23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې  د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

په لوګر کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د هېواد د خپلواکۍ د...

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بغلان په مرکز پلخمري...

 په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بادغيس سيمه ييز مسوولين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دبغلان ولايت په تاله اوبرفک کې نن غرمه ديوې ترافيکي  پيښې له امله يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک  ولسوال فيض محمد اميري باخترآژانس ته وويل :
دغه پيښه دتاله اوبرفک  په دره  ګګ  ساحه کې له واټ څخه ديوموټر سايکل  دوتلو زيږنده  وه چې له امله يې يو تن ووژل شو او يو تن بل قومي مخور ټپي شو .
داميري دڅرګندونو له مخې  :  ټپي ډير ژر دخلکو په همکارۍ ددغې  ولسوالۍ  روغتيايي کلينيک  ته وليږدول شو  چې  روغتيايي  حالت يې ښه دى .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دماسترۍ دورې پروګرام نن دننګرهار پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله  په دغه پوهنتون  کې جوړه شوې  وه د ننګرهار ولايت دمرستيال او سرپرست وويل ، دننګرهار پوهنتون   دحقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کې دماسترۍ د دورې  پيل.،  دمحصلانو دپوهې دکچې په لوړولو کې اغيزمن  دى  او هلې ځلې کيږي چې له اړتيا سره سم  به  دغه شان علمي پروګرامونه په  نورو پوهنځيو کې هم عملي شي .
وروسته دمشرانوجرګې پيغام چې له همدې امله ليږل شوي و داستادعبدالبصير سباوون له خوا ولوستل شو .
په پيغام کې دحقوقو اوسياسي علومو دماسترۍ د دوري له محصلينو څخه غوښتل شوي دي چې له برابر شوي فرصت څخه  دپوهې دترلاسه کولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
وروسته دلوړو زده کړو وزارت دعلمي چارو او انسجام لوى رييس پوهنوال ديپلوم انجنيرسيدبهادراکبرمير ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې دلوړو زده کړو  وزارت ستاسو دهر مثبت علمي ګام  ملاتړ  کوي .
  دننګرهارپوهنتون رييس  ډاکترمحمد صابر مهمند وويل  همدا اوس دننګرهار پوهنتون  ديارلس پوهنځي لري چې دنجونو اوهلکانو په ګډون  ديارلس زره تنه محصلين  پکي  په زده کړې بوخت دي .
  ديادونې وړ ده چې  دننګرهار پوهنتون دحقوقو او دسياسي علومو دپوهنځي دماسترۍ په لومړي  دوره کې دنجونو اوهلکانوپه ګډون دوه سوه تنو محصلينو نومونه ثبت کړي دي .

Friday, 04 October 2013 12:31

د مبارکئ پیغام:

کابل باختر د تلي دولسمه :

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت رهبري پلاوي او کارکوونکي د کرکت په ۵۰ اوریزه  یوه ورځنئ لوبو کې د کینیا  په وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي تیم بریا او د ۲۰۱۵ نړیوال جام ته د افغانستان د وتلو له امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، د جمهور رییس مرستیالانو، د کابینې غړو، ملي شورا، د ورزش مینه والو، د کرکت ملي تیم، د کرکت بورد رهبري پلاوي، او  ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایي.

