14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دمرغومي اتمه :
افغانستان په داسې حال کې چې د اوسپنې دپټلى دنړيوال سازمان غړيتوب ترلاسه کړى دى.
د فوايدعامې وزير وايي: هلې ځلې روانې دي چې افغانستان د اوسپنې د پټليو له نورو معتبرو نړيوالو سامانونو سره هم اړيکې تامين کړي چې هغوى په همکارۍ په هيوادکې د اوسپنې د پټلى په جوړولو او پراختياکې کار واخيستل شي.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه ټکى د فوايد عامې وزيرانجنيرنجيب الله اوژن نن په يوه خبري کنفرانس کې څرګندکړ او زياته يې کړه: هغه ستره اړتيا  چې افغانستان د اوسپنې پټلى ته لرله؛ په نړيواله کنفرانسونوکې په ګډون او د هيواد، سيمې او له افغانستان سره بهر د نورو سيمو د ستراتيژيکي ارزښت او خوشبيني بيانول د دې سبب شول چې زموږ هيواد د (UIC) په ګډون چې يوستر نړيوال سازمان دى؛ د اوسپنې دپټلى د نړيوالو سازمانونو غړيتوب ترلاسه کړى او هلې ځلې دوام لري چې افغانستان د نړۍ د اورګادى د سازمان په غړيتوب کې هم شامل شي.
دفوايدعامې وزيرله دغوسازمانونو سره د افغانستان د پيوستون ښيګڼې بيان کړې او ويې ويل: دافغانستان داوسپنې پټلى اداره دې ته اړتيا لري چې دچارودښه سمون اوهمغږۍ په خاطرپه تيره بيا په تخنيکي، سروې او د ودانيو د ډيزاين، ګټې اخستنې او د اوسپنې پټلى دڅارنې اوله افغانستان سره د دغوسازمانونو د مرستو او ملاتړ د جلبولو په خاطر د دغو سازمانونو غړيتوب ترلاسه کړي.
په دغوسازمانونوکې غړيتوب افغانستان په دې بريالي کوي چې د پرمختيا او سوداګرۍ  لپاره هڅه او هاند وکړي اوله  نړيوالو معيارونو سره سم فعاليت وکړي .
دفوايدعامې وزير وويل چې همدا اوس په افغانستان کې اوياکيلومتره د اوسپنې پټلى شته او په پام کې ده چې د اوسپنې پټلى د نړيوالو سازمانونو او د دوستو هيوادونو په  همکارۍ پنځه زره شپږ سوه کيلومتره د اوسپنې پټلى جوړې  شي .
دغه راز نجيب الله اوژن دخصوصي سکټور او د دولتي  ادارو د ليږدونکو وسايطو په زيات بار د لوړ توناژ په اړوند ددغه وزارت له خوا د نيول شويو تدبيرونو په باب چې دافغانستان  په سلوکې دڅه دپاسه نوي سړکونو د ويجاړيدو سبب شوي دي؛ وويل چې پخوا دغه وزارت دافغانستان په لويو لارو  او سترو ښارونو کې ټلي  درولي وي چې دغه وزارت په هغو واکمنۍ نه لرله او هيڅ ګټه يې ونه کړه او په لويو لاروکې د ورځ په ورځ زياتيدونکو سرغړونو او په غير قانوني ډول د پيسو داخستلو سبب شوى و.
دغه وزارت نويو وسايلو او دګرځنده تلو په واردولوسره چې له لرې واټن څخه  کنترول اوڅارل کيږي؛ هلې ځلې کوي چې دغه ستونزه پاى ته ورسوي او تراوسه پورې دوه دغه  گرځنده تلې د فوايدعامې وزارت په واک کې دي چې دغه تلې په هر ځاى کې کولاي شي اصافه بار تشخيص کړي او له هغوى څخه د استفادې کار به د راتلوونکى کال د ورې تر مياشتې پورې پيل شي.
