه قوماندان دماين دچاودنې له امله سخت ټپي شو او وروسته يې سا ورکړه .
  دزابل ولايت مرستيال  مسعود بختاور  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه چاودنه پرون غرمه  دميزان ولسوالۍ دعلم ګل خاوه په سيمه کې  وشوه .
  ده وويل  چې دميزان ولسوالۍ امنيه قوماندان خان محمد  له خپلو سرتيرو سره  په ګزمې بوخت و چې دسپرلۍ موټر يې په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت . 
  يوه اړونده خبرځاى وويل امنيه قوماندان خان محمد په دې پيښه کې  سخت ټپي شوى و  او روغتون ته دليږدونې په لاره کې  د ټپونو دژورتيا له امله  سا ورکړه  او په دې پيښه کې دده  يوساتوونکى ټپي شوى دى .
  خو يوه امنيتي خبرځاى وويل  چې لومړى چاودنه  دملي اردو  په سرتيرو وشوه  او دويمه چاودنه  سيمې ته  دامنيه قوماندان  ديون په وخت کې  رامنځته شوه .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
په يوه  پخواني جهادي قوماندان نن سهار په کاپيسا ولايت کې ډزې وشوې  او ووژل شو .
  دکاپيسا ولايت  دکوهستان ددويمې برخې ولسوال  محمد عثمان  حقيار دباختراژانس خبريال ته وويل  دجهاد اومقاومت په  يوه مشهور قوماندان  عبدالاحد نن سهار دده کورته څيرمه دناپيژاندو کسانو له خوا ډزې وشوې  او ووژل شو .
  ده وويل  چې  وژونکې  له ساحې څخه تښتيدلى دى .
  دغه وژنه په داسې حال کې کيږي چې دوه کاله مخکې  دمقتول ورور  هم  په مرموز ډول  دوسله والو کسانو په بريد کې ووژل شو .
  پيښه  دپوليسو له خوا څيړل کيږي .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
يوه وسله وال طالب  تيره شپه  دفارياب ولايت په مربوطاتو کې  ووژل شو ، يوتن ټپي  او يوبل طالب دپوليسو  دځواکونو له خوا ونيول شو .
دګرزيوان  ولسوال  عبدالرزاق کاکړ دباختراژانس خبريال ته وويل دغو کسانو ته  هغه وخت  مرګ ژوبله واوښته  چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو  دګرزيوان ولسوالۍ  په  کوکي  کلي کې  دپوليسو  په امنيتي پوستې  بريد وکړ .
  يوه اړونده خبرځاى وويل له طالبانو سره دامنيتي ځواکونو په نښته کې  په دغې ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو دډلې دتش په نامه قوماندان ملا شعيب  يو غړى  ملا باز محمد  ووژل شو  چې مړه يې  له يوې  وسلې سره  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى  دى چې مړي يې وروسته  خپلوانو ته يې  وسپارل شو .
خبرځاى زياته کړه  دغه راز دوه تنه نور طالبان ټپيان شول  چې يو ټپي طالب  دپوليسو له خوا نيول شوى او ددرملنې لپاره  روغتون ته ليږدول شوى دى .
  داپه داسې حال کې ده چې دوه شپې مخکې هم  دقيصار ولسوالۍ  په تګاب  ايرک ساحه کې په يوې امنيتي پوستې دوسله والو طالبانو  په بريد کې  دعبدالشکور په نامه يو وسله وال طالب  وژل شوى و .  

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
  دپلخمري ښار  د ډنډ غوري  دساحې  شپاړلس کلي  دوسله والو طالبانو  له شتون څخه پاک شول .
دغه کلي  دډنډ غوري په ساحه کې دبريښنا _  ١٧په نامه  دګډوچاڼيزو عملياتو په بهير کې پاک شوى دى .
  دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات  پرون مازيګر  دتروريستي ډلو  دتحرکاتو دبندولو او دامنيتي چارو د تامينولو په مقصد  په دې ساحه کې پيل شوى و ، نن سهار پاى ته ورسيدل .
يوه اړونده خبرځاى وويل دوسله والو طالبانو له شتون څخه  دډنډ غوري شپاړلس کليو په پاکولو سربيره  څو تنه مشکوک کسان  له څو پوځي يونيفورمونو او دوسايطو ضد  له يو ماين سره  نيول شوي دي .
دغه راز  دوه  نوې  امنيتي پوستې  ددغې سيمې  په دوو ساحوکې  جوړې شوې دي .   ويل کيږي چې  ډنډ غوري  له  زاړه بغلان وروسته دبغلان ولايت ډيره ناامنه  سيمه بلل کيږي   چې تروريستي ډلې  په دې سيمه کې  په سازمان موندلو بريدونو لاس پورې کوي .  

