21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه جوړه شوه

د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر د مشرانوجرګې نننۍ فوق العاده غونډه کې...

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر د شهيد ستر پاسوال عبدالرازق د ملي...

پنځه طالبان په نيمروز کې ونيول شول

پنځه طالبان په نيمروز کې ونيول شول

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر د نيمروز پوليسو نن پنځه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دوري اوولسمه :
يوه عيسوۍ ميرمن او ميړه په پاکستان کې د کفر ويلو په علت په اعدام محکوم شول.
په دغې ميرمنې او ميړه دغه حکم پرون په پنجاب ايالت کې صادر شو.
دغه ميرمن او ميړه د تېرکال د جولاى په مياشت کې له هغه وروسته ونيول شول چې د يوه امام د څرګندونو له مخې د دوى له موبايل څخه يې يو پيغام ليږلى و چې په هغه کې حضرت محمد مصطفى ( ص) سپکاوي شوى و.
  له بلې خوا د دغې ميرمنې او ميړه وکيل د دغه ادعا په ردولو سره وايي: دغه پيغام هغه وخت ليږل شوى دى چې دغه موبايل له دغې ميرمنې او ميړنه سره نه و .
په پاکستان کې ديني مقدساتو ته سپکاوي اړوندسزا لري .

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٧ :
تراوسه پورې  په پکتياولايت کې د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو په کميسيون کې ٧٤ مورده شکايتونه ثبت شوي دي .
په پکتيا کې د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو دکميسيون رييس بشير بهرام دباخترآژانس خبريال ته وويل: په پکتيا ولايت کې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو د انتخاباتو له ترسره کيدو وروسته ٧٤ مورده شکايتونه دغه دفتر ته رسيدلي دي چې له دې جملې څخه لس شکايتونه په ليکلي ډول او نوريې شفاهي دي.
بهرام زياته کړه چې زياتره ثبت شوي شکايتونه د ولايتي شورا په  نوماندانو پورې
اړه لري.
دپکتيا ولايت د انتخاباتو دکميسيون رييس وويل چې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې د رايو شمېرنې پيل شوې دي او د لومړنيو شمېرنو نتيجې به په ډير لنډ ممکن وخت کې اعلام شي.

اسلام اباد\ ډ ي ډان \  باختر دوري دمياشتې  ١٧ :
دپاکستان حکومت تصميم نيولى دى، ديارلس تنه نور بنديان چې يوشمېر يې د طالبانو په لست کې دي؛ آزاد کړي .
دپاکستان د ډان ورځپاڼې د انترنټي سايټ دخبرله مخې: دپاکستان دکورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي وويل چې دغه اقدام د سولې د طرحې د پرمختګ لپاره شوى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير چې د حکومت او د طالبانو دمرکچي کميټوله ګډې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرې کولې؛ دپاکستاني طالبانو له تحريک څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو دبرياليتوب لپاره دې دحکومت په شان اقدام وکړي.
ده وويل: ځينې هغه کسان چې آزاديږي؛ دطالبانو په لست کې شامل دي .
دغه راز په دې غونډه کې د سولې په خبروکې دپرمختګ او دحکومت او طالبانو د ټيمونو ترمنځ د مستقيمو خبرو د بل پړاو دترسره کولو دځاى په باب خبرې وشوې.
دخبرو بل پړاو به په راتلوونکې اوونۍ کې تر سره شي او ښايي د هغو بنديانو شمېر  چې آزاديږي؛ ديرشو تنو ته ورسيږي .
دپاکستان حکومت د روان کال د وري دمياشتي په ١٤ نيټه هم نولس تنه بندي طالبان آزاد کړي وو.

اسلام اباد\ ډ ي ډان \  باختر دوري دمياشتې  ١٧ :
دپاکستان حکومت تصميم نيولى دى، ديارلس تنه نور بنديان چې يوشمېر يې د طالبانو په لست کې دي؛ آزاد کړي .
دپاکستان د ډان ورځپاڼې د انترنټي سايټ دخبرله مخې: دپاکستان دکورنيو چارو وزير چوهدري نثارعلي وويل چې دغه اقدام د سولې د طرحې د پرمختګ لپاره شوى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير چې د حکومت او د طالبانو دمرکچي کميټوله ګډې غونډې وروسته له رسنيو سره خبرې کولې؛ دپاکستاني طالبانو له تحريک څخه وغوښتل چې د سولې د خبرو دبرياليتوب لپاره دې دحکومت په شان اقدام وکړي.
ده وويل: ځينې هغه کسان چې آزاديږي؛ دطالبانو په لست کې شامل دي .
دغه راز په دې غونډه کې د سولې په خبروکې دپرمختګ او دحکومت او طالبانو د ټيمونو ترمنځ د مستقيمو خبرو د بل پړاو دترسره کولو دځاى په باب خبرې وشوې.
دخبرو بل پړاو به په راتلوونکې اوونۍ کې تر سره شي او ښايي د هغو بنديانو شمېر  چې آزاديږي؛ ديرشو تنو ته ورسيږي .
دپاکستان حکومت د روان کال د وري دمياشتي په ١٤ نيټه هم نولس تنه بندي طالبان آزاد کړي وو.

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٧ :
د امنيتي ځواکونو د هغو ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې ترسره شول؛ څلور نوي تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباخترآژانس خبريال ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتو کې چې دغزني، بادغيس، بغلان، فارياب، خوست او دپکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ څلورنوي تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ شل تنه ټپيان او درې تنه نوريې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغوعملياتوکې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د دايکنډي، تخار، کندز، فارياب، جوزجان، قندهار، خوست او د غور د ولايتونو په  مربوطاتوکې شپږ ويشت ماينونه او د ميزائيلونهه ماينونه کشف او شنډکړي دي.

