22 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

روزګانیان د انتخاباتو له بهیر څخه خوښ نه دي

ترینکوټ باختر د تلې ۳۰ مه د روزګان ولایت د ګیزاب...

د زابل په والي وسله وال برید شوی

قلات باختر د تلې ۳۰ مه د زابل پر والي رحمت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 04 March 2013 11:04

د اسعارو بيه

کابل\باختر\دکب د مياشتې ١٤ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     53/35  افغانيو پلورل په   53/40افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په   80/50افغانيو پلورل په   80/60افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 45/ 14 افغانيو پلورپه 50 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    40 69/ افغانيو پلورل په   69 /50  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  10 14/پلورل  14/15 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 1000 افغانيو پلورل په 1010 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  533افغانيو پلورل په  534 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 15/20  افغانيو پلورل په   15/30 افغانيو.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
د ٢٠١٣ کال دمارچ دمياشتې په لومړي نيټه دجمعې په ورځ دپاکستان دعالمانو دشورا رييس طاهراشرفي  درسنيو له لارې دبي بي سي  دفارسي  سايت  اوطلوع نيوز تلويزيون سره په  افغانستان کې دځانمرګو بريدونو په باب څرگندونې درلودې .ښاغلي اشرفي  ويلي دي  چې ځانمرګي بريدونه په افغانستان کې روا او  په پاکستان کې ناروا دى.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دسولې دعالي شورا دغه څرگندونې  چې ښاغلي اشرفي  ديو بامسووليته مومن، له ديني صفتونو څخه برخمن نه دى
موږ دغه څرگندونې مغرضانه بولو او دپاکستان داسلامي جمهوريت له  حکومت څخه غوښتنه کوو چې ددغه شان  شر اچوونکو مخه ونيسي  اودسولې اوثبات لپاره هلې ځلې  چې دقراني نصوصو او نبوي  ايتونو په رڼاکې دي بايد ملاتړ  وکړي.
دپاکستان د اسلامي جمهوريت  مسلمان خلک په مذهبي چارو کې دښه نماينده ګي لياقت لري او موږ هيله لرو چې دپاکستان اسلامي جمهوريت اجازه ورنه کړي چې جنګ  اچوونکي اشخاص چي دواړو مسلمانو هيوادونو ترمنځ ددښمني اودجګړې اوبدګوماني داوردبلولو سبب کيږي مخه ونيسي .
دسولې عالي شورا دافغانستان دخلکو دلوړو ګټو دساتنې او دغه راز په افغانستان  اوسيمه کې  دسولې او ثبات دراوړولو په خاطر به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دافغانستان اوترکيې ترمنځ ددوستي تړون دلاسليک دوه نوي يمه کاليزه ونمانځل شوه.دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله دبهرنيو  چارو وزارت په مقرکې جوړه شوې وه دهيواد روحاني او جهادي شخصيت پيرسيداحمدګيلاني ، دبهرنيو چارو وزير ډاکترزلمى رسول ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين ، په کابل کې دترکيې جمهوريت لوى سفير  بسات اوزترک ، دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير جماهيرانوري  ، دولسي جرګې دعدلي اوقضايي  کميسيون رييس حاجي محمدمحقق اويوشمير نورو دولتي  مقاماتو ، په کابل کې دبهرنيو  هيوادونو سفيرانو او ديپلوماتانو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړي وو.
ډاکترزلمى رسول په دې غونډه کې  وويل،  ددواړو هيوادونو دسياسي  اړيکو دټينګښت دوه نوي يمې کاليزه ددواړو ستروملتونو دپيوندونو دزرکلن تاريخ له فصلونو څخه يو فصل بلل کيږئ .
دغو دوو ملتونو دپيړيو پيړيو په اوږدو کې په يوه  گډه  جعرافيايي محدوده کې په  پوره سوله او امنيت کې ژوند کړي دي  او ټول بشريت  ته يې دانساني فرهنګ  اودلوړو بشري سجاياو هنداره وړاندې کړه.
دغه راز په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزير ډاکترسيدمخدوم رهين   دافغانستان اوترکيې دملتونو له تاريخ سره داړيکې په ترڅ کې  وويل چې دافغانستان اودترکيې ددوو سترو ملتونو ترمنځ پيوند ډيرو اوږدو زمانو ته رسيږي  څه دپاسه يو نيم زره کاله دغه پيوندونه دزمانې په تيريدوسره لازيات ټينګ شوي دي  .
دغو دوو سترو ملتونو دنړۍ په دې سيمه کې  وکولاي شول ګډ ارزښتناک فرهنګ بشريت ته  وړاندې کړي.
