01 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو د فرنګ د امنیې قوماندانۍ پوځي تجهیزات لوټ کړل

کابل / د تلې ۹ مه / باختر وسله والو طالبانو...

د فراه والي په دغه ولایت دوه روغتونونه ولیدل

کابل / د تلې ۹ مه / باختر د فراه والي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
په نشه يي توکو يو روږدى سړى چې پرون په هرات ښارکې د بريښنا د ليږدونې د مزو په غلا کولو بوخت و؛ دبريښنا نيونې له امله ووژل شو.
دغه روږدى سړى چې ٣٢ کلن و؛ هغه وخت چې د هرات ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتوکې د بريښنا د مزو په غوڅولو بوخت و؛ بريښنا ونيوه او ووژل شو.
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه روږدي غوښتل چې د بريښنا مزې غوڅې کړي او په بازارکې يې وپلوري چې د بريښنا نيونې له امله ووژل شو.
دهرات پوليس وايي چې په نشه يي توکو روږدي کسان د بريښنا د مزو له غوڅولو وروسته هغه پلوري او هيوادوال د دغه شان غلا له امله انديښمن دي.
په روان کال کې دا د بريښنا نيونې دويم مورد دى چې د روږدوکسانو د وژنې سبب کيږي او د بريښنا د مزو د غوڅولو په وخت کې رامنځته کيږي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
د تروريستو طالبانو د ډلې څلورتنه قوماندانان په ميدان وردګو ولايت کې ونيول شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تروريستو طالبانو د ډلې څلورتنه قوماندانان چې په ميدان وردګوکې د زياترو ډار اچوونکو فعاليتونو په طرحه کولو بوخت وو؛ دملي اردو د ځواکونو له خوا ونيول شول.
له نيول شويو قوماندانانوڅخه يوه اندازه وسلې او د وسلو مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
د يوبل خبرله مخې: د ملي اردو ځواکونو د نوى بغلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د چاڼيزو عملياتو د ترسره کولو له امله د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندان له وسلو سره يې ونيول شول او يوه اندازه سپکې وسلې هم ترلاسه شوې دي .

کابل  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د عامې روغتيا وزارت نن د روغتيايي عوايد د راټولولو نوى مخزن جوړکړ.
د دغه مخزن د جوړولو هدف د دغه وزارت له خوا د روغتيا په برخه کې يو اغيزمن او حساب ورکوونکي نظام جوړول دي.
د باخترآ ژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د عامې روغتيا په وزارت کې جوړه شوې وه؛ د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين  فيروز خبرې وکړې او ويې ويل چې د عوايدو د راټولولو د معلوماتو د مخزن له ماليې وزارت سره په همغږۍ کې جوړ شوى دى.
اصلي مخزن د روغتيا د برخې د عوايدو په راټولولوکې په شفافيت او حساب ورکولوکې له موږ سره همکاري کوي او هم د روغتيا د عوايدو د اندازې  او سرچينې په باب معلومات وړاندې کوي.
د عامې روغتيا وزير زياته کړه چې دستونزو دڅيړنې لپاره پولي سرچينو، ظرفيت او مديريت ته اړتيا ده او موږ داسې پروګرامونه طرحه کړي دي چې اغيزمنې سرچينې پيدا کړو چې بهرني مرستې په تيره بيا د اسلامي هېوادونو همکاري جلب کړو .
ډاکتر فيروز څرګنده کړه چې د سګرټو په ګډون روغتيا ته د زيانمنو مالونوپه وارداتو باندې به د لوړ ټکس  وړانديز وکړي چې له دې لارې د اغيزمنو او ګټورو روغتيايي خدمتونو سرچينه برابره شي.

