16 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ باخترد سلواغې دمياشتې ٢٧نيټه د کابل ترافيکو د لوی مديريت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ دسرطان ٤
دبلخ ولايت امنيتي ځواکونه په دغه ولايت کې د ښه امنيت د تامينولو په لاره کې بشپړ تيارۍ لري.
د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان او دبلخ ولايت امنيه قوماندان نن په يو خبري کنفرانس کې د امنيت دتامينولو لپاره د امنيتي ځواکونو تيارۍ څرګندکړ.
دوى وويل: اوس امنيتي مسوليتونه د افغان ځواکونو په غاړه دي اوموږ په دې برخه کې بشپړ تيارۍ لرو.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان محمد زلمى ويسا دملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت دځواکونو د بشپړ تيارۍ يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په شمال کې هيڅ امنيتي ګواښ نشته او خلک په عادي ډول د راتلونکي کال د جمهوري رياست دانتخاباتو  د کارتونو په ترلاسه کولو بوخت دي.
دبلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدسالم احساس هم وويل: دپوليسو ځواکونه دايساف له ځواکونو سره يو ځاى په بلخ ولايت کې د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې همکاري کوي .
دبلخ ولايت امنيه قوماندان دغه راز په چمتال ولسوالۍ کې د يوې اته کسيزې  ډلې تروريستانو د نيولو يادونه وکړه اووې ويل: ددغوتروريستانو نيول کيدو وښودله چې ملي ځواکونه بشپړ ځواکمنتيا لري .
په دې کنفرانس کې دغومقاماتو دبدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ د امنيت په تامينولوکې د خپلو برياليتوبونو يادونه هم وکړه.

کابل\باختر\ دسرطان ٤
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې لومړى دقضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکترعبدالله عطايي دمصر عربي جمهوريت ته دخپل رسمي سفر رپوټ چې دقضايي همکاريو په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې او ددغه هيواد د عدليې وزارت ترمنځ دپخوا لاسليک شوى تفاهم ليک د دوام په باره کې دخبرو په مقصد شوى و؛ وړاندې کړ.
ددغه رپوټ له مخې: دمصر دعربي جمهوريت مقاماتو موافقه وکړه چې تر نورو دوو مياشتو پورې به د يو نيم مياشتنيو پروګرامونو په چوکاټ کې افغان قاضيانو ته د تجارتي مسئلو په برخه کې علمي ،نظري او مشا هداتي روز نيز پروګرامونه پيل کړي.
دقضايي پلټنې د رياست رپوټونه د بدخشان ولايت  دبهارک  ولسوالۍ په ا بتدائيه محکمه کې د يوشميردوسيودڅيړنې د تاخير اوځنډولو، دکابل ولايت دبګرامۍ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د وثيقو په ا جراکولوکې د سرغړونې دڅرنګوالي او هم دبلخ ولايت دسندونو او وثيقو دثبت د آمريت د يوشميرکارکوونکو د وظيفوي اهمال په باب له تدقيقي نظريو سره جوخت ترغور لاندې ونيول شول او ددغو محکمو د څوارلسو تنو قضايي او اداري منسوبينو د سرغړونې په باب دقضايي سرغړونو دڅيړنې دڅرنګوالى له مقررې سره سم لازم تصميمونه ونيول شول.
وروسته يو شمير رسيدلې استهداګانې وڅيړل شوې او په مشروط خلاصون  پورې د اړوندبهير په برخه کې د هرات ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدا په وړا ندې څرګنده شوه چې د محکوم عليه د مشروط خلاصون په باب په داسې حال کى چې د خپل محکوميت د مودې له څلورو برخوڅخه درې برخې يې تيرې کړې وي؛ د جيل دآمريت له وړانديز سره سم د هغې واکمنې ابتدائيه محکمې په واسطه چې محکوم عليه دهغې په قضا يه حوزه  کې بندي دى؛ تصميم نيول کيږي او په دې باب زيات شرايط اوجز ئيات د موقتو جزايي اجرا ا تو دقانون په ٩٠ تر ٩٣ مادوکې او د ستري محکمې د عالي شورا د ١٣٩٢کال د وري د مياشتې د ديرشمې نيټي په ١٠٦٩ ګڼه مصوبه کې اټکل شوى دى.
دغه راز د يوې شرعي قبالې دمحفوظ ثبت په باب دسمنګانو ولايت د استيناف محکمې دمخزن د آمريت د ملاحظې په باره کې ددغې محکمې د رياست د استهداپه وړاندې څرګنده شوه چې د وثيقو دسموالۍ اويا نه سموالۍ دڅيړنې واکمنه مرجع د وثيقو د ليکنې د تعليمات نامې د نهمې مادې له حکم سره سم ، اړونده محکمه ده.
دغه راز دشرعي سندونو د برابرولو په باب ددغه شرکت د استهدا او د دوو قراردادي شرکتونو ترمنځ د دعوا په اړوند د کابل ښار د تجارتي ابتدائيه محکمې داستهدايې په باب لا زمې لارښوونې وشوې.
سربيره پر دې په غونډه کې د نوى نظر د کولو اووه غوښتنې او په جزايي اومدني موضوعګانو کې د محکمې دبدلون درې ويشت غوښتنليکونه او دغه راز د قضايي کادر د درجې د لوړولو درې موضوعګانې هم طرحه شوې چې په هر مورد کې لا زم تصميمونه ونيول شول.

