20 March 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

دبغلان په بزګرانو دڅارويو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دبغلان ولايت دکرنې...

پنځه ويشت ټنه  تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

پنځه ويشت ټنه تيرتاريخ او بې کيفته درمل له منځه يوړل شو .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : دعامې روغتيا وزارت موظفينو...

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

دښځو چارو وزارت دمشرتابه هيئت پيغام .

کابل باختر د کب اته ويشتمه : د ١٣٩٨ لمريز نوي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل_  باختر دوري شپږ ويشتمه :
دحقيقي  دساختماني شرکت درې تنه انجنيران پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې شهيدان او يو تن بل يې ټپي شوى دى .
دغزني دوالي ويندوى فضل احمد سباوون باختراژانس ته وويل دحقيقي دساحتماني شرکت دغه څلور تنه انجنيران ددغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې ديوې ساحتماني پروژې په جوړولو بوخت وو .
سباوون زياته کړه چې دغه انجنيران پرون مازيګر کله چې دغزني ولايت له قره باغ  ولسوالۍ  څخه دغزني ښار ته روان وو دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا له موټر  څخه کوز او وروسته په ډزو سره شهيدان شول او يو تن بل يې ټپي شو .
  سباوون زياته کړه چې دغه انجنيران دلغمان او دننګرهار دولايتونو اوسيدونکي وو .
په همدې حال کې دغزني ملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت د ټپي روغتيايي حالت مخ په ښه والى بولى .

کابل_  باختر دوري شپږ ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې پرون دوسله والو طالبانو د راکټي بريدونو له امله ديو ښوونځي دپنځو تنوزده کوونکو په ګډون  اووه تنه  ټپيان شول .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى محمدعظيم  باختراژانس ته وويل، دغه توغندي داريوب ځاځي ولسوالۍ دعلي خيلو دښوونځي په شاوخوا لګيدلي دي چې ديوښوونځي دپنځو تنو زده کوونکو په ګډون اووه تنه ټپيان شول .
دمحمد عظيم دڅرګندونو له مخې، دغه توغندي د پکتيا ولايت داريوب ځاځي ولسوالۍ دجنوب ختيځ له استقامت څخه چې د ډيورند کرښې ته څيرمه موقعيت لري توغول شوي دي .
دپکتيا دولايتي شورا مرستيال ډاکتر الله مير  بهرام دغه راکټي بريد وغانده او له امنيتي ځواکونو څخه يې وغوښتل چې ددغې پيښې عاملين  تر  قانوني  څارنې  لاندې ونيسي .

کابل_  باختر دوري شپږ ويشتمه :
په پروان ولايت کې نن دوسايطو ضد يو ماين دچاودنې له امله دوه تنه سيمه ئيز پوليسان ټپيان شول .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ، دغه ماين چې  د وسله والو مخالفينو له خوا دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ په تګلوري کې ځاى پرځاى  شوى و دسيمه ئيزو پوليسو ديو رنجر موټر دتيريدو په وخت کې وچاوديده  چې له امله يې دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې، يو وسله وال مخالف چې په لغمان ولايت کې يې د سرګروپ په توګه فعاليت کاوه دسولې له بهير سره يوځاى شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دغه سړى  په لغمان ولايت کې دملا شفيع د ډلې غړى و چې له خپلې وسلې سره دسولې له بهير سره يوځاى شو .

 ليوينګ  يانک _  باختر دوري شپږ ويشتمه :
شمالي کوريا نن ددغه هيواد دبنسټ ايښودونکي ګينګ ال سونګ دزيږيدنې يو سلو يوه يمه کاليزه نمانځي .
  ښايي دشمالي کوريا حکومت  له همدې امله نن يو توغندى هم ازمايښت  کړي .
  دجنوبي کوريا استخبارات  وايي کابو يوه اوونۍ کيږي چې شمالي کوريا خپلې دوه منځني واټن ويشتوونکي توغندي ازمايښت ته چمتو کړي دي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري چې دسيمې په سفر بوخت دى ويلي دي چې دشمالي کوريا له خوا دتوغندي ازمايښت به يوه ستره تيروتنه وي .

ميرامشاه _  باختر دوري شپږ ويشتمه :
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريد له امله څلور تنه ووژل شول .
دباختراژانس دخبر له مخې، دسيمه ئيزې ادارې خبرځايونو دپاکستان د ډان ورځپاڼې ته وويل، په دې بريد کې دوه توغندي په يوې ودانۍ وتوغول شول چې په وزيرستان کې دفعالې جګړه مارې ډلې ديو قوماندان حافظ  ګل بهادر افراد پکې ووژل شول .
  شمالي وزيرستان  يوه له  هغو اووسيمو څخه ده چې دقبايلي قوانينو په واسطه اداره کيږي .

