26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل-باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣
دملي دفاع وزارت يو خبرځاى وايي: يوولس تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دملي دفاع وزارت دځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې: دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل: د ملي دفاع وزارت دځانګړو عملياتو د فرقې ځواکونو د کندز ولايت دچار درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور ونيول شول او د دښمن ٤٠ کلاشينکوفونه له يوې اندازې پوځي تجهيزاتو او يو موټر سايکل سره په عملياتو کې دبرخه والو لاس ته ورغلي دي .

کابل-دچنګاښ دمياشتې ٢٣
دامريکا دمتحده ايالاتو دوو جګپوړو  پوځي قوماندانانو د دغه هيواد کانګرس ته وويل: د ټولې سيمې ثبات د افغانستان او پاکستان همکاريو ته ارتيا لري .
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
جنرال جان اف کمپبل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو رهبرۍ ته نومول شوى دى ، د افغانستان په امنيتي حالت کې دپاکستان رول ته اشاره وکړه.
د امريکايي ځواکونو د رهبرۍ لپاره يو بل نوماند قانون جوړونکو ته وويل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري امريکا ته مهمه ده .
جنرال کمبل د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د پاکستان لومړى اولويت له هند سره د هيواد ختيځې پولې دي؟ وويل: په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړوند انديښنې شته او پاکستان په سيمه کې يو مهم شريک دى .
ده په کلي توګه اشاره وکړه چې افغانستان او پاکستان له ګډو تروريستي ګواښونو سره چې ملکيان پکې وژل کيږي؛ مخامخ دى .
دغه جنرال له دواړو هيوادونوڅخه وغوښتل چې په ګډه کاروکړي او خپل اختلافونه حل اوفصل کړي.
جنرال زياته کړه چې دغه عمل نه يوازې د دواړو هيوادونو ترمنځ امنيت زياتوي؛ بلکې په ټوله سيمه کې ثبات په سوغات راوړي.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
په هلمند ولايت  د شمال  د ولسواليو  له جګړه ځپلو کورنيو سره نن د داور  د خيريه 
موسسې  له خوا د لومړنيو توکو مرسته وشوه .
دکليو دبيا جوړدولو اوپراختيا وزارت معين طارق عصمتي د دغو توکو دويشلو په وخت کې دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې مرستې ويشل مو له سروې وروسته پيل کړل.
عصمتي زياته کړه: د دغې مرستې ارزښت يومليونو دوه سوه زرو افغانيو ته  رسيږي  چې  هرې کورنۍ  د هغو  اړتيا له مخې ورکول کيږي .
د داور دخيريه موسسې د رييس د  څرګندونو له  مخې : دغه  مرستې يې  دجګړه ځپلو خلکو لپاره  په کابل کې  راټولې کړې دي.
ده زياته کړه چې هرې کورنۍ ته ٤٥٠٠  افغانۍ ورکول  کيږي    چې  تراوسه پورې 
په لښکرګاه ښارکې ١٧٨  بيځايه شويو کورنيو دغه مرستې  ترلاسه کړي دي  او هلي ځلې کيږي  چې دغه مرستې  په دغه ولايت کې نورو کورنيو ته هم ورسيږي.
دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دسيمه ييزو مقاماتو دڅرګندونو له مخې :
څلور سوه کورنۍ دجګړې له امله دلښکرګاه ښار ته ورغلې دي اوپه يوه دښته کې
ځاى پرځاى شوې دي.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
اووه تنه وسله وال طالبان  تيره شپه په  هلمند ولايت کې دملي اردو دخاصو ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو  په مقصد دهلمندولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو لړخاص عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يو شمير نوريې ټپيان او يوه اندازه  مهمات او جنګي تجهيزات په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو سيموکې دخپلو امنيتي دندو په بهيرکې د وسايطو ضد شپاړلس ماينونه  کشف اوشنډ کړي دي .

Monday, 14 July 2014 10:59

د هواحالات

کابل\باختر\ دچنګاښ د مياشتې٢٣
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه  ١٦
مزارشريف- آسمان شين،  د تودوخې لوړه درجه  ٤١ ټيټه ٣٠
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٧
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه  ٨
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٧، ټيټه ١٠
جلال آباد- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٣٠
جبل سراج- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ټيټه ١٧
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٥
باميان-آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه  ١٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٧ ، ټيټه ٢٣
قندهار- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه ٤٢، ټيټه ٢٧
کندز- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥ ، ټيټه ١٦
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨ ټيټه ٢١
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٦، ټيټه ٢٧
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٥١ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٦دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر\دچنګاښ د مياشتې٢٣
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت شپږ ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٣٣٨ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١٣٣٢ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٨٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٩٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل-دچنګاښ دمياشتې ٢٣
دپوليسو يو افسر نن سهار په کندز ولايت کې دمقناطيسي ماين دچاودنې له امله ټپي شو.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني دباختر آژانس خبريال  ته وويل: يو مقناطيسي ماين چې د دولت دوسله والو مخالفينو له خوا په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى کړى شوى و؛ دسپين زر شرکت په ساحه کې ددغه افسر دسپرلۍ دموټر دتيريدو په وخت کې دريموټ کنترول په واسطه له لرې لارې وچول شو.
ده زياته کړه چې ددغه افسر موټر بيخي ويجاړ شوى او دپيښې په تور څوک نه دى نيول شوى.

کابل-دچنګاښ دمياشتې ٢٣
دکندز ولايت پوليسو تيره شپه دوسلو يو قاچاق وړونکى ونيوه.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سړى چې څو ميله ډول ډول وسلې يې برابرې او غوښتل يې چې د دولت مخالفينو ته  وو يشي؛ دپوليسو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو .
ده زياته کړه: تورن له يوويشتو تومانچو او يوې اندازې مهماتو سره دپوليسو له خوا دکندز ښار په مربوطاتو کې ونيول شو.

پلخمري \  باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
د بغلان ولايت  په خنجانو ولسوالۍکې  ديوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.
دخنجانو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله مقصودي  دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه  چاودنه  دخنجانو ولسوالۍ په چندران سيمه کې رامنځته شوه  چې له امله يې  يو تن ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  تراوسه پوري ددغې چاودنې علت نه دى تثبيت شوى  خو يو سراچه موټر سوځيدلى او له منځه تللى دى.
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست يو مسوول  ډاکتر شاه محمد هوفياني ددغې 
پيښې په  تائيدولو سره  وويل : ټپيان  د خنجانو  ولسوالۍ   روغتيايي کلينيک ته
ليږدول شوي دي چې د دوو  تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بلل شوى دى .

غزني\  باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٣ :
دوه  تنه  وسله وال  طالبان  دغزني ښار په  اسپندي کلي  کې  د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو  د درېمې  لوا ويندوى دباختر آژانس خبريال ته  وويل: دغه عمليات دافغان ګډو ځواکونو له خوا  ترسره شوي و چې له  امله يې  دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
خبر ځاى زياته کړه: په  دغو عملياتو کې پوځي  ځواکونو او ملکي وګـــړو ته   زيان  نه دى اوښتى  او د دوو تنو طالبانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي.