25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلو ولسوالۍ...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوريت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
ديارلس تنه وسله وال مخالفين په کونړ ولايت کې دسولې  له بهيرسره يوځاى شول .  دکونړ ولايت سرپرست  شجاع ملک جلاله دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه کسان چې پخوا ددانګام او ناړې دولسواليو په ځينو برخو کې په دولتي ضد او ورانکاروفعاليتونو بوخت وو اوس دملي روغې جوړې دتګلاري په ريښتينوالۍ په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول .
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له  مخې، دغو کسانو ديارلس ميله سپکې او درندې وسلې هم دولت ته وسپارلې .
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم  يوه نهه کسيزه ډله  وسله والو طالبان له دولت سره يوځاى شوې وو .
دکونړ ولايت دسولې دشورا رييس  اسمعيل منيب وويل دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې درې سوه شپيته تنه وسله وال مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي .  

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
يو شمير نوي وزيران لاتراوسه پورې په دې نه دي بريالي شوي چې په خپل کار پيل وکړي .
سره له دې چې دنوي وزيرانو دکار دپيل له وخت څخه څه دپاسه يوه اوونۍ تيريږي  خو يوشمير دغو وزيرانو د مبارکۍ لپاره ددوى دفترونو ته دافرادواو اشخاصو دورتګ په خاطر دکارفرصت نه دى پيداکړي .
دعامې روغتيا او دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزارتونو ځينو کارکوونکو دباختراژانس له خبريالانو سره په اړيکو کې ادعا کړې ده چې يوشمير افراد او اشخاص  په ډله ئيزه توګه او په انفرادي ډول دورځې له پيل څخه دغو وزارتونو ته ځي او  دوزيرانو له رسيدو سره سم ددوى دفترونوته وردانګي او دغه بهير دورځې تر وروستيو وختو پورې او آن دشپې تر رارسيدو پورې دوام مومي .
دعامې روغتيا وزارت يوسابقه لرونکي کارکوونکى چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه  وکړه دباختر اژانس خبريال ته وويل :دنوي وزير په وړاندې زيات کارونه پراته دي اوبايد نوى وزير دچارو دترسره کولو په خاطر يوه کړۍ هم فرصت له لاسه ورنه کړي  خو له بده مرغه غوړمالان او فرصت غوښتوونکي ددغه وزارت له نوي وزير څخه کاري فرصتونه اخلي او ده ته اجازه نه ورکوي چې په کار پيل وکړي .
دغه کارکوونکى څرګنده کړه چې ځينې کسان په ساعتونو ساعتونو دعامې روغتيا په انګړ کې انتظار باسي چې ددې فرصت پيدا کړي چې له نوي وزير سره په يوازيتوب سره وويني .
ده وويل دغه شان افرادو ته دى بايد وخت ورنه کړى شي  اودعامې روغتيا وزير دى بايد ددې پرځاى چې خپل کاري وخت ددغه شان فرصت غوښتوونکو  په بې مورده غوښتنې تير کړي بايد خپل کارونه  ترسره کړي .
دغه راز دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت يوه کارکوونکي هم دباختراژانس خبريال ته وويل چې افراد او اشخاص په انفرادي او ډله ئيزه توګه په دغه وزارت کې ليکي جوړوي او په ساعتونو ساعتونو کاري فرصتونه ددغه وزارت له نوي وزير څخه اخلي .
