20 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومې۲۹مه/باختر د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو...

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په قندهار ولايت کې د رايي ورکولو بهير په ښه توګه پرمخ ځي په دغه ولايت کې چې يو وخت دافغانستان له نا امنو سيمو څخه بلل کيده په لسګونو تنو ښځې او نارينه و د رايي ورکولو د ٢٤٤ مرکزونو په وړاندې ليکې جوړې کړې دي او يا هم دغو مرکزونو ته يون په حال کې دي دقندهار ولايت په مرکز او ولسواليو کې د رايي ورکولو مرکزونو ته دخلکو دليږدونې په خاطر دسيمه ييزو مسوولينو له خوا څه ناڅه دوه زره موټرونه فعاليت کوي.
د رايي ورکولو په مرکزونو او نورو ګڼ ميشتو لارو کې هم ځواکونه ځاى پرځاى شوې دي او په دې بريالي شوې دي چې ښه امنيت تامين کړي .
دقندهار ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسولين وايي چې په دغه ولايت کې د رايي ورکولو ټول مرکزونه پرانستى دي او تراوسه پورې کومه فني ستونزه نه ده رامنځته شوې .
له بله پلوه دقندهار امنيتي مسوولين دانتخاباتو او د رايي ورکوونکو دامنيت دتامينولو يادونه کوي چې تراوسه پورې کومه ځانګړې امنيتي ګواښ سره نه دي مخامخ شوي .
ددغه ولايت اوسيدونکې هم دخپلو امنيتي ځواکونو دامنيتي تدبيرونو له امله خوشحاله دي په قندهار کې د رايي ورکولو بهير دسهار په اووبجو او ديرشو دقيقو پيل شوې او په عادى ډول دوام لري.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په پکتيکا ولايت کې د رايي ورکولو دڅلورو مرکزونو تړلتيا ددغه ولايت دسلګونو تنو اوسيدونکو دانتقاد سبب شوې ده.
دغه رايه ورکوونکي وايي چې تراوسه پورې دبرملي په ولسوالۍ کې د رايي ورکولو څلور مرکزونه نه دي پرانستل شوي .
يو رايه ورکوونکى سيد احمد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دسهار له اووبجو تراوسه پورې دخپلې سيمې د رايي ورکولو دمرکز پرانستلو ته سترګې په لاره دى خو دپرانستلو خبره يې نشته دپکتيکا دولايتي شورا يوه غړي ډاکتر نواب وزيري هم ددغه ولايت دبرملي ولسوالۍ د رايي ورکولو د څلورو ستر ومرکزونو تړلتيا تاييدوي.
په همدې حال کې دپکتيکا ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ذبيع الله وګړي وايي چې ددغو مرکزونو دپرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په ميدان وردګو ولايت کې يو څارونکې له سلګونو جعلي کارتونو سره دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
دغه سړۍ چې دجمهوري رياست ديو نوماند له خوا دڅارونکې په توګه ټاکل شوى دى نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې په ميدان ښارکې دقول دوست خيلو د رايي ورکولو له مرکز څخه د رايي ورکولو له سلګونو جعلي کارتونو سره ونيول شو .
په انتخاباتو کې دڅارنې دمرکز يا فيفا غړي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سړۍ کله يې چې غوښتل له جعلى کارتونو څخه دخپلې خوښې نوماند په ګته استفاده وکړي دپوليسو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي دانتخاباتو له دغه څارونکي څخه په سلګونه جعلى کارتونه ترلاسه شوي دي .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني له هغه وروسته چې خپل نظر وړ نوماند ته رايه ورکوه په ښه توګه دامنيت دتامينولو په خاطر يې دامنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلي.
دباختر آژانس دخبرله مخې قانوني په خپلو خبرو کې په دې ملي بهير کې دخلکو پراخ ګډون هغو دښمنانو ته څرګند ځواب وباله چې د جمهوري رياست انتخابات يې تحريم کړي و .
قانوني له ټولو هيواد والو څخه وغوښتل چې آوازته له پاملرنې پرته د رايي ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او دخپلو رايو دکارولو له لارې دې دځان ، هيواد او د خپلو بچيانو برخليک وټاکي .
