14 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې تيره شپه دنښتې له امله٥ تنه طالبان ووژل شول او٣ تنه نوريې ټپيان شول .
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: جګړه ددغې ولسوالۍ دکج آب په سيمه کې دکوچيانو په جامو سمبالو طالبانو او دملکي وګړو ترمنځ ونښته چې له امله يې ٥ تنه طالبان ووژل شول او٣ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دنښتې په بهيرکې په سيمه کې يو جومات هم ويجاړ شوى دى .

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دبګرام ولسوالۍ له يو زرو دوه سوه اړو او مستحقو کورنيو د اجمل رحماني د خيريه مرکز له خوا دخوراکي توکو مرسته وشوه.
د اجمل رحماني دخيريه مرکز سرپرست شمس الحق دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو توکو کې يو زرو دوه سوو پنځوس کيلويي بورې اوړه شته چې ددغه مرکز له خوا دبګرام ولسوالۍ به يو زرو دوه سوه مستحقو او اړوکورنيو وويشل شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د اجمل رحماني خيريه مرکز له څوکلونو راپه دې خوا خپلې مرستې پراخې کړې دي چې د ټانکرونو په واسطه دڅښاک د اوبو ويشل په چاريکارو ښارکې کوڅه په کوڅه هره ورځ دوام لري او له دغو اوبو څخه هره ورځ پنځه سوه تنه ګټه اخلي. 

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دوه تنه وسله وال طالبان په شبرغان ښارکې د پوليسو په امنيتي پوستې دبريد له امله ووژل شول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل : طالبانو تيره شپه دشبرغان ښار د ګازو د اووم لمبرڅاه په پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغې نښتې په بهيرکې يو پوليس شهيد او درې تنه نور پوليسان هم ټپيان شول او ديوه تن روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
پنځلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په نورستان ولايت کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو دنورستان ولايت په مربوطاتو کې دتروريستانو د ځپلو په مقصد ځانګړي چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول.
دامنيتي خبرځايونو دڅرګندونو له مخې : په وژل شويوکسانوکې پاکستاني طالبان هم شته او يوه اندازه مهمات  او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : شپږ تنه وسله وال طالبان د کونړ ولايت دشيګل او اسمار ولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه پوځي وسايل او نور تجهيزات هم دشاملوځواکونو لاس ته ورغلي دي .

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دپنجشيرولايت دپريان ولسوالۍ په مربوطاتو کې  داوبولګولو ديوه کانال دجوړولو کار  نن پيل شو.
دپنجشير سيند دحوزې رييس رباني دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه کانال  دانرژۍ او اوبو وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه  دپنځو مليونو افغانيو په ټول لګښت د درې سوه پنځوسو مترو په اوږدوالي  او ديو متر په لوړ والي  په معياري ډول دپريان  ولسوالۍ  دخاواک په سيمه کې جوړيږي .
ددغه کانال   له  لارې   په  پريان ولسوالۍ کې  درې  سوه جريبه  ځمکه  خړوبيږي.
رباني زياته کړه: ددغې پروژې په بشپړيدوسره ددغې ولسوالۍکروندګرو ته  دکرکيلې  ښه زمينه برابريږي .
ټاکل شوې ده ددغې پروژې کار په دريو مياشتو کې بشپړشي .

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
په ننګرهار ولايت کې تيره شپه ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او٤ تنه نور يې ټپيان شول.
دننګرهار ولايت دامنيي قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  وسله والو  طالبانو د ننګرهار  ولايت  د پچيراو آګام ولسوالۍ دچنار په امنيتي پوستې بريد وکړ اوله امنيتي ځواکونو سره په نښته کې  ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او٤ تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي په دې نښته کې ملکي وګړو  او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى  .

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
په ننګرهار ولايت کې تيره شپه دپوليسو په امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو د بريد له امله يو پوليس شهيد او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول.
يوه امنيتي مسوول چې دنامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه؛ دباخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دسپين غر ولسوالۍ  په شډل بازار کې دسيمه ييزو پوليسو په پوستې بريد وکړ  چې وروسته   د پوليسو او يرغلګرو ترمنځ  جګړه ونښته او له امله يې يو پوليس شهيد او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول.
امنيتي مسوولينو دغه  پيښه تائيد کړې ده خو له دې امله دسر داوښتى زيان په باب يې څه نه دي ويلي .
دننګرهار ولايت  دعامې روغتيا ر ييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وايي  چې له دغې  پيښې  څخه  څلور تنه ټپي پوليسان روغتون ته ليږدول شوي دي او ددريو تنو روغتيايي حالت خراب دى.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
افغان ځواکونه په غور ولايت کې  چاڼيز عمليات پيلوي.
دغه  عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دغور ولايت دچارسدې ولسوالۍ
دپاکولو په مقصد ترسره کيږي چې له پاکولو وروسته افغان امنيتي ځواکونه په دغه ځاى کې ديره شي .
په دغو ځواکونو کې ملي پوليس، ملي اردو او دعامه نظم پوليس شامل دي.
دافغانستان په لويديځ کې دظفر قول اردو درستيز وال جنرال محى الدين غوري دباخترآژانس خبريال ته وويل: دچارسدې ولسوالۍ دپاکولو په مقصد په نږدې راتلوونکې کې عمليات پيليږي او دوى دغور ولايت دټولونا امنوولسواليو دپاکولو لپاره بشپړ پلان په پام کې لري .
له دې سره جوخت دغورولايت امنيه قوماندان وايي چې دچارسدې ولسوالۍ مرکز ته څيرمه دنښتو له امله څه ناڅه اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
هغه سړى چې د فراه ښار د مرکزي جامع جومات خطيب يې ترورکړى و؛ دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شو.
دفراه و لايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته وويل: تروريست عبدالحميد چې په  زياترو ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې يې لاس درلود؛ دفراه ولايت  دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شو.
دغه سړي څه موده مخکې دفراه ښار دمرکزي جامع جومات خطيب ددغه ښار په مربوطاتوکې ترورکړى و.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دملي امنيت ځواکونو تروريست عبدالحميد دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ديو لړ عملياتو په بهيرکې ونيوه.
نيول شوي سړي دفراه ښار دجامع جومات دخطيب دترور په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى او پيښه څيړل کيږي .

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان  چې  دهېواد  په جنوب او شمال کې  دزياترو تروريستي فعاليتونو اودځانمرګو بريدونو  طراح و ، تيره شپه   په کندز ولايت کې دملي اردو  اودکوماندو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
دملي اردو  دځانګړو عملياتو دفرقې  يوه خبرځاى  باخترآژانس ته وويل  چې الياس هلمندي تيره شپه دکندز ولايت  دچاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې  له څلورو تنو ساتوونکو سره يې ووژل شو.
په دغو عملياتو کې ددغه قوماندان در ې تنه همکاران نيول شوي دي.
ويل کيږي الياس هلمندى  دتروريستي بريدونو دترسره کولو په  مقصد په دې وروستيو وختو کې  کندز ته تللى و.