Monday, 15 April 2013 11:54

د اسعارو بيه:

 کابل\باختر\د وري د مياشتې ٢٦:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په  54/70  افغانيو پلورل په  54/75افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په   82 /10افغانيو پلورل په   82 /20افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 80/ 14 افغانيو پلورپه 85 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 80 70/ افغانيو پلورل په   70 /90  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  40 14/پلورل  14/45 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  549افغانيو پلورل په  550 افغانيو
زر ايراني تو مان پيرودل په 15/50  افغانيو پلورل په  15/60 افغانيو.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :
دهيواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم د آسيا ايليت کپ په سياليوکې دګډون په مقصد ماليزيا ته ځي .
دهيواد دکرکټ بورد دخپرونو مسوول فريد هوتک باخترآژانس ته وويل: د آسيا د ايليت کپ سيالۍ د لسو ټيمونو په ګډون په ماليزيا کې ترسره کيږي چې دهيواد دنولس کلنو  ځوانانو ملي ټيم به په الف ګروپ کې د هانګ کانګ ، عربي متحده عربي اماراتو  ، ټايلند  او د سعودي عربستان له ټيمونو سره لوبې وکړي.
دغه راز په بي ګروپ کې د نيپال، قطر، بحرين، ماليزيااوکويټ ټيمونه لوبې کوي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده لومړۍ دغه ټيمونه د روان ميلادي کال د مې د مياشتې په لومړۍ نيټه کوا لالمپور ته سفر وکړي او د مې په دريمه نيټه  د دوى سيالۍ پيليږي  .
ټاکل شوې ده افغانستان لومړۍ لوبه د سعودي عربستان له ټيم سره د روان کال د ثور دمياشتې په ١٣نيټه  د افغانستان په وخت د سهار په شپږو بجو ترسره کړي.

Sunday, 14 April 2013 13:04

بزګران وستايل شول

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :
هغه بزګران چې دهرات ولايت د ولسواليو په کچه د نشه يي توکو د بوټو د اړولو په لاره کې يې همکاري کړې ده؛ د سيمه ييزو مقاماتو له خوا ستايل کيږي  .
ټاکل شوې ده درې زره بورې کيمياوي سره چې دکرنې رياست له خوا برابره شوې ده؛ په هغو بزګرانو وويشل شي چې په روان کال کې دکوکنارو د اړولو په کارکې يې همکاري کړې ده.
دهغې غونډې په بهيرکې چې دهرات ولايت دسرپرست اصيل الدين جامي په مشرۍ جوړه شوې وه؛ د دغې کيمياوي سرې د ويشلو لارې چارې وڅيړل شوې .
دهرات ولايت دکرنې رييس  فقير احمد بيانګر باخترآژانس ته وويل: دغه کيمياوي سره د هيواد دکرنې او اوبولګولو وزارت له خوا پيرودل شوې ده چې ټاکل شوې دغه ډېر ژر په مستحقو کسانو وويشل شي.
ټاکل شوې ده سل ټنه کيمياوي سره د شينډنډ ولسوالۍ اوپنځوس ټنه يې دکشک  رباط سنګي ولسوالۍ په بزګرانو وويشل شي .
دا په داسې حال کې ده چې په شينډنډ ولسوالۍ کې دنشه يي توکو د بوټو د اړولو
بهير په ګړنديتوب سره دوام لري او مسوولينو اعلام کړي دي چې دغه پروګرام به
دکوکنارو دکرل شويو تر اړولو پورې دوام وکړي.

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :
وسله والوطالبانو په نورستان ولايت کې د ملي امنيت يو کارکوونکى په ډزوسره ووژل .
دغه کارکوونکى نن سهار په وايګل ولسوالۍ کې له خپل کور څخه په پارون کې دکار ځاى ته روان و چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له  خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
د نورستان دملي امنيت رييس جنرال ذکريا عزيزي له باخترآژانس سره په اړيکه کې د وسله والو طالبانو له خوا ددغه کارکوونکى ترور تائيدکړ.
نورستان د افغانستان په ختيځ کې له پاکستاان سره د درې سوه شلوکيلومترو ګډې پولې په لرلو سره د وسله والو طالبانو، القاعده او پاکستاني طالبانو په ګډون دتروريستي ډلو د شتون اوفعاليت  ډگر دى .

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :
وسله والوطالبانو پرون په بلخ ولايت کې دخصوصي پوهنتون يو استاد  وتښتاوه او د سپرلۍ موټرچلوونکى يې وواژه.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري باخترآژانس ته وويل: د مولانا د خصوصي پوهنتون استاد ظريفي د مزارشريف د اتمې حوزې په ساحه کې د وسله والو طالبانو له خوا  هغه وخت وتښتول شو او چلوونکى يې ووژل شو چې له پوهنتون څخه دکور په لور روان و.
دبلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى شيرجان دراني وويل: تراوسه پورې د تښتول شوى استاد د برخليک په باب معلومات  نه دي ترلاسه شوي، خو ښايي چې  دى هم د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى وي .
د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر زياته کړه: پوليسو د پيښې په اړوند څيړنې پيل کړې دي .