29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

وسله والو په کابل کې د سیمه ييزې اردو قوماندان ترور کړ

وسله والو په کابل کې د سیمه ييزې اردو قوماندان ترور کړ

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر وسله والو نن د کابل...

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په جنوب کې ونیول شول

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په جنوب کې ونیول شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د قندها د امنیې قوماندانۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٢  :
دافغانستان دغوره ليګ دسياليو په  دوام نن مازيګر دتوفان هريرود  او    د سپين غربازانو ټيمونه  لوبه  تر سره  کوي.
د هېواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمرعبدالرشيد عزيزي دباخترآژانس خبريال  ته وويل :  دغه سيالۍ  چې د اتو ټيمونو ترمنځ   له تيرې اوونۍ راهيسې د هېواد دفوټبال  لوبغالي کې پيل شوې دي  چې په اوونۍ کې درې  لوبې ترسره کيږي  چې  په دوام يې نن مازيګر د توفان هريرود اودسپين غربازانو ټيمونه  لوبه  کوي.

Wednesday, 03 September 2014 11:39

د هواحالات

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې ١٢
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ   ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه  ١٢
شمالي سالنګ- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه  ٤
جنوبي سالنګ- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٨
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٣٧، ټيټه ١٩
باميان-آسمان ځاى ځاى وريځ، دتودوخې لوړه درجه ٢٦، ټيټه ٨
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٠
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤ ټيټه ١٩
مزارشريف- آسمان شين،  د تودوخې لوړه درجه  ٣٨ ټيټه ٢٥
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان وريځ اواورښت، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ٩
لښکرګاه- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
خوست- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٣
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣١ ټيټه ١٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٥
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٣
فيض آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه  ١٩
په کابل کې به سبا لمر په ٥ بجواو٢٠دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٢٧دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\د وږي د مياشتې١٢
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت ٢١ ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٨٨ډالرو وړاندې کيدل، خو نن  په ١٢٦٧ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام سره زرکويټي په٢٥٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٠٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٨٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د شهيد د اوونۍ د نمانځلو د عالي کميسيون فرهنګي او تبليغاتي کميټې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو د معينې په مشرۍ غونډه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرونو د چارو معينې ميرمن سيمين حسن زاده د شهيد د اوونۍ د ارزښت په باب خبرې وکړې او له رسنيوڅخه يې وغوښتل چې خپل پروګرامونه او فعاليتونه د شهيد د اوونۍ په خاطر عيارکړي.
په دې غونډه کې د شهيد د اوونۍ د لا زيات ښه نمانځلو په خاطر دغه تصميمونه ونيول شول:
• دولتي او خصوصي رسنۍ دې د شهيد د اوونۍ په مناسبت ګردى ميزونه، ځانګړې مرکې او رپوټونه خپاره کړي.
• ملي راډيوټلويزيون د دغو پروګرامونو ترڅنګ د سهار نيکمرغه پروګرام د شهيد اوونۍ ته ځانګړى کړي او د شپې د اتو بجو له خبرونو مخکې د ملي اتلى خبرې خپرې کړي.
دغه راز دولتي ورځپاڼې دې د شهيد د اوونۍ په هره ورځ د شهيد احمدشاه (مسعود) د خبرو او واژو په خپرولو لاس پورې کړي.
• د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو امامانو او خطيبانو ته لارښوونې وکړي چې د جمعې د لمانځه په خطبو او نورو مراسموکې د مرکز او ولايتونو په جوماتونوکې د شهيد د اوونۍ په باب خبرې وکړي.
• دکار، ټولينزوچارو، شهيدانو او د معلولينو وزارت دې په ولايتونوکې دسيمه ييزو ادارو په همکارۍ دغه ورځ ونمانځي.
دغه راز په دې غونډه کې د شهيد د اوونۍ ورځې نومول شوى چې ټاکل شوې ده د شهيد د اوونۍ د نمانځلو د کميسيونونوله تصويب وروسته د رسنيو د امامانو ، خطيبانو او د کارپوهانو له خوا هره ورځ د موضوع په باب خبرې وشي.
په دې غونډه کې د شهيد د اوونۍ ورځې په دې ډول ونومول شوې:
د شهيد د اوونۍ لومړۍ ورځ د شنبې ورځ د شهيد او د وحدت غوښتنې د مفکورې ،
يکشنبه، شهيد او د سولې او آزادي غوښتنې،
دوشنبه، شهيد او د اسلام له نظره د هغه مقام،
سه شنبه، احمدشاه مسعود د جهاد او مقاومت ميړنى،
چهارشنبه، شهيد او زموږ مسووليت،
پنجشنبه، شهيد او د عدالت غوښتنې ارمان ،
جمعه، د شهيد درسونه او پندونه.
په دې غونډه کې د حج او اوقافو، دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارتونو او د شهيد احمدشاه مسعود د مرکز استازو ګډون کړى و.

