24 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په کابل  کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

په کابل کې دجنايتکاربانډ درييس عنايت قچي وژل کيدل .

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دجنايتکارانو ديوه...

 په ننګرهارکې  دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

په ننګرهارکې دطالبانو دډلې داوو تنو غړو نيول کيدل

-کابل باختر د غبرګولې دريمه : دوسله والو طالبانو دډلې اووه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
حاجي خيال چې په غزني ولايت کې دتروريستي پيښوعامل پيژندل کيده تيره شپه دافغان اوناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شو.
دغزني ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال زړور زاهد باختراژانس ته وويل چې حاجي خيال تيره شپه دچټک غبرګون دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې چې دنړيوالو ځواکونو په همکارۍ دغزني  ولايت دمرکز پيرقرضدارانو په سيمه کې ترسره شول له خپلو دريو تنو وسله والو افرادو سره ووژل شو.
زاهد زياته کړه چې حاجي خيال په غزني ښارکې دځينو تروريستي بريدونو او ماين ايښودولو اصلي عامل و او خلک يې دسيمه ييزو مسوولينو پرخلاف لمسول .
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې اودرندې وسلې ، يو کرولا موټر اويو موټرسايکل هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
دپکتيا ولايت سيمه ييز مقامات وايي  چې شپږويشت تنه وسله وال طالبان تيره شپه ددغه ولايت دسيدکرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دبهرنيو ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو يو تن چارواکي ډگروال محمداجان باختراژانس ته وويل دناټو دهوايي عملياتو په بهيرکې چې تيره شپه دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوالۍ د سپرزر او منګل قول په کليو  کې ترسره شول  شپږويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول  چې په سيدکرم کې دطالبانو دډلې يو مشهور قوماندان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
محمداجان زياته کړه : وسله وال طالبان کله چې په خپل پټنځاى کې دسيدکرم په ولسوالۍ دتروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو دناټو دجنګي الوتکو له خوا ورباندې بريدوشو او ووژل شول.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
دملي  اردو منسوبينو په غزني ولايت کې دتصفيوي عملياتو په بهيرکې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،  دملي اردو منسوبينو دامنيت دتامينولو په مقصد دغزني ولايت دقره باغ ، اجرستان اواندړو  دولسواليو په مربوطاتو کې تصفيوي عمليات  ترسره کړل  چې په نتيجه کې يې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  اويوه اندازه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي .
ددغوعملياتوپه بهيرکې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى .

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
وسله والو مخالفينو تيره شپه دلغمان ولايت  دمرکزمهترلام ښار په ځينو سيمو راکټي بريدونه وکړل.
دمهترلام ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  يو توغندى داسلامي غورځنک ګوند دفتر ته څيرمه لګيدلى دى چې مالي زيان يې اړولى دى.
ددغه دفتر يومسوول ظفر عباس وويل، ددغه توغندى دلګيدو له امله داسلامي غورځنګ دفتر يوه برخه ويجاړه شوې ده  خودسرزيان يې نه دى اړولى.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
دملي امنيت  دلوى رياست موظفينو پرون درې تنه ډار اچوونکي په بلخ ولايت کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
نيول شوي کسان چې له زياتې مودې را په دې خوا دبلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  په وسله والو فعاليتونو او دماينونو په ښخولو بوخت وو  دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له دريو کلاشينکوفونو  .، دوو موټر سايکلونو او دريو ماينونوسره لاس په لاس ونيول شول.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پنځه تنه په کابل ښارکې  دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبرورکړ،   په نيول شويو کسانوباندې دوژنې  او غلا په قضيو کې دلاس لرلو  تورلګول شوى دى  چې دملي پوليسو دمنسوبينو له خوا دکابل ښار دپنځمې ، يوولسمې او ديارلسمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول شول.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
افغان اونړيوالو ځوکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دچاڼيزوعملياتوپه بهيرکې  نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبرورکړ.  افغان او نړيوالو  ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دکونړ ، ننګرهار ، کابل ،ارزګان، لوګر ، پکتيا  اودهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې يولړ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او اوولس تنه نوريې   له يوې اندازې  وسلو ، مهماتو اوچاوديدونکو توکوسره ونيول شول.

