06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۶مه / باختر د کابینې غونډه د...

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر نن ماښام څه...

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

کابل/ د چنګاښ ۱۶مه/ باختر په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اسلام اباد \ دآزادۍ راډيو \  باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي: د٥٠٠ تنو بنديانو اعدام چې په تروريزم  پورې اړوندو تورونو محکوم شوي دي؛ له دوو اوونيو څخه د دريو اوونيو په بهيرکې پيليږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثارعلي  دغه ټکى پرون مازيګر اعلام وکړ او ويې ويل: د پاکستان د کورنيو چارو وزارت هغه ډلې او اشخاص چې شمېر يې  نږدې ٥٠٠ تنو ته رسيږي او ټول يې جنايتکاران دي او قضايي بهير يې ستړى کړى دى؛ تصفيه کوي.
نثارعلي وويل: دغوکسانو د بخښنې غوښتنه کړې ده، خو موږ د هغوى غوښتنې ردې کړې او هغه مو د جمهور رييس په وړاندې کيښودې. د دغو کسانو د اعدام لپاره تصميم ډير ژر د صدراعظم نوازشريف له خوا ونيول شو.
دغه اعدامونه بايد د دوو  اوونيو په بهيرکې پيل شي .
د پاکستان د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې په تروريزم پورې د اړوندو قضيو د وژنې د مجازاتو په باب د قانوني مودې د لغوه کولو په باب پريکړه په پيښور ښارکې په يوه ښوونځي د ليندۍ د مياشتې له  پنځه ويشتمې نيټې له بريد څخه مخکې نيول شوى و.
صدراعظم نواز شريف د دغې مودې پاى ته رسيدل په پيښورکې په يوه ښوونځي د وسله والوکسانوله بريدڅخه يوه ورځ وروسته تصويب کړ.
د دغه بريد په بهيرکې١٣٢ تنه ماشومان او ددغه ښوونځي نهه تنه کارکوونکي ووژل شول او مسووليت يې پاکستاني طالبانو په غاړه واخيست .
په پاکستان کې د (جستيک پروجيکت آف پاکستان) په  نامه د بشر د حقوقو  د يو سازمان د معلوماتوله مخې: د تروريستي بريدونوپه تور د زرو تنو په ګډون څه ناڅه اته زره تنه د اعدام د مجازاتو په رديف کې دي.
د اعدام د مجازاتو د قانوني مودې د منع کولو له لرې کولو وروسته تراوسه پورې شپږ تنه په پاکستان کې اعدام شوي دي.

Tuesday, 23 December 2014 11:30

د اسعارو بيه

کابل\باختر دمرغومي د مياشتې ٢ مه
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې:  نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 00/85  افغانيو پلورل په 10/85 افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 90/00 افغانيو پلورل په 10\ 90افغانيو
يوه يورو پيرودل په 71/10 افغانيو پلورل په 20/71  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په45 /15پلورل  15/50افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په85 / 15 افغانيو پلورپه 90 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  575افغانيو پلورل په  576افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په 935افغانيو پلورل په 940 افغانيو
او زر ايراني تومان پيرودل په 60/16 افغانيو پلورل په70  / 16 افغانيو 

