02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په غزني ولايت کې نن د ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي کمپاين دساحې په څلور سوه متري واټن کې يو توغندى ولګيد .
دغزني ولايت يوه امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي  دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه توغندى دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله له رسيدو سره جوخت دغزني ښار په ورزشي لوبغالي کې ولګيد چې له نيکه مرغه دسرزيان او مالي تاوان يې نه دى اړولى.
ويل کيږي چې دغه کمپاين لاتراوسه پورې دوام لري  او دکمپاين  په بهير کې  کومه نيمګړتيا  نه ده رامنځته شوې .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په بغلان ولايت کې دکرکر د ډبرو دسکرو دکان دوه تنه کارګران نن ووژل شول.   دغه کارګران  دکرکر دډبرو سکرو ديوه کان په لومړى لمبر سمڅه کې دمسموونکو  ګازاتو دخپريدو له امله ووژل شول .
دافغان کول  کمپنۍ رييس محمد منير دباختراژانس خبريال ته وويل، دګازاتو دخپريدو له امله داستخراج  دبرخې دوه تنه  کارګران چې د ډبرو سکرو په کيندنې  بوخت و مسموم شول او سمڅې  ته د ژغورنې دکارکوونکو تر رسيدو پورې ووژل شول .
داپه داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم ددغه کان يوکارګر  په سمڅه  کې د ده په سر د ډبرو سکرو ديوې سترې ټوتې دلګيدو له امله مړ شوى و .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
  په فراه ولايت کې دپوليسو دځواکونو اوطالبانو ترمنځ  جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې دپوستې دپوليسو له ځواکونو سره دطالبانو په نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه  نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې دوژل شويو کسانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي  .
کارګر  زياته کړه چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى خو دپوليسو يوسرتيرى ټپي شوى دى.
همدا اوس دسيمې امنيت دامنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې دى .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په کندز ولايت کې دذوالفقار  - ٢ په نامه دملي اردو دځواکونو په پرونيو چاڼيزو عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو ځواکونو په کندز  کې دذوالفقار – ٢ په نامه دچاڼيزو عملياتو په دوام  چې لمن يې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ ته پراخه شوې ده څلور تنه وسله وال طالبان ووژل .
په دغو عملياتو کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ددرندو اوسپکو وسلو يوه اندازه مهمات  هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دفراه ولايت دبکوا ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دابو نصر   فراهي په نامه دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي  تجهيزات او دوه  سراچه موټرونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دافغانستان دسرې مياشتې دکميټې له ويچر سره دباسکتبال  ورزشکارانو دايټاليا په سياليو کې دويم او دريم مقامونه وګتل .
دهيواد دسرې مياشتې  دکميټې  ويلچر  سره دباسکتبال  دټيم ښوونکي بشير پادشاه  نن دباختراژانس  خبريال ته وويل، له ويلچر سره دباسکتبال  سيالۍ دثور دمياشتې له نهه ويشتمې نيټې څخه دڅوارلسو  ټيمونو په ګډون  په ايټاليا کې پيل شوې  وې چې افغان ورزشکارانو  ددغه هيواد درسمي ټيم په وړاندې  ددوو لوبو په ګټلو او ددوو لوبو بايلولو سره  دويم او دريم مقامونه وګټل او ددغه مقام کپ يې ترلاسه کړ .
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې،  په دغوسياليو کې له افغانستان څخه پنځلسو تنو ورزشکارانو او يوتن ښوونکې او دهيواد دالمپيک  دملي کميټې مرستيال ګډون درلود .
دغه ورزشکاران  ديکشنبې په ورځ هيواد ته راستانه شول .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دملي اردو دوه تنه عسکر دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه عسکر دامنيتي فعاليتونو دترسره کولو په بهير کې  په واټ کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه دفتر دپيښې  دقيق ځاى او دعسکرو هويت په ډاګه  نه کړل .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دپلخمري دافغان نساجۍ ددستګاه ددريو تنو متحصنو کارګرانو روغتيايي حالت خراب شوى دى .