ډاکتررهين  زياته کړه، ددغه ځلاند فرهنګ بنسټ  توحيد يعني په الهي ذات اعتماد اوباور و.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددواړو هيوادونو دګډو وياړنو په يادونې سره  وويل
چې نن ورځ بيا هم دغو دوو ملتونو دخپلو نيکونو دلارو په تعقيبولو سره
بشريت ته ګډ وياړلى فرهنګ وړاندې کړ.
وروسته اوزترک هم ددواړو هيوادونو دګډو ديني او فرهنګي اړيکو سترشاخصونه اومشترکات اوګډې ګټې جوتې کړې .
ده  دغه راز داسيا په زړه کې دافغانستان ستراتيژيکي دريځ او ددواړو ملتونو داړيکو په ټينګښت کې دمولانا بلخ ، سيدجمال الدين افغاني  او دسلطان محمودغزنوي په شان شخصيتونو څخه دپاتې ميراثونو اغيزو ته اشاره وکړه .
ددغو مراسمو په فرهنګي پروګرام کې دملي راډيو تلويزيون په تالار کې دقونيې ښار دترکي صوفي  اوموسيقي  دډلې  له خوا دسما اجراکول شامل و.
په دغو مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  فرهنګي معين سيدمصدق خليلي دافغانستان اوترکيې ترمنځ دفرهنګي اړيکو اودتاريخي لرغونتيا اودسما دنڅا په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل حضرت  مولانا رومي بلخي دفارسي دري شعر يو نوميالۍ شخصيت و  چې بديل يې ډير کم کولاي شو پيدا کړو سره له دې چې مولانا په بلخ کې زيږيدلى دى خو شعريې  ترهغه ځايه ورسيد چې ديونسکو فرهنګي سازمان ٢٠٠٧ ميلادي کال  دده په نامه ونوماوه.
ده وويل  :  عشق کولاي شو په سما کې وونيو  ، هغه سما چې له مولانا څخه په يادګار پاتې شوې ده .
دغونډې په پاى کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر رييس افسررهبين
دهغې دعشق نامې مثنوي چې دمولانا په باره کې يې برابره کړې وه  ولوستله .
ديادونې وړ ده چې په  ٢٠١٠  ميلادي کال کې ترکيې ته دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوررييس په سفر او ددغه هيواد  له جمهوررييس عبدالله ګل سره په کتنه کې داسې موافقه وشوه  چې هرکال دمارچ  دمياشتې  لومړي نيټه دافغانستان او ترکيې ترمنځ ددوستي دتړون دلاسليک  ورځ په کابل  او استانبول کې ونمانځل شي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه، د پاکستان د عالمانو شورا د رئیس طاهر اشرفي د څرګندونو په اړه چې په افغانستان، فلسطین او کشمیرکې یې د ځان مرګو بریدونو ترسره کول جایز بللي دي، بحث وکړ او د هغه څرګندونې یې په کلکو ټکو وغندلې.
دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
د ملي امنیت شورا د طاهر اشرفي خبرې د یو شمېر مشهورو عالمانو او روحانیونو او د هغو له جملې څخه د سعودي عربستان د ستر مفتي شیخ عبدالعزیز  له خبرو سره چې ځان مرګي بریدونه ناروا بولي، په تضادکې وبللې، وې ویل چې افغانستان هیڅکله هم اشغال شوی هېواد نه دی، هغه ځان مرګي بریدونه چې په افغانستان کې ترسره کیږي، ډیری ملکي وګړي پکې شهیدانیږي.
بیا، د ملي دفاع وزیر د بدخشان ولایت د وردوج په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو باندې د دښمن د برید په اړه چې له امله یې د افغان زړور امنیتي پوځ  یو شمېر منسوبان شهیدان او ټپیان شول او د دښمن دوه تنه مړه، نهه تنه ټپیان او لس تنه نور یې اسیران شول، د ملي امنیت شورا غونډې ته خپل رپوټ وړاندې کړ.
د ملي امنیت شورا، د رپوټ له اوریدو وروسته لارښوونه وکړه چې د ملي دفاع او دکورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست دې د بدخشان ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره ډیر ژر لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.
ورپسې، د کورنیو چارو وزیر د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د حبیب ګودل په کلي کې د سیمه ایزو پولیسو پر امنیتي پوستې باندې د دښمن د وروستي برید په اړه چې د ۱۶ سیمه ایزو پولیسو د شهادت سبب شو، معلومات وړاندې کړل او پریکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزیر دې د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته په دې اړه بشپړ رپوټ وړاندې کړي.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دکابل ښار او ولايت ديني عالمانو  اودجوماتونو ملاامامانو دپاکستان دعالمانو دشورا درييس وروستي خبرې داسلام په  مبين دين ناپوهي وبله اوپه سختو ټکو يې وغندل.