Tuesday, 23 December 2014 11:30

د هواحالات

کابل\باختر\ د مرغومي د مياشتې ٢مه
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان آسمان وريځ ، د اورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٣ ، ټيټه ٢-
شمالي سالنګ- آسمان آسمان وريځ ، او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣-،  ټيټه ٤-
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ ، او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٢-، ټيټه ٧-
قندهار- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه ١٨، ټيټه ٤
باميان- آسمان وريځ ، او اورښت ، دتودوخې لوړه درجه ٢، ټيټه صفر
هرات- آسمان وريځ ،  د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه ١
فراه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٢
مزارشريف- آسمان وريځ ، او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه  ١٦، ټيټه ٦
کندز- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې  لوړه درجه ٥، ټيټه ١-
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٤
غزني- آسمان وريځ ، د اورښت امکان شته ،  د تودوخې لوړه درجه ٣، ټيټه ٢-
لښکرګاه- آسمان وريځ، د اورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه٦
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٢ ټيټه صفر
جبل سراج- آسمان وريځ ، د اورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٧ ټيټه ٤-
ميمنه- آسمان وريځ، د اورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه  ٤، ټيټه ١-
شبرغان –  آسمان وريځ ، او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٤-
فيض آباد- آسمان وريځ ، د اورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه ٣-
په کابل کې به سبا لمر په ٦ بجو او ٥٧ دقيقو  وخيژي او د مازيګر په ٤ بجو او ٤٨
دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\ د مرغومي د مياشتې ٢مه
په نړيوالوبازارونوکې نن يو انس سره زر په ١١٧٨ ډالره وړاندې کيږي.
د پښتني بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٣٥٠ افغانيو، کويټي په٢٣٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په٢٠٠٠ افغانيو، عربي په١٩٠٠ افغانيو، ايراني په١٦٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٤٥٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٢
د کابل ښار د لسمې ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې چاودنه وشوه.
د کابل پوليسو د لسمې حوزې آمر جنرال نجيب الله سمسور د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې چاودنه کې چې د قلعه فتح الله د دريم سړک په ساحه کې وشوه؛ چاته زيان نه دى اوښتى.
ده وويل: د دغې حوزې منسوبين د څيړنې په خاطر په ساحه کې په کار بوخت دي او په سيمه کې دوه تنه مشکوک کسان هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
ده وويل: لومړنې څيړنو وښودله؛ يوه سرګلوله چې له پخوا څخه په وياله کې پاتې وه؛ چاوديدلې ده.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
د افغانستان دژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق دمشرتابه  هيئت غړو،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو  د معينې  اوپه  ولسي جرګه  کې دخلکو داستازي رمضان بشردوست په ملګرتيا  دزبير حاتمي  دفاتحې په مراسمو کې  دګډون په ترڅ کې  ددغه صندوق  نغدي مرسته يې  دارواښاد کورنۍ ته  وسپارله .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق غړوپه  يوه بيړنۍ  غونډه کې تصميم ونيوه  له هغو ټپي خبريالانو او په تيره بيا دميترا ټلويزيون  دفلم اخيستونکي  شهيد زبير له کورنۍ  سره  چې  داستقلال دليسې  په ناوړه  پيښه  سخت ټپي  او وروسته په  روغتون  کې يې ساه ورکړه  مالي ملاتړ وکړي.
دميرمن حسن  زاده په ګډون دصندوق دمشرتابه هيئت غړو  په لومړي ګام کې   دکابل  دايمر جنسي  په روغتون کې دوينې په ورکولو سره    ددغو خبريالانو ملاتړ وکړ او غوښتل يې   دمعالجو ډاکترانوپه سلامشورې سره زبير حاتمي چې ټپونه يې  ژور و،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ  ددرملنې په خاطر له هېواد څخه بهر واستوي   خو موظفو ډاکترانو د زبير حاتمي دټپونو دحالت   په پام کې نيولو سره دغه اجازه ورنکړه . له همدې امله   دزبير دشهادت دخبر  له خپريدو وروسته  د ژورناليستانو دمالي ملاتړ  دنوي  جوړ شوي صندوق  مشرتابه   ددغه شهيد له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ ، دشکيب له  کورنۍ سره ديرش زره افغانۍ او ددغه ټلويزيون  ديو بل ټپي کارکوونکې سره يې دشلو زرو افغانيو مرسته وکړه.
دغه راز  د ژورناليستان دمالي ملاتړ صندوق  په پام  کې لري  له دغه صندوق
سره   دملاتړ کوونکو مرکزونو  په همکارۍ  شکيب  چې په غوږ او سترګه  ټپي 
دى په وړيا ډول  له هيواد څخه بهر ته  دکورنيو ډاکترانوپه سلامشوره  واستوي.
بايد وويل شي چې  په ولسي جرګه کې دخلکو استازى رمضان بشردوست  دژورناليستانو دمالي ملاتړ  دصندوق له لارې  ديرش زره افغانۍ دشهيد زبير کورنۍ ته سپارلي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معينې  ددغه وزارت  دمقاماتو   او منسوبينو دډاډګيرنې  او خواخوږۍ دمراتبو  دڅرګندونو له امله   دقدردانۍ په ترڅ کې  چې دزبير حاتمي کورنۍ ته تللي وو دافغانستان دژورناليستانو دمالي ملاتړ دصندوق  دپه خپل وخت  مرستې له امله   وويل  له خبريالانو  څخه ملاتړ دبيان دازادۍ  دپراختيا  او بنسټيز کيدو په مقصد  داطلاع رسولو له بهير څخه ملاتړ دى . چې ددغه هېواد دځوانانو  دوينو په بيه   جوړ شوى او خړوب شوى دى .
