16 June 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په قندهارکې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٦مه شپږ تنه وسله وال طالبان...

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى په هرات کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٦مه د نشه يي توکو يو...

څلور تنه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٦مه څلور تنه وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل - باختر د وږي  دريمه
دبهرنيو چارو وزارت د هغوافغانانو د ستونزو د حل کولوپه خاطرچې له پاکستاني پاسپورتونوڅخه په استفادې سره متحده عربي اماراتو ته تللي دي؛ يوه طرحه عملي کړې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې يو زيات شمېر افغانان له پاکستاني پاسپورتونوڅخه په استفادې سره دکارلپاره متحده عربي اماراتو ته تللي دي او اوس هغوى له ستونزو سره لاس اوګريوان دي .
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت ويندوى په دې باب وويل چې د بهرنيوچارو وزارت د هغوى د ستونزو د اوارولو لپاره يوه طرحه برابره کړې ده او هغوى په اماراتوکې د افغانستان سياسي نمايندګيو ته په مراجعې سره کولاى شي خپل پاسپورتونه بدل کړي .
ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل چې په اردن کې د افغانستان سفير خپل کار پيل کړى دى

کابل - باختر د وږي  دريمه
دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت اعلان وکړ چې په ډير لنډ ممکن وخت کې د دايکنډي په لرې پراته ولايت کې د فايبر نوري شبکه فعاليږي.
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير انجنير اميرزي سنګين نن ديوه هيئت په ملګرتيا د فايبر نوري دشبکې د فعالولو په مقصدد دايکنډي ولايت ته سفر وکړ.
د دايکنډي والي عبدالحق شفق  باخترآژانس ته وويل چې د دايکنډي ولايت خلک په زياترو برخوکې ستونزې لري اوپه دغه ولايت کې د فايبر نوري فعاليت کيداى شي دخلکو ستونزې تر يوې اندازې پورې حل کړي .
دمخابراتو او د معلوماتي تکنالوژي وزير دخپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: دفايبر نوري فعاليت نه يواځې دمخابراتو په برخه کې، بلکې د روغتيا او پوهنې په برخو او د اقتصادي او ټولنيزو په پراختياکې هم ځانګړى ارزښت لري .
دافغان تيلي کام شرکت رييس وويل: د دايکنډي ولايت په کچه به تر دوومياشتو پورې دولس مخابراتي تاورونه  فعال شي.

کابل - باختر د وږي  دريمه
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزير وايي چې په ايران کې له څلور سوه زرو تنو څخه تر شپږو زرو تنو پورې ميشتو افغان مهاجرينو د استوګنې د مودې د تمديد لپاره ددغه هيواد له مقاماتو سره خبرې دوام لري .
ډاکتر جماهير انوري چې نن يې دباخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت تراوسه پورې دبې مدرکه افغانانو د شړلو په باب د ايراني مقاماتو له خوا کوم رسمي سند نه دى ترلاسه کړى او په دې باب ځينو رسنيو له مبالغې ډک رپوټونه خپاره کړي دي .
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزير ډاکتر جماهير انوري وويل: نن سهاريې د ايران  د دولت د بهرنيو اتباعو له لوى رييس او ددغه  هيواد دبهرنيوچارو وزارت له مرستيال سره په ايران کې له څلور سوه زرو تنو څخه تر شپږ سوه زرو تنو پورې افغان مهاجرينو د استوګنې د مودې په باب چې د استوګنې موده يې د روان کال د وږي د مياشتې په پنځلسمه نيټه پاى ته رسيږي؛ ټيلفوني خبرې کړې دي او له هغوى څخه يې غوښتي دي چې د ايران دولت دې ددغو افغان مهاجرينو د استوګنې دمودې په تمديدکې همکاري وکړي.
دغه راز د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت ويندوى په دې باب د باختراژانس خبريال ته وويل چې په ايران کې دافغانستان سفير هم دايران د دولت له مقاماتو سره خبرې کړې دي او هغوى ژمنه کړې ده چې دايران دولت به د راتلوونکو دوو اوونيو په دننه کې ددغومهاجرينو په باب خپل دريځ په ډاګه کړي .
ده وويل چې په همدې مقصد په ډير لنډ ممکن وخت کې د ايران د کورنيو چارو وزارتن مرستيال او ددغه هيواد د دولت دبهرنيو اتباعو لوى رييس کابل ته سفر کوي او هيله ده چې په ايران کې د دغو مهاجرينو د استوګنې موده تمديد شي.
ده وويل چې يومليونو شپږ سوه زره تنه افغان مهاجرين په ايران کې شپې سبا کوي او له څلور سوه زرو تنوڅخه تر شپږ سوه زرو تنو پورې يې قانوني مدرک نه لري .