واشنګټن- بى بى سي – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
څيړونکو يو ډول (هوشمند) انسولين توليدکړى دى چې په وينوکې اوږد دوام لري او کله چې د وينې شکره لوړه شي؛ فعاليږي.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: د دغه (هوشمند) انسولين آزمايښت څه ناڅه ١٤ ساعته دوام کوي او په دې موده کې (هوشمند) انسولين څو ځلي په خپله د وينې د شکرې د ټيټولو لپاره فعاليږي.
دغه انسولين په حقيقت کې په طبيعي انسولين کې په کيمياوي بدلون سره توليد شوى دى. له دې امله څيړونکي فکرکوي چې د دغو انسولين دايمي کارول به بې خطره وي؛ ځکه له طبيعي انسولين څخه مشتق شوى دى .
په انسان د دغه (هوشمند) انسولين آزمايښت لومړى پړاو کيداى شي له راتلوونکو دوو کلونو څخه تر پنځو کلونو پورې پيل شي.

اسلام آباد\ ايرنا  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې باب چې د پاکستان له ځينو افرادو او خصوصي بنسټونوسره د رياض مالي مرستې د پاکستان د دولت په همغږۍ ترسره کيږي؛ د سعودي عربستان نوې ادعا رد کړه.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ: د پاکستان د بهرنيو چارو  وزارت په پرونۍ ويناکې ويل شوي دي  چې د غير رسمي کانالونوله لارې له افرادو  او له خصوصي بنسټونوسره مالي مرستې د دې په پام کې نيولو پرته چې دغه مرستې د کوم هېواد او يا سرچينې له خوا کيږي؟ له دې وروسته د تروريزم پرخلاف  د ملي اقدام د پروګرام په قالب کې تر دقيقې څارنې او کنترول لاندې نيول کيږي  چې تروريستانو او تروريستي ډلو او بنسټونو ته دمالي مرستو د ليږلو مخه ونيول شي .
نږدې درې اوونۍ مخکې د پاکستان د ايالتونو ترمنځ دهمغږۍ وزير رياض حسين پيرزاده د سعودي عربستان پرخلاف په تندو او په ډاګه څرګندونوکې، د دغه هېواد  حکومت د پاکستان په ګډون د اسلامي نړۍ د زياترو ستونزو او بې ثباتۍ عامل وباله او ويې ويل چې سعودي عربستان د زياتو پيسو په لګولو سره د خپل اړتيا وړ ايډيالوژي د پاکستان په ګډون د ځينو اسلامي هېوادونو ترمنځ ترويجوي .
د عربستان سفارت ادعا کړې ده چې رياض د تروريزم د له منځه وړلو لپاره له پاکستان سره همکاري کوي.

کابل  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د وسله وال پوځ د ستر درستيز درستيزوال او په جنوب لويديځ زون کې د ذوالفقار د عملياتو د سوق او ادارې لوى قوماندان ډګرجنرال ارکانحرب عبدالخالق په عملياتوکې د شاملو قوتونو محاربوي احضارات معاينه او وڅيړل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د وسله وال پوځ د ستر درستيز درستيزوال د قوتونو د احضاراتو  له کتنې وروسته   هغوى ته په  خطاب کې وويل: دغه عمليات چې د ملي دفاع وزارت په مشرۍ په مستقل ډول اجرا کيږي؛ هدف يې په جنوب لويديځ زون کې د امنيت تامينول دي   چې د امنيتي ځواکونو دمنسوبينو په لوړهمت سره به په برياليتوب سره ترسره شي او د سوله ييز  ژوندانه ، د پوهنې، روغتيا او اقتصاد په برخوکې پرمختيا له ښې  حکومتوالۍ سره جوخت د هلمند ديندارو او سرلوړو هېوادوالو ته په سوغات راوړي .
دغه راز د ستر درستيز دغه مقام په عملياتوکې شاملو ځواکونو ته په خطاب کې څرګنده کړه چې د ملکې هېوادوالو د انساني کرامت او د سر او مال ساتنه او مصوونيت ستاسو وظيفوي او ملي مسووليتونه بلل کيږي چې بايد جدې پاملرنه ورته وشي او د دين او هېواد د دښمنانو په وړاندې غوڅ چلند ستاسو ديني او هېوادنى مکلفيت دى.