ده زياته کړه چې د سرغړونو او په غير قانوني ډول د پيسو د اخيستلو د مخنيوي په خاطر يوه مقرره تنظيم شوې ده. دتصويب په صورت کې يې په لوړ توناژ د درندوجرمونو سيستم په پام کې نيول شوى دى.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د افغانستان د مسلمانو آزاده ګانو بنسټ نن د يوې غونډې په جوړولوسره د١٣٥٨ کال دجدي شپږمه دافغانستان خلکو ته د بدمرغيو پيل وباله.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې دافغانستان دمسلمانوآزاډه ګانو د بنسټ رييس عبدالجلال جلال وويل: د١٣٥٨کال دجدي شپږمه دپخوانى شوروي جمهوريتونو د اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پيل و  او دا د آزاده ګانو د هيواد مجاهدين  وو چي تيري کوونکي يې په ګونډو کړل اوتيښتې ته يې اړ کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د حضرت محمد( ص) د بنسټ رييس عبدالهادي د المدثردبنسټ رييس استاداماج اودافغانستان دمسلمانوآزاده ګانودبنسټ دمديره هيئت غړو نظيرې، لطيفې او مرتضى نيک زادپه دې باب خبرې وکړې.
  غونډه په اتو فقروکې د پريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيدل.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې ٢٠١٤ کال  د افغانستان د خلکو لپاره دهيلواوفرصتونوکال وباله.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې زياترو لويديځو رسنيو ٢٠١٤ کال د افغانستان خلکو ته يوه ويرونکې څيره بللې ده .
موسي زي په دې خبري ناسته  کې په سياسي، نظامي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې د اوسني نظام برياليتوبونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د دغو برياليتوبونو په پام کې نيولو سره به ٢٠١٤ کال د افغانستان د خلکولپاره دهيلواوفرصتونوکال وي.
ده دغه راز طرحه کړه چې دغه کال به دافغانستان دخلکو سولې او ثبات اوله نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اړيکو او همکاريو د پراختيا کال وي .

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د افغانستان دولت د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي او دفاعي قرارداد لاسليک کولو ته چمتو دى .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې د دغه موضوع په بيانولو سره وويل چې دغه قرارداد د دواړو لورو دګډوګټو پربنسټ  طرحه شوى دى او د دواړو لوروګټې پکې تسجيل شوې دي.
ده وويل: هغه څه چې په دې مهم پړاوکې دافغانستان دولت ته ارزښت لري؛ د هغه د تطبيق په لاره کې د ډاډ او ضمانتونوترلاسه کول دى چې په دوو اساسي موضوعګانو پورې اړه پيداکوي چې تراوسه پورې څو ځلې طرحه شوې دي. يوه يې د استوګنې په ساحو هر راز پوځي بريدونو بشپړ بندول او دامريکا دمتحده ايالاتو او پاکستان په ملاتړاوهمکارۍ د سولې د بهير عملي پيل دي چې د افغانستان خلک د دې ډاډ ترلاسه کوي چې دغه قرارداد د افغانستان دخلکو دسولې، ثبات، امنيت اوپرمختګ په ګټه دى.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
دبغلان ولايت پوليسو نن څه دپاسه دوه سوه ليتره تيزاب چې د هيروئينو د پودر په جوړولوکې کارول کيږي؛ کشف او ترلاسه کړل.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امير الله امر خيل باخترآژانس ته وويل: دوه سوه دولس ليتره تيزاب چې په څلور ليتري بوشکوکې ځاى پرځاى کړى شوي و او د يو٤٠٤ ډوله بس موټر په واسطه دفراه له ولايت څخه دتخار ولايت ته ليږدول کيدل؛ دمرکزي بغلان دشمرق دپلتڼې په پوسته کې د پوليسو لاس ته ورغلل.
  ويل کيږي دقضيې په تور د فراه ولايت دنظامي څارنوالۍ يوسرتيرى نيول شوى دى.
د يوبل خبر له مخې: د وسله والو غلو يو سرګروپ له دوو تنو افرادو سره يې پرون د زاړه بغلان په ولسوالۍ کې ووژل شو.
