14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دوسله والو طالبانو د ډلې پنځه تنه سيمه ييز قوماندان له دريوتنو افرادو سره يې پرون دلغمان ولايت په مربوطاتو کې دپوليسو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې درې تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي هم دي .
دلغمان دوالي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل  :
په دغو عملياتو کې چې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  دوسله والو طالبانو د ډلې پنځه تنه سيمه ييز قوماندانان خوشحال ، متين ، سيدمحمد،هجرت،او انعمام له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شول او درې تنه نور يې ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې ددغو عملياتو په بهير کې دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دتخار ولايت د پوهنې رييس چې څه موده  مخکې بيدرکه شوى و پرون پيداشو .
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
ځينو رسنيو دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دويندوى  له خولې دتخار ولايت دپوهنې د رييس نجيب الله کامران خلاصون او پيدا کيدل تائيد کړي دي او ويلي يې  دي چې دى  په بغلان ولايت کې پيدا شوى دى او اوس په کابل کې دى .
د رارسيدلو خبرونو له مخې :  څو ورځې مخکې کامران  په تخارولايت کې بيدرکه شو او يوه خپلوان يې رسنيو ته ويلي و چې دى تښتول شوى دى .
دتخار ولايت پوليسو ددغې پيښې په اړوندددغه ولايت دپوهنې د رياست شپږ تنه کارکوونکي نيولي وو.

دعالمانو دشورا او دسولې دعالى شورا ګډ هيت سعودي عربستان ته  لاړ.
مسوولين :  ددغه سفر هدف دسولې د دريځ پياوړتيا ده.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دسولې دعالي شورا يوهيت  پرون داسلامي هيوادونو دهمکاريو سازمان په غونډو کې دګډون په مقصد سعودي عربستان ته لاړ.
دسولې دعالي شورا مقاماتو ويلې دي  داسلامي هيوادونو دهمکاريودسازمان په سراسرى غونډه کې دافغانستان دسولې دعالي شورا او دعالمانو دشورا د استازو دګډون  هدف په افغانستان کې دسولې دتامينولو په لاره کې داسلامي هيوادونو د همکاريو جلبول دي .
د سولې د  عالي شورا مقاماتو رسنيوته  ويلي دي  دسولې د  عالي شورا   د هيت د سفر  په اجندا کې له طالبانو سره کتنه  نه ده ټاکل شوې خو په هغه صورت کې چې د طالبانو استازې  د دغه  شورا   له هيت سره دکتنې غوښتنه وکړي دسولې عالي شورا  له دغه شان کتنې سره مخالف نه  ده او دغه راز خبروته  چمتو ده .
دغه راز دسولې دعالي شورا مسوولينو ويلې دي  په هغه صورت کې چې داسلامي هيوادونو دهمکاريو دکنفرانس ترڅنګ که چيرې په سعودي عربستان، ترکيې او يا په متحده عربي امارات  کې د طالبانو لپاره د دفتر دپرانستلو مسله طرحه شي افغانستان به ورسره  مخالفت ونه کړى .
دسولې دعالي شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد سعودي عربستان ته ددغې شورا د هيت دسفر په باب دباختر آژانس خبريال ته وويل   :
د  سولې عالي شورا  په  پام کې  لري چې داسلامي عالمانو له کنفرانس  وروسته 
چې څه موده مخکې په کابل کې جوړ شو  دسولې دعالي شورا او دعالمانو د شورا د  استازو په  ګډون ګډ هيت دسعودي  عربستان او د  نورو  اسلامي هيوادونو   له مقاماتو او عالمانو سره دسلامشورو په مقصد دغه هيواد ته سفر  وکړي.
ده سعودى عربستان ته دسولې دعالي شورا او دعالمانو دشورا دهيت دسفر هدف داسلامي عالمانو دکنفرانس له پريکړو سره دسعودي عربستان ملاتړو باله چې په کابل کې جوړ شوى و.
دسولې دعالي شورا ويندوى مولوي شهزاده شاهد رسنيوته ويلي دي چې ددغه اووه کسيزه هيت مشرتوب دافغانستان دعالمانو د سراسري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف په غاړه لري .