کابل  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن د افغانستان د ملي سوکالۍ  ګوند له مشرتابه هيئت او غړو سره وکتل.
د حامدکرزي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړى  د افغانستان د ملي سوکالۍ ګوند رييس محمدحسن جعفري خبرې وکړې او په  تيرو ديارلسوکلونوکې د حامدکرزي د کړنوله امله په قدردانۍ سره وويل: تاسې د دې هېواد يو ارزښتناک شخصيت او ملي پانګه ياست او د ملي وحدت د ټينګښت، د رسنيو د پراختيا، د پوهنتونونو د جوړولو، د هېواد بچيانو ته د ښوونې او روزنې د زمينې د برابرولو او په نوروبرخوکې په تيرو ديارلسوکلونوکې ستاسو خردمندانه رهبري د ستاينې وړ ده او د افغانستان تاريخ به هيڅکله تاسې هير نه کړي.
وروسته حامدکرزي د هغوى د قدردانۍ له امله په مننې سره وويل: په حقيقت کې  هغه برياليتوبونه چې تاسو ياد کړل؛ زما نه، بلکې ستاسو او د افغانستان د خلکو دي .
افغانستان په هغې برخه کې چې پرمختګ کړى دى؛ د افغانانو د هڅو او هاند زيږنده دي او زه د دغو ټولو په ترلاسه کولوکې وروستى فرد وم، تاسې کولاى شئ  په خپلو ښو ملي ولولو سره افغانستان ښه او لا پسې ښه کړئ.

قاهره- ايرنا – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
د روسيې له خوا د مصر د اټومي بټۍ د جوړولو قرار داد د روسيې او مصر د جمهورو رييسانو ولاديمير پوتين او عبد الفتاح السيسي په وړاندې په قاهره کې لاسليک شو.
باختر آژانس د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ :
د (روس اټوم) د دولتي شرکت رييس سرګئي کرينکو او د مصر د بريښنا او د انرژۍ د بدليلو منابعو وزير محمد شاکر پرون د دغې بټۍ د جوړولوقرار داد لاسليک کړ.
د روسيې د روس اټوم شرکت رييس څرګنده کړه چې روسيه په مصرکې له تاييد شويو امنيتي شرايطو سره سم د اټومي بټۍ څلور ١٢٠٠ ميګا واټي واحدونه جوړوي.
پوتين هم له خپل مصري سيال عبدالفتاح السيسي سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې وويل: روسيه يوازې په مصرکې اټومي بټۍ نه جوړوي؛ بلکې د اټومي صنايعو يو بشپړ مرکز به جوړ کړي .
د روسي رسنيو د خبر له مخې: د روسيې او مصر د مشرانو د خبرو په بهيرکې، قاهره د يو قرار داد په لاسليک کولو سره د اوراسيا له اقتصادي اتحاديې سره يوځاى شو.
په دې اتحاديه کې د روسيې، قزاقستان، بيلاروس او د ارمنستان هيوادونه غړيتوب لري او قرغزستان هم له هغې سره د پيوستون قرار داد لاسليک کړى دى او ټاکل شوې ده چې د راتلوونکي کال د ثور په مياشت کې له دغې اقتصادي اتحاديې سره يو ځاى شي.

صنعا – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٢
په يمن کې د امنيتي بحران په پراختيا سره د دغه هيواد په پايتخت صنعا کې د امريکا سفارت به نن تعطيل شي.
د اسوشيتدپرس خبري آژانس د دوو تنو امريکايي مامورينو له خولې خبر ورکړى دى چې په صنعا کې د امريکا په سفارت کې د دغو دواړو هيوادونو ديپلوماتان پرون له دغه ځاى څخه ووتل:
په يمن کې د امريکا سفير ويلي دي چې ښايي له ترکيې يا الجزاير څخه به وغواړي چې په يمن کې د امريکا د ګټو ساتنه په غاړه واخلي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي پرون د دغو رپوټونو په باره کې د نظر له څرګندونو څخه ډډه وکړه.
په صنعا کې د امريکا سفارت د يکشنبې په ورځ په خپل ويب سايټ کې خبر ورکړى و چې قونسلي خدمتونه يې تر بلې خبرتيا پورې ځنډولې دي .
د اسوشيتدپرس خبري آژانس وايي: په صنعاکې د سفارت ساتوونکي سمندري ټوپک والا هم له دغه ځاى څخه وځي. خو هغه ګوزاريز امريکايي ځواکونه چې د يمن په ځينو سيموکې تروريستي ضد ماموريتونه ترسره کوي، د پخوا په شان په دغه هيوادکې پاتې کيږي.
امريکا له بې پيلوټه الوتکو څخه په استفادې سره وار وار په يمن کې د القاعده په افرادو بريدونه کړي دي .
د امريکا سفارت له هغه وخت څخه چې د حوثي قبيلې ياغيانو په صنعا کې مهمې دولتي سيمې او ودانۍ ونيولې؛ په يمن کې د خپلو کارکوونکو د شمېر په کمولو پيل کړى و او دغه حرکت د جمهوري رياست د ماڼۍ او د دغه هيواد د جمهور رييس عبدالرب منصور د استوګنځي د نيولو له وخت څخه زور واخيست.
د يمن جمهور رييس او صدراعظم چې د ملګرو ملتو د سازمان په منځګړيتوب له خبرو وروسته رامنځته شوي و؛ د حوثيانو له اقداماتو وروسته استعفا وکړه.