دغه کارکوونکي وويل: دى په خپله ددې شاهد دى چې پرون دشپې تر رارسيدو پورې يوشمير افرادو او اشخاصو دمبارکۍ په نامه  دنوي وزير په دفتر کې  شتون درلود .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت  يوشمير کارکوونکو دباختراژانس خبريال ته وويل چې دنوي وزير دمعرفي کيدو له وخت څخه هره ورځ ددې شاهدان يو چې اشخاص يا ډلې دمبارکۍ په نامه  له وزير څخه کاري فرصت اخلي .
دوى وايي چې دغه کسان له سهاره تر شپې پورې يوازې دچايو په څښلو او غوړه مالۍ په کيسو سره دمهاجرينودراستنولو دچارو دوزير کاري فرصت اخلي .
ددغه وزارت يوبل کارکوونکي ادعا وکړه چې جمهور رييس او اجراييه رييس ويل چې متخصصه او په کار پوهه کابينه جوړوي او دنظر وړ اشخاصو انتخاب  نږدې  څلور مياشتې وخت وبوله  او په پاى کې يې داسې کسان معرفي کړل چې دکار له پيل څخه يې نږدې لس ورځې تيريږي او لاتراوسه پورې دچارو د ښه والي لپاره په وزارتونوکې يې کوم کار محسوس نه دى .
په هر صورت ښايي دغه دوه وزارتونه په نورو دولتي ادارو کې دحالت بيلګه وي .
که چيرې ددغو دوو وزارتونو په چارو کې حالت ته پاملرنه وشي دې نتيجې ته رسيږو چې ددغو دوو وزيرانو په وړاندې زيات کارونه پراته دي چې بايد هغه ترسره کړي .
دخلکو روغتيايي حالت او دهغو عواملو پيژندنه چې دخلکو روغتياګواښوي ددرملنې او علاج دخدمتونو ښه والي او دهيواد په لرې پرتو سيموکې دناروغانو علاج او درملنې ته پاملرنه او دهغو کسانو ددرملنې  دزمينې دبرابرولو لپاره کار چې ددرملنې په مقصد له هيواد څخه بهر ته  سفر کوي ،د عامې روغتيا دنوي وزير له ګوتې په شمار مسووليتونو څخه دي چې دوخت دتيرولو پرځاى دې ددغو کارونو دترسره کولو لپاره دهمت ملاوتړي .
دغه راز دمهاجرينو دراستنولو دچارو نوى وزير دې بايد په دې پوه شي په داسې وخت کې يې ستر مسووليت په اوږواخيستى  دى چې دپاکستان دپوليسو دزور زياتي اوظلم  په خاطر په دغه هيواد کې دميشتو افغان مهاجرينو چيغې او فريادونه ددې هيواد دهر احساس لرونکي انسان زړه ځوروي .
  دمهاجرينودراستنولو  دچارو وزير دې بايد په هغه څه چې دولسي جرګې له استازو سره يې ژمنه کړې ده  عمل وکړي او که چيرې  په ياد نه لري بايد څرګنده شي چې ده په پاکستان کې دميشتو افغان مهاحرينو دستونزو حل کولو ته په خپل کاري لومړيتوب کې ځاى ورکړى و او ويلي يې و چې په ډير لنډ وخت کې دغه هيواد  ته سفر کوي .
دابه دده په مصلحت  وي چې نوردې خپلو دوستانو او مينه والو ته سپارښتنه وکړي  چې دمبارکۍ په نامه  دې نور دده کاري دفتر ته مراجعه ونه کړي .
دوزيرانو او دنورو دولتي بنسټي  کاري  دفترونه دې بايد دچارو دمسوولينو ددوستانو اوخپلوانو دتفريح ، دچايو  دڅښلو او دشخصي کيسو دځايونو په توګه هغه هم په رسمي  ورځو کې ونه کارول شي ځکه دبيت المال حق په اوبو لاهو کيږي او لوى خداى ( ج )  هم له دغه شان چلند څخه چې مخلوق ته يې دخدمت په لاره کې دخنډاو ځنډ  سبب کيږي ناخوښ دى او دچارو دغه شان مسوولين  تر پوښتنې لاندې نه شي .
دغه راز  له نورو نويو وزيرانو څخه هم دغه شان شکايتونه شوي دي .

