13 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دلاجوردو  له لارې ترکيې ته  دافغانستان دلومړنيو  سوداګريزو  مالونو صادرات

دلاجوردو له لارې ترکيې ته دافغانستان دلومړنيو سوداګريزو مالونو صادرات

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : لومړني سوداګريز مالونه دجګپوړو...

په ننګرهار کې دپاسپورت  دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

په ننګرهار کې دپاسپورت دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهارپه ولايت کې ...

 دننګرهار دپاسپورت  دادارې شپږ پنځوس  مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

دننګرهار دپاسپورت دادارې شپږ پنځوس مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهار ولايت دپاسپورت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر دليندي دولسمه:
اووه ويشت تنه وسله وال مخالفين چې د تروريستي بريدونو نيت يې درلود؛ د افغان امنيتي ځواکونوله خوا ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو قوتونو پرون د ننګرهار ، بغلان ، بلخ ، قندهار ، زابل ، ارزګان ، ميدان وردکو، لوګر ، فراه ،هلمند او د نيمروز په ولايتونو پورې په اړوندو ناامنو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه ويشت تنه ياغي طالبان ووژل شول يو ياغي ټپي شو او ٣٤ تنه نور ياغيان ونيول شول .
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن پنځه کلاشينکوفونه ، يو يوولس ډزې يوه تومانچه، د درندو وسله ديارلس ګولۍ ، يوه مخابره ، يو لاسي بم څلويښت کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، ٢٥٠کيلوګرامه نشه يي توکي ، پوځي وسايل او تجهيزات، يو موټر او پنځه موټرسايکلونه په عملياتوکې، د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
 

کابل- باختر دليندي دولسمه:
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي: د ظفر ١٥چاڼيزعمليات چې د روان کال د ليندۍ د مياشتې په يوولسمه نيټه دملي اردو دمنسوبينو له خوا په فراه ولايت کې پيل شوي وو؛ په برياليتوب سره پرمخ ځي .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر وايي چې د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو په لومړۍ ورځ کې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د دښمن درې کلاشينکوفونه ، يوه سپکه وسله ، يو کرولا موټر او پنځه موټرسايکلونه  په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د منسوبينو د يو لړ نورو چاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال مخالفين له يو کلاشينکوف او له يو بم غورځوونکې سره ونيول شول او دوه ماينونه کشف او شنډ کړى شول او د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په اړوندو سيموکې دملي اردو د منسوبينو د امنيتي ګزمې په بهيرکې له يوې اندازې مهماتو او يوې بوشکي  چاوديدونکوتوکو سره دوه ميله سپکه وسله ترلاسه شوې ده .
دغه راز د ملي اردو او د ملي پوليسو منسوبينو د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يو چاڼيز حرکت کې دوه تنه وسله وال مخالفين له دووکلاشينکوفونو او يوې مخابرې سره په يو موټر په داسې حال کې ونيول شول چې يو تن يې ټپي شوى و .
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون خپله عادي غونډه د کميسيون د رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي او د غړيو په ګډون جوړه کړه.
په پيل کې، د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون د پخوانيو تصاميمو د اجراآتو پر څرنګوالي هر اړخيز بحث وشو ، ورپسې  د اساسي قانون د حاکميت په موخه لاندې موضوعات تر بحث او څېړنې لاندې ونيول شول او په اړه يې د اساسي قانون په رڼا کې لازم تصميمونه ونيول شول.
لومړی بلخ ولايت ته د کميسيون د پلاوي د سفر او په دغه ولايت کې « د اساسي قانون حاکميت او له هغه څخه ملاتړ» تر سرليک لاندې د اساسي قانون د پوهاوي سيمينار د جوړولو ريپورټ غونډې ته وړاندې شو چې د ښاغليو غړيو له خوا مثبت وارزول شو.
ورپسې د اساسي قانون د ۴ او ۵ مادو د حکمونو پر اساس په هېواد کې د امنيت د ټينګښت د څرنګوالي او په سرتيرو او افسرانو کې د ملي روحيې د رامنځته کولو په موخه کميسيون ته د امنيتي چارواکيو د رابللو موضوع مطرحه شوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
له هغه وروسته د اساسي قانون له حکمونو څخه د ځينو کورنيو او بهرنيو مراجعو د سرغړونې موضوع وڅېړل شوه او پرېکړه وشوه چې د وزارتونو او دولتي ادارو پر کړنو د څارنې او د غيردولتي سازمانو او مؤسسو پر کړنو د څارنې ډيپارټمنټونه دې د کميسيون قانون د اتمې مادې د دويم بند پر اساس د اساسي قانون د سرغړونې مواردو په اړه تفصيلي ريپورټ ترتيب او د ملي شورا او جمهوري رياست محترمو مقامونو ته دې وړاندې شي.
همدارنګه د اساسي قانون د تصويب د ملي اوونۍ د لمانځنې د مراسمو په اړه هم تفصيلي بحث وشو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې د ځينو تصويري رسنيو له خوا د افغاني او اسلامي فرهنګ او د اساسي قانون د حکمونو مخالفو خپرونو په اړه بحث وشو او مسؤول کس ته دنده وسپارل شوه چې له غور او څېړنې وروسته دې د خپل کار د پايلو په اړه راتلوونکې غونډې ته ريپورټ ورکړي.
 

