25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
د يوه پاکستاني مهاجر په ګډون دوه تنه ملکي وګړي نن په کونړ ولايت کې ووژل شول.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ د اوزبل په غرنى سيمه کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله دوه تنه ملکي وګړي چې يو يې پاکستانى مهاجر و؛ ووژل شول.
د يوبل خبرله مخې: څلور تنه وسله وال طالبان د کونړ ولايت د غازي آباد په ولسوالۍکې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
خبرځاى وويل: وسله والو طالبانو تېره شپه د غازي آباد ولسوالۍ په هلګل سيمه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ جګړه ونښته او له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې پاکستاني اتباع هم پکې شامل دي .
ويل کيږي؛ په دې نښته کې ملکي وګړو او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
په بغلان ولايت کې اته تنه غيرمسوول وسله وال کسان نن د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالرشيد بشير د باختر آژانس خبريال ته وويل: د قوماندان نادر په مشرۍ اته تنه غير مسوول وسله وال کسان چې له پنځو کلونو راپه دې خوا د دغه ولايت د جلګې ولسوالۍ په يوه اړوند کلي کې يې په زور زياتى سره امنيت ګډوډ کړى و؛ له خپلو اتو ميلو وسلو سره له دولت سره يوځاى شول.
د جلګې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ادارې آمرڅارمن عزيز الرحمن له دولت سره د وسله والو ډلو پيوستون په دغې ولسوالۍ کې د دايمي سولې او امنيت په تامينولوکې يو ښه اقدام وباله او ويې ويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د دوى د ډلو د دريو تنو مشرانو په وژل کيدو سربېره څه ناڅه ١٠٠ تنه يې د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
په مزارشريف ښارکې نن سهار د ماين د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري د باختر آژانس خبريال ته وويل: هغه ماين چې په يوه پلاستيکي کوزه کې د مبارکې روضې په شمال لويديځ کې د مزارشريف ښار په منډوي کې ځاى پرځاى شوى و؛ وچاوديد او درې تنه ملکي وګړي يې ټپيان کړل.
خبرځاى زياته کړه: په ټپيانوکې يوه ښځه، يو ماشوم او يو سړى شامل دي چې د امنيتي ځواکونو له خوا ملکي روغتون ته وليږدول شول.
د ملکي روغتون د نوکريوال ډاکتر د څرګندونو له مخې: په دې پيښه کې دټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
د پوليو ويرويس ٥ نوي موارد په پاکستان کې ثبت شول چې د نويو مواردو په ثبت سره په روان کال کې په دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ١٧١ ته ورسيد.
باختر آژانس د پاکستان د جيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ: د ماشومانو د فلج په پوليو ناروغۍ نوي موارد د کراچۍ ښار، کويټې، تانک، زرمک او د خيبر ايجنسۍ په ښارونوکې ثبت شوي دي .
دپوليو د نويو مواردو په زياتوالي سره په دغې نا علاجې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د پاکستان په سند ايالت کې هم پنځلسوته ورسيد.
د ملګرو ملتو دسازمان د شمېرنو له مخې : په نړۍ کې د پوليو په ناروغۍ اخته له هرو لسو مواردو څخه ، نهه موارده يې په پاکستان کې دي.

