26 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

کابل باختر د ثور پنځمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 23 April 2018 04:22

د اسعارو بيه

کابل\باختر\ د ثور د مياشتې٣ مه
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 23/70  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 98/00افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 86/10 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  18/65افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 19/05 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 587 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1065 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 12/90 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\20 افغانۍ        
پاى-سعيده

 

کابل باختر د ثور  دريمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دمشرتابه هيئت  غړو نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او دهېواد  دځينو ديني  عالمانو ترمنځ  دهمغږۍ  په موخه ګډ  غوڼډه   جوړه کړه .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،   په دې غونډه کې  د کميسيون دمشرتابه هيئت  غړو داسلام دمبين دين  له لارښوونو څخه په استفادې سره  دخلکو دپوهاوي او دامنيت په تامينولو  کې دديني عالمانو رول  حياتي وباله .
دغه راز په دې غونډه کې  ديني عالمانو ټينګار وکړ چې انتخابات  يو ضروري اصل دى اوله اسلام څخه اخستل  شوى دى ټول عالمان  په دې باب  موافقه  لري او دبرياليتوب  لپاره يې هڅه  او هاندکوي .
  دوى دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  له مشرتابه  او له امنيتي بنسټونو  څخه وغوښتل چې دهېواد والو دامنيت په تامينولو کې دې هڅه او هاند وکړي چې هيواد وال  وکولاى شي په لوړې روحيې او دويرې  او ډار پرته دراى ورکولو  صندقونوته  لاړ شي .
  دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون  دمشرتابه هيئت  غړو ټينګار وکړ چې امنيتي  ځواکونه دخپلو سرو نو په بيه دامنيت په تامينولو کې هڅه او هاند کوي  او زموږ خلک  په ميړانې  اوزړورتيا  سره مبارزه کوي او ددښمن له دسيسو  څخه نه ډاريږي .
مخکې له دې هم دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  دمشرتابه  هيئت غړو  په ګډو غونډو او له ځينو سياسي ګوندونو او له انتخاباتي کتوونکو  بنسټونو سره په سلامشوره دانتخاباتو په بهير کې  دهغوى دهمکارى غوښتنه کړې وه .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل \ باختر\ د غويي د مياشتې ٣ مه:
مرکزي بانک (٢٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:  د افغانستان بانک د روان کال د ثور د مياشتې په ٤ نيټه دسه شنبې په ورځ (٢٥) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.    پاى  \ع

کابل باختر د ثور ۳
درې تنه وسله وال طالبان په سرپل ولایت کې له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول .
د سرپل والي محمد ظاهروحدت باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانوتیره شپه د صیاد ولسوالۍ په تربلاق کلي کې په امنیتي پوستې برید وکړ چې د امنیتي څواکونو د مقاومت په بهیر کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول .
وحدت زیاته کړه :  د نښتو په بهیر کې شپږ تنه سیمه ییز پولیسان هم شهیدان شول او په ساحه کې خورې ورې جګړې دوام لري ختم ع

کابل باختردثور۳
په جوزجان ولایت کې څلویښت تنه بندیان پرون ددغه جیل د لیک لوست له ښوونځي څخه فارغ شول .
د جوزجان د جیل مدیر سمونمل محمد نبي باختراژانس ته وویل چې د لومړی ځل لپاره ۴۰ تنه بندیان د جیل د لیک لوست له لیسې څخه دلیک لوست ، دقرانکریم او د کمپیوترله زده کولو وروسته د شپږو میاشتوپه بهیر کې د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل .
د جیل مدیر زیاته کړه : دغه بندیان د بېلابېلو عواملو له مخې له زده کړې څخه پاتی وو او لیک لوست یې زده نه وو.
دده د څرګندونوله مخې، همدا اوس دوه سوه تنه نور بندیان ددغه جیل د زده کړې لپاره تنظیم شوی دي .
خبرځای زیاته کړه چې همدا اوس د۳۲ ښځو په ګډون ۷۷۲ تنه بندیان د جوزجان په جیل کې په بند کې شپې سبا کوي ختم ع

کابل باختر د ثور  دريمه
د مشرانو جرګې د مقام په وړاندیز او د جمهور رئیس محمد اشرف غني له حکم سره سم عبدالمقتدر ناصري له رتبې څخه په لوړ بست کې د مشرانوجرګې د دارالانشا د لوی رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
ناصری د حقوقو لیسانس اوپه عامه مدیریت کي د ماستری تر کچې زده کړي لري؛ چې دتیرو اوولسو کلونو په موده کې يې په بېلابېلو دولتي ادارو او بهرنیو موسسو کې دندې تر سره کړې دي.
د یادونې وړ ده چې عبدالمقتدر ناصري دمشرانوجرګې د دارالانشا د پخواني لوی رئیس سید حفیظالله هاشمي په ځای ، چې نوموړی د جمهور رئیس د۱۳۹۶کال د مرغومي د درویشتمې نیټي د(۷۳)مې ګڼي فرمان له مخې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون د کمیشنر په توګه غوره شوی وو،  وټاکل شو.پاى- ع
 

