12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د کب لسمه :
دکابل ښارپه لسګونو تنو کتاب پلورونکو اوخپرونکو نن دماليې د ورکړې په خاطر په مظاهرو لاس پورې کړ.
د افغانستان دکتاب پلورونکواو خپرونکو د سراسري اتحاديې رييس ډاکتراجمل عازم دباخترآژانس خبريال ته وويل: له يوې اوونۍ راپديخوا زموږ دوکانونه او د پلورنې مرکزونه د ماليې وزارت له خوا د ماليې د نه ورکولو په خاطر تړل شوي دي.
عازم څرګنده کړه: په هيڅ هيوادکې داسې قانون نشته چې د کتابونوله توليدولو او واردولوڅخه ماليه ورکړې شي.
دافغانستان دکتاب پلورونکو او خپروونکو د سراسري اتحاديې رييس څرګنده کړه: که چيرې د کتابونو په پلورونکو ماليه وضع شي؛ د کتاب پلورنې  په بازارکې د کتابونو بيه لوړيږي؛ اقتصادي حالت ښه نه دى.
  محصلان، استادان او زده کوونکي دکتاب پلورنې توان نه لري. له دې امله دا د هيواد  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده ده چې دغه ستوزه حل کړي.
په همدي حال کې د ماليې وزارت ويندوى عبدالقادر جيلاني وايي: له قانون سره سم کتاب پلورونکي او خپرونکي بايد په سلوکې شل ماليه ورکړي. خو د رسنيوپه قانون کې دکتابونو خپرونکي او واردونکي له ماليې څخه معاف دي. دې ته اړتيا ده چې موضوع د وزيرانوشورا ته وړاندې شي او وروسته دې له پريکړې سره سم عمل وشي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهمل نبي فراهي د مظاهره کوونکوله استازو سره وکتل او د دغې کتنې په نتيجه کې مظاهرې په سوله ئيز ډول پاى ته ورسيدې.

کابل باختر د کب لسمه :
يوه پنځه ويشت کلنه ښځه پرون په غور ولايت کې ووژل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه ښځه چې د نيمروز ولايت د زرنج ښار د ده مرده دکلي اوسيدونکې ده؛ دهغه سړي له خوا چې د دې کورته ننوتى و؛ په ډزو سره وژل شوې ده .
  دنيمروز د والي ويندوى احمدعرب وايي چې د دغې وژنې اصلي انګيزه لاتراوسه پورې معلومه نه ده. خو پوليسوقاتل د جرم له ترسره کولو وروسته نيولى دى.
پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي.

کابل باختر د کب لسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په زابل ولايت کې د جلا جلا عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.
دغه عمليات د وسله والوطالبانوله شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصدد زابل ولايت د ارغنداب، داى چوپان او د نوبهارد ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شوي و.
دزابل ولايت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني باخترآژانس ته وويل چې له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده زياته کړه چې په دغوعملياتوکې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

Saturday, 01 March 2014 14:07

د فوتسال لوبو دوام وکړ

کابل باختر د کب لسمه :
د کابل ښار د فوتسال سياليو نن په دريو لوبو سره دوام وکړ.
دهيواد د فوتسال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې د سنايي ټيم د دريو په مقابل کې په اوو سره د مشعل پرټيم بريالى شواودخراسان ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره د اردو ټيم ته ماتې ورکړه او د اردو د ځوانانو ټيم د صفر په مقابل کې په پنځو سره د ميلاد پر ټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ د المپيک د ملي کميټې په جمنازيوم کې دوام لري .

Saturday, 01 March 2014 14:06

نوې ټاکنې

کابل باختر د کب لسمه :
د سترې محکمې په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي له حکم سره سم د سترې محکمې په مربوطاتوکې دغه ټاکنې شوې دي:
محمد حکيم کونړى دغور ولايت د استيناف محکمې د رييس، عبدالولي  د بدخشان ولايت د استيناف محکمې د رييس، عبدالجليل مولوي زاده د بادغيس ولايت د استيناف محکمې د رييس، اسحق علي محبي د دايکنډي ولايت د استيناف محکمې د رييس، محبوب الهي د زابل ولايت د استيناف محکمې  د رييس، دل آقا همت د هلمند ولايت داستيناف محکمې د رييس، محمد روحاني د سترې محکمې د قضايي پلټنې د رياست د مسلکي غړي او عزيز الله سهاک د پکتيا ولايت د استيناف محکمې د رييس په توګه. 

کابل باختر د کب لسمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په هلمندکې د څو ځانمرګو او تروريستي بريدونو مخه ونيوله.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي:
دغه تروريستي بريدونه له هيوادڅخه بهرله يوه کرولا ډوله موټر او په چاوديدونکو توکوبار له دريو موټرسايکلونو او له څلورو واسکټونوڅخه په استفادې سره د څو ځانمرګو او تروريستي بريدونو د ترسره  کولو او د څو پروګرامونو په طرحه کولو سره پلان شوى و چې دجمهوري رياست دانتخاباتي مبارزو په بهيرکې دهلمند ولايت دلښکرګاه ښار په مربوطاتوکې په مهمو دولتي تاسيساتو دبريد پلان برابر شوى و.
درې تنه ډار اچوونکي مخکې له دې چې خپل هدف ته ورسيږي؛ د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول.