Wednesday, 24 September 2014 11:21

د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د دولتي بورسونو هغو نوماندانو ته چې پخوا يې خپل سندونه بشپړ کړي دي او د ترکيې هيواد په بورسونوکې منل شوي دي؛ خبر ورکول کيږي چې دترکيې هيواد په تحصيلي پاسپورت او د ويزې په فورم کې د لاسليک په خاطر دې د روان کال دتلې د مياشتې تر شپږمې نيټه د يکشنبې تر ورځې پورې د لوړو زده کړو وزارت ته حاضر شي.
ددغه بورس د ٤٩٨ تنو نوماندانو لست هم په ضميمه کې موجود دى او يواځې هغه کسان دې مراجعو وکړي چې نومونه يې په لست کې وي .
يادونه: هغه کسان چې په خپلې ويزې او پاسپورت کې يې لاسليک کړى دى؛ په دې کارکې شامل نه دي .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
دکندز ولايت پوليسو تېره شپه په دغه ولايت کې د ډله ييز ځانمرګى او د چاودنې د بريد مخه ونيوله.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرورحسيني د باختر آژانس خبريال ته وويل : په مهماتو او چاوديدونکو توکوبار يو پيکپ موټر چې کندز ښارته دننوتو نيت يې درلود؛ د کندز – امام صاحب په لاره کې د آلچين پله په ساحه کې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شو .
خبرځاى وويل: په دغه موټرکې په چاوديدونکو توکو سربېره څو توغندي، پيکاوې او کلاشنکوفونه هم و او غوښتل يې چې په کندز ښارکې ځانمرګي يرغليز بريدونه ترسره کړي.
حسيني زياته کړه: د پيک موټر چلوونکى په داسې حال کې چې ټپي  دى؛ د پوليسو له خوا نيول شوى دى .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
د نړۍ روغتيايي سازمان وايي چې د افريقا په لويديځ کې د ايبو ويروس په سلو کې اويا يعنې له دريو برخو څخه څه د پاسه دوه برخې اخته کسان وژلي دي چې مخکې له دې په سلوکې د پنځوسو خبر ورکړ شوى و.
د ملګرو ملتو په سازمان پورې اړوند دغه مرکز خبردارى ورکړى دى: که چيرې د ايبولا د ويروس د خپريدو لپاره هلې ځلې پياوړې نه شي؛ تر دوو نورو مياشتو پورې په هغې د اخته کسانو شمېر کيداى شي درې برابره شي او شلو زرو تنوته ورسيږي.
امريکا اټکل کوي: لرې نه ده چې په دريو افريقايي هيوادونوکې په ايبولا اخته کيدو موارد تر څلورو نورو مياشتو پورې يو مليونو څلور سوه زرو ته ورسيږي.
خو ځينې کارپوهان وايي: د امريکا دغه اټکل بدبينانه دى.
تراوسه پورې د ايبولا ناروغۍ زياتره خپريدل په عمده توګه په کينيا، لايبريا او سيراليون کې دي.
تراوسه پورې دغه ويروس د افريقا د وچې په دريو لويديځو هيوادونوکې دوه زره اته سوه تنه وژلي دي .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢
امنيتي ځواکونو په تيرو دوو ورځو کې د هيواد په ځينو سيمو کې د عملياتو په بهير کې ١٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د لغمان، بلخ، زابل، ننګرهار، کاپيسا، قندهار، هلمند او د هرات د ولايتونو په مربوطاتو کې محاربوي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ١٢٤ تنه وسله وال طالبان وژلي شوي ، ١٨ تنه ټپيان او ٥ تنه نور يې د امنيتي ځواکونو له خوا نيول  شوي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د هلمند ، بادغيس ، فراه ، قندهار، زابل او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې د ګزمې په بهيرکې ٤٠ ماينونه کشف او شنډ کړي دي .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢ په بدخشان ولايت کې ٤٤ تنه د (تور ټپ) په ناروغۍ اخته شوي دي. دبدخشان ولايت د عامې روغتيا رييس نورمحمدخاوري د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ناروغۍ له دريو مياشتو راپه دې خوا د درواز د نسي ولسوالۍ په ځينو برخوکې خپره شوې ده او زياتره ښځې، بوډاګان او ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. د خاوري دڅرګندونو له مخې: ددغې ناروغۍ نښې نښانې يو ډول جلدي تکليف دى چې د پوستکو پرمخ د نورو دانو په بڼه څرګندنديږي او زياتره له حيواناتو څخه انسانانو ته سرايت کوي او دغه ناروغۍ زياتره د نسي ولسوالۍ په خوغز ساحه کې ليدل شوې ده او وژونکې نه ده او په مکروبي ډول څرګنديږي. خاوري وويل چې د بدخشان ولايت د عامې روغتيا رياست ګرځندو ټيمونو په دې ساحه کې يو قلم درمل چې دغه ناروغۍ تداوي کوي؛ د اړو کسانو په واک کې ورکړى دى او د دغې ناروۍ د زياتې خپريدو مخه يې نيولې ده او ناروغي تر کنترول لاندې نيول شوې ده. د عامې روغتيا رييس زياته کړه چې په بشپړه توګه د ناروغۍ د مخنيوي په مقصد په دې ساحه کې يې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړى دى چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په باب د پوهې کچه لوړه شي. د يادونې وړ ده چې مخکې له دې هم په دې ساحه کې د وچکۍ ناروغي خپره شوې وه او ډيره مهم عامل يې د سيمې اوسيدونکو ته د څښاک د روغتيايي اوبو نشتوالى دى .

بروکسل – خبري منابع – باختر د تلې دمياشتې ٢
د ناټو يوه جګپوړي مامور ويلي دي چې د افغانستان منتخب جمهور رييس اشرف غني احمدزي به په راتلوونکې اوونۍ کې د لوړې د مراسمو له پرځاى کولو وروسته له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په دغه هيوادکې د بهرنيو پوځيانو د پاتې کيدو موافقه ليکونه لاسليک کړي.
د ناټو دغه جګپوړي مقام چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ د رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې د افغانستان منتخب جمهور رييس اشرف غني احمدزى به د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د لوړې د مراسمو له پرځاى کولو وروسته له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په دغه هيوادکې دبهرنيو پوځيانو دپاتې کيدو موافقه ليکونه د راتلوونکې سه شنبې په ورځ لاسليک کړي.
ناټو په افغانستان کې خپل محاربوي ماموريت د روان کال تر وروستيو پورې پاى ته رسوي او د راتلوونکي کال په لومړيو وختوکې د افغان قوتونو د روزنې، مشورې ورکولو او ملاتړ ماموريت پيلوي.
د ناټو د تړون دغه مقام پرون په بروکسل کې خبريايالانو ته وويل چې اشرف غني احمدزى د راتلوونکې دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځاى کوي او له هغه وروسته موږ دې ته سترګې په لاره يو چې په څليرويشتو ساعتو کې به له امريکا او ناټو سره موافقه ليکونه لاسليک کړي او موږ به ښايي د راتلوونکى سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د راتلوونکي کال د خپل ماموريت لپاره د تيارى په دريځ کې و اوسو.
همدا اوس د ناټو نږدې څلويښت زره تنه پوځيان په افغانستان کې ديره دي چې څه ناڅه ديارلس زره تنه يې امريکايان دي .
ښايي څه ناڅه دولس زره تنه بهرني پوځيان او له دې جملې څخه اته زره تنه امريکايان په افغانستان کې پاتې شي.
په دغو پوځيانو سربېره د امريکا د خاصو ځواکونو يو زرو اته سوه تنه پوځيان به په افغانستان کې د تروريزم ضد ماموريت ته دوام ورکړي.
د ناټو جګپوړي ډيپلوماتان وايي: که چيرې د افغانستان انتخاباتي شخړو دوه اوونۍ نور هم دوام کړې واى؛ دغه تړون دې ته اړ و چې خپل ټول پوځيان له دغه هيواد څخه وباسي، ځکه د دې ډاډ يې نه درلود چې د روان کال له پاى ته رسيدو وروسته د خپلو عملياتو د دوام لپاره کوم قانوني مجوز ترلاسه کړي.