19 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٥٥٨ډالرو وړاندې کېږي

کابل/ د مرغومي ٢٩مه/باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت ننګرهار کې دوه جوماتونه رغول کېږي

جلال آباد/دمرغومې۲۹مه/باختر د ننګرهار په دره نور او کوز کونړ ولسوالیو...

په ننګرهار کې ۱۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

جلال آباد/دمرغومې ۲۹مه/باختر د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\د وږي د مياشتې٣
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې اوولس ډالره زياتوالي راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٨١ ډالرو وړاندې کيدل، خو نن  هم په ١٢٩٨ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٨٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٣  :
په هرات کې  دلومړى لاس د ليګ دفوټبال سيالۍ  پرون مازيګر په يوې لوبې سره  پيل شوې.
دهرات ولايت  د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ  چې د پامير  او دخراسان دټيمونو ترمنځ وشوه؛  لوبه  د صفر په مقابل کې په يوې سره دپامير دټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ دلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوي دي چې په دوام يې ټاکل شوې ده نن مازيګر دکوثر او د آرش  ټيمونه لوبه وکړي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٣  :
ټاکل شوې ده دکرکټ شل آوريزې سيالۍ  سبا په کابل کې پيل شي .
دهېواد دکرکټ بورد ويندوى  فريد هوتک دباخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه سيالۍ دهېواد دکرکټ دملي ټيم دورزشکارانوپه ګډون  دهېواد دپنځو زونونو دورزشکارانو ترمنځ دافغانستان دکرکټ بورد په ورزشي لوبغالي کې پيليږي چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
دجامعه الازهر شريف شپږ تنه افغان زده کوونکي د عالي نمرو په ترلاسه کولو سره عمومي اول نمرګان وپيژندل شول.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې پرون له همدې امله د پوهنې د وزير فاروق وردګ او په کابل کې د مصر جمهوريت د سفير استاد مهاب نصر، د مصر او عراق د کورنيو او کور ديپلوماتيکو جګپوړو ميلمنو ، د مصر استادانو او د پارلمان د يو شمېر وکيلانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د مصر جمهوريت دجامعه الازهر شريف د دولسم ټولګي شپږ تنه اول نمره او ممتاز زده کوونکي وستايل شول.
په دې غونډه کې د پوهنې وزير ميلمنو ته  د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې زياته کړه: نننۍ غونډه د الهي حکمونو د زيات ترويج او د مصر د جامعه الازهر شريف د دولسمو ټولګيو د ممتازو او اول نمره زده کوونکو د ستاينې په خاطر جوړه شوه .
ده زياته کړه: د څلور زرو تنو زده کوونکو څخه دغه شپږ تنه اول نمره ګان د ١٢٠ اسلامي هيوادونو څخه دي چې ويې کولاى شول له لومړۍ څخه تر شپږ م مقام پورې ترلاسه کړي او د ١٢٠ هيوادونو د زده کوونکو ترمنځ خپل ملت او اسلامي هيوادته وياړ وګټي.
دغه راز اوس د مصر په جامعه الازهرشريف‌‌‌ کې ٥٠٠ تنه افغاني محصلان د ديني او اسلامي علومو په زده کړه بوخت دي او ٥٠٠ تنه نور په کابل کې د جامعه الازهرشريف په څانګه کې په زده کړه بوخت دي.
د پوهنې وزير د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د څانګې د بډاينې او پياوړتيا په لاره کې د جمهوري رياست د مقام د ملاتړ له امله په قدردانۍ سره وويل: پنځه کاله مخکې کله چې د دغه وزارت په چوکاټ کې د اسلامي تعليماتو معينيت ته د اسلامي تعليماتو د رياست د لوړولو په باب پيشنهاد د جمهوري رياست مقام ته وړاندې شو؛ د هيواد جمهور رييس په دې باب حکم وکړ چې نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د پوهنې وزارت داسلامي تعليماتو د څه دپاسه يو زرو سلو مرکزونو د فعاليت شاهدان يو.
په پاى کې په کابل کې د مصر سفير خبرې وکړې او له افغانستان سره په تېره بيا د هيواد د پوهنې د نظام په برخه کې د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره د خپل متبوع هيواد د همکاريو په پروګرام ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې اوس د مصر عربي جمهوريت د ټولو اسلامي هيوادونو له جملې څخه د افغانستان داسلامي تعليماتو د مرکزونو سندونه علمي اعتبار لري.

Monday, 25 August 2014 08:03

د هواحالات

کابل\باختر\ دوږي د مياشتې ٣
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ټيټه  ١٣
مزارشريف- آسمان شين،  د تودوخې لوړه درجه  ٤١ ټيټه ٢٦
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢١
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه  ٦
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ١٠
جلال آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٥
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ټيټه ١٨
شبرغان –  آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
باميان-آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١٢
فيض آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩، ټيټه  ١٣
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٩ ، ټيټه ١٥
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٣٨، ټيټه ٢١
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٦
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ١٣
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان وريځ ،اواورښت د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢١
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢١
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجواو٢١دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٣١دقيقو ولويږي . 

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دجمهوري رياست دوه تنه نوماندان به  دشپږم ځل  لپاره په روانه اوونۍ کې  له يوبل سره وګوري .
تراوسه پورې  ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي پنځه ځلې له يوبل سره کتلي دي او دامريکا جمهوررييس بارک اوباما   دوه ځلې له دوى سره ټيلفوني خبرې کړې دي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : داسې رپوټونه شته  چې  دوه سيال نوماندان په روانه اوونۍ کې بياهم له يوبل سره وګوري .
دبدلون او دوام  دانتخاباتي ټيم دويندوى  دڅرګندونوله مخې  ددغو کتنو په نتيجه کې په يوې مسلې اختلافونه  کمښت موندلى دى  خو داصلاحاتو اوهمپالنې دټيم ويندوى تينګار کوي چې دجمهوررييس او داجرائيوي رييس  دواکونو په باب  خبرې شته .
په هر حال دروانې اوونۍ ترپاى پورې ښايي  دانتخاباتو ددوامدار سريال برخليک معلوم شي .

