26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دجلال  آباد_  کابل په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله يوولس تنه ټپيان شول.
دلغمان دوالي ويندوى  سرحدي ځواک دباخترآژانس خبريال ته  وويل : دغه پيښه د کابل _ جلال آباد  دلويې لارې په اوږدوکې  د لغمان ولايت  دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکاکڅ په ساحه کې  هغه  وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر  له يوه سراچه موټر سره ټکر وکړ اوله  امله يې١١ تنه ټپيان شول.
يوه اړونده  خبرځاى وويل: ددغې پيښې ټپيان دخلکو په همکارۍ دکاکڅ دکلي روغتيايي کلينيک ته وليږدول شول او وروسته دټپونو د ژورتيا په نسبت  دننګرهارولايت ملکي روغتون  ته وليږدول شول.
دروغتون  دمسوولينو دڅرګندونوله مخې:  ددغې پيښې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب  دى.

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ٢١ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په قندهار کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول ۷ تنه شهیدان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د قندهار د والي د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د پنجوایي په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ یو موټر د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په شمول د موټر ټولې ۷تنه سپرلۍ شهیدانې شوې.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه چاودنه په کلکو ټکو وغندله، ويې ویل: د روژې په مبارکه او سپیڅلې میاشت کې چې د عبادت، زړه سوي او له اړمنو کسانو سره د مرستې او تعاون میاشت ده، د تاوتریخوالي او د انسانانو د وینو د تویولو پرځای باید د هغوي لاس نیوي او خدمت ته ور ودانګل شي، نه داچې له بې ګناه خلکو څخه د هغوی ژوند واخیستل شي.
جمهوررئیس کرزي د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه ناوړه اعمال د اسلام د مقدس دین د ټولو لارښوونو پرخلاف وبلل او د هغو ترسره کوونکي یې د اسلام دښمنان وبلل.
د هيواد جمهوررئیس  په دې چاودنه کې پر وژل شویو کسانو په ژوره توګه خواشینی شوی او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغوی کورنیو ته وړاندې کوي او د لوی خدای له دربارڅخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.#

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دکونړ، نورستان، لوګر، غزني، بادغيس او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه جنګي وسايل ، د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
د رمضان د جام د فوټسال سياليو پرون مازيګر په هرات کې په اوو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليوکې د پيروزي ، ياران، فانوس ، عرفان ، اشراق، ياران نور او اتحاد ټيمونو وکولاى شول په خپلو سيالانو بريالي شي .
دغه سيالۍ په حذفي ډول د٦٤ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
په پکتيا ولايت کې تېره شپه د ماين د چاودنې له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پنځه تنه وسله وال طالبان چې تېره شپه يې غوښتل د پکتيا ولايت د احمد خيلو ولسوالۍ په لاره کې ماين ښخ کړي؛ ماين د ښخولو په وخت کې وچاوديد چې د چاودنې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو نن دهلمند ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي ګزمې په بهيرکې د وسله والو طالبانو له خوا درې ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
په قندهار ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله د ښځو په ګډون اته تنه ملکي وګړي شهيدان شول

دغه چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ د نوروز په نامه سيمه کې هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
دقندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ښځې او درې تنه نارينه شهيدان او دوه تنه نور نارينه ټپيان شول.
دقندهار په يوه روغتيايي مرکزکې ډاکترانو د پيښې د يوتن ټپي رغتيايي حالت خراب وباله.
سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې د عاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.
 