کابل  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د سنا مجلس رييس فضل هادي مسلميار د هېواد د پايتخت د امنيتي حالت د ښه والي په نسبت د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ کړه وړه وستايل .
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې د مشرانو جرګې د دويم نايب او د ځينو سناتورانو په ګډون جوړه شوه؛ د نورو بنسټونوپه همکارۍ د کابل ولايت د امنيۍ قوماندانۍ د منسوبينو د کړو وړو يادونه وکړه چې د لوى خداى (ج) په مهربانۍ او د کابل  د پوليسو او د نورو امنيتي ځواکونو په ګډو او هر اړخيزو هلو ځلو سره د کابل  امنيتي حالت زيات ښه شوى دى چې په همدې مناسبت د مشرانو جرګې د رييس او د يوشمېر سناتورانو له خوا د مشرانو جرګې نښان او ستاين ليکونه د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د منسوبينو په استازيتوب د کابل ولايت امنيه قوماندن لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي او د دغې قوماندانۍ د مشرتابه هيئت نورو غړو ته ورکړاى شول او د زياتو برياليتوبونو هيله ورته وشوه.
وروسته لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي د امنيتي حالاتو او د مخالفينو د بريدونو د مخنيوي د تدبيرونو، د امنيت په تامينولوکې د امنيتي ځواکونو د بشپړې  همغږۍ  او د نورو طرحه شويو موضوعګانو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل:  دکابل ولايت پوليس له پخوا زيات د غلو د نيولو، د ښاريانو د امنيت  د تامينولو او د بشپړې آرامۍ په لاره کې هر اړخيزې هلې ځلې کوي.
ده د مشرانو جرګې د مشرتابه له خوا د نښان او ستاين ليکونو ترلاسه کول د دغې قوماندانۍ د منسوبينو د روحېې د پياوړتيا او د جنايي جرمونو او د ټولنيزو مفاسدو پرخلاف د جدي او غوڅې مبارزې په کارکې د دوى د تمرکز انګيزه وبلله .
د يوبل خبرله مخې: د سنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار د پنجشير ولايت د مرکز  د وګړنۍ شورا له رييس او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې دوى د قانون جوړولو، د خلکو د ښې څارنې او استازيتوب او د ولايتي روغتون د نشتوالي په باب د ځينو سيمه ييزو ستونزو د بودجې د نشوالي له امله د نږدې نهوعمراني پروژو د بنديدو، د ملي پوليسو دتشکيل دکمښت او دغه ولايت ته د وارداتي بريښنا د غځولو د اړتيا په باب خپلې ځينې سيمه ييزې ستونزې طرحه کړې او په دغو برخوکې يې د مسوولو مقاماتو د څيړنې او د سنا مجلس د لومړي نايب د پاملرنې غوښتنه وکړه .
وروسته ايزديار د ملي شورا په دواړو مجلسونوکې د دوى له استازو سره د دغه ولايت د خلکو د ملاتړ له امله قدرداني وکړه او ژمنه يې وکړه چې دغه موارد له اړوندو مسوولينو سره طرحه کوي چې لازمې څيړنې وشي .