کابل_باختر د وږي دمياشتې ١١مه:
د پغمان ولسوالۍ د پیښې مجرمین باید ډير ژر په اشد مجازات محکوم شي.
د جمهوري رياست د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وویل چې د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ډير ژر په اشد مجازات محکوم شي او د هېواد جمهوررئیس حامدکرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.
فیضي زیاته کړه چې د هيواد جمهوررئیس له دغې پیښې څخه له خبریدو سره سم لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت ورکړ چې د دغه نه بخښوونکي جنایت ترسره کوونکي ډير ژر پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو د خپلوعملونو په سزا ورسیږي.
ایمل فیضي وویل چې جمهور رئیس کرزی د هېواد له قاضي القضات او لوی څارنوال سره دغه موضوع شخصا تعقیبوي او د دغې پیښې د عاملینو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کړې ده.
د جمهوررئیس ویاند زیاته کړه چې د موضوع د بشپړې څیړنې او د قاضي القضات له وړاندیز وروسته به جمهوررئیس حامد کرزی د دغه ناوړه جنایت د ترسره کوونکو د اشد مجازات د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.#

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفترکې د آسيا فونډيشن بورد له رييس ښاغلي کارل آيکن بيري سره وکتل او په خپلو خبروکې يې د انتخاباتو د بهير له پاى ته رسيدو وروسته د ملي وحدت د حکومت جوړول په هيوادکې د اوسني بحران دحل کولو يواځنۍ لاره وبلله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د جمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه وکړه چې د انتخاباتو بهير دې بايد داسې پاى ولري چې په نتيجه کې يې د راتلوونکي حکومت مشروعيت تضمين شي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز د آسيا فونډيشن بورد د رييس کارل آيکن بيري کړو وړو چې يو وخت په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير و، قدرداني وکړه او ويې ويل چې ستاسو هلې ځلې د افغانستان د نننى تاريخ يوه برخه احتوا کوي.
په دې کتنه کې د آسيا فونډيشن د بورد رييس ښاغلي کارل آيکن بيري له دې امله چې له څو کلونو وروسته بيا کابل ته راغلى دى؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: هيله لرم چې ډير ژر په افغانستان کې د نا امنۍ مولفې او د انتخاباتو ستونزې پاى ته ورسيږي او په دغه هيوادکې امنيت او ثبات تامين شي.
ده په خپلو خبروکې دغه راز په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو ملاتړ وکړ او زياته کړه چې ټول د انتخاباتو د بهير د پاى ته رسيدو غوښتنه کوي.
ديوبل خبرله مخې: محمد يونس قانوني نن مازيګر د صدرات په ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې په کابل کې د بريتانيا د شاهي هيواد له سفير ښاغلي ريچارد استک سره وکتل.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې د انتخاباتو په بهيرکې د وروستيو پرمختياوو په باب رڼا واچوله او ويې ويل چې په سياسي برخه کې د اواړو نوماندانو ترمنځ موافقوته د رسيدو په لاره کې هڅې دوام لري او دواړه ټيمونه په دې برخه کې له يوبل سره نږدې شوي دي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه: هيله لرم د زمانې فشار د دې خنډ نشي چې د انتخاباتو بهيرمطلوبې نتيجې ته ونه رسيږي، ځکه موږ دې ته سترګې په لاره يوه چې د راتلوونکي حکومت مشروعيت انتخابات تامين کړي.
په دې کتنه کې په کابل کې د بريتانيا سفير ښاغلي ريچارد استک له دې امله چې دواړه ټيمونه په سياسي برخه کې يو لړ موافقوته نږدې شوي دي؛ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: موږ باور لرو چې د پلټنې بهير په لازم ډول پرمخ نه ځي، خو وينو په دې بهيرکې يو شمېر رايپاڼې باطللې شوې دي چې د بهير د شفافيت لپاره پلټنه مهمه ده.