کابل- باختر دليندي دولسمه:
د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې پاکستاني مقاماتو له افغانستان سره د خپلو ستراتيژيکي  همکاريو طرحه ډاکتر  زلمى رسول ته وړاندې کړې ده .
د باختر اژانس د خبريال  دخبر له مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسى زى چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو له افغانستان سره ددغه هيواد د ستراتيژيکي همکاريوطرحه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول ته چې په دې وروستيو وختوکې يې پاکستان ته سفر کړي دي؛ وړاندې کړې ده؛ خو د بهرنيو چارو وزارت ويندوى دا په ډاګه نه کړه چې په دې طرحه کې کومې تکې شته.
له بلې خوا، موسى زى وايي چې پاکستان ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په وروستى سفر سره، له تروريزم سره د مبارزې او د ترانزيتي ستونزو دحل کولو په برخه کې د دواړو هيوادونو په اړيکو کې يو لړ پرمختګونه شوې دي .
ده زياته کړه: دپاکستان حکومت ژمنه کړې ده چې د سولې د بهير، له تروريزم سره د مبارزې او د ترانزيتي لارې د پرانيستلوپه خاطر عملي اقدامات کوي .
افغانستان د دوه اړخيزو همکاريو په لاره کې دپاکستان دحکومت د دغو عملي اقداماتو هرکلى کوي .
موسى زى وويل چې د افغانستان له خوا د هغو بندي طالبانو د خلاصون غوښتنه شوې ده چې د سولې په افغاني بهيرکې اغيزه لري چي دغه غوښتنه دپاکستاني مقاماتو له مثبت غبرګون سره مخامخ شوې ده .
د موسى زى د څرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير بروکسل ته سفر وکړي او د ناټو د مشرانوپه غونډه کې چې د ډسمبر دمياشتې په څلورمه او پنځمه نيټه جوړيږي؛ ګډون وکړي چې په دې غونډه کې به د افغان امنيتي ځواکونو د سمبالولو او تمويلولو په باب خبرې وشي .
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت ويندوى په باکوکې د افغانستان دسفارت دپرانستلو يادونه وکړه او وې ويل چې شاکر کارګر به په نږدې راتلونکې کې په آذربايجان کې د افغانستان د لومړۍ سفير په توګه په باکو کې خپله دنده پيل کړي .
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
دجلال آباد په هوايي ډګرکې ځانمرګې يرغلګر ووژل شول.
په همدې حال کې سيمه ييزو مقاماتو په دې ترورستي پيښه کې دپنځو تنو امنيتي ځواکونو د شهادت او د نولسو تنو پوځيانو او د ملکي وګړو د ټپي کېدو خبرهم ورکړ.
نن سهار د پنځه نيمو بجو په شاوخواکې اووه تنو ځانمرګو يرغلګرو چې په چاوديدونکو توکو بار دوو موټر سپاره و؛ د جلال آباد پر هوايي ډګر بريد وکړ.
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې لومړۍ يو له دغو يرغلګرو څخه په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر د جلال آباد د هوايي ډګر دشمالي دروازې په وړاندې وچاوه او نورو يرغلګرو ددغه ډګر پر تاسيساتو بريدونه وکړل.
د ننګرهار ولايت مرستيال عبدالله وفا باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې اوو واړه يرغلګرو افغان پوځيانو سره په نښتو او چاوديدونکي ووژل شول.
د ننګرهار ولايت مرستيال تاييدکړه چې په دې ترورستي بريدکې پنځه تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول او څه ناڅه څوارلس تنه نور پوځيان  ټپيان شول.
ويل کيږي چې پنځه تنه ملکي وګړي ددغه ترورستي بريد په ټپيانو کې شامل دي.
په داسې حال کې چې له يرغلګرو سره د جلال آباد په هوايي ډګرکې دميشتو بهرنيو پوځيانو د نښتې خبرونه هم خپاره شوې دي، خو ناټو وايي چې په دې پيښه کې  د دوى په سرتېرو بريد نه  دى شوى.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دې پيښه کې پر ټپي ملکي وګړو هم هغه وخت دځانمرګو يرغلګرو له خوا بريدوشو چې غوښتل يې له ساحې څخه تېرشي.
دغه راز د جلال آباد ښار دملکي روغتون ډاکتران د دغې ترورستي پيښې دڅه ناڅه اتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بولي.