دې  په دې ترڅ  کې  چې  له خبريالانو څخه ملاتړ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له مهمو مسووليتونو څخه وبلل زياته يې کړه په دې لاره کې دافغانستان حکومت ، دبشر دحقوقو مدافع بنسټونه ، مدني ټولنه ، دخبريالانو صنفي اتحاديې  او درسنيو  ملاتړ کوونکي بنسټونه هم مسووليت لري  .
سيمين حسن زاده دخبريالانو په صنفي اتحاديو کې  درسنيو له ملاتړ  کوونکو مرکزونو څخه وغوښتل چې دمسوولو دولتي  مرکزونو ترڅنګ دې په همغږۍ او همکارۍ سره    درسنيو او  خبريالانو دملاتړپه لاره کې  يو واحد  عملي  پلان  ترلاس لاندې  ونيسي   او له مقطعي پروژه يي شعارونو او طرحو څخه دې ډډه وکړي .
دې زياته کړه    نن  هغه داغ  چې دشهيد زبير دتلو له امله  دده دمور  په زړه  کې پاتې دى  هغه اور دى  چې دمطبوعاتو په  زړه کې لګيدلى دى او دغه اور بايد   درسانه يي فعاليتونو او دبيان دازادۍ د زياتې پراختيا اودژوند دوام برابرکړي.
دخپرونو دچارو معينې دشهيد زبير ددرملنې په لاره کې   ددولت  دنه پاملرنې
په باب د رسنيو انتقاد  رد کړ  او ويې ويل : دايمر جنسي دروغتون مسوولينو او موظفو ډاکترانو له هيڅ راز هلوځلو څخه  ډډه ونه کړه .   خو دوى  له هېواد څخه بهر ته ددرملنې   او ددغه ګران  دليږدونې  امکان  دده  دزياتو او ژورو  ټپونو په دليل  ناشونى وباله  او که نه  نو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د ژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق له هيواد څخه بهر ته ددغه  عزيز  دليږدونې لپاره   هر راز مالي مرستې  ، همکارۍ  او همغږۍ ته  چمتو و.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال الحاج سترجنرال عبدالرشيد دوستم  نن ماښام دهېواد په پارلمان کې دافغانستان دخلکو دڅه ناڅه يوسلو پنځوسو تنو استازوسره  دګلخانې په  ماڼۍ کې وکتل او دهېواد  دروانو  حالاتو په باب يې له  هغوى سره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دهېواد په پارلمان کې  دخلکو څو تنو استازو  دنورو په استازيتوب خبرې وکړې    اوپه هېواد کې  دامنيتي ستونزو  او دنوې کابينې  په باب  مسئلې يې  دجمهوري رياست له لومړي مرستيال سره طرحه کړې  .
دمقننه  او داجرائيه قوو  دبشپړ غير سياسي کولو  ،  دپولو پياوړتيا او  د کابل ښار په شاوخوا  او دهېواد په نورو ښارونو کې   دتروريستي فعاليتونو  دله منځه وړولو په مقصد دافغانستان دملي امنيت دادارې  پياوړتيا ته پاملرنه  ، له ولايتونو څخه  دامنيتي مرکزونو دشهيدانو او ټپيانو  دليږدونې دستونزو دڅيړنې ، دخلکو خونديتوب ته  پاملرنه ، په کونړ ولايت کې  د دانګام په شان سيمو ته پاملرنه  ،  دکابينې له  جوړولو وروسته  دکار اهل ته دکار سپارل  ، له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې   دامنيتي  مرکزونو ترمنځ دلازمو همغږيو درامنځته کول  ، دکابينې دجوړولو چې نشتوالى يې  خلکو ته دزياتو ستونزو  درامنځته کيدوسبب شوى دى ، ددولت په دستګاه کې دميرمنو دونډې دزياتوالي  ، په هېواد کې دپانګې اچونې  دجلبولو لپاره  کار، دژمي ترپاى پورې  په بدخشان ولايت کې دوسله والو مخالفينو ځپلو ته پاملرنه ،  دامنيتي سکتور په باب پاملرنه  چې يو سياسي مرکز نه وي  اوپه دغه مرکز کې غوره افراد وګومارل شي  له هغو مواردو څخه وو  چې  دخلکو داستازو په خبرو کې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته  وړاندې شول.
دوى  دغه راز يادونه وکړه  که  چيرې نوې کابينه  سياسي وي  او يا  دتيرې کابينې  ځينې څيرې پکې شتون ولري  دهيواد دپارلمان له  جدي مخالفت سره به  مخامخ شي .
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال   په کابل  او نورو ولايتونو کې  دبدامنۍ  دزياتوالي له امله  دخلکو داستازو او دهېواد دټولو خلکو انديښنې دپاملرنې وړ وبللې او زياته يې کړه   موږ  دګران هېواد دامنيتي حالاتو  دښه  کولو لپاره  دنويو طرحو  او پروګرامونو د جوړولو په  حال کې  يو چې هيله لرو   تحقق يې   زموږ دخلکو دهيلو  او ددښمنانو دماتې او ناهيلۍ سبب شي.
دجمهوري  رياست لومړي مرستيال  زياته کړه   چې نړۍ  هم بايد نور په افغانستان کې  دامنيت تامينولو ته هيله من شي او دغه برداشت ونلري   چې  زموږ په هېواد کې امنيتي حالت مخ په خرابيدو دى .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال يادونه وکړه  چې دنظام ددستګاه په ټولو برخو اوپه تيره بيا په امنيتي برخو کې نيمګړتياوې پيژندل شوي دي  او موږ په هېواد کې دتاوتريخوالي  دزياتيدو په عواملو  پوه شوي  يو او هلې ځلې کوو چې په دغو برخو کې  داصلاحاتو په راوړلو سره  په هېواد کې  دامنيت  دتامينولو په برخه کې په خپلو  ژمنو عمل وکړو.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال   دهېواد په پارلمان کې  دخلکو  داستازو مسووليتونو ته اشاره وکړه  او زياته يې کړه   چې تاسې  دخپلو خلکو په نسبت  مسووليت لرئ   او بايد  هغوى ته ځواب ووايئ  ځکه   تاسې دخلکو استازي ياست  نه د ګوندونو او تنظيمونو استازي  او باور لرم  چې تاسې بايد  دغه راز دخلکو دملي ارادې تمثيلونکي و اوسئ .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال   دغه راز زياته کړه  ستاسې وړانديزونه مې په دقت سره   واوريدل اوپه هېواد کې  په روانو ستونزو  خبر يم   زه په خپله  د خپلو خلکو  له  منځ څخه  پورته شوى يم   او دا  ډاډ  ورکوم   تر هغه وخته پورې  چې  ژوندى يم  په ټول قوت سره  دهغو دحل کولو په لاره کې  هلې ځلې کوم.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  دمقننه  او اجرائيه قوو  دغير سياسي والي  دوړانديز په باب زياته کړه  ، چې له دغه وړانديز سره   موافق يم  اودغه موضوع دهېواد له  جمهوررييس سره طرحه کوم .

