27 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دچنګاښ د مياشتې٢٢
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت کوم بدلون نه دى راغلى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٣٣٨ډالرو وړاندې کيدل، خو نن هم په ١٣٣٨ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٨٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٩٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
يوې ځوانې  ميرمنې تيره شپه دبغلان ولايت په خوست ولسوالۍ کې  ځان وواژه .
دخوست ولسوال حاجي سنګي محمد دباختراژانس خبريال ته وويل: دغې ميرمنې  چې پنځوس کلنه وه  او  د اتو ماشومانو مور وه  دکورني تاوتريخوالي له امله يې ځان په خپل کور کې  زندى کړى او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
دخوست ولسوال په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې اصلي علت دکورني دتاوتريخوالي شتون او هم  له  بلې خوا رواني ستونزې  وبللې  زياته يې کړه چې تراوسه پورې  ددغې قضيې  په اړوند څوک نه دى نيول شوى .

Sunday, 13 July 2014 10:47

د هواحالات

کابل\باختر\ دچنګاښ د مياشتې٢٢
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه  ١٦
مزارشريف- آسمان شين،  د تودوخې لوړه درجه  ٤٣ ټيټه ٣٠
لښکرګاه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٣
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٦، ټيټه  ٨
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ١١
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٨
جبل سراج- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ټيټه ٢٠
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٥
باميان-آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١٢
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه  ١٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣١ ، ټيټه ٢٢
قندهار- آسمان شين، د تودوخې لوړه ٤٢، ټيټه ٢١
کندز- آسمان شين، د تودوخې  لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢١
غزني- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ١٤
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه ١٩
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٦، ټيټه ٢٧
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٥٠ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٦دقيقو ولويږي . 

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
د ملي اردو ځواکونو د عقاب _ ٢٣٢ په نامه  د هلمندولايت د سنګين ولسوالۍ په  مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل.
د ملي دفاع  وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر  آژانس ته  خبر ورکړ چې د دغو عملياتو په بهيرکې ديارلس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي، يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي، درې ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي او د طالبانو  درې پوستې ويجاړې شوې دي.
دغه راز د هلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې دګډوعملياتوپه بهيرکې د دښمن نوولس کلک سنګرونه او يو بلنداژ ويجاړ شوي دي او د اته څلويښتوماينونو او د سلو کيلوګرامو چاويددونکوتوکوپه ګډون يوه ډيپو کشف اوله منځه وړل شوې ده.
په دغو عملياتوکې دماين  دولس شارت کوونکې بطري او دوه ريموټ کنترول هم ترلاسه شوي دي.

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دغور ولايت د چارسدې په ولسوالۍکې څلرويشتو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ملي دفاع  وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې  په  ليږلو سره دغور ولايت په مربوطاتو کې  وروستۍ پرمختياوې په دې  ډول  بيان
کړې دي :
دغور ولايت د چارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له شتون
څخه دملي اردو دمنسوبينو په چاڼيزو عملياتوکې شپاړلس تنه وسله وال مخالفين
ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې د دښمن شپږ ټينګ سنګرونه دړې وړې شوي دي.
دغه عمليات ټيک هغه وخت ترسره شول چې وسله والو مخالفينو دغور ولايت په  چارسدې ولسوالۍ کې په تحرکاتو لاس پورې کړ.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دغزې په تړانګې د اسراييلو د صهيونستي رژيم د وحشيانه او پرله پسې بريدونو له امله د انساني زيان په اړوند دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه!
دملي شورا د مشرانو جرګه د غزې په تړانګې د اسراييلو د صهيونستي رژيم د تشديدي او وحشيانه بريدونه په ژورو انديښنو سره تعصفيوي چې له څو ورځو راپه دې خوا د څه د پاسه سلو تنو په شهادت او د سلګونو تنو نورو فلسطيني خويندو، ورونو اوماشومانو په ټپي کيدو سربيره د غزې په تړانګه کې يې زياتې ويجاړتياوې رامنځته کړې دي او رواني اغيزو يې د نړۍ د ټولو مسلمانانو زړونه او ذهنونه ټپي کړي دي .
کله چې د مظلومو فلسطينيانو تاريخي او اوسني حالت ته د اسلامي نړۍ په هيوادونو کې نورې کورګډې جګړې ونيو؛ دې نتيجې ته رسيږيږو چې په دې نړۍ کې نه د بشر حقوق شته او نه هم عدالت او نه هم د اسلامي هيوادونو او سازمانونو د مشرانو منځګړيتوب او هلې ځلې او نه هم د اسلامي خلافت امارت د ټيکه دارانو له خوا اغيزمن غبرګونونه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بې ګنا انسانانو په وژلو لاس پورې کوي.
د ملي شورا مشرانو جرګه د اسراييلو ددغه شان وحشيانه بريدونو د غندلو په ترڅ کې دخپل ژورخپګان مراتب فلسطيني خويندو او ورونو او ټولو مسلمه امت ته څرګندوي او په جدي توګه د فلسطين د مسلمانانو د حقوقو د اعاده کولو او په فلسطين ، افغانستان او د جګړې له امله په نورو زيانمنو شويو هيوادونو کې دجګړې او د وينې تويدو د بندولو غوښتنه کوي.