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
وسله والو طالبانو نن غرمه په قلات ښارکې  دزابل ولايت په مرکزي جيل بريد وکړ.
يرغلګرو دجيل له ساتوونکوسره  دنښتې په بهيرکې   وکولاى شول خپل څوتنه بنديان  وباسي .
دلومړنيو  خبرونوله مخې : لومړى يو ماشوم دطالبانو په لارښوونه  يو بم دجيل په دننه  او دساتوونکو ترمنځ وچاوه  او وروسته يې دروازه  دبنديانو پرمخ پرانستله .
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دغه ماشوم او دوه تنه بندي طالبان ددغه جيل  دساتوونکو دډزو په بهيرکې  ووژل  شول او دوه پوليسان هم  ټپيان شول.
جنرال ليونۍ وايي  چې له دغې  چاودنې او نښتې سره جوخت طالبانوله  چاوديدونکو توکو بار يو موټر دجيل له ديوال سره  ټکر کړ او ويې چاوه .
دزابل امنيه قوماندان دبنديانو تيښته نه تائيدوي .
خويوبل سيمه ييزمسوول چې ويې نه غوښتل  هويت يې افشا شي وويل : چې  دطالبانو څه ناڅه درې تنه بنديان چې ددغې ډلې له قوماندانانو څخه دي ددغه بريد په بهيرکې په تيښې بريالي شوي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.
دزابل ولايت مرکزي جيل  ددغه ولايت په مرکز قلات ښارکې موقعيت لري او تل  دلسګونو تنو پوځيانوله خوا ساتل کيږي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دناتو شپږتنه عسکراودهغوى يوافغان ژباړونکى په ننګرهار ولايت کې ديوځانمرګي بريد له امله ټپيان شول.
يو ځانمرګى يرغلګر چې له چاوديدونکو توکو بار موټرکې و ، نن مازيګر ددريو بجو په شاوخو اکې ددغه ولايت دمرکز جلال اباد ښار داخندزاده څلور لارې ته څيرمه ځان دبهرنيو پوځيانو دسپرلۍ دکاروان په وړاندې وچاوه .
دننګرهارولايت  دامنيې قوماندانۍ  ويندوى حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ځانمرګي بريد له امله دناتو شپږتنه عسکر او ددوى يو افغان ژباړونکى ټپيان شول او ددغو ځواکونو يو پوځي موټر هم ويجاړ شوى دى.
تراوسه پورې ناتو ددغه ځانمرګي بريد  په بهيرکې  دخپلو عسکرو ټپي کيدل تائيد کړي دي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي نن غرمه په ارګ کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ سره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر او د افغانستان د امنیتي مرکزونو وزیران او مسؤولین هم حاضر وو، د افغانستان جمهور رئیس جنرال ډنفورډ داسې یو شخص وباله چې د خپل مأموریت په موده کې یې له افغاني مسؤولینو سره ښې اړيکې ستالې وې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ناټو دغه قوماندان او د امریکا سفیر ته وویل، زه د امنیتي تړون د لاسلیکولو او په افغانستان کې د ناټو حضور ته خپل شرایط لرم او هغه مې په لویه جرګه کې هم بیان کړي چې د سولې تأمین یې تر ټولو مهم شرط دی.
د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه، ضروري ده چې د افغانستان انتخابات په ټاکل شوې موده کې نتیجې ته ورسيږي او نوی جمهور رئیس په ټاکلي نيټه د لوړې مراسم تر سره کړي تر څو د ناټو په سر مشریزه کې د افغانستان نمایندګي وکولای شي.
حامد کرزي وویل، دا چې اوس بهرنیان زموږ د انتخاباتو په پروسه کې دخیل شوي، دوی باید په ټاکلي موده کې د نتایجو د څرګندېدلو لپاره جدي هڅې وکړي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي نن سهار د جمهوري رياست له نوماندانو محترم ډاکټر عبدالله عبدالله او محترم ډاکټر اشرف غني احمدزي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د جمهوري ریاست مرستیالانو هم پکې حضور درلود، د نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو د پرځای کېدو د نېټې په اړه خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست له محترمو نوماندانو غوښتنه وشوه چې د رایو د تفتیش د بهیر د چټکتیا په برخه کې له یو بل سره لاډېره همکاري وکړي، ترڅو د نوي جمهور رئيس د لوړې مراسم ژر تر ژره پرځای شي.
جمهور رئيس کرزي وویل چې افغان حکومت د نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو د پرځای کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او له نوماندانو يې وغوښتل چې د دغو مراسمو د پرځای کولو لپاره لازمې هڅې وکړي.
د غونډې برخه والو څرګنده کړه چې د انتخاباتو د نتيجې د اعلان ځنډېدل د خلکو د ورځيني ژوند پر ټولو چارو په ځانګړې توګه امنیت او اقتصاد او همداراز د حکومتوالۍ پرچارو منفي اغېز کړی دی، نو دا ايجابوي چې دغه بهيرهرڅه ژر پای ته ورسيږي.
د یادونې وړ ده چې د نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو د پرځای کولو نېټه د روان کال د زمري په ۱۱ مه نېټه ټاکل شوې وه، خو د ملګرو ملتونو او د جمهوري ریاست د نوماندانو د غوښتنو له مخې، د لوړې د مراسمو نېټه یوه میاشت نوره وغځول شوه.