19 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومې۲۹مه/باختر د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو...

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دملي امنيت يو کارکوونکى په ننګرهار ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا ووژل شو.
دننګرهار دامنيې قوماندانۍ ويندوى  حضرت حسين مشرقيوال دباختراژانس خبريال ته وويل،  دغه پيښه  نن دجلال اباد ښار  دجوي هفت په ساحه کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې  دننګرهار دملي امنيت درياست کارکوونکى غلام حسن له خپل کور څخه ددفتر په لور روان و  چې دناپيژندل شويو وسله والو موټر سايکل سپروله  خوا په ډزو  سره ووژل شو.
خبرځاى وويل :  ددغې پيښې عاملين په تيښتې بريالي شوي دي  او دهغودنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دناتو دځواکونو دسپرلۍ په کاروان په ننګرهارولايت کې ځانمرګۍ بريدوشو.
دغه پيښه نن مازيګر په دريو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو دجلال اباد ښار دآخندزاده څلور لارې ته څيرمه رامنځته شوه.
ځانمرګى يرغلګر چې ويل کيږي له  چاوديدونکو توکوبار  موټر کې و ، ځان يې دناتو دځواکونو دکاروان په وړاندې وچاوه.
دننګرهارولايت  دمرکز جلال اباد ښار يوه امنيتي مسوول  دهويت له ښودولو څخه يې ډډه وکړه دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دې ځانمرګي بريد کې دناتو  ځواکونو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې روښانه نه دى.
خو ناتوپه دې باب تراوسه پورې نظر نه دى څرګند کړى .
په همدې حال کې  عيني شاهدان وايي چې ددغه ځانمرګي بريدله امله څلور تنه ملکي وګړي هم سخت ټپيان شوي دي.
زموږ خبريال ګلستان غالب  دپيښې له سيمې څخه وايي چې امنيتي ځواکونو دپيښې سيمه کلابنده کړې ده او دژغورنې ټيمونه هم سيمې ته رسيدلي دي.
ددغې پيښې جزئيان وروسته خپريږي.

Sunday, 24 August 2014 13:15

دمبارکۍ پيغامونه .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په نامه دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې  په مناسبت دالمان دفدرالي جمهوريت دجمهور رييس  بانيوا خيم ګاوک ، دايتاليا دجمهور رييس  جورجيو ناپوليتانو  دچک دجمهور رييس ميلوس زيمن ، دچک  جمهوريت دصدراعظم بوسولاف  سوبوتکا ،  دهنګري دجمهور رييس يانوش ادر ، دازبکستان دجمهور رييس اسلام کريموف ، دسويس دکنفدراسيون درييس ديديه بورخالتر او دبنين دجمهور رييس بوني يايي له خوا په دې شرحه کابل ته دمبارکۍ پيغامونه  رارسيدلي دي
  په دې پيغامونوکې  په دې ترڅ کې چې دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دپنځه نوي  يمې کاليزې له امله مبارکي  ويل شوې ده.
ددغو هيوادونواو دافغانستان ترمنځ داړيکو  په ټينګښت  او پراختيا  او له افغانستان سره دهمکاريو پر دوام ټينګار شوي  دي او ويل شوي دي چې دغه هيوادونه به ددموکراتيکو مرکزونو دپياوړتيا  او داقتصادي  او ټولنيزې  ودې  په خاطر دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ وي .

کابل باختر د وږي  دويمه :
په هلمند ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  تيره شپه  څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دملي اردو ځواکونو دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولوپه مقصد دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او درنده مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دهلمند ولايت دواشير ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  شپږ تنه  ډار اچوونکي ونيول شول او ددښمن دوه کلاشينکوفونه  دوسايطو ضد درې ماينونه يوه اندازه پوځي وسايل  او يوکرولا ډوله موټر  هم ترلاسه شوى دى .