په دې کنفرانس کې د دوه پنځوسو اسلامي هيوادونو استازو ګډون کړى دى چې په افغانستان کې به دسولې او ثبات د اعاده کولو لپاره د دوى همکاري جلب شي.
ده وويل  :  افغان هيت به په مشخصه توګه  دجدي دغونډو له برخه والو څخه وغواړي دغه ټکى تفهيم کړي چې مسلمانان د ديني ارشاداتو او اسلامي نصايحو له لارې خپلې  جګړې او ستونزې حل او فصل کړي .  موږ غواړو دغه ټکې څرګند کړو چې جګړه دحل لاره نه ده .
مولوي شاهد ټينګار وکړ چې دسولې عالي شورا په ترکيه او يا سعودي عربستان کې د طالبانو د دفتر دجوړولو مخالف نه دى خو د دفتر له جوړولو څخه مخکې ددغه شان دفتر  د  جوړولو دڅرنګوالي   په باب اختلافي مسلې حل  شي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
د پروان  ولايت دچاريکارو په  ښار کې د دوو غير مسولو وسله والو ډلو ترمنځ دنښتې له امله دوه تنه  ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دپروان ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت امر ضيا الرحمن سيد خيلي ددغه خبر په تائيدولو سره باختر آژانس ته وويل  :  دغه غيرمسوول  وسله وال کسان د پروان ولايت په مرکز پورې اړوند دبرخواجه سيارانو په کلي له يوبل سره په نښته کې ووژل شول او يو غير مسول وسله وال سړى چې ټپي شوى د دپوليسو له خوا ونيول شو پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي.

مسکو- دويچه وله – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دروسيې دامنيت شورا وايي ښايي له افغانستان څخه دتروريزم  دصادريدو له پلوه انديښنې زياتې شي  .
ددغې شورا عمومي منشي وايي په افغانستان کې دثبات دتامينولو لپاره زيات وخت ته اړتيا ده .
د روسيې دملي امنيت دشورا عمومي منشي نيکولاى پاتروخوف دتيرې پنجشنبې په ورځ د روسيې له ورځپانې سره په مرکه کې ويلي دي ښايي له افغانستان څخه دبهرنيوځواکونو په وتلوسره دغه هيواد دنشه يي توکو په سترصادرونکې بدل شي.
دپاتروخوف دڅرګندونو له مخې  :  زياته انديښنه دنشه يي توکو دقاچاقو له پلوه ده چې دنړيوال  تروريزم دپياوړتيا سبب کيږي او له هغه سره نږدې اړيکې لرې .
ده وويل زموږ  دافغان او د لويديځو شريکانو له اعلام سره سره  چې وايي له نشه يي توکو سره مبارزه  يې زياته کړې ده  په دغه هيواد کې د کوکنار او کرکيله زياته شوې  ده.
پاتروخوف زياته کړه   په دې برخه کې حالات کيداى شي  پيچلى شي ځکه يو شمير هيوادونه غواړي څرګنده کړې چې له نشه يي توکوسره دمبارزې په برخه کې مرستو ته اړتيا لري .
دنيکولاى پاتروخوف دڅرګنده نو له مخې :   دا به زموږ په ګټه وي  د ګډو ګڼو په آسيايي هيوادونو او خپلواکو هيوادنو کې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو له وتلو سره جوخت د ثبات دزيات ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړو
ده ويلي دي ددغو انديښنو دله منحه وړلولپاره  بايد په لومړي  ګام کې خپلې پولې  ټينګې کړو او دهغو کنترول  پياوړى کړو له ټولو مخکې دافغانستان او تاجکستان پولې ټينګې کړو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دهيواد دنجونو دفوټبال ملي ټيم دآسيا دجنوب په سياليو کې دګډون لپاره تيارى
نيسي   .
دهيواد د فوټسال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضي دانش دباختر آژانس خبريال ته وويل :  دهيواد دنجونو دفوټبال ملي ټيم له  يوې اوونې راپه دې  خوا دهيواد دفوټبال  فدراسيون په لوبغالې کې خپل تمرينونه پيل کړي دي   .