کابل باختر  د چنګاښ ٦ :
دوه تنه ماين ايښودونکي پرون په هلمندولايت کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دغو کسانو چې غوښتل يې دهلمند ولايت  دسنګين ولسوالۍ په سړک کې دوسايطو ضديو ماين ښخ کړي چې ماين دښخولو په وخت کې وچاوديد  او په نتيجه کې يې دواړه ماين ايښودونکي ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو منسوبينو دزابل اوفراه په ولايتونو کې  دامنيتي ګزمې په بهيرکې اته ماينونه کشف اوشنډکړل.
دغه ماينونه چې دوسله والو طالبانوله خوا دزابل  او فراه دولايتونو په  مربوطاتو کې ښخ کړاي شوي و دملي اردو  دمنسوبينوله خوا کشف اوشنډکړاي شول.
دغه راز دملي اردو منسوبينو يو وسله وال مخالف له يوکلاشينکوف  ، يوې داشکې او  دوو لاسي بمونوسره  دقندهارولايت دميوندولسوالۍ له مربوطاتو  څخه ونيوه .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه
دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې دميشتو سرحدي پوليسو يو شمير منسوبين  چې دهيواد له پولې اخوا دبريدونو په شنډولو کې يې ميړانه ښودلې وه دکورنيو چارووزارت له خوا دفوق العاده ترفيع په ورکولو سره وستايل شول .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، دکورنيو چارودوزيرسترپاسوال غلام مجتبي پتنګ له لارښوونې سره سم دکورنيو چارووزارت دسرحدي پوليسو دلوى قوماندانۍ اداري مرستيال پاسوال سيد امان سادات دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې دلومړي لمبر سرحدي  لوا دپوليسو دمنسوبينو دقدردانۍ په لاره کې دغې ولسوالۍ ته سفروکړ او دسرحدي پوليسو لس تنه منسوبين يې ديوې يوې رتبې دفوق العاده ترفيع په ورکولو سره چې دکورنيو چارو دوزير له خوا منظورې شوې وې وستايل .
دسرحدي پوليسو دلوى قوماندانۍ مرستيال په ګوشتې  ولسوالۍکې دسرحدي پوليسو له مسنوبينو سره  دکتنې په وخت کې دهيوادددفاع په لاره کې دهغوى ميړانه وستايله .
په دې کتنه کې دسرحدي عمومي قوماندانۍ مرستيال  دغه راز په ګوشتې ولسوالۍ کې دميشتو سرحدي  پوليسو دژوندان  حالت اومحاربوي احضارات وکتل اودچارو دلازيات ښه والي په لاره کې يې مسوولينوته لازمې  لارښوونې وکړې .   

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه
داوباما دادارې يو پخوانۍ جګپوړى مقام بروس رايدل وايي: دى په دې پوهيږي چې دپاکستان پوځي او استخباراتي دستګاوې په دوحه کې دملا عمر او دطالبانو دمشرانوژوند کنترولوي .
له نړيوالو خبري منابعو څخه باختراژانس ته په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي .  بروس رايدل دامريکا يوه تحقيقاتي مرکز ته په خپله ليکنه کې وايي چې ملا عمر د آى اس آى تر ساتنې لاندې په پاکستان کې شپې  سبا کوي او ښايي هيڅکله يې د آى اس آى د خوښئ او تاييد پرته په دوحه کې ددفتر له پرانستلو سره  موافقه نه کوله .
بروس رايدل  وايي چې دپاکستان اردو او داستخباراتو بدنامه دستګاه چې دطالبانو اصلي ملاتړې دي له شک پرته په قطر کې دطالبانو ددفتر دپرانستلو له امله  خوښ دي .
بروس رايدل چې څه دپاسه ديرش کاله يې  دامريکا دمرکزي استخباراتو په اداره کې دنده لرله او دامريکا دجمهورو رييسانو دستر امنيتي سلاکار په توګه يې کار کړى دى  وايي چې ماڅوکاله مخکې له نوازشريف سره وکتل او ده ماته وويل، ويره لرم که چيرې له سرو کرښو څخه تير شم طالبان اواردو به زما پرځاى بل څوک راولي  ښايي نن هم داکار صدق وکړي .
دښاغلي رايدل دڅرګندونو له مخې، افغانان دې بايد ددغو ټولو هلوځلو په سرکې وي .
قطريان بايد له صحنې څخه په شاوتمبول شي  ځکه په کابل کې مقامات به هيڅکله په هغوى اعتماد ونه کړي .
ښاغلي  رايدل  چې دافغانستان او پاکستان لپاره داوباما ستراتيژي  هم تدوين کړې ده ،زياتوي  چې پاکستاني جنرالان فکر کوي چي زمانه په افغانستان  کې دهغوى په ګټه په حرکت کې ده او امريکا په جګړه کې مغلوبه شوې ده او مقابل لورى يې بريالى شوى دى .  همدغه جنرالان دافغانستان په وړاندې  دپاکستان کړه وړه کنترولوي  او له همدې امله  صدراعظم نوازشريف ته به اجازه ورنه کړي چې دافغانستان په وړاندې  دهغوى دپلانونو اوطرحو کې لاسوهنه وکړي .