کابل باختر د وږي  دويمه :
په داسې حال کې چې درايو دپلټنې بهير دپاى ته رسيدو په حال کې دي دانتخاباتو  دخپلواک  کميسيون مسوولين وايي دجمهوري رياست دانتخاباتو ددويم پړاو درايو دباطلولو بهير سبا په علنى ډول پيليږي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نور محمد نور چې نن يې له خبريالانوسره خبرې کولې وويل، ټاکل شوې ده درايو دباطلولو بهير سبا له غرمې وروسته په علنى ډول دانتخاباتي مرکزونو داستازو او دملي او نړيوالو کتوونکو او رسنيو په وړاندې پيل شي .
  نور زياته کړه ددغه پروګرام دپرمخ بيولو لپاره دانتخاباتو خپلواک کميسيون له ټولو امکاناتو سره يې يو چوکاټ په پام کې نيولى دى.
ده دغه راز زياته کړه: درايو دڅيړنې او پلټنې زر صندوقونه پاتې دي او دغه بهير تر يوې يا دوو ورځو پورې پاى ته رسيږي .
دده دڅرګندونو له مخې،  درايو دپلټنې ، څيړنې او شميرنې بهير په ځانګړي  ډول دوام لري .
دنور دڅرګندونو له مخې، د رايو دڅيړنې او پلټنې بهير ددوو انتخاباتي  مرکزونو ددوه سوه اتيا تنو له خوا او په ځانګړي ډول درايو دشميرنې  بهير داويا تنو ملي او نړيوالو کتوونکو له خوا پرمخ وړل کيږي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وويل، درايو دپلټنې او څيړنې دبهير له پيل څخه ددوه ويشت زرو اته سوه درې ويشتو صندوقونو له جملې څخه ١٥٨٤٩ صندوقونه  څيړل شوي دي چې په دې ډول درايو په سلوکې دوه اويا صندوقونه څيړل شوي دي
په همدې ډول دشپږ زره خاصو صندوقونو له جملې ٦٥٣ صندوقونه  شميرل شوي دي
دنور دڅرګندونو له مخې درايو دپلټنې او څيړنې او دشميرنې  په خاص   بهيرکې  ددواړو انتخاباتي مرکزونو ، دملي او نړيوالو څارونکو او دانتخاباتي مرکزونو د يوزرو يوسلو پنځه ديرشو تنو استازو له خوا دوام لري .

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
دوسله والو طالبانو يو قوماندان له دوو تنو ساتوونکو سره يې تيره شپه  په نورستان ولايت کې دملي اردو دخاصو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر  باخترآژانس ته خبرورکړ :
دوسله والو طالبانو يو قوماندان پاينده محمد چې دنورستان ولايت ددوآب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتروريستي فعاليتونو عامل و تيره شپه  دملي اردو دخاصو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې له دوو ساتوونکو سره يې ووژل شو.
ديوبل خبرله مخې : دوسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان سخي داد  چې  دکاپيسا ولايت په مربوطاتو کې په تروريستي  او ډار اچوونکي فعاليتونه يې ترسره کول د ملي اردو  دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  له دوو ساتونکو سره يې ووژل شو او ددغه قوماندان درې تنه نور ساتوونکي ټپيان شول اوله هغوى څخه يوه اندازه مهمات او نور پوځي تجهيزات پاتې دي. 

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢  :
درزمي ورزشونو دملي ټيم غړي بازمحمد مبارز پرون خپل سويډني سيال په اساسي ګوزارونو سره له ميدان څخه بهرکړ.
درزمي ورزشونو دفدراسيون رييس نورالله شاهرخي دباخترآ ژانس خبريال ته وويل  دفري فايت په څانګه کې درزمي ورزشونو دملي ټيم غړى بازمحمدمبارز پرون دتايلند په هيواد کې له خپل سويډني سيال سره لوبه وکړه او وکولاى  شول چې په دريم  پړاو کې له لوبې څخه بهر کړي او ددغې لوبې ګټوونکى شو.

_  سانتياګو\ رويترز\  باختردوږي دمياشتې  ٢  :

دريکترپه مقياس دشپږاعشاريه شپږو درجوپه سختوالي يوې زلزلې تيره شپه دچيلي پايتخت سانتياګو وجړقوله.

درويترز دخبري آژانس دخبرله مخې :  دامريکا دځمکې پيژندنې دسازمان دادارې ددغې زلزلې مرکز دچيلي والپارسو بندر دشمال ختيځ په پنځوس کيلومترۍ کې اعلام  کړ.

دوالپارسو دچيلي دريم ستر ښار او دهغه يو مهم بندر دى .

تراوسه پورې  د دغې زلزلې له امله د سرداحتمالي زيان په باب دچيلي په پايتخت سانتياګو کې د ښيښو  دماتيدو سبب شوه خبر نه دى ترلاسه شوى.

کابل باختر د وږي  دويمه :
په فارياب  ولايت کې  دملي اردو دځواکونو عمليات دوام  لري  او په يوه نوي پرمختيا کې يوولس تنه وسله وال طالبان په دغه ولايت کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ.  دخيبر B  په نامه دفارياب ولايت دقيصار  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په دوام  يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اتلس تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې دمخالفينو د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه  مهمات اوجنګي وسايل  په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

کابل باختر د وږي  دويمه :
په هرات ولايت کې دفوټبال  دغوره ليګ ددويم ګروپ  سيالي نن سهار په يوې لوبې سره پيل شوې .
دهرات ولايت دورزشي  امريت  مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل په دغوسياليو کې  دولس ټيمونه ګډون  لري .
په لومړي لوبه کې دازادي ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره دپيمان ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه راز دهرات ولايت دفوټبال دلومړي لاس  ګروپ سيالۍ نن مازيګر دپامير او خراسان دټيمونو په لوبې سره پيليږي .