ده زياته کړه چې موږ په افغانستان کې د يو باثباته او پياوړى حکومت د جوړولو غوښتوونکي يو او باور لرو چې هيڅ يو نوماند په يوازيتوب سره د افغانستان لپاره اغيزمن نه دى او بايد دوى د يوبل ترڅنګ ودريږي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د وزيرانو شورا د اقتصادي کميټې غونډه نن له غرمې وروسته د جمهور رييس د مرستيال او د دغې کميټې د رييس محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې لومړۍ د اوومو موادو د محصول د کمښت په باب د نفتي تصفيې د ځينو شرکتونو د غوښتنې په باب خبرې وشوې.
دغو شرکتونو په دې دليل چې د اوومو نفتي موادو په واردولو ماليات په دې وروستيو وختوکې په سلوکې له دوه اعشاريه پنځو (٥/٢) څخه په سلوکې ٨ لوړ شوي دي ، وړانديز کړى دى چې د دغو موادو د توريد مالياتي محصول دې بيرته په سلوکې دوه اعشاريه پنځو (٥/٢) ته کمښت ومومي.
د کميټې غړو د دغو شرکتونو د غوښتنې په باب د نظر د څرګندولو په ترڅ کې دې ته په پاملرنې سره چې د اوومو نفتي موادو پر وارداتو د مالياتو زياتوالي دکابينې له خوا شوى دى، دغه موضوع يې د وزيرانو شوار غوڼدې ته وړاندې کړه.
دغه راز په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنايعو خونو د هغو دوکاندارانو او تجارتي شرکتونو وړانديز چې د کابل ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتوکې د شهداى صالحين په سيمه کې د روان کال د چنګاښ د مياشتې د اتمې نيټې د اورلګيدنې په پيښه کې زيانمن شوي دي؛ غونډې ته طرحه کړ چې په دغه وړانديزکې د دغې پيښې زيانمنو شويوکسانو د دولت له خوا د مرستې غوښتنه کړې ده چې وکولاى شي بيا خپلو اقتصادي فعاليتونو ته دوام ورکړي.
د وزيرانو شورا د اقتصادي کميټې غړو د پيښې د اړخونو او له مصيبت ځپلو کسانوسره د مرستې د لومړيتوب د څيړنې په ترڅ کې او د موضوع ارزښت ته په پاملرنې سره اړوندو اداروته دندې وسپارلې چې د دغې پيښې د زيانمنوشويو کسانو اړتيا ته په پاملرنې سره دې له پيشنهادکوونکو سره دمرستې لپاره د اړوندو قوانينو په رڼاکې لازمې څيړنې وکړي.
دغونډې په يوه بله برخه کې د ښار جوړولو د چارو وزارت او د افغانستان د ځمکې دخپلواکې ادارې ترمنځ د ځمکې د ليږدونې د تفاهم ليک په باب خبرې وشوې.
د دواړو ادارو د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دغه تفاهم ليک د دولتي ځمکې د ليږدونې د ښه تنظيم او د ښاري پرمختيا د پروژو د تطبيق د بهير د ګړندي کولو او د اړوندو قوانينو په رڼاکې د استوګنې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لازمو آسانتياوو د برابرولو په مقصد برابر شوى دى چې د هغه له مخې د افغانستان د ځمکې د خپلواکې ادارې له خوا ترلاسه شوي عوايد د ښارجوړولو د چارو وزارت د استوګنې وجهي صندوق ته او د ځمکې د ادارې په نامه ليږدول کيږي.
کميټې د خدمتونو د وړاندې کولو او د اړوندو چارو د تنظيم لپاره د ښو آسانتياوو په برابرولوکې د دواړو ادارو د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او دغه تفاهم ليک يې د ښار جوړولو د چارو وزارت او د ځمکې د خپلواکې ادارې ترمنځ د کاري بهير دکړندي کولو او لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په لاره کې مخ په وړاندې يو ګام وباله.
کميټې دغه راز پريکړه وکړه چې د ځمکې د ادارې له خوا د ترلاسه شويو عوايدو د څرنګوالي په باب چې د ښار جوړولو د چارو په وزارت کې د استوګنې وجهي صندوق ته ليږدول کيږي؛ د ماليې اقتصادي او د ښار جوړولو د چارو د وزارتونو او د ځمکې د ادارې ترمنځ لازمې خبرې او څيړنې وشوې او لازم تدبيرونه ونيول شول.
دغه راز د ښار جوړولو د چارو وزارت په واک کې د ورکولو لپاره د کابل د هوايي ډګرپه شمال کې د مرکز د بار وړلو د تصدۍ د استوګنې د مرکز د جوړولو د تفاهم ليک موضوع د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مسوولينو له خوا غونډې ته طرحه شوه، کميټې د دې په پام کې نيولو سره چې په دې باب تصميم نيونه د کابينې واک دى؛ هغه يې د وزيرانو شورا راتلوونکې غونډې ته وځنډوله.