کابل\باختر\ د سلواغې د مياشتې ٢١ نيټه
په نړيوالوبازارونوکې نن يو انس سره زر په ١٢٣٣ ډالره وړاندې کيږي.
د پښتني بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠ افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.   

Tuesday, 10 February 2015 11:40

تبصره

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
سره له دې چې  دهيواد امنيتي او استخباراتي مسوولين په افغانستان کې دداعش شتون زياتره دافغانستان دخلکو پرخلاف تبليغاتي او رواني جګړه بولي ، خلک هيله لري چې امنيتي بنسټونه دې ددغې تروريستي ډلې په برخه کې  دهغوى ټولې انديښنې پاى ته وروسوي .
دباختراژانس مبصر ليکي چې په دې وروستيو وختو کې دهيواد په ځينو سيموکې دداعش دډلې له خصوصياتوسره دوسله والو کسانو دشتون او فعاليت په برخه کې خبرې او نارې سورې اوريدلې شوي دي ، سره له دې چې دهلمند دکجکي  او دفراه دپشت رود په ګډون دهيواد دځينو سيمو اوسيدونکي وايي په تورو جامو سمبال کسان چې په بشپړه توګه وسله وال دي او دداعش  بيرغ له ځان سره لري ، ليدلي دي خو امنيتي بنسټونه ټينګار کوي چې په افغانستان کې دداعش  شتون دتبليغاتي او رواني جګړې په کچه  کې دي اوپه افغانستان کې ددغې ډلې دفعاليت لپاره  زمينه  مساعده نه ده او آن طالبان افغانستان ته  دراتګ لپاره دغې ډلې ته لاره نه ورکوي .
دغه خبرځايونه په دې ټکي باندې ټينګار کوي دطالبانو ځينې هغه کوچنۍ ډلې چې دطالبانو له نورو ډلو سره په مخالفت کې  دي په سياليو ډلو داغيزې په مقصد يې دداعش بيرغ پورته کړى دى پرته له دې چې له دغې ډلې سره اړيکي ولري .
سره له دې چې امنيتي او استخباراتي  بنسټونه په افغانستان کې دداعش شتون ردوي او دا رواني جګړه او تبليغات بولي خو دغه مسئله  دملي امنيت دشورا په وروستۍ  غونډه کې وڅيړل شوه .
  په افغانستان کې دداعش دفعاليت دمخنيوي په باب دخبرونو په وړاندې دملي امنيت دشورا دريځ په هيواد کې ددغه افراطي او تروريستي جريان په وړاندې هيله پياوړى کړه .
دملي امنيت شورا په افغانستان کې دداعش دتروريستي ډلې دفعاليت درامنځته کيدوپه باب دخبرو په ترڅ کې ددغې ډلې هر راز فعاليت د افغانستان او دسيمې دهيوادونو پرخلاف دباالقوه  امنيتي خطر دله منځه وړلو په خاطر امنيتي ځواکونو ته دنده وسپارله  چې په دې لاره کې مشخص تدبيرونه ونيسي .
  دملي امنيت  دشورا دغه  تصميم کولاى شي خلک ډاډمن او هيله من کړي چې دولت  حالاتو ته متوجه دي اونه پريږدي  چې طالبان خپل ځاى داعش ته تش کړي .
حالات له کنترول څخه ووځي سره له دې چې داعش دامنيتي بنسټونو له خوا ديوه تبليغ او درواني جګړې په کچه بلل کيږي  خوبايدددغې متحجرې او تروريستي ډلې دنفوذ په خطر سترګې پټې نشي ځکه دطالبانو خپل منځۍ  سيالۍ کولا ي شي  په افغانستان کې ددغې افراطي ډلې دنفوذ لپاره لاره پرانيزي . که چيرې نن دطالبانو يوه ډله غواړي په سيالې  ډلې داغيزې په مقصد دداعش له بيرغ او جامو څخه استفاده وکړي له شک پرته  دخلکو په مورال او روحيې هم اغيزه کوي چې بايد هغه جدي ونيسو ، څرګنده  خبره داده هغه کسان چې  غواړي آن دداعش له نامه څخه هم استفاده وکړي بايد وپيژاندل شي او وځپل  شي او امنيتي  ځواکونه دهغو پرخلاف مخکې له مخکې تدبيرونه ونيسي آن پرې نږدي چې دداعش نوم افغانستان ته لاره پيداکړي .
  دغه راز دهيواد دديپلوماسۍ دستګاه ته لازمه ده چې په ديپلوماتيکي هلوځلو سره دې دسيمې هيوادونه همغږي  کړي چې دداعش فعاليت له اوسنۍ جغرافيا څخه نه يوازې وايستل شي بلکې په همدې جغرافيا کې دى کنترول شي .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
مدني ټولنو او د خبريالانو د حقوقو مدافعو سازمانونو په هرات ولايت کې د خبريالانو پرخلاف تاوتريخوالى وغانده.
يوې ډلې خبريالانو او د مدني ټولنو مسوولينو چې نن د هرات ولايت د ودانۍ په وړاندې راټول شوي وو؛ له دولتي مقاماتو څخه يې په هرات کې د خبريالانو د وهلو او ډبولو د پيښو د څيړنې غوښټنه وکړه.
داسې ويل کيږي چې د تيرو دوو ورځو په بهيرکې دهرات ولايت دسيمه ييزو رسنيو دوه تنه خبريالان د هغوکسانو له خوا چې ويل کيږي دامنيتي ځواکونو کارکوونکي وو؛ ډبول شوي دي.
په همدې حال کې د استقلال ټلويزيون فلم اخستوونکى الياس موسوي او د آسيا ټلويزيون خبريال جمشيد حکاک د هغوکسانو له جملې څخه وو چې ډبول شوي دي.
خبريالانو او د مدني ټولنو مسوولينو د دغه تاوتريخوالى د عاملينو د پيژندنې او نيولو غوښتنه وکړه.
د دغې غونډې برخه والو د يو پريکړه ليک په صادرولو سره اعلام وکړچې د خبريالانو وهل او ډبول په هر دليل چې وي؛ د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالي بلل کيږي او د هيواد د جزا د قانون له مخې جرم ګڼل کيږي.
په پريکړه ليک کې ويل شوي دي: په داسې امنيتي شرايطوکې چې په هيواد واکمن دي؛ د امنيتي مرکزونو او په تېره بيا د ملي پوليسو لا زياتو امنيتي همکاريو ته اړتيا لري. که چيرې خپله پوليس د نا امنۍ سبب شي؛ د خبريالانو کار له ستونزو سره مخامخ کوي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
په پکتيا ولايت کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د نرسنګ کورس جوړ شو.
د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رييس بازمحمد شيرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کورس چې د لومړي ځل لپاره د عامې روغتيا وزارت له خوا په ګرديز ښارکې جوړ شوى دى؛ ٣٦ تنه نجونو او ميرمنې دوه کاله پکې د قابلګي زده کړه کوي.
خبرځاى زياته کړه: دغه پروژه دعامې روغتيا وزارت له بودجې څخه د ٦٠ مليونو افغانيو په لګښت د پکتيا او نورستان په ولايتونوکې تطبيق کيږي.
ويل کيږي؛ دغه قابلې له فراغت وروسته د لروپرتو ولسواليو په کلينيکونوکې په دندې ګومارلې کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې په زياتو ولايتونو او په تېره بيا په لرو پرتو سيموکې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه د زياتيدو په حال کې ده.