کابل \باختر\ دسرطان ٤
دکابل دروغتونونو په لسګونو تنو ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو نن د کابل سيند په پاکولو لاس پورې کړ.
دپاکولو دغه کار د کابل ښاروالۍ دتنظيف رياست په  همکارۍ د آرتل پله له ساحې څخه  د آسمايي پله تر ساحې پورې وشو او په بهير کې يې سيند اود ابن سينا دصدري او عاجل روغتونونو او د مرکزي لا براتوارونو  د رياست شاوخواساحې او رو غتيايي تاسيسات له کثافاتو څخه پاک شول.
د عامې روغتيا و زارت معين ډاکتر عبدالبصير سرور د باختر آ ژانس خبريال ته وويل: په دغه پرو ګرام کې چې د کابل ښاروالۍ دتنظيف رياست په همکارۍ ترسره شول؛ دکابل د روغتونونو د رييسانو په ګډون ددغو رو غتونونو څه دپاسه يوسلو شلو تنو ډا کترانو او رو غتيايي کارکوونکو ګډون کړى و او د کابل سيند اود هغه شا وخوا ساحې يې پا کې کړې.
دغه راز دعامې روغتيا وزارت په مرکزکې د روغتونونو رييس ډا کتر سيد کبير ا ميري باخترآژانس ته وويل: دغه اقدام د کابل سيند او د هغه دشا وخوا سيمو روغتياساتنې ته دپاملرنې د جلبولو په مقصد ترسره شو اود کابل په سيند او په تيره بيا دښار په مرکزي برخوکې کثافاتو ته نه پاملرنه دخطر ناکو ساري ناروغيو دخپريدو سبب کيږي.
ده وويل: بايد ښاريان  او نور اصناف هم دپاکولو او د سيمه ييزې روغتيا ساتنې په رعايتولوکې ونډه واخلي او له هغوى پرته نه شو کولاى له روغو اوسيدونکو سره يې پاک ښارولرو.
ډاکتر ا ميري څرګنده کړه: په دغه پرو ګرام کې له هر روغتون څخه له پنځلسو تنو څخه ترشلو تنو پورې ګډون کړى دى او ددغه وزارت مشرتوب تصميم لري چې دغه شان پرو ګرامو نه دوام ورکړي.

کابل\باختر\ دسرطان ٤
په بدخشان ولايت کې ديو ستراتيژيک ګودام دجوړولو کار په سلو کې پنځه ديرش پرمخ تللى دى.
داړونده ساختماني شرکت مسوول حضرت خان باخترآژانس ته وويل: ددغه ګودام دجوړولو کار يو کال مخکې دکرنې او او بو لګولو و زارت له خوا په فيض ا باد ښار کې پيل شوى و .
دغه ګودام دپنځه زره ټنو توکو په طرفيت دبدخشان ولايت د فيض آباد په نوى ښارکې د يو زرو شپږ سوه يو څلويښت متره مربع ځمکې په سا حه کې جوړيږي.
دبدخشان ولايت د کرنې او او بو لګولو رياست دپلان مديرکريم خان وويل چې دغه ګودام د کرنې او اوبو لګولو وزارت له پرمختيايي بود جې څخه د ديارلس اعشاريه پنځو مليو نو افغانيو په لګښت جوړيږي.
ده وويل چې اړونده ساختماني شرکت د ګودام دجوړولو په کار کې بې پروايي وکړه اوموږ شرکت ته وخت وټاکه چې د ګودام دجوړولو کار په دريو مياشتو کې بشپړ شي.
کريم خان زياته کړه: ددغه ګودام دانګړ د جوړولو کارهم  د کرنې وزارت له بودجې څخه د اتو مليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.
دبدخشان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمدعالم عالمي باختراژانس ته وويل چې دستراتيژيک ګودام د جوړولو د کار په بشپړيدو سره خوراکي توکي اوبز ګرانو ته د کرنې اصلاح شوي تخمونه پکې زيرمه کيږي او نور به په ژمي کې ددغه ولايت د کرنې رياست او د خلک د خورا کي توکو دکمښت له پلوه له ستونزو سره مخامخ نه شي.