د دانش دڅرګندونوله مخې دسيف  ګيم  يا د آسيا دجنوب سيالۍ ټاکل شوې ده په نوې   ميلادي کال کې د آسيا دجنوب د اتو هيوادونو په ګډون  په پاکستان    کې تر سره  شي.

تهران-  وى  او  اى – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
په نړيوالو چارو کې دايران داسلامي جمهوريت دمشرعلي خامنه اى سلا کار علي اکبرولايتي وايي ايران بايد دامريکا په ګډون دپنځه جمع يو له هيوادونو سره په جلا جلا توګه او دوه  په دوه  خبرې  وکړي .
دولايتي دڅرګندونو له مخې :  دغه شپږ هيوادونه په زياترو مواردو کې دنظر اختلاف لري او که چيرې له ايران سره دمخالفت پرسره ګډ نظر ولري زموږ په کار کې نيمګرتيا  شته .
دى چې اوس دنظام دمصلحت دتشخيص دټولنې دستراتيژيکي تحقيقاتو دمرکز رييس دى  له امريکا سره دمخامخو خبرو په باب ويلې دي ، دغه جواز نظام ورکړى دى چې کيداى شي دعراق ،افغانستان او داټومي موضوع  دمسلو په باب خبرې وکړو .
علي اکبر ولايتي وويل :   ايران  پخواهم هغه خبرې چې کيفيت يې ښه  نه وى  ردې کړي.
دايران دبهرنيو چارو پخوانۍ وزير ولايتي دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې
د دوشنبې په ورځ ژينو کې دايران او د  ٥+١ دکارپوهانو دخبرو دوام خبر ورکړ.
ايران او دنړۍ  شپږو قدرتونو دليندۍ دمياشتې په دريمه نيټه ديو سند په لاسليک کولو سره دبنديزونو دمحدوديتونو دکمښت په لاره کې دايران د اټومې پروګرام دشفافيت لپاره لومړني  او موقتي موافقې ته ورسيدل  او له هغه وروسته تراوسه پورې دکارپوهانو د خبرو دوه  دورې په ژنيو کې  ترسره کړي دي .

مسکو- نيوزونو – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
د روسيې دجنوب په  پياتى ګورتک ښارکې څه ناڅه درې تنه هغه وخت ووژل شول چې يو موټر د پوليسو ماموريت ته  څيرمه  وچاوديد.
د روسيې دکورنيو چارو وزارت دسيمه ييزو چارو ادارې تاييد کړه  چې دغې چاودنې تير ماښام دپوليسو دماموريت  ودانۍ ښيښې ماتې کړې او څيرمه دوکانونو ته  يې تاون  اړولى دى .
د روسيې دکورنيو چارو وزارت  په دې چاودنه  کې  د دريو تنو وژل کيدل تاييد کړل او ويې ويل  چې درې  واړه يې ملکي وګړې  و چې دغه موټر ته څيرمه ولاړ وو .
پياتې ګورتک د روسيې دشمالي قفقاز دجمهوريتونو له جملې څخه بلل کيږي ، هغه ځاى چې له کلونو کلونو راپه دې خوا د افراطي جګړه مارانو او دجنايکارو ډلو له خوا دتاوتريخوالي ډګر دى .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دکابل ښار دنجونو دواليبال سيالۍ نن د اولمپيک دملي کميتې په جمنازيوم کې پيل شوې.
دبدني  روزنې سپورت او د اولمپيک دملي کميتې درياست دواليبال فدراسيون ادارې  مرستيال عارف پيمان باختر آژانس ته وويل  :  دغه سيالۍ دنجونو ترمنځ دواليبال د ورزش د ودې لوړرولو په مقصد داتو ټيمونو ترمنځ  دپنځو ورځو  لپاره پيل شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل :  ددغو سياليو په پيل کې دسرې مياشتې او دمجتمع الزهرا ټيمونه  لوبه کوي.