دباختر اژانس دخبرله مخې : دکابل ښار اوولايت ديني عالمانو او دجوماتونو ملاامامانو ديوې غونډې په  جوړولو سره دپاکستان دعالمانو دشورا درييس طاهر اشرفي  وروستي خبرې وغندلې اوهغه يې داسلام په مبين  دناپوهي زيږنده وبللې .
برخه والو په خپلو خبرو کې چې قراني ايتونو او دنبوي  احاديثو  پربنسټ دى په دې باندې تينګار وکړ چې ددغه پاکستاني  ملا خبرې اوفتوا چې په خپله  زياتره  په ديني مسلو خبرنه دى مردودې وبللې .
دوى دغه راز له جمهوري رياست څخه وغوښتل چې دطاهر اشرفي ددغه شان خبرو په وړاندې چوپه خوله غوره نه کړي  اودبيلابيلو قانوني مراجعو له لارې اقدام وکړي .دغه راز برخه والو له پاکستاني عالمانو څخه وغوښتل چې  دخپل هيواد ټولنيزو  حالاتو ته پاملرنه وکړي اوپه دغه هيواد کې دفساد دټغر دراټولولو لپاره اقدام وکړي په لاهور اوکراچي کې فساد ځايونو ته پاملرنه وکړي او کوښښ  وکړي چې په لومړي ګام  کې  په خپل هيواد کې  دامر اونهي په فکرکې شي.
دغه راز برخه والو يوه اعلاميه  تصويب کړه چې پکې ويل شوي دي.
دپاکستان  د مذهبي  مشرانو اومقاماتو ضد اونقيض څرگندونې زموږ دملت پرخلاف  دوام لري او زموږ دهيواددښوونځيو  اوسړکونو دويجاړولو اودعالمانو  جهادي مشرانو   ماشومانو او سپين ږيرو وژل کيدل له پولى اخوا څخه صادرشوي داځل هم دپاکستان دعالمانو دشورا رييس داسلامي ضد لړۍ ته سازمان ورکړى دى .
١_  دغه سړي هيڅ  دفتوا اهل  نه دى او دنادرو کميابو فتواګانو لپاره  او هغه سړي چې دفتوا اهليت  ونه لري اويا په خپل زړه او  خوښه فتوا ورکوي دهغوى خبرې اوفتوا داسلامي شريعت  له پلوه مردودې دي.
٢_  دغه فتوا  هيڅ راز  ديني صبغه نلري بلکې دپاکستان داستخباراتي سازمان دګټو له مخې يو سياسي  نظردى چې دهغه  له مخې له پلان   سره سم خپل ناوړه سياسي اغراض عملي کوي.
٣_  هيڅکله  يومسلمان  دبل مسلمان په زيان عمل نه کوي په داسې حال کې چې په دغو خبروسره ديو مسلمان دينداره ملت په  مال او نفس تيرۍ شوى دى .
٤_  افغانستان هيڅکله  له فلسطين اوکشمير سره تشبيه کيداي  نه شي  خکه افغانستان خپلواک او اسلامي  او منتخب نظام لري  چې په  ختيځ کې ساري نه لري.
له دې امله  دافغانستان عالمان دغه فتوا په بشپړه توګه مردوده بولى او هغه په ډير سختو الفاظو سره  غندي اودپاکستان له ټولو عالمانو څخه غواړو چې ددغه  شان ناسمو اودشرعي نصوصو پرخلاف فتواګانو دصادرلو مخه ونيسي او ددواړو مسلمانو ملتونو ترمنځ داسلامي  ورورولى په روحيې سره دسولې دټنيګښت اوپراختيا په لاره کې خپل پور ادا کړي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دمشرانو  جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دهرات ولايت ديوشمير ځوانانو شکايتونه ددغه لايت دسناتورانو په شتون واوريدل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ.
دوى وويل، سره له دې چې په اړوندو ادارو کې  خپلې دندې په ښه توګه ترسره کولى  دځينو زبرځواکو دلاسوهنې له امله له خپلو دندو څخه ګوښه کړي شوي دي او زياته يې کړه، په هرات ولايت کې زيات کارونه شته خو دروابطو اودشخصي  پيژندګلويو دنه لرلو له امله  دبې سرنوشتي په حالت کې شپې سباکوي  چې بايد دچارو مسوولين هغوى ته دکارموندلو زمينه برابره کړي.