د زاړه بغلان ولسوال ګوهرخان بابري باخترآژانس ته وويل: په پتک مشهور د وسله والو غلو يو سرګروپ محمد اسماعيل اودوه تنه افراد يې چې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو غلاوو او د نا امنيو د پيداکولو تور پرې لګول شوى و؛ له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
ويل کيږي په دې جګړه کې چې د زاړه بغلان د شرکت سړک په ساحه کې ونښته؛ امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى .

کابل باختر دمرغومي اتمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن سعودي عربستان ته د يو هئيت د استولو خبرورکړ.
دغه هيئت په داسې حال کې سعودي عربستان سفر کوي چې د رارسيدلو خبرونو له مخې سعودي عربستان په دغه هيوادکې د بهرنيو اتباعو د کارقانون بدل کړى دى.
د باخترآژانس د خبريال د خبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي چې په يو خبري کنفرانس کې خبرې کولې؛ زياته کړه چې ښايي ددغه بدلون له مخې يو شمېر افغان کارګران له دغه هيواد څخه وشړل شي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مقامات په دې لټه کې دي چې ددغه هيئت په استولو سره رامنځته شوې ستوزې حل کړي.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د سنامجلس د لومړي نايب محمدعلم ايزديارپه مشرۍ دمشرانوجرګې په نننۍ  غونډه کې د جزايي اجرااتو د قانون په باب د تعديلونو طرحه تر ديرشمې مادې پورې تصويب شوه .
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه قانون چې د افغانستان د اساسي قانون د مادو له حکم سره سم د جزايي اجرااتو په مقصدوضع شوى دى؛ دحکومت او د ولسي جرګې له خوا د هغه له را رسيدو سره سم مشرانوجرګې د تقنيني، عدلي او قضايي چاروپه کميسيون او په نورو کميسيونونوکې مطالعه شوى و؛ د سناتورانو غلام محى الدين منصف او د محمد حسن هوتک له خوا غونډې ته وړاندې شو چې د غړو د نظريو د وړاندې کيدووروسته له ځينو تعديلونو سره تر ديرشمې مادې پورې تصويب شو او نورې مادې يې د غونډې دټاکلى نصاب د نه پوره کيدو په نسبت، تصويب نه شوې او ټينګار وشو چې د مجلس غړي دې بايدپه راتلوونکو غونډوکې دقوانينو دتصويب او د نورو سپارل شويو دندو د اجرا کولو لپاره حاضر شي.
دغه راز د سنامجلسدلومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د فراه او هرات ولايتونو ته د مشرانوجرګې دهيئت د سفر رپوټ دسناتور ګل احمد اعظمي له خوا غونډې ته وړاندې شو او وويل شو چې دغه هيئت د فراه له والي اوددغه ولايت د ادارو له رييسانو او يو شمېر مشرانو سره ليدنې کتنې وکړې چې دغو مسوولينو د خپلو برياليتوبونو د بيانولوپه ترڅ کې د سيمه ئيزو او نظامي ادارو د ښې  همغږۍ  يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې اړوندې چارې د سيمه ئيزو ادارو او د ولايتي شورا په تفاهم سره پرمخ ځي او امنيتي حالت د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د امنيتي ځواکونو دګډوهڅو له امله ښه شوى دى .
په رپوټ کې ليکل شوي دي چې دغه هيئت د يو شمېر مشرانو، مجاهدينو، سپين ږيرو، د ولايتي شورا د رييس او غړو په شتون د بياجوړولو او د امنيت دتامينولو په برخوکې د پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه او د شيخ ابو نصر فراهي دپنځه پنځوسو کيلومتروپه اوږدوالى د سړک دپخولو په باب چې د مهمو تجارتي لارو له جملې څخه بلل کيږي او د وارداتي بريښنا د تمديد او ددغه ولايت د بڼستيزو پروژو د جوړولو په تيره بيا د بخش آباد د بريښنا د بند د سترې پروژې  د بشپړولو دحکومت دپاملرنې په باب خپلې دغوښتنې طرحه کړې چې له اقتصادي يعنې د بريښنا د توليد او د اوبو د زيرمې له پلوه د هيوادپه کچه ستر ارزښت لري؛ د حکومت پاملرنه واړوله او هم دسنامجلس هيئت په فراه ولايت کې د ملي اردو د لوامقر، امنيه قوماندانۍ، دملي امنيت رياست او دفراه پوهنتون وکتل .