کابل باختر د تلي دولسمه :
د ١٣٩٣کال دانتخاباتو په بهير کې  دامنيتي ځواکونو دچلند داصولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي دفرمان بشپړ متن  لومړي ماده :
١-  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي او ولايتي دفترونو او کارکوونکو ، درايې ورکوونکود نوم ليکنې دمرکزونو ، درايې ورکولو دمرکزونو  او  د رايو دشميرنو دمرکزونو اوپه انتخاباتوکې دخلکو دفعال ګډون د ډاډمن  امنيت دتامينولو په مقصد لازم تدبيرونه ونيسي چې د جمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات په ښه  ډول سره ترسره  شي .
  ٢_  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه اودملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره  دې  لازمې همکارۍ وکړي او د دغه کميسيون له غوښتنو سره سم دې اړونده امنيتي ځواکونه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي او ولايتي دفترونو او مرکزونو ، دانتخاباتو دتدارکاتي کاروانونو او دسيمو دمرکزونو دامنيت دتامينولو په مقصد توظيف کړي .
٣_  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې دانتخاباتو په بهير کې دښځو د لازيات ګډون په مقصد دې دښځو دنوم ليکنې او درايې ورکولو په مرکزونو اوسيمو کې ښځينه مسوولينې توظيفې کړي .
دويمه ماده :
امنيتي  ځواکونه دې   دانتخاباتو دامنيت په تامينولو پورې اړوندې سپارل شوې دندې  دنافذو قوانينو دحکمونو له مخې او دبيطرفۍ  داصل په رعايتولو سره اجرا کړي او د هيڅ  کانديد ، ګوندونو  او د سياسي ګوندونو له ائتلاف څخه  دې پلوي  ونه کړي .
دريمه ماده :
  امنيتي ځواکونه دې د دندو دترسره کولو په وخت کې دانتخاباتو د خپلواک کميسيون دکارکوونکو ، رايې ورکوونکو ، کتونکو کانديدانواو د  ډله ييزو رسنيو دکارکوونکو انساني کرامت او قانوني حقوق رعايت کړي چې هغوى وکولاى  شي له خپلو قانوني حقوق  څخه ګټه واخلي .
څلورمه ماده :
  امنيتي ځواکونه مکلف دي  دسپارل شوې  دندې دترسره کولو په وخت کې له هر راز  نژادي ، قومي ، جنسيتي ، سمتي ، ژبني او مذهبي  تبعيض  او تعصب څخه  ډډه  وکړي .
پنځمه ماده :
  امنيتي ځواکونه دې دانتخاباتو په چاروکې له لاسوهنې  څخه ډډه وکړي او درايې ورکوونکو دنوم ليکنې ، درايې ورکولو او د رايو دشميرنو په مرکزونوکې په  خپل سر له ننوتلوڅخه ډډه  وکړي ، داړتيا په صورت کې کولاى شي دانتخاباتودخپلواک  کميسيون دمرکزي ياولايتي مسوولينوله موافقي وروسته دغو مرکزونو ته ننوځي .
شپږمه ماده :
  امنيتي ځواکونه مکلف دي درايې ورکوونکو دنوم ليکني دمرکزونو او سيمو او درايې ورکولو او د رايې شميرلو مرکزونو ته  ددولتي ادارو دمقاماتو اوکارکوونکو دوسله والوساتونکو او د غيرمسوولو  وسله والو اشخاصو  له ننوتلو څخه  دې   په جدي توګه مخنيوى وکړي .
اوومه ماده :
  ١_ امنيتي ځواکونه مکلف دي دهغو معلوماتو او سندونو محرميت چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون يې دوظيفوي ايجاباتو له مخې هغوى ته وړاندې کوي وساتي او يوازې دموافقه شويو هدفونو دتحقق په مقصد ورڅخه استفاده وکړي او نه شي کولاى  هغه خپوراويا دګوندونو دکانديدانو اويا دسياسي ګوندونو  اعتراف ته وړاندې کړي .
  ٢_  امنيتي ځواکونه مکلف دي د هر راز اطلاعاتو دترلاسه کولو په صورت کې چې په انتخاباتي فعاليتونوکې  اغيزه ولري هغه په لنډ ممکن وخت کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مرکزي  او يا ولايتي مسوولينو ته وړاندې کړي .