کابل - باختر د وږي  دريمه
دبغلان د ولايتي شورا د يوه غړي درې تنه خپلوان تېره شپه د ناټو دخاصو ځواکونو له خوا په دغه ولايت کې ونيول شول .
دبورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شاه محمود باخترآژانس ته وويل: د ناټو ځواکونو د بورکې ولسوالۍ د چپې درې په کلي کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې دبغلان د ولايتي شورا د يوه غړي درې تنه خپلوان له طالبانوسره دهمکارۍ په تور د دوى د استوګنې په کورکې له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ونيول.
ويل کيږي چې په ولايتي شوراکې د بورکې د خلکو استازى د دغوکسانو د نيول کيدو په باب نظر څرګند نه کړ.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن يوځل بياپه يو خبري کنفرانس کې طرحه کړه چې دکابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون تخنيکي مسئلې بشپړې شوې دي او دوه اړخيز هيئت به د نورو مسئلو به باب خبرې وکړي.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: موسي زي په دې خبري کنفرانس کې دغه راز وويل چې لا تراوسه پورې د خبرو د ترسره کولودقيقه نيټه مشخصه نه ده اودغه تړون به هغه وخت لاسليک شي چې د افغانستان له خلکو سره پرا خې خبرې وشي.
تړون هغه وخت لاسليک کيږي چې په خبروکې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونيول شي. ضمانتو نه ورکړاى شي چې عملي اړخ ولري او د افغا نستان له امنيتي ځواکو نو سره پراخه مرسته اوهمکاري وشي.
ده دغه راز پاکستان ته د جمهور رييس له را روان سفر سره اړيکې ونيولې او ويې ويل چې افغانستان له تروريزم سره د مبارزې، د سولې د بهير او د نورو مسئلو په وړاندې دپاکستان دصادقانه ژمنوغوښتنه کوي.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
درې تنه سرحدي پوليس نن په بادغيس ولايت کې له وسله والوطالبانو سره په نښته کې شهيدان شول.
په دې جګړه کې چې دپوليسو په پوسته کې د طالبانو په بريد سره د بالامرغاب ولسوالۍ په جوى ګنج سيمه کې ونښته، درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو بل طالب د ملي اردو له دريو تنو سرتيرو سره ټپي شو.
دبادغيس ولايت يوه امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: ددغه خبر ترمخابرې پورې نښتې دوام درلود او دولتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې د طالبانو بريدونه شنډ کړي او د هغوى يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه کړي.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن يوځل بيا په خپله خوښه اوپه خوندي ډول د افغان مهاجرينو په راستنولو باندې ټينګاروکړ.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د ايران دولت له سند پرته د افغان مهاجرينو د جبري ايستلو لپاره په دغه هيوادکې ميشتو مهاجرينو ته دوه اوونۍ مهلت ورکړى دى.
دباخترآژانس دخبريال د خبر له مخې: موسي زي له دغې موضوع سره اړيکې ونيولې او زياته يې کړه چې د افغانستان لوري هم په تيرو وختونوکې او هم اوس د ايران د بهرنيو چارو وزارت له مقاماتو سره په اړيکه کې دى چې دغه ستونزه حل شي.
ده دغه راز وويل چې افغانستان د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان له عالي کميشنرۍ اود پاکستان اوايران له دولتونو سره په ګډه د حل دلارې ستراتيژي تدوين کړې ده چې د هغې له مخې په پتمنه توګه او پړاويز ډول د افغان مهاجرينو د راستنولو زمينه برا بره شي.
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ګاونډي هيوادونه بايد په خپلو هيوادونوکې د افغان مهاجرينو له شتون څخه سياسي استفاده و نه کړي او په دې لاره کې د افغانستان په حکومت د فشار د وسيلې په توګه استفاده ونه کړي.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
دبادغيس ولايت دمرکز قلعه نو ښار يو تن اوسيدونکى خپله دوه جريبه ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره د دغه ولايت دپوهنې رياست په واک کې ورکړې ده.
دقلعه نو ښار يوتن اوسيدونکى عبدالجبار خپله دوه جريبه شخصي ځمکه د چک آب د نجونو دلومړني ښوونځي د جوړولو په خاطر ددغه ولايت دپوهنې رياست په واک کې ورکړې ده چې ددغه ښوونځي زده کوونکي له اصلي ودانۍ او ښوونځي څخه ګټه واخلي.
دپوهنې وزارت ددغه ښه اقدام له امله د قدردانۍ په ترڅ کې له نوروهيوادوالو څخه غواړي چې تل دپوهنې له وزارت سره همکار و اوسي.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
د روان کال په بهيرکې په فراه ولايت کې څه دپاسه يوزرو پنځه سوه کيلو ګرامه نشه يي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ددغې موضوع په اړوند اتلس تنه چې ويل کيږي د نشه يي توکو قاچاق وړونکي دي؛ نيول شوي دي.
دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فواد عسکري باخترآژانس ته وويل: د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په روان کال کې څه دپاسه يو زرو پنځه سوه کيلو ګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړي دي.
عسکري زياته کړه: دوى په دې بريالي شوي دي چې اتلس تنه حرفوي قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د قاچاقوپه تور وپيژني او ويې نيسي.
فواد عسکري څرګنده کړه چې نيول شوي کسان د دوى د دوسيو دڅيړنې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شوي دي.
دغه راز په روان کال کې د يولړعملياتو په بهيرکې په څه د پاسه دوه زره جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يو خبري کنفرانس کې افغانستان ته د هند د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال سفر ته پاملرنه وکړه او ويې ويل چې هند په افغانستان کې دپانګې اچونې د زياتوالي غوښتوونکى دى.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: موسي زي چې په دې باب له خبريالانو سره خبرې کولې زياته کړه چې افغانستان له هندسره مستقيمې او ستراتيژيکي اړيکې لري.
د ستراتيژيکي هکاريو د موافقه ليک د لاسليک له مخې هند په افغانستان کې په بېلابېلو برخوکې دپانګې اچونې غوښتوونکى دى.
موسي زي وويل: د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستياله په بېلابېلو برخوکې د اړيکو د ټينګښت او پراختيا په مقصد افغانستان ته راغلې ده او د افغانستان له مقاماتو او د هيواد له جمهور رييس سره په خبروکې يې په بېلابېلو برخوکې دپانګې اچونې د زياتوالي په اړوند د هند علاقمندي په ډاګه کړې ده.
موسي زي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان د ملي ګټو پربنسټ له پاکستان سره هم د اړيکو د پراختيا غوښتوونکى دى.