Sunday, 06 April 2014 11:11

د اسعارو بيه

کابل\باختر\د وري دمياشتې ١٧ مه: 
دکابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقابل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 30/57  افغانيو پلورل په  40/57افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په 50/94افغانيو پلورل په    60\ 94افغانيو
يوه يورو پيرودل په 30/ 87 افغانيو پلورل په  40/79  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  20/  15پلورل 25/  15افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په 55/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
زرپاکستانى کلدارې پيرودل په  561افغانيو پلورل په   562افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په  930افغانيو پلورل په 940 افغانيو
او زر ايرانى تو مان پيرودل په 70/18  افغانيو پلورل په 80/18 افغانيو

Sunday, 06 April 2014 11:11

د هواحالات

کابل\باختر\د وري د مياشتې١٧ مه: د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي : کابل- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٤ ټيټه ٥ مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه ٢٠، ټيټه ٩ لښکرګاه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه ١٢ شمالي سالنګ- آسمان وريځ،د تودوخې لوړه درجه ١، ټيټه ٤- جنوبي سالنګ- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢، ټيټه ٣- جلال آباد- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢، ټيټه ١٠ جبل سراج- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٤ ټيټه ٦ شبرغان – آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه ١١ باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ، ، د تودوخې لوړه درجه ١٠، ټيټه ٣- فيض آباد- آسمان وريځ، د اورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٥ ميمنه- آسمان وريځ، د اورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٠، ټيټه ١٣ قندهار- آسمان شين، د تودوخې لوړه ٢٣، ټيټه ١٢ کندز- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٢١، ټيټه ١٠ غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ، ، د تودوخې لوړه درجه ٩ ، ټيټه ٢- فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٧ ټيټه ١٠ خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ٨ هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه ٨ په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ٣٦ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ١٧ دقيقو ولويږي.

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دانتخاباتو خپلواک  کميسيون نن مازيګر په پنځو بجو دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو دانتخاباتو درايو ورکولو د بهير پاى اعلام کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې   :   دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  د دارلانشا رييس ضياالحق امرخيل  دمازيګر په پنځو بجو درايو ورکولو دبهيرپاى اعلام کړ  خو ويې ويل  هغه  کسان چې په مرکز او ولايتونو کې  په ليکو کې پاتې دي رايه به ورکړي.
ده له رسنيو او دافغانستان له ملت څخه چې دباران په اورښت کې په شور او ولولو  سره يې په انتخاباتو کې ګډون وکړ،  مننه وکړه او ويې ويل :  فکر نه کيده  چې په دغه شان شرايطو کې خلک به   په شور او ولولوسره په انتخاباتو کې ګډون وکړي .
امر خيل درايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې  درايې دورکولو دپاڼو کمښت ته اشاره وکړه او ويې ويل :  چې په هر مرکز کې درايو ورکولو شپږسوه پاڼې موجودې وې  چې له زماني پلوه  که چيرې  يوه دقيقه  په رايو ورکولو  لګيدلي  واى  لس ساعته وخت يې نيوه .
دده دڅرګندونوله مخې :  له غرمې مخکې درايو ورکولو دپاڼو تماميدل له تخنيکي پلوه  ستونزې لري .
ده په پاى کې يوځل بيا په انتخاباتو کې دخلکو دپراخ  ګډون له امله  مننه وکړه  او ددغه برياليتوب له امله يې دافغانستان خلکو ته مبارکي وويله .
درايې اخيستنې  دبهير له پاى ته رسيدو سره جوخت  په  ټول هيوادکې درايو دشميرلو بهير پيل شوى دى .

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دفارياب امنيتي ځواکونو دانتخاباتو دترسره کولو په  بهيرکې دوسله والو طالبانو
څو تروريستي بريدونه شنډکړي دي.
وسله والو طالبانو  دنهو يرغليزو  چاودنو او دځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره
غوښتل  دقيصار ، المار او شرين تګاب  دولسواليو درايو په مرکزونو کې  په رايو ورکوونکو  بريدونه وکړي .
دفارياب ولايت  يوه امنيتي  مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل :  چې دملي اردو  او دملي پوليسو ځواکونو دڅو مرکزونوپه وړاندې دوسله والو طالبانو څو بم ايښودنې په خپل وخت شنډې کړي  او دغه راز بريدکوونکي يرغلګر يې  په شا وتمبول.
دغه راز دغو ځواکونو يو ځانمرګى يرغلګر  چې غوښتل يې دشرين تګاب ولسوالۍ درايې ورکولو په يو مرکز کې په رايې ورکوونکو بريد وکړي ، ونيوه .
ددغې نښتې په بهرکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودر ې تنه پوځيان هم ټپيان شول .
دغه راز يوازې يو ملکي وګړى په فارياب کې درايې ورکولو په يو مرکز دطالبانو له خوا دتوغول شوي توغندي دلګيدو له امله ټپي شوى دى .

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
دپروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې  دننني  چاودنې له  امله دسرزيان نه دى رامنځته شوى .
دجبل السراج ولسوالۍ نن له غرمې مخکې ددريو پرله پسې  چاودنو شاهده وه .
دغه چاودنې  درايې ورکولو  دوو مرکزونو ته څيرمه  رامنځته شوې.
دجبل السراج ولسوال سمندر سکندري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو چادونو دسرزيان نه دى اړولى .
ده  وسله وال طالبان ددغو بم ايښودنو مسوول وبلل  او ويې ويل  ، چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.