اتمه ماده :
  امنيتي ځواکونه دسپارل شويو دندو داجرا کولوپه وخت کې په زياتو هلوځلو سره له ډله ييزو قهرجنو او له تاوتريخوالي لرونکو حرکتونوڅخه چې د تشنج  ، اړو دوړ او دامن او عامه نظم د ګډوډولو او دانتخاباتو دبهير دګډوډولو سبب شي  مخنيوى  وکړي او لازم او له مخکې دې تدبيرونه  ونيسي .
نهمه ماده :
  امنيتي ځواکونه مکلف دي چې په دغو  حالاتوکې دکانديدانو ، ګوندونو  او دسياسي ګوندونو د ائتلاف دغونډو اومظاهرو  مخه ونيسي .
١_  په هغه صورت کې چې مغرضانه اوغير قانوني هدفونه ولري  .
٢_  په هغه صورت کې چې دقانون داحکامو له مخې دغونډو او مظاهرو له ترسره کولوڅخه ٢٤ساعته مخکې په ليکلي ډول دسيمې پوليسوته يي خبرنه وي ورکړى.
٣_  په هغه صورت کې چې  دغونډو اومظاهرو دترسره کولو ليکلې خبرتيا  په هغه وخت او ځاى کي وي چې پخوا دکوم ګوند اويا دسياسي ګوندونو دائتلاف  کوم بل کانديد په هماغه وخت او ځاى کې دغونډو اومظاهرو د ترسره کولو په باب خبر ورکړى وي .
٤_  په هغه صورت کې چې دغونډو اومظاهرو ترسره کول امنيت اوعامه نظم ګډوډ کړي .
٥_  په هغه صورت کې چې غونډې اومظاهرې دهغه سياسي ګوند له خوا ښودل شوي وي چې دقانون دحکمونو له مخې دسياسي ګوند په توګه نه دي ثبت شوي او يا دثبت له دفتر څخه دقانوني سرغړونې له امله حذف شوې وي اويا هغه اشخاص چې دخپلواک  ، ګوند يا دسياسي ګوندونو د دايتلاف د کانديدانو په استازيتوب  دغونډو، اومظاهرو په کولولاس پورې کړي چې د هغو نمايندګي ونه لري او دقانون دحکمونو له مخې يې باور ليک نه  وى ترلاسه کړى .
لسمه ماده :
امنيتي ځواکونه مکلف دي دانتخاباتو په ټولو پړاونوکې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له کارکوونکو ، رايې ورکوونکو ، کانديدانو ، کتوونکو ، مشاهدينو، ډله ييزو رسنيواو دانتخاباتو په بهير کې له نورو اړوندو اشخاصو په  وړاندې له ناوړه چلند او له تاوتريخوالي ډکو الفاظو له استعمالو څڅه  ډډه وکړي .
يوولسمه ماده :
  امنيتي ځواکونه  مکلف دي دانتخاباتوپه بيلابيلو پړاونوکې د بي نظمي او اړو دوړ  د رامنځته کيدو په وخت کې  دوسلې او تاوتريخوالي له کارولو پرته حالات
تر کنترول لاندې ونيسي اونظم اعاده کړي .
دولسمه ماده :
که چيرې  امنيتي ځواکونه په دغه فرمان کې له ليکل شويو اصولو څخه سرغړونه وکړي دسرغړونې دتثبيت او د اثباتيه سندونو او مدارکو دشتون په صورت کې دعدلي تعقيب  په مقصد واکمنو مراجعو ته دې معرفي شي .
ديارلسمه ماده :
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه  نافذ دى .
 

کابل باختر د تلي دولسمه :
دښوونکي د بختورې ورځې په مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګې دمبارکي پيغام .
دمشرانوجرګي رييس ، اداري هيت او غړي  دتلې دمياشتې د ديارلسمي نيټې دښوونکي دبختورې ورځې له امله ټولو ګرانو ښوونکو ، استادانو او زده کوونکو ته مبارکي وايي او دوى ته دخداى  ( ج )  له  دربار څخه دسالمې روزنې او دهيواد دديني او فرهنګي ارزښتونو دساتنې  په لاره کې دزياتو برياليتوبونو هيله کوي اوخوشحاله دي چې دنجونو اوهلکانو په ګډون دهيواد په مليونونه بچيان دعلم او پوهې دزده کړې په مقصد ښوونځيو ته ځي چې دخپل او دخپل  هيوادبرخليک په علمي او پوهې سره جوړ کړي .
دملي شورا مشرانوجرګه دپوهنې دکمي اوکيفي ودې په لاره کې دحکومت دلنډ مهالو او اوږد مهالو پروګرامونو دتدوين او تحقق ملاتړ کوي او ددې غوښتنه کوي چې دهيواد دپوهنې لپاره د تدريس دبهير دښه والي په لاره کې ښې  مادي اومعنوي زمينې  برابرې  شي  .
مشرانو جرګه يو لړ انديښنې هم لري چې دهيواد يو شمير ښوونکي دلږو حقوقو په ترلاسه کولو په  بدو امنيتي شرايطو کې ژوند کوي اوځينې هم  دعلم او  فرهنګ ددښمنانو له خوا په شهادت  رسول کيږي او يا يو ښوونځى ويجاړ اوبند شوى دى او په نا امنو او کړکيچنو سيموکې  درسي نصاب  په بشپړ اوميتوديک ډول نه دى تطبيق  شوى ، ښوونځي يې تړل شوى  اويا سوځول شوى دى  چې له بده مرغه  دغه  ماشومان دښوونې اور وزنې له نعمت څخه يې برخې پاتي شوي او دافغانستان دبيرحمه  دښمنانو  ښکار کيږي .
مشرانو جرګه په دې نظر دى چې  د ډاډمن امنيت  له تامينولو  او د ښوونکو او دپوهنې  دکار کوونکو دمادي اومعنوي  مواظبت  پرته داغيزمنې  انډوليز او مسلکي  پوهنې جوړول امکان نه لري او هيڅ ملت  نه شي کولاى د اغيزمنې او هدفمندې  پوهنې له لرلو پرته ټولنيز، سياسي ، اقتصادي  پرمختګونو اود  دوامداري سولې تامينولو  ته  ورسيږي .
دغه مجلس له حکومت  او دپوهنې  له  وزارت څخه غواړي هغه  طرحي  او سلامشورې   چې تل د وخت له غوښتنو او دپوهنې دکارکوونکو داغيزمنې ساتنې سره دانډوليزې  پوهنې  دجوړولو په باب  دپارلمان له خوا ورکول کيږي په پام کې ونيسي او دهيواد پوهنه  له موجودو ننګونو څخه  وژغوري .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دقندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې تيره شپه دافغان ځواکونو د عملياتو په بهير کې  ددوو تنو پاکستانيانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهاردوالي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل : دغه عمليات دطالبانو  له شتون څخه د پنجوايي ولسوالۍ د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصدپيل شوي دي.
فيصل زياته کړه : په دې  عملياتوکې چې دپنجوايي ولسوالۍ دمشان او زنګ آبادو  په سيمو کې دافغان ګډ ځواکونو له خوا ترسره شول له امله يې د دوو پاکستانيو په ګډون  نهه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهار دوالي ويندوى  وويل  :  په دغو عملياتو کې  امنيتي ځواکونو  اوملکي وګړو ته د سرزيان نه دى اوښتى  او دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه  دپنجوايي  ولسوالۍ   دنا امنو سيمو تر بشپړ پاکولوپورې  دوام لري .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
ديوې ميرمنې  مړى نن سهار دفارياب  ولايت په ميمنې  ښار کې له يوکور څخه دپوليسو له خوا ترلاسه شو .
  دفارياب ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل  د دغه خبر په  تاييدولو  سره  باخترآژانس ته وويل دغه ميرمنه  يوه ورځې مخکې دخپل ميړه له خوا  وژل شوي ده .
ده وويل  د دغي وژنې  انګيزه تراوسه  پورې    روښانه نه  ده خو  ويل کيږي چې  ددغې وژل شوي ميرمنې ميړه  نوي له ايران څخه راغلي و او ګومان کيږي  چې دغه پيښه دکورنۍ تاوتريخوالي له امله رامنځته  شوې وې .
  دفارياب دامنيې قوماندانۍ جنايي جرمونوسره د مبارزې  مدير سمونيار زلمي جسور وويل :  چې مړي يې  په داسې حال کې ترلاسه کړ چې  سر يې  د چړې  په واسطه  پرې شوي و .
جسور  وويل  :  ددغې ميرمنې ميړه دخپلې  ميرمنې له وژلو وروسته له خپل خسر سره  چي په ايران کې ژوند کوي اړيکې  ونيولې او دکور پته  يي ورکړه  او ويلي يې دي  چې خپله ميرمن يې وژلې ده  .
دفارياب له جنايي جرمونوسره  دمبارزي مدير دغه راز  زياته کړه  چې  د ده خپلوانو دپوليسو ځواکونو ته خبر ورکړى دى .
ده وويل :   تراوسه پورې د وژل شوې ميرمنې ميړه  نه دى نيول شوى خو تحقيقات دوام لري .
ده وويل  : چې دغې ښځې  اته ويشت کاله  عمر رلوده او څيړنې ښيي چې يوه ورځ  مخکې وژل شوي وي .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
په فارياب ولايت کې نن ديوکارګر مړى چې دطالبانوله خوا وژل شوى و ترلاسه شو .
دفارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل باخترآژانس ته وويل  :
دغه کارګر  چې د المار ولسوالۍ دلويې  لاري  دقطعې دقرارګاه  دودانۍ په جوړولو کې يې کار کاوه يوه  اوونۍ مخکې دطالبانو له خوا تښتول شوى و.
دامنيه قومانداني دڅرګندونو له  مخې :   طالبانو ددغه کارګر دخوشي کولوپه بدل کې ډيرې پيسې غوښتې وي  چې دده کورنۍ ونه  توانيدل  دغه پيسي ورکړي .
ملاخيل زياته کړه :  چې ددغه کارګر مړى دالمار ولسوالۍ مرکز دتي جم له سيمې څخه دپوليسو د ځواکونو له خوا ترلاسه شوى دى .

