05 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
٢٥ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې دملي اردو دځواکونو  په خاصو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل، په دغو عملياتو کې چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد  دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  پنځه ويشت  وسله وال  طالبان  ووژل شول  درې تنه يې ټپيان او اووه تنه نور يې ونيول شول.
  په دغو عملياتو کې ددښمن څلور کلاشينکوفونه ، دوه ميله  پيکا ، يو  بم غورځوونکي  ، او نور جنګي وسايل او پنځه موټر سايکلونه هم ترلاسه شوي دي
دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات له هغه سختې نښتې وروسته چې  نږدې لس  ورځې کيږي هماغه شان  په هلمند ولايت کې دوام لري .
دغه راز له هلمند   څخه  خبر ترلاسه شوى دى  چې دهلمند ولايت  دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او يوه اندازه وسلې او درندو وسلو مهمات هم په عملياتوکې دشاملوځواکونو لاس ته ورغلي دي .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
ټاکل شوې ده دشطرنج  فدراسيون درياست لپاره انتخابات دراروانې دوشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شي .
دبدني روزنې اوورزش دلوى رياست داطلاعاتو لوى مدير  سيدبشير افضلي نن  دباختراژانس  خبريال ته وويل،  ټاکل شوې ده دبدني روزنې  او ورزش رياست دانتخاباتو کميسيون دشطرنج  فدراسيون  درياست  انتخابات   په شفاف ډول ترسره  کړي .
البته ددغو انتخاباتو  کتوونکي به د څلورو کلونو لپاره د شطرنج  فدراسيون  درييس  په  توګه دنده ترسره کړي .

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
په هرات کې درمضان  دجام دفوټسال سياليو پرون مازيګر په څلور لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي  امريت مرستيال ضيا الحق  ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل، په دغو لوبو کې دعمران ټيم ددريو په مقابل کې په پنځو سره دخراسان پر ټيم ،دستاره  سرخ ټيم دوو په مقابل کې په څلور سوه  د ذهل پر ټيم،  دالهلال  ټيم  ددريو په مقابل کې په شپږو سره دوريښمو په ټيم او دسيمرخ  ټيم داتو په مقابل کې په نهو سره دکميل پيروز پر ټيم بريالي شول .
  دغه سيالۍ په هرات ولايت کې د ٦٤ ټيمونو ترمنح په حذفي   ډول پيل شوى دى .

قلات  باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دبلوچستان ايالت په قلات سيمه کې  دناپيژاندو وسله والو کسانو دبريد له امله نن سهار دپاکستان دنواز دڅانګې دمسلم ليک ګوند يو سيمه ئيز مشر ووژل شو .
باختراژانس دپاکستان  د دان ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ،  ناپيژاندو  يرغلګرو دپيشلمي په وخت دعبدالجبار لمراني  په  کور بريد وکړ  او هغه يې په ډزو سره وواژه .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: مشکوک يرغلګر  دجرم له ترسره کولو وروسته په تيښتې  بريالى شوى دى .
  تراوسه پورې  ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .

کابل\باختر\دچنګاښ د مياشتې١٤:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت پنځه ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٣٢٥ډالرو وړاندې کيدل، نن هم په ١٣٢٠ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٨٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٩٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دکابل دپوليسو يو ه مقام  دکابل دارغندي په سيمه کې  داور لګيدنې  پيښه دتيلو په دوو ټانکرونو کې دمقناطيسي  ماين دځاى پرځاى کولو زيږنده بولي.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس ګل  اقا هاشمي دباختراژانس  خبريال ته وويل:  دکابل دارغندي  په سيمه کې اور لګيدنه دتيلو دڅو ټانکرونو دويجاړيدو  سبب شوې ده .
ده داور لګيدنې  علت  دمقناطيسي  ماين دځاى پرځاى  کولو زيږنده  وباله.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس زياته کړه. لومړني  څيړنې ښيي  چې څه ناڅه په دوو ټانکرونو کې مقناطيسي  ماين ځاى پرځاى شوي وو.
  دغه ټانکرونه له ميدان وردګو  څخه کابل ته راغلي  وو اوس دتحقيق  يو ټيم په سيمه کې دى .
  ده دمالي تاوانونو او دسردزيانونو په باب  بي خبري  څرګنده کړه او ويې ويل  له اور وژنې سره سم به دغه مسئله  روښانه شي .
ده دغه ادعا چې ګڼې دغه ټانکرونه دوسله والو مخالفينو دتوغنديو دلګيدو له امله سوځيدلي دي رد کړه .