  دغه درې تنه چې زاړه کسان دي له ستونزو سره مخامخ شوي دي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دګرځنده روغتيايي يونټ  آمر ډاکتر نجيب الله دباختراژانس خبريال ته وويل:  درې کارګران چې له دوه ويشتو ورځو راپديخوا تر خيمو لاندې تحصن درلود دغه کسان د لنده بل او تودوخې  له امله دمفصلونو اوملا په درد او فشار اخته شوي دي چې عمر يې هم له پنځه اوياکلونو څخه زيات شوى دى .
خبرځاى  زياته کړه دغه ناروغان دا غواړي چې بستر شي خو هغوى روغتون ته له تګ څخه ډده کوي وايي يا دې له دغې خيمې څخه زموږ مړي اوچت شي اويا دې زموږ غوښتنې ومنل شي .
يوکارګر  شيرزي وايي ددوه ويشتو ورځو په تيريدو او دولايت دمقام دنه پاملرنې له امله ددغې ستونزې دله منځه وړلو په کار کې هيڅ پرمختګ او هيله نشته.
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، وموغوښتل  چې په دې برخه کې  دوالي نظر واخلو خو هغه خبرو ته حاضر نه شو.
ديادونې وړ ده چې ددغې نساجۍ ديرشو تنو کارګرانو له غاصبانو څخه دخپلو کورونو دترلاسه کولو په خاطر  دولايت ودانۍ ته څيرمه په تحصن لاس پورې کړى دى .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
  په کابل ښار کې دنجونو دفوټبال  دغوره ليګ وروستۍ نيمايي پړاو نن دميهن او داستقلال دټيمونوپه لوبې سره دوام مومي .
دهيواددفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر عبدالرشيد عزيزي دباختراژانس  خبريال ته وويل، په کابل ښار کې  دنجونو دفوټبال غوره ليګ سيالۍ چې دوه اوونۍ مخکې دنجونو داتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال فدراسيون په ورزشي ډګر کې  پيل شوې  تراوسه پورې څلورو ټيمونو ددغو سياليو وروستۍ نيمايي پړاوته لاره وموندله .
  پرون دافغان او عدالت ټيمونوسيالي وکړه، چې لوبه دصفر په مقابل کې  په څلورو سره دافغان دټيم په گته پاى ته ورسيده . او  دغه ټيم وروستيو سياليو ته لاره وموندله
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ، نن دميهن  او داستقلال  ټيمونه دوروستۍ  پړاو سياليو ته دلارې موندلو په مقصد لوبه کوي .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دايساف  يوسرتيرى دافغانستان په ختيځ کې ووژل شو .
په هغې خبرپاڼه کې چې دايساف دځواکونو له خوا په کابل کې خپور شوى دى ويل شوي دي چې دغه سرتيرى  په ختيځ کې دپوځي عملياتو په بهير کې  وژل شوى دى
  دايساف په خبرپاڼه کې دوژل شوي سرتيرى هويت تراوسه نه دى په ډاګه شوى

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دکرکټ بودر اکاډمي نن په پکتيا ولايت کې جوړه شوه .
دپکتيا ولايت دکرکټ بورد رييس نياز الله احمل  دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه اکاډمي  دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ او ددغه ولايت  ديوکتوري  مرکز له خوا  دشپږ سوه   زرو افغانيو په لګښت  ديو جريب ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده .
دده دڅرګندونو له مخې، په دې اکاډمي کې  ځوانان او تنکيو ځوانان چې نوي يې دکرکټ لوبې  ته مخه کړې ده په  مسلکي توګه دکرکټ زده کړې کوي .
ده دکرکټ اکاډمي دجوړولو  هدف په نړۍ   دکرکټ په څانګو کې د ځوانانو دظرفيت لوړول او ددغه ورزش دځوانانو روزنه  او په نړيواله کچه دکرکټ پيژندنه ده .
ديادونې وړ ده چې همدا اوس په پکتيا ولايت کې يوسلو اته تنه ورزشکاران دکرکټ په څانګو کې په اتو ټيمونو کې فعاليت لري .