دمشرانو جرګې رييس دهغوى دخبرو په اوريدو سره  وويل چې دافغانستان دزده کړې  خاوندو  اوپه کارپوه ځوانانو فکر او انرژي ته زياته اړتيالري  اوپه هر قوم اوقبيلې پورې چې اړه  ولري چې ددوى د وړتيا داصل له مخې په کاروګومارل شي اوداستخدام په بهيرکې هر راز بې ځايه لاسوهنه ددولت کاري پروګرامونو ته زيان رسوي.
دغه راز مسلميار دځوانانو درول په باره کې رڼاواچوله  او ژمن شو  چې دهرات ولايت دځوانانوشکايتونه به دشورا له رخصتيو وروسته دمشرانو جرګې داړوندو کميسيونونوله لارې دمربوطواداروله مسوولينوسره طرحه او وڅيړل شي.
ديوبل خبرله مخې :
دمشرانو جرګې رييس په داسې حال کې  چې  ځينې سناتوران هم حاضر وو دملي شورا ددواړو مجلسونو له غړو سره دعامې روغتيا وزارت ددوه ګونې چلند په باب دسناتورانو دشکايتونو په اړوند ددغه وزارت دوزيرې ډاکترې ثريا دليل توضيحات واوريدل.
سناتوران وايي چې دعامې روغتيا وزارت په ګډون ځينې دولتي ادارې دملي شورا ددواړو  مجلسونو له استازوسره انډوليزچلند نه لري .
ډاکترې ثريادليل ددغې موضوغ په ردولوسره وويل چې دغه  وزارت تل انډول په پام  کې نيسي اوپه ولايتي سفرونو پورې په اړوندو مسلو اودملي پروګرامونو په پرانستلو کې دعامې روغتيا  دوزيرې توضيحات دمشرانو جرګې درييس دقناعت  وړ ونه گرځيدل اوموضوع يې په پارلماني چارو کې ددولت له وزيرسره طرحه  کړه چې دملي شورا ددواړو مجلسونو له غړوسره دحکومتي ادارو دوه ګونې چلند دکابينې په غونډه کې طرحه کړي څرنګه چې دپارلمان ددواړو خونو غړي دحکومت منختب استازي دي اودخپلو موکلينو په وړاندې دحکومت په کړنو دڅارنې ځواب ورکوونکي دي.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت ديوتن افسر سمونوال زلمى جبارزي دخدمتونو په درناوى دمشرانو جرګې  ستاين ليک په داسې حال کې  چې دسنا مجلس دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان هم حاضر و دسناتورې انارکلي هنريارله خوا ده ته وراندې شو.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دسترې محکمې يو هيئت دمرکزي جيل دبنديانو حالت وڅيړه  .
ټاکل شوې ده  هيئت  نن شپه دخپلو څيړنو نتيجې راټولى اوسبا به يو شمير بنديان ازادشي .
دسترې محکمې يوه خبرځاى باختراژانس ته خبرورکړ، د جمهوري رياست دعالي مقام د ٤٥  او ١٢٩ ګڼه فرمانونو دلارښوونو له مخې، نن دمحکمو دقطعى حکمونو دتنفيذ دتعقيب د رييس قضاوتپوه  سيدمراد شريفي په مشرۍ دعدلي اوقضايي ارګانونو  واکمن هيئت مرکزي جيل وکوت اودبنديانو حالت يې کنترول او وڅيړه.
دبنديانو دحالت  دڅيړنې په دغه پروګرام کې  دجمهوري رياست دپخوانيو فرمانونو له مخې، دازادولو مستحق دي خو نه دي ازاد شوي  هغه بنديان  چې دبند موده يې بشپړه شوې ده خو څارنوالي ته دموضوغ په باب دخبر له ورکولو  سره  سره اوس هم په جيل کې  شپې سباکوي،  هغه بنديان چې دبند موده يې بشپړه کړې ده  خو اړوندو ولايتونو ته دليږدونې په  خاطر دامکاناتو دنه شتون له امله په جيل کې پاتې دي .او مسوولين تينګارکوي چې هغوى بايد دڅارنوالي له خوا ازاد شي اوپه همدې ډول دبرائت  اخيستونکو په باب دمحکمو حکم تطبيق  او دغه ر از هغه بنديان  چې ضامن نه لري او دمحکوم بها دبند موده يې بشپړه کړې  ده خودنقدي جريمې  دورکولو وس او توان نه لري اونه دي ازاد شوي لازمې څيړنې شوي دي.