Saturday, 05 July 2014 08:35

تبصره

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
سره له دې چې لوى خداى ( ج )  دروژې  په مبارکه مياشت کې خپلو بنده ګانو ته ځانګړې لارښوونې کړي دي او دغې مبارکې مياشتې يوه مشخصه داړو کسانو په حالت ځان خبرول او دلوى خداى ( ج )  له بنده ګانو سره مرسته  اوهمکاري ده، خو وسله والو طالبانو په دې مبارکه مياشت کې هم دټولو الهي لارښوونو په هيرولو سره له خلکو سره خپله دښمني اوکدورت  په ډاګه کړل او دښځو ، ماشومانو ، ځوانانو او بوډاګانو په وژنې سره يې ثابته  کړه چې دديني ارزښتونو پرخلاف ولاړ دي .
دباختراژانس مبصر ليکي:
  داسلامي مبين دين  دسولې اخوت اووروولي ددين په توګه  خپل پيروان صله رحمي  ، له بدو کارونو څخه لرې والي، له اړوکسانو څخه مرستې ، په قهر او احساساتو واکمني ، دمشرانو درناوي ، په ماشومانو شفقت او دښځو  دحقوقو رعايتولو ته بولي .
سره له دې چې دکال  دتقويم هره مياشت خپل ارزښت لري او امر او نهي تل پکې جاري دى خو دروژې مبارکه مياشت  خپلې ځانګړتياوې لري او يوه ځانګړتيا يې دخداى دبنده ګانو ترمنځ  دصله رحمي پياوړتيا ده .
خو دوروستيو ورځو پيښې هغه هم دروژې په مبارکه مياشت کې ددې  کارڅرګندوى دى چې طالبانو ديني لارښوونې نه دي رعايت کړي بلکې لاپسې  متحجر  شوي دي او دخداى  له بنده ګانوسره يې خپله دښمني په ډاګه کړې ده. 
موږ په وروستيو ورځو کې دهيواد په ځينو سيموکې دتروريستي پيښو شاهدان يو چې په هغو کې هيوادوالو په تيره بيا  ماشومانو اوښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
   په دې ترڅ کې  دهرات ولايت دګلران په ولسوالۍ کې دماشومانو دلوبو په يوه ډګر کې دماين دچاودنې زړه بوږنوونکي پيښه دغور وړده چې دوه تنه  ماشومان پکې  شهيدان شول او اته تنه نور ټپيان شول.
  ويل شوي دي چې دغه ماين  نوي دوسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و.
  دغه راز دمزارشريف  په ښار کې دبم دچاودنې پيښه يوبل جنايت دى چې دوسله والو طالبانو له خوا ترسره شو .
په دې پيښه  کې چې دکفايت  تاريخي مرکز ته څيرمه رامنځته شوه زموږ يو هيوادوال شهيد او يو شمير نور ټپيان شول چې څو تنه  ګرځنده  پلورونکي اوبولاني پخوونکي  ماشومان هم په ټپيانو کې شامل دي .
په هرات ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوو  ميرمنو ټپي کيدل چې پرون ترسره شول زموږ له خلکو سره هغه هم دروژې په مبارکه مياشت کې دطالبانو دجنايت يوه  بله بيلګه  کيداي شي.
   دغه راز  دروژې دمبارکې  مياشتې په څلورمه  دچارشنبې په ورځ کابل پوهنتون  ته څيرمه ځانمرګي بريد چې له امله يې  دهوايي پوځ  دملکي کارکوونکو په ګډون څو تنه  شهيدان شول، له خلکو سره دطالبانو ددښمني يوبل مثال دى .
هغه څه  چې وويل شول ،موټي دخروار بيلګه  ده  په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو دهيواد  په نورو سيموکې هغه هم دروژې په مبارکه مياشت کې زموږ  دخلکو پرخلاف جنايتونه کړي دي .
وسله والو طالبانو په داسې حال کې  دروژې  مبارکه مياشت دډار اچوونکو فعاليتونو دپراختيا او زموږ له خلکو سره ددښمني دسختوالي  مياشت انتخاب کړې  ده چې په خپله داسلامي  ارزښتونو ددفاع  شعار ورکوي.
ځان دشريعت بنسټ ايښودونکى او ساتندوى بولي، په داسې حال کې چې په دغه شان ناوړو عملونوسره دمحمدي غرا شريعت او دقراني لارښوونو په وړاندې دريدل دي .
که چيرې داسې نه ده، دماشومانو وژنه هغه هم دلوبې په ډګر کې  دگرځنده پلورونکو ماشومانو وژنه ، دماينونوپه ښخولو سره دښځو وژنه او ددولتي مامورينو وژنه داسلام دشريعت  په کومه برخه  کې  حکم شوى دى اوکوم ايات او دپاک قران کوم جز  چې دانساني ژوندانه قانون دى له موجب پرته دانسان دوژنې حکم کړى دى.
په يقيني  توګه چې وسله والو طالبان ددغه شان پوښتنو په ځواب کې عاجز  دي ځکه چې د اسلام مبين دين هيڅکله دماشومانو ښځو او بوډاګانو دوژنې او په پاى کې ديو انسان که څه هم په نورو اديانو پورې اړه ولري، دناجايزې  ظالمانه او له انصاف څخه لرې وژنې  حکم نه دى صادر کړى ،بلکې دا طالبان دي چې داسلام  مبين دين  تحريف  شوى ښې او بيا هم دشريعت او دين په نامه داسلام له مبين دين څخه دنورو دغوښتنو دتحقق لپاره دوسيلې په توګه کار اخستل کيږي.
  طالبان دې بايدپه لومړي ګام کې  ځان له اسلامي سواد  سره بلد کړي ښه اوبد دې داسلام دمين دين له نظره  وڅيړي او دديني  حکمونو په رڼاکې دې عمل وکړي.
دوى بايد په دې کار باور ولري چې قهار خداى له خپلو  بنده ګانو سره دقيقه محاسبه کوي او قصدي وژنه هيڅکله نه بخښي .
  ښه به وي چې طالبان په ديني  لارښوونو په پوهيدو سره له ناوړ اوبدو عملونو څخه لاس واخلي او دلوى خداى ( ج )  په لور دې رجوع وکړي او په خپلو بدوګناهونو دې توبه وکړي او له خلکو څخه دې بخښنه  وغواړي له دې پرته به دلوى خداى ( ج )  هغه ژمنه چې له ظالمانو سره له زغم څخه کار نه اخستل کيږي ددوى په حال کې شامله شي . 