  کابل باختر د تلي دولسمه :
يو وسله وال طالب چې په کندز ولايت  کې يې يو ملکي وګړي شهيد کړدپوليسو
له خوا ووژل شو .
  دکندز دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيدسرور حسيني باخترآژانس ته وويل   :  دغه ملکي   وګړي چې ديوسيمه ييز پوليس ورور  و  پرون دچار درې ولسوالۍ په سجادي سيمه کې  ديو وسله وال  طالب له خوا  ووژل شو .
دحسيني دڅرګندونو له مخې :   وسله وال طالب د دغه سړي له  وژلو  وروسته وتښتيد  چې  دامنيتي ځواکونوله خوا تعقيب شو او دجګړې په بهير کې ووژل شو .
  حسيني زياته کړه يوکلاشينکوف او يوه تومانچه هم دپوليسو لاسته ورغله .

کابل باختر د تلي دولسمه :
دبغلان ولايت دډنډ غوري ولسوالۍ  په امنيتي بيز دوسله والو طالبانو په بريد کې  دسيمه ييز پوليسو يوقوماندان شهيد شو او دوسله والو طالبانو دري تنه ټپيان شول.
دبغلان ولايت دامنيه قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل :
دغه پيښه تيره شپه له هغه وروسته  رامنځته شوه  چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو دبغلان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ  دچين زايي ګوهرګان په کلي  کي دسيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو په امنيتي بيز بريد وکړ.
بشارت وويل  چې دطالبانو بريد دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شو چې په نتيجه کې يې درې تنه طالبان ووژل شول.
دبشارت دڅرگندونوله مخې : ددغي نښتې په بهيرکي دسيمه ييزو دپوليسو يوتن قوماندان  غفور ګجر  شهيد او دده له افرادو څخه يوتن ټپي شو.
دجاويد دڅرگندونوله مخې  :  طالبان  له  تلفاتو وروسته  تيښې ته اړ شول او غرونوکې  خواره  واره شول .