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
مرکزبانک څلويښت مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري
ددغه بانک په ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده ويل شوي دي 
دافغانستان  بانک دروان کال دمرغومي دمياشې په  دويمه نيټه د سه شنبې 
دورځې په داوطبۍ کې  څلويښت  مليونه ډالره دليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يوميلون پنځه سوه زره افغانۍ يې دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي اودليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبۍ فورمې دليلام دورځو دسهارپه نهوبجودبازاردعملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجودې بيرته وسپاري. هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجازنه دي، دليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي..

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
دشهيد زبيرحاتمي  حقوق بايد په دوامداره توګه  ورکړاى شي .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  درسنيو دقانونمندۍ بنسټ مسوول سيدداود يعقوبي  دشهيد زبير  دفاتحې په مراسمو کې  دګډون په ترڅ کې   دميترا ټلويزيون له مسوولينو څخه يې وغوښتل  چې  په پرله پسې  ډول  دمرستو ترڅنګ دې  دشهيد زبير مياشتنى حقوق  دهغې کورنۍ ته ورکړي .
بايد وويل شي  چې دميترا دټلويزيوني شبکې  تصوير اخيستونکى  احمدزبير حاتمي   دفرانسې په مرکزي مرکز  دځانمرګي بريد له امله  ټپي شو او  ديکشنبې  په سهار دتل لپاره يې  دمطبوعاتو له کورنۍ سره  خداى پاماني وکړه.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
دوه تنه غله نن سهار  په نيمروز ولايت کې  ونيول شول.
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير  حاجي عبدالله شيرزايي  دباخترآژانس  خبريال ته وويل :  دوو  تنو غلو چې له دوو کلونو را په دې  خوا  په زرنج ښارکې  موټر غلا کول  دزرنج ښار دصرافۍ  ددروازې په وړاندې   ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه    دغو کسانو اعتراف کړى دى  دصرافانو موټرونه  يې
مخکې له دې  چې دکور په لور روان شي   پنچراوه  . او کله چې موټر چلوونکى  له موټر څخه  کوزيده  دوى به يې  پيسې غلا کولې  او تښتيدل .