مسکونيوزدچنکاښ ١٤
دروسيې ددفاع وزيرسرګى شويګواودده قرغزستاني سيال حبيب الله خداى برديف دافغانستان دحالاتوپه باره کې خبرې وکړې.
باخترآژانس دنړيوال خبري منابعوله خولې خبرراکړ.په دې کتنه کې دروسيې ددفاع وزيروويل،که څه هم افغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتوشاهدوخوتراوسه پورې هم ددې وخت نه دى رارسيدلى چې په دغه هيوادکې دثبات دساتلوخبرې وکړو.
سرګى شويګوزياته کړې ده،هيله من دى چې انتخابات په افغانستان کې دامنيت سبب شى.خوپه دغه هيوادکې حالات اوس بل ډول ده.
دروسيې اوقرغزستان ددفاع دوزيرانوترمنځ کتنه کې دغه رازدمسکواوبشکيک ترمنځ دپوځي همکاريوپه باب خبرې وشوې.

Saturday, 05 July 2014 08:31

د اسعارو بيه

کابل\باختر\دچنګاښ د مياشتې١٤:
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې:
نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په80 /57  افغانيو پلورل په 90/ 57افغانيو

يوانګليسي پونډ پيرودل په  98/40افغانيو پلورل په 50\ 98افغانيو
يوه يورو پيرودل په50 / 78 افغانيو پلورل په60 /78  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  25/  15پلورل 30/  15افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په70 / 15 افغانيو پلورپه 75 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  579افغانيو پلورل په 580افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په 930افغانيو پلورل په 940 افغانيو
او زر ايراني تومان پيرودل په30 /18 افغانيو پلورل په40/ 18 افغانيو

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ١٤
دکابل د ارغندي چوک ته څيرمه دڅو ټانکرونو دسوځيدو له امله مالي تاوان اوښتې دى.
دکابل د اور وژنې د ادارې يوه خبرځاى د ارغندي چوک په ساحه کې اورلګيدنه تاييدوي او باختر آژانس ته يې وويل چې اورلګيدنه دتيرې شپې له يوولسو بجو څخه پيل شوې ده او د اور وژنې موظفين تراوسه پورې په اور وژنې نه دي بريالي شوي.
دغه خبرځاى دجزيياتو له وړاندې کولو څخه ډ ډه وکړه، لومړنى اطلاعات ښي چې دکابل د ارغندي چوک په ساحه کې اورلګيدنه ديو ورانکار عمل زيږنده ده .
دکابل دپوليسو مسوولينو تراوسه پورې په دې اړونده تبصره نه ده کړې.
دپيښې جزييات وروسته خپريږي.