کابل  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٠ :
يو تن چې د سمنګانو په ولايت کې د شپيتو کيلوګرامو هيروينو د ليږدونې په تور نيول شوى و؛ د امنيې قوماندانۍ له توقيف خونې څخه وتښتيد.
دغه شخص محمد آصف نوميږي او د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ د شاخ داني د کلي اوسيدونکى دى.
د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بيکزاد د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سړى د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د توقيف خونې  د مسوولينو د بې پروايى له امله وتښتيد چي اوس پيښه ترڅيړنې لاندې ده او  د توقيف خونې څو تنه مسوولين د قضيې تر روښانه کيدو پورې نيول شوي دي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
د لويې څارنوالۍ د ادارې په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست په منظورۍ:
• څارنمل غلام دستګير هدايت، د مرکز د استيناف څارنوالۍ د رييس په توګه؛
•  څارنپال حيات الله حيات، د کابل ولايت د استيناف څارنوالۍ د رييس په توګه؛
•  څارنمل عبدالبصير خالد، د شمال زون څارنوالۍ د رييس په توګه؛
•  عبدالاحد، د ننګرهار ولايت د استيناف څارنوالۍ د رييس په توګه
•  او سميع الدين د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ د رييس په توګه ټاکل شوي دي.

کابل  \ باختر دسلواغې دمياشتې ٢٠ :
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن د کابل پوهنتون له يوشمېر استادانو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: 
په دې کتنه کې لومړى پوهنوال مير د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د جمهوري رياست د تصدۍ په وخت کې يې د ښاغلي کرزي کارونه وستايل .
وروسته حامدکرزي د دوى د قدردانۍ له امله د مننې په ترڅ کې وويل: هغه افتخارات مو چې په تيرو ديارلسوکلونوکې ترلاسه کړل؛ ټول يې زموږ د خلکو د هلوځلو له امله و.
دا له حکومت سره زموږ د خلکو همکاري وه چې افغانستان يې دغه ځاى ته ورساوه. له دې امله  د دغو ټولو افتخاراتو خاوندان زموږ خلک دي.
موږ بايد د ښې راتلوونکې لپاره زياتې هلې ځلې وکړو او کوښښ وکړوچې له خپلو لاسته راوړونوڅخه په ښه ډول ساتنه وکړو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
د ننګرهار ولايت په يوه جومات کې په لمونځ کوونکو د ناپيژنداندو وسله والو کسانو د ډزو له امله دوه تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دغه پيښه د رواداتو ولسوالۍ د کابل کمپ د کلي په جامع جومات کې د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کې هغه وخت رامنځته شوه چې يرغلګرو په لمونځ کوونکو ډزې وکړې .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: يرغلګر له ډزو وروسته له موټر سايکلونوڅخه په استفادې سره وتښتيدل.
د ننګرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
عبدالزي وايي: د يرغلګرو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
تراوسه پورې په لمونځ کوونکو د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
خو پخوا د طالبانو په ډلې پورې اړوندوکسانو د افغانستان د بېلابېلو سيمو په جوماتونوکې په لمونځ کوونکو ځانمرګي بريدونه او ډزې کړې دي .