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
په ارزګان ولايت کې د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون مازيګر د دهراود ولسوالۍ په بازارکې هغه وخت وشوه چې يو ياغي طالب غوښتل په چاوديدونکو توکو بار موټر کوم ځاى ته وليږدوي.
د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ امين الله خالقي باختر آژانس ته وويل: يوه ياغي طالب غوښتل چې په چاوديدونکو توکو بار دغه موټر بل ځاى ته وليږدوي چې هدف ته له رسيدو مخکې د دهراود ولسوالۍ په بازارکې وچاوديد.
خالقي وايي چې په دې چاودنه کې يو لاروى سپين ږيرې او دوه تنه ماشومان ووژل شو او شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ويل کيږي چې دغه ماشومان ښايي ددغه يرغلګر طالب بچيان وي او له ده سره په موټرکې سپاره شو. په همدې حال کې په دهراود کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله.
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
شپږ تنه وسله وال مخالفين پرون په تخار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
دتخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سمونيار عبدالخليل باختر آژانس ته وويل: دغه کسان پخوا د استاق ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دولت پرخلاف،په وسله والوفعاليتونو بوخت و.
خبرځاى زياته کړه چې دغو کسانو پرون دتخار ولايت د امنيه قوماندان خير محمد تيمور،د سولې دشورا رييس او ددغه ولايت د امنيت د رييس په وړاندې خپلې وسلې امنيتي ارګانونو ته وسپارلې.
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
د وسله والو طالبانو يو قوماندان ترخپل امرلاندې دوو تنو سره په ارزګان ولايت کې ووژل شو.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريد عايل باختر آژانس ته وويل: په ارزګان کې د طالبانو مشهور قوماندان ملانصير ترخپل امر لاندې دوو تنو سره د افغان او د ناټو د ځواکونو په عملياتوکې چې ددغه ولايت د چارچينو ولسوالۍ په ګورکين ساحه کې ترسره شول؛ ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل : د وژل شويو کسانو مړي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د چار چينو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان ځواکونو او د ناټو د قوتونو په ګډو عملياتوکې يوه قوماندان له دووتنو افرادو سره يې ونيول شو.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريد عايل باختر آژانس ته وويل چې دطالبانو يو مشهورقوماندان ملاغازي ترخپل امرلاندې دووتنو سره د چارچينو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګډو عملياتوکې ونيول شو.
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
دطالبانو يو قوماندان تر امر لاندې شپږوتنو سره په زابل ولايت کې ووژل شو.
د زابل د والي ويندوى شريف الله ناصري باختر آژانس ته وويل: د طالبانو مشهور قوماندان ملاعبدالله موسى زى تر خپل امر لاندې شپږو تنو سره تېره شپه د افغان او ناټو د ځواکونو په ګډو عملياتوکې د زابل په نو بهار ولسوالۍ کې ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دې اوښتې .
 

کابل – باختر آژانس دليندۍ دو لسمه:
د دولت درې تنه وسله وال مخالفين تېره شپه په لوګر ولايت کې ونيول شول.
دغه درې تنه دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د هارون خيلو په کلې کې ونيول شول.
دختيځ زون د همغږى دمرکز قوماندان باختر آژانس ته وويل: افغان او بهرنيو ځواکونو د حقاني د شبکې د سرګروپ په روشن مشهور قوماندان روحان دنيولو په مقصد، په دغه کلې کې عمليات ترسره کړ چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: تراوسه پورې دا نه ده مشخصه شوى چې قوماندان روحان هم د نيول شويوکسانو په ډله کې دى او که نه؟
خبرځاى زياته کړه: ښايي چې دغه قوماندان په نيول شويو کسانو کې شامل وي.