ټاکل شوې ده  هيئت دشپې له  خوا دنننيو څيړنو نتيجې تنظيمې کړي او سبا دمستحقو کسانو په ازادولو اقدام وکړي.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته دکندز ولايت  له يوشمير  مشرانو اوسپين ږيږو سره وکتل.
دجمهوري رياست  مرستيال  دکندز له مشرانو سره په هيواکې دروانو حالاتو   دامنيتي حالاتو  دښه والى  دامنيتي  حالاتو دښه والى په مقصد  دنيول شويو تدبيرونو اودسولې اوثبات ته درسيدو په باب  چې افغانستان دخلکو ستره غوښتنه ده  خبرې وکړې اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې له خپلو امنيتي مرکزونو سره همکاري اومرسته وکړي.
د جمهوري رياست  لومړي مرستيال  دکندز مشرانو ته وويل چې دکندز ولايت دافغانستان لپاره ستر اقتصادي ارزښت لري ځکه  دغلو دانو له پلوه زموږ دخلکو اړتيا يوه برخه  په دغه حاصل  خيز ولايت کې تامينيږي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال  زياته کړه چې دولت په هيواد کې دکرنې دبرخې دپياوړتيا په خاطر يولړمشخص پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي.
په دې  کتنه کې  دکندز  دوو تنو مشرانو ددغه ولايت  دمهمو موضوعګانو په باب خبرې وکړې او ويې ويل  چې په کندز کې امنيتي حالات دتيرو کلونو په نسبت ښه شوى دى  اوله دولت  څخه  غواړو  چې د جوړولو اوبيارغاونې اوپه کليوالي سيمو کې دپرمختيا دپروګرامونو په لاره کې زياته پاملرنه وکړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دکندز مشرانو ته ډاډ ورکړ  چې اړونده وزارتونه اومرکزونه به ډير ژر دطرحه شويو  وړانديزونو اوستونزو په خاطر لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
 

کابل\  باخترد کب دمياشتې  ١٣ :
په جوزجان  ولايت کې دطالبانو يو پخوانى قوماندان ووژل شو
دطالبانو يو پخوانى قوماندان چې دسولې له بهيرسره يوځاى شوى و له خپلو دوو تنو افرادو سره په جوزجان ولايت کې دوسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت باختراژانس ته وويل چې دغه قوماندان  حاجي اسلم  نوميده اوتيره شپه دخپل يوتن ساتونکي له خوا  دمنګجيک  ولسوالۍ په چنغوکلى  کې ووژل شو.
غيرت  زياته کړه  چې دده ساتوونکي شپږ تنه مشکوک کسان دحاجي اسلم کورته رابللى و او دسولې له بهيرسره دغه يوځاى شوى قوماندان يې وواژه.
امنيه قوماندان زياته کړه چې په دې پيښه کې دحاجي اسلم دوه نور ساتونکي  اويو يرغلګر هم وژل شوى  دى.
دده دڅرگندونوله مخې،  خيرالله  له خپلو همکارانوسره چې رابللى يې و تښتيدلى دى او پوليس دهغوى په لټه کې دي.
ديادونې وړده چې حاجي اسلم شپږمياشتې مخکې له خپلو اوو تنو همکارانوسره دسولې له بهيرسره يوځاى شوي و.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي  نن له غرمې وروسته دسترې محکمې په مقرکې دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ له يوشمير عالمانو ، مخورو او مشرانو سره وکتل.
دسترې محکمې  دخپرونو رياست باختراژانس ته  خبرورکړ.
په دې کتنه کې  څو تنو عالمانو خبرې وکړې او په بيلابيلو مواردو کې يې خپل قانوني غوښتنې طرحه کړې.
وروسته دهيوادقاضي القضات دلنډو خًبرو  په ترڅ کې دعارضينو  اوددعوا دخاوندانو دغوښتنو په  څيړنه کې دقضايه قوې دريځ  او مسووليتونه بيان کړل او څرگنده يې کړه چې سترې محکمې دقضايي عدالت په تامينولو اودقانونيت په ټينګښت کې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه ده کړې او تل يې هڅه او هاند کړى دى چې دتورن په اندازه او دقانوني صلاحيتونو په چوکاټ کې دافغانستان دټولو خلکو دحقوقو په احقاق کې زياتې هلې ځلې وکړي چې انشاالله ستاسو دغوښتنې په مقابل کې به هم زياته شرعي او قانوني پاملرنه وشي .
په دې کتنه کې برخه والو څرگنده کړه چې دوى هم داسلامي مسووليت   او
احساس له مخې مراجعه کړې ده او ډاډمن دي چې دهيواد قضايي نظام به په دې باب په مسوولانه ډول اوپه دقت سره پاملرنه وکړي.