ده وويل په دغه ملي بهير کې دخلکو کارنده ګډون هغه ځپڼده ډبره وه چې د دښمن ټټريې سورى کړ.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
په فارياب ولايت کې د رايي ورکولو ديوه مرکز په وړاندې دځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.
دفارياب ولايت امنيتي مامورين وايي چې يو ځانمرګي يرغلګريې د ځانمرګي بريد له ترسره کولو مخکې دشيرين تګاب په ولسوالۍ کې نيولى دى .
دغه يرغلګر ټيک هغه وخت دپوليسو له خوا وپيژندل شو.
او ونيول شو چې غوښتل يې د رايي ورکولو يوه مرکز ته ننوځي.
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسول دباختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغه ځانمرګي يرغلګر نيول کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې امنيتي مامورين دځانګړو تدبيرونو په نيولو سره په دې بريالي شوي دي چې په فارياب کې دانتخاباتو امنيت په ښه توګه تامين کړي .
ده وويل چې تراوسه پورې په فارياب کې هيڅ راز پيښه نه ده رامنځته شوې دا په داسې حال کې ده چې په لسګونه زره تنه د ميمنې په ښار او دفارياب ولايت د اړوندو ولسواليو د رايو ورکولو صندوقونو ته تللې دي او يا هم ديون په لاره کې دي .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دکابل ښار دشپږمې ناحيې د رايي ورکولو په مرکز کې ښځو او نارينه و اوږدې ليکې جوړې کړې دي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دغه مرکز کې شيبه په شيبه د رايي ورکوونکو شمير زياتيږي دلټه دښځو او نارينه و لپاره د رايي ورکولو پنځه سيمې شته او هيڅوک شکايت نه لري ټول خوشحاله دي چې د رايي په ورکولو سره دخپل هيواد د راتلوونکي برخليک په ټاکلو کې ونډه اخلي يوه رايه ورکوونکى وويل رايه په راتلوونکې برخليک کې زموږ رول ټاکي.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
د زرغونې ليسې دراي ورکولو په مرکز کې دښځو او نارينه و او ږدې ليکې ليدل کيږي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په دغه مرکز کې رايي ورکوونکى دانتخاباتي مرکز دمسولينو دکارونو له امله خوښ دي او دڅارونکو دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې په دغه مرکز کې کومه سرغړونه نه ده رامنځته شوې.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دپوهاند عبدالشکور رشاد دښوونځي د رايي ورکولو دمرکز موظفينو ددغې د اوسيدونکى حشمت الله د رايي دکارولو مخه ونيوله.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د رايي ورکولو دمرکز کارکوونکو حشمت الله ته اجازه ورنه کړه چې رايه ورکړي ځکه چې قانون عمريې نه وبشپړ کړى.
دمسوولينو دڅرګندونو له مخې : کله چې د رايي ورکوونکى تذکره وکتل شوه هغه د رايي ورکولو قانوني عمرته نه ورسيدلى.
هغه اتلس کلن نه وشوى خو غوښتل يې چې رايه ورکړي په دغه مرکز  کې د رايي ورکولو پنځه سيمې شته او په خپل وخت يې په کار پيل کړى دى .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دجامعته الاسلام د رايي ورکولو په مرکز کې نږدې زروتنو رايه ورکړې ده .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په دغه مرکز کې دښځو او نارينه ولپاره د رايي ورکولو پنځه سيمې شته او اوږده ليکه يې جوړه کړې ده او شيبه په شيبه د رايي ورکوونکو شمير زياتيږي.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
د دشت برچي دقران اوعزت مدرسې درايي ورکولو په مرکز کې د رايي ورکوونکو دکارتونو دسوري کولو وسيله کارنه کوي.
په دغه مرکز کې د رايي ورکوونکو دکارتونو يوه څنډه په بياتي سره غوڅوي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې . ددغه مرکز مسول محمد طاهر دغه ستونزه مني او وايي د رايي ورکولو کارتونه په بياتي سره نښه کيږي ددغه مرکز د رايي ورکونو په پنځو سيمو کې تر له غرمې مخکې پورې ٤٨١ تنو ښځو او ٨٥٢ تنو نارينه ورايه ورکړې ده .
يو رايه ورکوونکى حاجي ملنګ وويل په دغه مرکز کې زياتو ځوانانو رايه ورکړې ده او ورکوي ځکه ځوانان په خپل رسالت پوهيدلي دي .