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
پنځه تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې دافغان ځواکونو دهوايي عملياتو په بهير کې ونيول شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر يوه مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال د نيولو په مقصد تيره شپه ددغې ولسوالۍ په پنځه سيمه کې ترسره شوي و چې له امله يې نومول شوي ولسوال له ساحې څخه وتښتيد خو پنځه تنه افراد يې د پوليسو له خوا له وسلو سره يې ونيول شول.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دملي دفاع وزارت د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې د لسو تنو بهرني اتباعو په ګډون د ٦٤ تنو د وژل کيدو خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته خبرورکړ: دملي اردو ځواکونو په سيموکې د سولې او ثبات د ټينګښت په مقصد پرون دکونړ، نورستان، کابل، غور، هلمند او دکندز د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دلسو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون ٦٤ تنه تروريستان ووژل شول .
په دغو عملياتوکې اووه تنه وسله وال طالبان ونيول شول او يوه اندازه وسلې او مهمات او سل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي او د وسايطو ضد ١٨٨ ضد ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې په تروريستي ډلو پورې اړوند زيات شمېر وسله وال کسان ټپيان شول او اووه تنه نوريې ونيول شول.

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دکورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې چې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: د روان کال د وري د مياشتې په ١٦ او د غبرګولي د مياشتې په ٢٤ د انتخاباتو د دوو پړاونو ترسره کول او په دغه ملي بهيرکې دخلکو پراخ ګډون په هيواد کې د دموکراسۍ او ولسواکۍ د ستنو د ټينګښت لپاره دافغانستان د پتمن او نجيب ملت د روا ارادې ښکارندوى دى او د خپلې رايې له حق څخه په استفادې سره د خپلو سترو آرمانونو د تحقق لپاره چې  هماغه د ديموکراسۍ پياوړتيا ده؛ تاوتريخوالي او تروريزم رد کړ، ګام پورته کړ .
له همدې امله امنيتي ځواکونو په ځانګړى ډول د هيواد ملي پوليسو د انتخاباتو د دواړو پړاونو د امنيت د تامينولو په لاره کې په بريالي، مسلکي او همغږى ډول عمل وکړ او په انتخاباتوکې يې د خلکو دپراخ ګډون لپاره زمينه برابره کړه او ويې کولاى شول کورنى او بهرنى توطيې چې د وري په ١٦ او دغبرګولي په ٢٤ د انتخاباتو بهير د ګډوډولو په خاطر جوړې شوې وې؛ شنډې او وځپي.
دملي پوليسو ځواکونه په دې کار سره وښودله چې له لوړ ظرفيت او ځواکمنتيا څخه برخمن دي او کولاى شي د ستر ملي او سياسي بهيرونو ساتنه او د خلکو د سر او مال څخه په ښه ډول دفاع وکړي.
د افغانستان امنيتي ځواکونو او په تېره بيا ملي پوليسو د انتخاباتو په دواړو پړاونو کې دبې طرفي داصل په رعايتولو سره د رايې ورکولو صندوقونو ته دخلکو دورتګ په وخت کې دامنيت دتامينولو او د تقلب د مخنيوي په لاره کې فوق العاده رول ولوباوه  چې دخلکو ترمنځ ددغو ځواکونو دباور د زياتوالى سبب شوى دى.
خو له دغو ټولو سره سره احساسيږي په دې وروستيو وختوکې هيوادوال د امنيتي حالت د خرابيدو د احتمال له پلوه انديښنه لري. د دغو انديښنو د لرې کولو د هيواد د اتباعو دامنيت دتامينولو او آرامۍ لپاره دکورنيو چارو وزارت دغه موارد اعلاموي چې د خلکو د آرامۍ سبب شي:
• د سوله ييز مظاهرو او غونډو جوړول، دهيواد د هرتبعه قانوني حق دي او په لاره کې د هيواد ملي پوليس مسوليت لري په بشپړ بې طرفى سره د احتمال د بې نظمى او د اړو دوړ د رامنځته کيدو د مخنيوي په لاره کې خپله قانوني دنده ترسره کړي. په دې وسيله د غونډو او مظاهرو له سازمان ورکوونکو څخه غوښتنه کيږي چې د قانون په چوکاټ او له پوليسو سره په همغږۍ کې عمل وکړي.
له درنو ښاريانو، مرکزونو او له هغو ډلو څخه چې مظاهرې او غونډې ترسره کوي؛ غوښتنه کيږي؛ د امنيت او د امن او عامه نظم د تامينولو په لاره کې له ملي پوليسو سره په جدي او قانوني ډول همکاري وکړي.
• د مظاهرو د قانون له مخې: پوليس بايد د مظاهرو له ترسره کولوڅخه ٢٤ ساعته مخکې خبرترلاسه کړي چې د مظاهره کوونکو دامنيت دتامينولو او عامه ځايونو او شتمنيوته د زيان رسولود مخنيوى په لاره په خپل وخت اقدام وکړي.
• د قانوني مظاهرو د ترسره کولو لپاره د تګلوري ټاکل، سيمې او د امنيت تامينول دملي پوليسو له مسوليتونو څخه دي.
• د هيواد له هغو لوړ رتبه دولتي مقاماتو، ملي او جهادي شخصيتونو څخه چې دځان د امنيت د تامينولو لپاره دملي پوليسو وسايل او تجهيزات په واک کې لري؛ غوښتنه کيږي چې د افرادو له خوا د دغو وسايطو او تجهيزاتو څخه دناوړې استفادې مخه ونيسي.
• په دغه شان مواردوکې د پوليسو له تجهيزاتو او وسايطو څخه ناوړه استفاده قانوني جواز نه لري.
• له هغو افرادو څخه چې دخپل امنيت دتامينولو په خاطر د وسلو دليږدونې جواز يې ترلاسه کړى دى؛ غوښتنه کيږي چې په غونډوکې دګډون په وخت کې دې د وسلې دليږدونې او له هوايي ډزو څخه چې دخلکو د انديښنې سبب کيږي؛ ډډه وکړي. له دې پرته له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند کيږي او د وسلې جواز يې مسترديږي.
• دکورنيو چارو وزارت د هيواد خلکوته ډاډ ورکوي چې د افغانستان دملي پوليسو ځواکونوته به د انتخاباتو د بهير تر پاى ته رسيدو او بشپړيدو پورې دبې طرفي په ساتلو سره د هيوادوالو د امنيت د تامينولو په لاره کې چې دهغوى له هميشنيو سترومسوليتونو څخه بلل کيږي؛ په جدي او مسولانه ډول عمل وکړى.

بغداد\ بي بي سي \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
د بشر د حقوقو يوه مدافع ډله وايي چې د عراق امنيتي ځواکونو او حکومتي مليشو تيره اوونۍ څه ناڅه  ٢٥٥ تنه  سني بنديان اعدام کړل.
باخترآژانس دبي بي سي نيوز د انترنټي سايټ له خولې  خبر راکړ :
د بشردحقوقو مدافعانو په يوه ويناکې ويلي دي چې دغه وژنې په ښکاره د عراق اوشام داسلامي دولت د ډلې يا  داعش  د بريدونو  په غبرګون کې ترسره شوي دي.
يوه اړونده خبر ځاى وويل:  ټول وژل شوي بنديان سني مسلمانان وو، په داسې حال کې چې زياتره امنيتي ځواکونه او حکومتي پوځي مليشې شيعه ګان وو.
دبشر د حقوقو دمدافعانو په وينا کې ويل شوي دي چې زياتره اعدامونه  په داسې حال کې شوي دي  چې امنيتي ځواکونو دداعش دډلې دپرمختګ نيولې ده .
وينا زياتوي  چې دغه وژنې په شپږو ښارونو موصل ، تلعفر ، بعقوبه ، جمارخ ، روا   او حله کې شوي دي .
په وينا کې ويل شوي دي: داسې بريښې چې  دغه وژنې د داعش له ډلې څخه په غچ اخيستنه کې شوې دي چې دجنګي  جنايتونو او د بشريت پرخلاف دجنايت ډګر دى.
تيره مياشت  د داعش ډلې دعراق دشمال او لويديځ  ځينې سيمې ونيولې.