ايزديارپه فراه ولايت کې دملي اردواوپوليسو د مقر دکتنې په وخت کې افسرانو او سرتيرو ته په خطاب کې وويل چې افغانستان په تاسو اوستاسو په پياوړو مټو چې د هيواد د عزت ، خپلواکي، سولې او د امنيت په دفاع کې ياست او دغه راز ستاسو په سرښندنو او هميشنيو هلوځلو وياړي اوهم يې دتاريخي ساحو دکتنې په وخت کې ددغه ولايت دتاريخي سيموپه ساتنې او ترميمولو باندې ټينګار وکړ او دطرحه شويو وړانديزونوپه څيړنه کې يې دهمکارۍ ژمنه  وکړه .
ده زياته کړه چې دغه هيئت په هرات ولايت کې ددغه ولايت له والي فضل الله وحيدي او له نورو مسوولينو سره ليدنې کتنې وکړې.
دښاغلي وحيدي دڅرګندونو له مخې: دښار د څلويښتو کيلومترو واټونو پخول، کليوالي سيمو ته د بيا رغاونې د پروګرامونوپراختيا، د امنيتي حالت ښه والى په تيره بيا دجمهوري رياست او د ولايتي شورا ګانو د انتخاباتود امنيت تامينول ددغه ولايت کاري لومړيتوبونه دي او دغه راز دغه هيئت ددغه ولايت د ولايتي شورا له غړو، امنيتي مسوولينو، د جهادله قوماندانانو ، مشرانو او مخورو سره د روانو مسئلوپه باب خبرې وکړې چې د ولايتي  شورا وکيل ډاکتر  فيض زاده ددغه شوراپه استازيتوب ددغه ولايت دخلکو غوښتنې او وړانديزونه دغه هيئت ته څرګندکړل. خو دغونډې په آزادو خبروکې ځينو سناتورانو د لوګر ولايت د ليسو دفارغانودکانکور د آزموينې په بهيرکې د ولايتي شورا او د ولسي جرګې د ځينو غړو په لاسوهنې سخته نيوکه وکړه. دحکومت په چارو په تيره بيا په علمي او تخصصي برخوکې لاسوهنه او تقلب يې ناسم عمل وباله او انديښنه يې څرګنده کړه: که چيرې دغه شان حالت په نورو  ولايتونوکې هم دوام ومومي؛ د هيواد د لوړو زده کړو په وړاندې به ډير جدي بحرانونه رامنځته شي.
دلوړو زده کړو  وزارت د لوګر ولايت دکانکور د آزموينې نتيجې چې څه موده مخکې واخيستل شوه؛ ددغو لاسوهنو په نيت باطلې اعلام کړې دي چې د دويمې آزموينې د اخيستلو په صورت کې حکومت او د لوړو زده کړو وزارت ته جدي ستونزې او اضافي لګښتونه متوجه کړي دي .
دغه راز يو شمېر سناتورانو د افغانستان _ امريکا د امنيتي تړون په اړوند خپلې نظريې څرګندې کړې؛ د افغانستان په امريکايي اډوکې د امريکا د اردو له خوا د ځينوحربي وسايلو ليلامول او سوځول يې ددغه تړون د لاسليک په ځنډولوپورې اړوند وبلل چې د افغانستان د اردو د پياوړتيا بهير تر پوښتنې لاندې نيسي .
په همدې ترتيب يوشمېر  سناتورانو د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د له منځه وړلو په نامه دپروژوي فعاليت اوکمپاينونو ترسره کول  ناکام وبلل او دا کاريې  دکمپاين کوونکو د جيبونو ډکول وبلل چې په نتيجه کې يې په هيوادکې د ښځو حالت ښه شوى نه دى؛ آن لاپسې خراب شوى دى. خو ځينو نورو ددغو فعاليتونو د اغيزمن بللو په ترڅ کې د ښځو د حقوقو دترلاسه کولو په لاره کې دهغوى په زياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ .
دغه راز ځينو غړو په شفاف، عادلانه اوسراسري ډول د انتخاباتو په ترسره کولو باندې د ټينګار په ترڅ کې د هيواد له امنيتي ارګانونو په تيره بيا د انتخاباتو په بهيرکې د امنيتي ګواښونو د څيړنې له کميسيون څخه وغوښتل چې ددغه ملي بهير په ترسره کولوکې دې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي او له دغه کميسيون څخه  وغوښتل شول چې دعامه پوهاوى په تيره د انتخاباتو په بهير د سيمو دخلکو د پوهاوي په برخه کې لازمه پاملرنه  وکړي .
دغه راز ځينو نورو سناتورانو د سمنګانو په ولايت کې د پراخو اعتراضونو د دوام يادونه وکړه او انديښنه يې څرګنده کړه. له اړوندو اداروڅخه وغوښتل شول چې د سيمې دخلکو ترمنځ ددغې نښتې په بندولوکې چې ناوړه عواقب به ولري؛ لازم اقدام وکړي او هم دې د خلکو روا غوښتنو ته قناعت بخښوونکى ځواب وړاندې  کړي.
په همدې حال کې يو شمېر سناتورانو د کابل د شمال سيموپه تيره بيا ٣١٥ پروژې ته د بريښنا د شبکې د غځولواو په کابل ښارکې د بريښنا د پرله پسې پرچاويو په لاره کې په خپل وخت د بريښنا شرکت د نه اجرااتو له امله شکايت وکړ او دخلکو دغوښتنو په څيړنې باندې يې ټينګار وکړ.
دلوګر ولايت سناتور ددغه ولايت د ازرې ولسوالۍ دامنيتي حالت د لازيات خرابوالى خبر ورکړ او ويې ويل چې په دې وروستيو وختوکې يو شمېر چيچني اتباع، عربان او نور سيمي ته رسيدلي دي او دحالاتو دبې ثباته کولو په لاره کې هلې ځلې کوي چې مسوول مقامات دې بايد په دې برخه کې لازم تدبيرونه ونيسي .
دغونډې په جمع بندۍ کې ددغو مواردوپه باب تمرکز وشو او اړوندو کميسيونونو اومراجعو ته دنده وسپاره شوه چې په دغو مواردوکې هراړخيزې څيړنې وکړي.

• د امريکا خاص پلتوونکى: دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو د ليږدونې لاره بللې ده. 
• دکابل د نړيوال هوايي ډګر د ګمرک رييس: د وزيرانو شورا له پريکړې  وروسته څوک په دې نه دى بريالى شوى چې له شلو زرو امريکايي ډالروڅخه زياتوليږدوي.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
د افغانستان لپاره د امريکا خاص پلتوونکى په دې وروستيو وختوکې په خپل نوى رپوټ کې دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو دليږدونې لاره بللې ده .
دباخترآژانس دخبر له مخې: د افغانستان دبياجوړولوپه چاروکې د امريکادمتحده ايالاتو دکانګرس ځانګړى پلټوونکي جان سبکو په خپل وروستى رپوټ کې دکابل نړيوال هوايي ډګر د مليونونو امريکايي ډالرو دليږدونې لاره بللي ده  او ادعا يې کړې ده چې له افغانستان سره مرسته شوې پيسې هم په انتقالي پيسوکې شاملې دي. په داسې حال کې چې بهرته د پيسو ليږول کيداى شي له افغانستان څخه د پانګې د تيښتې په توګه وبلل شي.
دغه راز په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې له مياشتو مياشتو ځنډ وروسته د پيسو د شمېرنې لپاره يوماشين  ودرول شو  خو دغه ماشين دپيسو پرله پسې ګڼې نه معلوموي .