Saturday, 01 March 2014 14:05

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د کب لسمه :
د سترې محکمې د کورنى اوبهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان د مستشار قضاوتپوه ډګرجنرال عبدالروف طيب د مړينې له امله د مشرانوجرګې د اداري هيئت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
د ملي شورا د مشرانو جرګې اداري هيئت په تېره بيا د سنامجلس دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په ژورې خواشينې سره خبر ترلاسه کړ چې ډګرجنرال عبدالروف طيب دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د دوه اوياکلنى په عمر وفات شو.
دملي شورا د مشرانوجرګې د ده مړينه يو ضايعه بولي او د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او خپلوانو ته يې د جميل صبر هيله کوي او هم د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ او دکوهدامن د سيمې خلکو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي.
قضاوتپوه ډګرجنرال عبدالروف طيب په ١٣٢٠ هجري لمريزکال کې دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ په يوه روښان فکره کورنۍ کې وزيږيد چې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د لوړو زده کړو له بشپړولو او د وخت دکمونستي رژيم پرخلاف جهادکې له فعال ګډون وروسته د سترې محکمې په بېلابېلو پستونو، د لوى څارنوالۍ د نظامي مرستيال، د سترې محکمې د نظامي مرستيال په توګه او په دې وروستيو وختوکې د سترې محکمې د کورنى اوبهرنى امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان د مستشار په توګه کار کړى دى.
ټاکل شوې ده د ارواښاد دفاتحې مراسم د ده د خپلوانوله خوا سبا له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دکابل ښار د عيدګاه په جامع  جومات کې پرځاى شي.

اسلام اباد باختر د کب لسمه :
دپاکستان د بلوچستان ايالت په دوو سيموکې په دووجلا جلا پيښوکې د دريو تنو سرحدي پوليسو په ګډون څه ناڅه نهه تنه ووژل شول.
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ: ددغو پوځيانو ليږدونکې واسطه په کلات کلي کې دګزمې په وخت کې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخته او د سر په زيان سربېره شپږ تنه عسکر سخت  ټپيان شول او ليږدونکې واسطه يې هم ويجاړه شوې ده.
په يوه بله پيښه کې د هغو ډزو له امله چې دپوځي ځواکونو او د ياغيانو ترمنځ د بلوچستان ايالت د ديره بوګتي د درينجان او رستم بازار په سيموکې وشوې؛ شپږ تنه ياغيان ووژل شول .
له دغو ياغيانوڅخه جنګي وسايل او مهمات هم ترلاسه شوي دي او د حالاتو دکنترولولپاره زيات ځواکونه سيمې ته غوښتل شوي دي. تراوسه پورې دغه پيښه له کوم خپلواک خبرځاى له خوا نه دى تاييد شوى.
د سرحدي عسکرو ويندوى وايي: پنځه تنه نور مشکوک کسان چې په دې سيمه کې د ګازو دليږدونې د نل ليکو په چاودنوکې لاس درلود؛ نيول شوي دي .
ديره بوګټې د پلوچستان يوه کمه پرمختللي او تر ځمکې لاندې منابعوڅخه بډايه سيمه ده چې له اووکلونو راپديخوا د ياغيانو ترکنترول لاندې ده او ياغيان په امنيتي ځواکونو او په ملي حياتي تاسيساتو بريدونه کوي.

کابل باختر د کب لسمه :
د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوې ميرمنې پرون د خپلې بنې شونډه په غاښونوسره غوټه والوځوله.
دبغلان ولايت دخوست ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل عبدالاحددباخترآژانس له خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل: دوو بنو پرون د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ په ميان ښارکلي کې په تناره کې د ډوډۍ پخولو په وخت کې د ماشومانو د لوبې د يو توپ پرسر په ناندرو لاس پورې کړ چې وروسته يوې ميرمنې خپله بنه چپه کړه او په غاښونو سره يې د خپلې  بنې شونډه غوټه والوځوله چې آن د ټپي ميرمنې د غاښونو سکنى وورى له ورايه ښکارې دي.
ده زياته کړه: ټپي ميرمن د علاج او درملنې په مقصد د کورنۍ د غړو له خوا يې  د مزارشريف حوزوي روغتون ته ليږدول شوې ده.

کابل باختر د کب لسمه :
د سلام انټرنټي او مخابراتي شبکه نن په لوګرولايت کې پرانستل شوه .
د پل علم له ښار څخه دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په لوګر ولايت کې د سلام انټرنټي او مخابراتي شبکه د دغه ولايت د والي او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د معين له خواپرانستل شوه.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت معين ايمل مرجان باخترآژانس ته وويل: د افغان تيلي کام په چوکاټ کې د دغې شبکې د جوړولوهدف خلکو ته دخدمت په لاره کې له نورو خصوصي کمپنيو سره سالمه سيالۍ ده او په ټيلفوني خبرو او د پيغامونوپه ليږلو اوترلاسه کولو سربېره له ټولو مخابراتي شبکو سره ټيلفوني او ويډيويي اړيکې وبللې.
ده زياته کړه: په دې پروژه کې د مخابراتي ستنو درول، مونتاژ او فعالول شامل دي چې دوه ستنې په پل علم ښارکې درولې شوې دي او اوس د پل علم ښار اوسيدونکي کولاى شي د سلام له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه واخلي .
ويل کيږي په دې پروژه کې پنځه شپيته مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي او په فعاليدو سره يې د افغان تيلي کام مشتريانو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.