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
د افغانستان د اوسني حالت په باب د استانبول د بهير د آسيا د زړه د غونډې ګډه مطبوعاتي وينا
د آسيا د زړه ( د استانبول  د بهير ) د جګپوړو کارکوونکو غونډې په برياليتوب سره د افغانستان دجمهوري رياست د انتخاباتو د بهير دپاى ته رسيدو په اهميت باندې چې دهيواد له ګوټ ګوټ څخه په مليونونو تنو افغانانو په کې ګډون کړى  وو، ټينګار وکړ.
باخترآژانس دافغانستان دبهرنېو چارو وزارت دخبرپاڼې له خولې  خبر راکړ:
دغو مقاماتو ويلي دي چې دغه راز داهميت په ټينګښت او له دموکراتيکو حقوقو څخه داستفادې لپاره دمساعد فرصت په برابرولو کې  دافغانستان دملي اردو او دملي امنيت دځواکونو او په دوى پورې داړوندو ارګانونو دهڅو او هاند له امله مننه کوي.
لکه څنګه  چې دافغانستان امنيت اوثبات دسيمې دامنيت اوثبات لپاره ضروري دي؛ موږ دانتخاباتو له لورو څخه غوښتنه کوو چې دانتخاباتو بهير په خپل وخت داساسي قانون  له ميکانيزمونو اوله قانوني چوکاټونو سره سم پاى ته ورسوي.
موږ ډاډمن يو چې نوماندان به  د دې وس ولري چې خپل اختلافونه  دخبرو له  لارې   او دافغانستان ديو والي اوثبات په پام کې نيولو سره حل او فصل کړي.
موږ هيله لروچې په افغانستان کې دقدرت ليږدونه د ١٣٩٣ کال  د زمري دمياشتې په  يوولسمه نيټه په برياليتوب سره ترسره شي او افغانستان وکولاى شي  خپله  زياته پاملرنه د سيمه ييزې همکارۍ د لوړولو په ګډون د پرمختګ په نورو اړخونو متمرکزه کړي.
د آسيا د زړه هېوادونه دافغانستان ترڅنګ دريدو ته دوام ورکوي او ديو خپلواک ، يو موټي ، باثباته او آرام افغانستان ملاتړ  کوي چې وکولاى شي دسيمې په ثبات اوپرمختګ کې اساسي او څرګند رول ولوبوي.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين د استانبول د آسيا د زړه د بهير د جګپوړو مقاماتو د غونډې ترڅنګ چې د چنګاښ د مياشتې په ١٦نيټه دچين په پيکينګ ښارکې جوړه شوې وه؛ دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت له معين سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې ارشاد احمدي د استانبول د آسيا د زړه د بهير د جګپوړو مقاماتو په غونډه کې د پاکستاني هيئت د دريځ او ملاتړ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: دغه شان غونډې په سيمه کې دهيوادونو ترمنځ په راتلوونکي کې د همکاريو لپاره ښه زمينه ده.
ښاغلى اعزاز احمد چو هدري هم په زياتو او دوامدارو همکاريوه ټينګار وکړ او ويې ويل: موږ کولاى شو د دواړو هيوادونو ترمنځ ټولې مسئلې د خبرو اترو په چوکاټ کې حل کړو.
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت معين د افغانستان دملي امنيت دسلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا وروستى سفر ته په اشارې سره وويل: د دواړو هيوادونو ترمنځ همکارۍ له هيلو ډکې دي او نوى پړاوته رسيدلې دي .
ارشاد احمدي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اعتماد پيدا کولو هلوځلو ته اشاره وکړه او دپاکستان د لوري د عملي او ملموسو اقداماتو په مهم والي باندې ټينګار وکړ.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دکونړ ولايت د وټه پورې ولسوال تېره شپه له يوه بريد څخه روغ رمټ پاتې شو، خو ورور يې ووژل شو.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د وټه پورې ولسوالۍ د پشد په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د وټه پورې ولسوال سيد زيورشاه پاچا د خپل ورور په کور کې له روژه ماتې وروسته دخپل کور په لور روان و چې د طالبانو له کمين سره مخامخ شو.
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په همدې حال کې نښته وشوه چې له امله يې ولسوال روغ رمټ پاتې شو خو ورور يې ووژل شو.
ده وويل: پوليس سيمې ته رسيدلي او خپلې څيړنې يې پيل کړې دي .

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دپکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ماين دچاودنې له امله نن نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دڅمکنيو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل سيد حسن ننګرهاري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغې ولسوالۍ په بازار کې په يوه دوکان کې ايښودل شوي ماين وچاوديد چې له امله يې نهه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوى دى او د روغتون مسوولينو دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې دڅلورو تنوټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دي .