Tuesday, 02 September 2014 03:41

خبرتيا

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١ مه:
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښار د ناحيو هغوحاجيانو ته چې شمېره يې له ١٨٠١ څخه تر ٢٠٠٠  پورې وي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي د مياشتې په ١٢مه نيټه د چارشنبې په ورځ د سهار په شپږو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي.
دغه راز له هغوحاجيانوڅخه چې شمېره يې له ٢٠٠١ څخه تر ٢٢٠٠پورې وي؛ غوښتنه کيږي چې سبا د مازيګر په څلورو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او په الوتنوکې د بې نظمۍ سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت د دوى په غاړه وي .
د شيعه او د کابل ولايت د ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جامع جومات ته د بدرګه کوونکو په نامه د نورو اشخاصو ننوتل منع دي.
د يادونې وړ ده حاجيان دې بايد خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
په ننګرهار ولايت کې د ځانمرګى بريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او يو پوځي او يو ملکي وګړى ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخواکې د غني خيلو ولسوالۍ د اووه ويشتمې ويالې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د سرتيرو د سپرلۍ کاروان ته څېرمه وچاوه.
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې دوه تنه ملي پوليسان شهيدان او يو پوځي او يو ملکي وګړى ټپيان شول.
ده وويل: دغه پوځيان د کشفي اطلاعاتو له مخې ددغه ځانمرګى يرغلګر او د ده په چاوديدونکو توکو بار موټر په لټه کې وو چې يرغلګر ځان د دوى په وړاندې وچاوه.
په همدې حال کې د ننګرهار د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
په بغلان ولايت کې نن د پوځي عملياتو په بهيرکې نن د طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپوکشف شوه.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمدجاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دپوليسودعملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کرکر په غرونوکې کشف او ترلاسه شوه.
په دغې ډيپوکې د داشکې، پيکا او د کلاشينکوف يو سلو شپيته بکسې ګولۍ ترلاسه شوې دي .
خبرځاى زياته کړه: طالبان د دغې ډيپوله مهماتو څخه په مرکزي بغلان کې دامنيت دګډو ډولو سبب کيدل.