دافغانستان لپاره د امريکاخاص پلتونکى (سيګار ) دغه راز وايي: هوايي لارې يواځنى انتخاب دى چې په غير قانوني ډول د ډالرو د پيسو دليږدونې مخه نيسي. خو امريکايي مقامات د (VIP) له لارې د اشخاصو په واسطه د پيسو دليږدونې په باب خپله انديښنه څرګندوي. ځکه دوى په دې باور دي چې له  دغواشخاصو څخه په غير قانوني بکسونو سره پوښتنې نه کيږي او پيسې د خليج  هيوادونو او نورو ځايونو ته ليږدول کيږي.
  دکابل د نړيوال  هوايي ډګر دګمرک رييس ددغه رپوټ په غبرګوکې دباخترآژانس خبريال ته وويل: د وزيرانو شورا له پريکړې وروسته هيڅکله، هيڅوک په دې نه دى بريالى  شوى چې له شلو زرو امريکايي ډالروڅخه زيات او يا معادل يې وليږدوي. آن هغه کسان چې هره ورځ الوتنې کوي؛ نه شي کولى چې شل زره ډالره وليږدوي .
دسيګار د رپوټ  خپريدل له حقايقو څخه لرې دى. که چيرې څوک زموږ له ماشينونو او بدني چک څخه تير شي؛ دګلوبل  کمپنۍ په واسطه چې د بهرنيانو له خوا اداره کيږي او په هوايي ډګرکې شته، وبه نه کړاى شي چې وليږدوي. زموږ د امنيتي سيستم د ماشينونو ترشاه له مرکزي بانک څخه موظُف هيئت شته چې پيسې شميري.
موږ تېره مياشت په غير قانوني ډول ديوسلو شپاړلسو زرو يورو او دسلو زرو پونډ دليږدونې مخه ونيوله او د هغو ليږدونکى مو ملي امنيت ته سپارلى دى چې هغوى به وروسته عدلي ارګانونو ته وسپاري.
دکابل د نړيوال  هوايي ډګر رييس محمد يعقوب رسولي د سيګار د رپوټ په اړوند وويل: دپيسو دليږدونې په برخه کې ترهغه وخته پورې چې د وزيرانو شورا پريکړه نه وې شوې؛ دغه ستونزه تر يوې اندازې پورې موجوده وه.
د وزيرانو شورا له پريکړې وروسته هيڅوک له شلو زروډالرو څخه زيات نه شي ليږدولى او که چيرې  وليږدول شي؛ د موظفينو له خوا ضبطيږي. 
رسولي زياته کړه: زه د سيګار رپوټ ردوم. خو هغه کسان چې د(VIP) له لارې  تيريږي؛ کولاى شي يوه اندازه پيسې په جيبونوکې وليږدوي، ځکه هغوى نه لټول کيږي او ددغو کسانو له خوا دليږدونې امکان شته.
ديادونې وړ ده چې د امريکاخاص سرپلټوونکى په خپلو پخوانيو رپوټونو کې هم دپوځي  تاسيساتو، ښوونځيو او د نوروسيمو جوړولو  په کارکې څرګندونې کړې دي او د امريکايي پوځيانو د کار په څرنګوالى يې نيوکې کړې دي. خو وروستى رپوټ د هوايي ډګر له لارې په غير قانوني ډول د پيسو د ليږدونې په اړونددى چې کنترول يې د افغان ځواکونو په واک کې دى.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
درې تنه سرحدي پوليسان په واټ کې پرون په هرات ولايت کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ټپيان شول.
په لويديځ کې د څلورم سرحدي زون قوماندان محمدجمعه  عديل باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دکلاته نظر په سيمه کې هغه وخت وشوه چې دغه سرتيري دکزمې په حال کې وو چې موټر يې په د سړک په ښخ کړى شوي ماين وخوت او له امله يې درې تنه سرحدي پوليسان ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.

کابل باختر دمرغومي اتمه :
يوه اندازه چاوديدونکي توکي نن سهار دفراه ولايت په مربوطاتوکې دپوليسو له خوا کشف شول .
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدکارګر باخترآژانس ته وويل: دپوليسوځواکونو دغه چاوديدونکي توکي ددغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د کوره ګزو په ساحه کې په يوکورکې په يو موټرسايکل کې ترلاسه کړل.
د دغو چاوديدونکو توکو په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى.