19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
دفوايد عامې وزارت معين انجنير احمدشاه وحيد چې نوى د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شوى دى؛  ددغې انسان تښتونې په انګيزې نه پوهيږي.
د باخترآژانس دخبرله مخې: دفوايد عامې وزارت معين انجنير احمدشاه وحيد چې د روان کال د وري دمياشتې  په وروستيو وختوکې ديوې ډلې انسان تښتوونکوله خوا دکابل ښار ديوولسمې ناحيې  له مربوطاتو څخه تښتول شوى و ، نن خپل کار له سره پيل کړ .
دى وايي چې زمادتښتونې انګيزه معلومه نه ده او امنيتي ارګانونه په دې لاره کې کار کوي .
دکابل پوليسو انجنير احمدشاه وحيد له لسو ورځو وروسته دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيدا کړ او دثور دمياشتې په دريمه  دپنجشنبې په شپه  يې دى  دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړ.
دکابل دپوليسو مقامات وايي چې دانسان تښتوني ددغې قضې په اړوند يې ٢٤ تنه نيولي دي  .
انسان تښتوونکو دهغې مودې په بهير کې  چې دفوايد عامې وزارت معين ددوى په واک کې و ، څوځلې دده  پټنځي بدل کړي دي .
دکابل دپوليسو مقاماتو دا هم نه ده په ډاګه کړې چې ددغه دولتي مقام دتښتونې انګيزه څه وه او په خپله انجنير احمدشاه وحيد هم په دې نه پوهيږي چې دى دڅه لپاره تښتول شوى دى .
خو د امنيتي چارو کارپوهان ددغه  حکومتي مقام تښتونه هم بې دليله نه بولي.
دوى په دې ټکي ټينګارکوي چې ددغې انسان تښتونې انګيزه بايد خلکو تهمعلومه شي. ځکه ديو جګپوړي حکومتي مقام تښتونې هغه هم  له پايتخت څخه زياتې پوښتنې پيدا کړې دي چې  کيداى شي دخلکو مصوونيت ترپوښتنې لاندې ونيسي .

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
د آريانا هوايي شرکت د روان مالي کال په لومړيو دريو مياشتوکې څه دپاسه اووه سوه اووه څلويښت مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى .
دباخترآژانس دخبرله مخې:  دآريانا دهوايي شرکت د مديره هييت رييس او دماليې وزارت معين  ډاکتر مصطفى مستور نن په يوه خبري غونډه کې وويل: د روان مالي کال په لومړيو دريو مياشتوکې د آريانا شرکت  عوايد  اووه سوه اووه څلويښت مليونوافغانيو ته رسيدلي دي. په داسې حال کې چې دتېرکال په همدې موده کې ددغه شرکت عوايد شپږسوه اتيا مليونو افغانيو ته رسيدلي و چې ددغه شرکت په عوايدوکې په سلوکې څه دپاسه شپاړلس زياتوالى راغلى دى.
دغه رازپه دې خبري غونډه کي دآريانا شرکت لوى رييس نصيراحمد حکيمي وويل  چې د آريانا هوايي شرکت  همدا اوس له اوو الوتکوسره  دوو کورنيو ښارونو اواوو بهرنيو ښارونو ته دهوايي چلند په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.
دغه شرکت په پام کې لري چې د روان کال دمي دمياشتې په وروستيو وختوکې فرانکفورت ته الوتنې پيل کړې چې دغه اقدام  له ٢٠١١ ميلادي کال وروسته داروپااتحاديې ته لومړنۍ الوتنه بلل کيږي .
دغه شرکت په  ١٣٣٣ هجري لمريز کال کې  جوړ  شو چې  اوو بهرنيو ښارونو او دوو کورنيو ښارونو ته خپلې الوتنې ترسره کوي .
آريانا دمسافرانو په ډيرښه هرکلي سره اوپه مناسبو بيوسره خدمتونه وړاندې کوي.
آريانا يو خپلواک دولتي هوايي شرکت دى چې په  مديره هيئت کې يې د افغانستان د دولت مقامات او د دولتي بانکونو استازي شامل دي  .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
په بغلان ولايت کې يوې ميرمنې په خپلې لور د جنسي تيري په غبرګون کې د تيري کوونکي سړى غوږ او پزه غوڅ کړل.
عيني شاهدان ايي چې دغې ميرمنې د خپلې کورنۍ د غړو په همکارۍ د هغه سړى د لاسونو او پښو له تړلو وروسته د ده غوږ او پزه يې غوڅه کړل .
د مرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل قدرت الله اخلاق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى چې د کابل د دارالحفاظ استاد دى؛ درې مياشتې مخکې د خپلې خاله په تنکۍ ځوانې لور تيرى وکړ.
ددغې نجلۍ کورنۍ د دغې پيښې په غبرګون کې د ده غوږ او پزه په خپل کورکې غوڅ کړل.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي پيغام!
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې د کورنيو چارو وزارت افسر مل پاسوال غلام رسول تره خيل د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي .
اروښاد مل پاسوال غلام رسول تره خيل د هيواد د امنيتي قواوو له تکړه افسرانو څخه و. ډيرکلونه يې خدمت وکړ، مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او د کورنيو چارو وزارت منسوبانو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
په هلمند ولايت کې د ملي اردو د ځواکونوپه چاڼيزوعملياتوکې اته تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه عمليات پرون د عقاب_١٨٨ په نامه د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ښه امنيت د ټينګښت په مقصد ترسره شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: په دغو عملياتوکې اته تنه وسله وال طالبان ټپيان او يو بل طالب ونيول شو او په چاوديدونکوتوکو بار دوه موټرسايکلونه او شپږماينونه کشف او شنډ کړى شول او يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
د ميمنې ښاروالۍ نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د ميمنې ښاروال نظرمحمد صاحبزاده  د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه د څلورو مليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت په يوه پوړکې جوړه شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: دغه ودانۍ اووه اداري خونې او نورملحقات لري چې ددغې ودانۍ د کارپه پشپړېدو سره د دفترونو د کموالي له پلوه د دغې ادارې د کارکوونکو ستونزې لرې شوې دي.

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
په جوزجان ولايت کې نن د سيلاوونو د راوتلو له امله په څه د پاسه څلورسوه کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
دغه مرستې  په جوزجان ولايت کې د غضنفر د خيريه مرکزله خوا شوې دي.
دجوزجان ولايت مرستيال انجنير عبدالرحمن محمودي د باخترآژانس خبريال ته  وويل چې په دغو مرستوکې وريجې، غوړي،  بوره او شړۍ شته چې د جوزجان ولايت د درز آب او د قوش تيپې په ولسواليوکې دسيلاوونو د راوتلو له امله په څه د پاسه څلور سوه زيانمنو شويوکورنيو وويشل شوې .
ديو بل خبرله مخې: د بيات مرکز د جوزجان ولايت د خواجه دوکو ولسوالۍ له مصيبت ځپلو کسانو سره د يوې اندازې خوراکي توکو، شړيو  او خيمو مرسته کړې ده.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٩
د سترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجنډا کې نيول شوې موضوعګانې يې وڅيړلې.
د سترې محکمې د خبرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
عالي شورا لومړۍ د افغانستان د خلکو د جهاد د برياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې له امله چې د بهرني تيري په وړاندې د ملت د ميړانې او اتلوالۍ محصول و؛ جمهور رييس حامد کرزي، جګپوړو دولتي مقاماتو او د افغانستان ټول نجيب ملت ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې آزادي او هيواد پالنه د افغانانو څرګندې مشخصې دي او د افغانستان مجاهد ملت د خپل ارزښتناک تاريخ په اوږدوکې ، د آزادۍ ونه په خپلو وينو سره خبړوبه کړې ده چې وياړل يې کارنامې يې د هيواد تاريخ په زرينو پاڼوکې ثبتې دي.
وروسته د بادغيس، جوزجان، سرپل او د فارياب په ولايتونوکې د وروستيو سختو سيلاوونو د راوتلو په نسبت چې زموږ په سلګونو تنه هيوادوال يې لمنځه يوړل، په زرګونوکورنۍ يې بې کوره کړې او د څارويو د لمنځه تللو او کرنيزو ځمکوته د سخت تاوانونو د اوښتو سبب شول؛ خواشيني او خپګان څرګند شو او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ددغو پيښو قربانيانو ته د فردوس جنت او د هغوى کورنيو او پاتې کسانو ته د جميل صبر او استقامت هيله وشوه او د هيواد له دولتي چارواکو څخه غوښتنه وشوه چې د دغو ټولو ناوړو پيښو او مصيبتونو په وړاندې بې توپيره پاتې نشي او له مصيبت ځپلو سره د مرستې او همکارۍ په لاره کې خپل انساني او اسلامي رول ولوبوي.
عالي شورا دغه راز په جزايي، مدني، تجارتي شخصيه احوالو او د وثيقو د چارو په ساحوکې او هم د قضايه قوې د راتلوونکو پنځوکلونو د پروګرامونو او پلان په باب د غور او د قضايي او اداري چارو د لاښه سمون او تنظيم په لاره کې د ضروري لايحو او مقرراتو د تنظيم او تدوين په باب د غور په خاطر د محکمو د قانوني استهداګانو د څيړنې په مقصد تجويز ونيوه چې د محکمو د رييسانو عالي سيمينار دې په مناسب وخت کې وغوښتل شي او په همدې مقصد دې د قضايه قوې د اداري عمومي آمريت ته لازم لارښود صادر کړ.
وروسته له اجنډا سره سم د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د ابتداييه محکمې د قاضيانو ، د کونړ ولايت د استيناف محکمې د جزا د ديوان د قاضيانو او د غزني ولايت د نظامي محکمې د پخواني رييس او غړي د سرغړونې په باب له تدقيقي نظريو سره جوخت قضايي پلټنې د رياست په رپوټونو او دغه راز د بادغيس ولايت د استيناف محکمې د رياست د قضايي او اداري اجرااتو د څرنګوالي په باب غور او څيړنه وکړه او د ترسره شويو سرغړونو له تشخيص وروسته د دغو محکمو نهو تنو قاضيانو ته د قضايي سرغړونو د څيړنې د څرنګوالي مادو په رڼاکې لازمې تاديبي جزاګانې تجويز او هم د بادغيس ښاري ابتداييه محکمې له محرر څخه د ده د ښو اجرااتو په خاطر مننه وشوه.
دغه راز په همدې لاره کې د کاپيسا ولايت د استيناف محکمې د عامه امنيت د ديوان په دريو تنو پخوانيو قاضيانو پخوا تجويز شوي تاديبي مويدات د هغوى په توضيحي دلايلو او په دې برخه کې له تدقيقي او پلټوونکو نظريو له غور وروسته او دې ته په پاملرنې سره چې د نظر وړ پريکړې قانونيت په فرجامي پړاوکې تاييد شوى دى؛ لغوشول.
دغونډې په دوام د محکمو د ځينو رسيدلو استهداګانو په باب هم غور وشو او د قانوني مصرحاتو په رڼا کې لازمې لارښوونې وشوې .
سربېره پر دې د عالي شورا په نننۍ غونډه کې د بيا کتنې د دريو مواردو غوښتن ليکونه او په مدني او جزايي قضيوکې د محکمې د بدلون يوويشت مورده غوښتن ليکونه وڅيړل شول او په هر موردکې لازم تصميمونه ونيول شول.

کابل_باختر د ثور دمياشتې٩ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کویټ هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي " خلف بوظهیر" باور لیک نن  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان لپاره د کویټ هېواد نوي نااستوګن سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
د کویټ هېواد نوي نا استوګن سفیر دخپل هېواد د امیر او صدراعظم سلامونه او نېکې هیلې جمهوررئیس کرزي ته و رسولې، او ډاډ یې څرګند کړ چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په بهيرکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه وکړي.
جمهور رئیس حامدکرزي د کویټ هېواد نوي سفیر ته په  افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
همدا راز دهېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګې اچونې د لازمو فرصتونو د شتون په باب ښاغلي "خلف بوظهیر" ته معلومات ورکړل او له ده څخه یې وغوښتل چې کویټي پانګوال وهڅوي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.#

کابل باختردثوردمياشتې ٩ :
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو يوه پنځه کسيزه ډله تروريستان په هرات ولايت کې ونيول.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د ملي امنيت لوى رياست موظفينو يوه پنځه کسيزه ډله چې دهرات ولايت  د شينډنډ ولسوالۍ په زيرکوه سيمه کې په  تروريستي فعاليتونو  بوخته وه؛ له دوو کلاشينکوفونو، يوې  تومانچې ، يو بوتل مسموونکي مواد او له دوو ځنځير او زولانو سره  لاس په  لاس ونيول .
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې په هرات ولايت کې يې په څو تروريستي پيښو، وسله والو غلاو او د ماينونو په  ښخولوکې فعال رول درلود.
ديوبل خبرله مخې: دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د مزارشريف ښار د يکه توت، علي چوپان په کليو او  د نهمې او لسمې ناحيو  په مربوطاتوکې د ځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره دوه ويشت بريتا او مکاروف تومانچې، ٥٤  شاژورونه،  د آر- پي -جي – ٧ لس ماينونه  کشف او ترلاسه کړل .
د پيښي په اړوند د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى نيول شوى دى.