کابل باختر د چنګاښ ٤ :
دتالقانو ښار په يو تجارتي مارکيټ کې داورلګيدني له امله دوکاندارانو ته دپنځه شپيته مليونو افغانيو  زيان واوښت.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى خليل الله اسير باخترآژانس ته وويل:  دغه اور تيره شپه دتالقانو ښار په تجارتي  مارکيټ کې دبريښنا دشارټۍ له امله ولګيد  او شل تنه دوکانداران يې زيانمن کړل، خو دسرزيان يي نه دى اړولى
ددغه  مارکيټ دوکانداران  وايي چې د دوى دوکانونو ته دشخصي دښمنيو له امله اور اچول شوى دى اوپه دې اړوند دپوليسو دتحقيقاتو غوښتنه کوي.
د اور وژنې مسوولينو ويلي دي چې لګيدلى اور يې په يو ساعت کې وژلى دى  او د زيات خپريدو مخه يې نيولې ده.

کابل باختر د چنګاښ ٤ :
دوسله والو مخالفينو يو قوماندان دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو او څلورديرش ماينونه کشف اوشنډکړاى شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  د يوې خبرپاڼي په ليږلو سره ليکلي دي: دملي اردو دځانګړې قطعې  منسوبينو دوسله والو مخالفينو دمشرانو دتعقيبولو اونيولو دپروګرام او دسولې او ارامۍ دټينګښت په دوام  دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل او دوسله والو مخالفينو يو قوماندان يې چې دماينونو په ښخولو او وسله والو بريدونو په ترسره کولو کې مهم رول درلود؛ ونيوه.
دغه راز دملي اردو منسوبينو دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې څلورديرش ماينونه  دهيواد په بيلابيلو سيمو کې کشف اوشنډکړي دي.
ديوبل خبرله مخې: دغزني ولايت د اندړو او دهلمند د ګرمسير د ولسواليو په مربوطاتو کې دماينونو د چاودنې له امله دملي اردو  دوه تنه منسوبين شهيدان شول .

کابل باختر د چنګاښ ٤ :
دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ دوسله والو طالبانو دبريد له امله دوه تنه پوليسان شهيدان  او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو له څو لورو څخه دبټي کوټ ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ بريدونه وکړل.
دننګرهار ولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس  ته وويل  چې په دې پيښه کې وسله والو طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې نه دې څرگندشوى .
دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ  چي دکابل _ تورخم لويې لارې ته څيرمه پرته ده؛ په وروستيودريوکلونوکې دوسله والو طالبانو دشتون اوفعاليت ډګردى.

ترينکوټ\  باختر  د چنګاښ ٤ :
په ارزګان ولايت کې دماين  چاودنه دپوليسو دپنځو تنو سرتيرو دشهادت سبب شو.
دغه پيښه پرون دترينکوټ  _ دهراواد په لاره کې دکوتل مورچه په نامه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ موټر په سړک کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
دغه سرتيري له دهراود څخه دتريتکوټ ښار ته له يوپوځي ماموريت وروسته دستنيدو په  حال کې و چې ماين پرې وچاوديد.
دارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمداسلم باخترا ژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دپوليسو پنځه تنه سرتيري شهيدان او يو تن بل يې ټپي شو.
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

کابل باختر  د چنګاښ ٤ :
په قندهارولايت کې د ماين د چاودنې له امله اته تنه ميرمنې شهيدانې شوې.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
وسله والومخالفينو يو ماين د قندهار ولايت دخاکريزولسوالۍ په لاره کې ښخ کړى و چې د ملکي وګړو د سپرلۍ د يو فلاينکوچ ډوله موټر د تيريدو په وخت و چاوديد او له امله يې د دغه موټر اته تنه سپرلۍ چې ټولې يې ميرمنې وې؛ شهيدانې او يو شمېر نور يې ټپيانې شوې چې په ټپيانوکې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.

کابل باخترد چنګاښ ٤ :
ناټو ژمنه کړې ده چې د عامه نظم او امن د شپږمې لوا قوماندانۍ ته د اړتيا وړ تجهيزات برابروي.
دگرځنده ايتالوي ځواکونو لوى قوماندان جنرال وين چينسوکوپولا پرون دعامه نظم د شپږمې لوا له قوماندان سره په کتنه کې د دغې لوا د طرحو د پياوړتيا په خاطر د تجهيزاتو د برابرولو په لاره کې د خپلو هڅو په لاره کې ډاډ ورکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې: د عامه نظم او امن د شپږمې لوا قوماندان سمونوال سيدباقر مرتضوي هم په دې حوزه کې د پوځي فعاليتونو په پرمخ بيولوکې ددغو ځواکونو همکاري وستايله او د ناټو له خواد خپلوځواکونوسمبالول يې ددغه پوځي واحد دفعاليتونو په ښه والي کې ارزښتناک وبلل.