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دسوداګرۍ اوصنايعو وزارت وياند  له ايران څخه  افغانستان ته دنفتي  توکو دواردولو ځنډيدل  رد کړل خو ويې ويل  چې  يوازې  دبې کيفته  ديزل تيلو واردول منع شوي دي .
  دنيمروز  ولايت دګمرک رييس په دې وروستيو وختو کې  رسنيو ته ويلي دي   چې  دنوي مالي کال له پيل څخه له ايران څخه  دنفتي  توکو واردات  دهغو دکيفيت دنه معياري والي په خاطر  دافغانستان ددولت له خوا  ځنډول شوي دي .
خو دسوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند  مسافر قوقندي  نن دباختراژانس خبريال ته وويل : دوزيرانو شورا  له هغې پريکړې سره سم  چې نږدې  څلور مياشتې مخکې  شوې ده  دبې کيفته او غير معياري  ديزل تيلو واردات  منع شوى دى .
  قو قندي څرګنده کړه دټولو کمرکاتو  مسوولينو ته لارښوونه شوې ده  چې دصفر _ ٥ ديزل تيلو دوارداتو  مخه ونيسي .
په کيفيت سره  او معياري  پطرول او ديزل تيل هره ورځ  هيوادته وارديږي.
دنيمروز ولايت دګمرک رييس ويس سلطاني  رسنيو ته ويلي دي  دوزيرانو شورا  له پريکړې سره سم  تر هغه وخته پورې چې  ايران په نفتي توکو کې  معيار په پام کې ونه نيسي  افغانستان ته  دهغودوارداتو  اجازه  نه ورکول کيږي . 

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن سهار د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ ښارکې د شیخ زاید بن سلطان آل نهیان  جومات وکوت.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي يې لومړی د متحده عربي اماراتو د بنسټ ایښودونکي شیخ زاید روح ته چې مقبره یې د دغه جومات په انګړ کې ده، دعا وکړه.
بیا، جمهور رئیس غني د شیخ زاید بن سلطان آل نهیان جومات په داسې حال کې وکوت چې د دغه جومات د مسوولینو لخوا ورته  معلومات ور کول کېدل.
وروسته د افغانستان جمهور رئیس په جومات کې دوه رکعته د نفل لمونځ اداکړ او د هغه جومات د خاطرو په کتاب کې یې د څو کرښو په لیکلو سره، د شیخ زاید جومات یې متحده عربي اماراتو او اسلامي نړۍ ته ستر ویاړ وباله.
د یادونې وړ ده چې د شیخ زاید بن سلطان آل نهیان جومات له مسجدالحرام او مسجدالنبی څخه وروسته د مساحت په لحاظ د نړۍ درېیم ستر جومات دی. دغه جومات په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په رسمي ډول پرانیستل شو او په یوه وخت کې شاوخوا د ۴۱ زرو لمونځ کوونکو ځای لري.

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ابوظبۍ ښارکې په خپل استوګنځي کې د ابوظبۍ د انکشافي صندوق له رئیس او غړو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره  په بېلابېلو برخوکې د ابوظبۍ د انکشافي صندوق د مرستو په باب بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس او د ابوظبۍ د انکشافي صندوق مسوولینو موافقه وکړه چې د دغه صندوق په مرسته په کابل او د هغه په شاوخوا سیموکې د اوبو د لویو بندونو او د برېښنا د کوچنیو بندونو د جوړولو او د ځنګلونو د بیا رغونې پروژې دې په کار پیل وکړي.
پریکړه وشوه چې د دغو پروژو د مطالعې لګښت د ابوظبۍ انکشافي صندوق په غاړه واخلي او له هغې وروسته دغه صندوق د عربي هېوادونو د انکشافي صندوقونو په ګډون  د دغو پروژو د تمویل لپاره د یو سیمه ایز کنفرانس کوربه توب وکړي.

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
په بدخشان ولايت کې دواوې ښوئيدنې په پيښه کې دوه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
دغه پيښه تيره شپه  هغه وخت رامنځته شوه چې دبدخشان ولايت دمايمي ولسوالۍ دافدون دکلي په څو ساحوکې واوره وښوييده .
دبدخشان ولايت سرپرست  شاه ولي الله اديب دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوه ميرمن او يوځوان ووژل شول او يوبل ځوان ټپي شو .
په پرله پسې توګه دواورې ښوييدنې دبدخشان ولايت زياتې سيمې زيانمنې کوي .