کابل باختر د ثور  دريمه :
دعدليې وزارت دڅه دپاسه شپږ ويشت زره جريبه دولتي ځمکې  دغصب  مخه نيولې ده .
دعدليې وزارت وياند امان رياضت نن په يوه خبري غونډه کې وويل  چې د  ١٣٩٦ کال  له پيل څخه تراوسه پورې دڅه دپاسه شپږ ويشت زره  جريبه  ځمکې ، ٣٦ دوکانونو ، ٧ کورونو ، ديوه اپارتمان دغضب او دڅه دپاسه يوسلو يو اويا مليونو افغانيو ،  دکابو يو مليون  امريکايي ډالرو او د ديارلسو زرو يورو د تصرف  مخه نيول شوې  او دمحکمو په وړاندې دفاع شوې ده .
ده زياته کړه دعدليې وزارت  له هڅو او هاند او ددولتي ادارو له خوا  دمستندو او قانوني دلايلو له وړاندې کيدو وروسته  دغه ځمکې او مالونه د محکمودوروستي پريکړې له مخې ددولت په ګټه تثبيت شوي دي .
دغه راز  هغه په زرګونو جريبه ځمکه  چې  دهېواد په مرکز او ولايتونوکې  دغاصبانو له خوا  غضب شوې وه  ، له څيړنې وروسته  ددولت دقضاياو دادارې  دمسلکي غړو داستردادي قرار  پربنسټ  ،  اړوندو ادارو ته  وسپارلې شوې .
  له دې جملې څخه  يواځې په بلخ ولايت کې ددغې ادارې  دمسلکي غړو داستردادي قرار  له مخې ددوه پنځوس زره  نهه سوه دولتي ځمکې  دغضب  مخه نيول شوې ده .
دعدليې وزرات   وياند ټينګاروکړ : په عدلي اوقضايي ارګانونوکې پراخ اصلاحات خلکو ته  دعالي او له اداري فساد سره  د خلاصو خدمتونو دوړاندې کولو  ضمانت کوي . او له همدې امله  دعدليې وزارت  ددولت دقضاياو او حقوقو دادارو دښه والي  دعمل پلان  بشپړ کړې دى او اوس دتطبيق په حال کې دى .
  ده زياته کړه چې  دځمکې دغضب دمخنيوي او په دې برخه کې  ددقيقې  جدي او په خپل وخت  څيړنې او محکمې ته  دغاضبانو دراکښلو په مقصد له دې وروسته  دغه شان قضيې  ددولتي ځمکې او املاکو  دغضب دمخنيوي  داختصاصي محکمې له لارې  څيړلې کيږي  له نيکه مرغه ددغې محکمې په جوړيدو  او دعامه املاکو  ددفاع دڅارنوالانو دشمير په زياتوالي سره  دځمکې دغضب  دقضيو څيړنه  له پخوا زياته  ترسره کيږي .
ده وويل چې عدلي اوقضايي دستګاه  دعدالت په تامينولو دخلکو لاسرسۍ  تضمينوي او په همدې مقصد  دولت  هوډمن دى  چې دهېواد په مرکز او ولايتونوکې  دعدلي او قضايي ادارو له لارې  دځمکې  غاضبان  ،  مفسدين او قانون ماتوونکي تعقيب کړي .
له همدې امله  دقانون له حکمونوسره سم  ،  ټولې دولتي ادارې  مکلفې  دي په هغه صورت کې چې ددوى منقول او غير منقول مالونه  داشخاصو او افرادو په واسطه  ترغير قانوني تصرف  او غضب لاندې  نيول شوي وي  خپل سندونه او مدارک  له خپل استازي سره  معرفي کړي چې په ګډه دعامه حقوقو دفاع وکړو . ختم _ ف _ اکرم
                                                               

کابل باختر د ثور  دريمه :
  دبهرنيو چارو وزارت  سرپرست  حکمت خليل کرزي  نن په افغانستان کې  دښځو لپاره  دملګروملتو دسازمان  دادارې  له نوي رييسې  ميرمن اليتا ميلير سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزارت  سرپرست  دافغانستان لپاره  دښځو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان  داستازې په توګه  دميرمن  ميلير  دټاکل کيدو له امله  مبارکي وويله او دښځو  د ظرفيت دلوړولو او ځواکمن کولو په لاره کې يې  ددغه بنسټ  دتخنيکي همکاريو له امله  مننه وکړه .
  ميرمن ميلير دافغانستان لپاره  دملګروملتو دسازمان  دښځو دچارو دبرخې دکاري پروګرامونو اوموخو او دښځو دظرفيت دلوړولو او ځواکمن کولو په لاره کې  ددغه بنسټ درول په باب  څرګندونې وکړې او ددغې ادارې  دتخنيکي همکاريو  په دوام باندې يې  ټينګار وکړ .  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل باختر د ثور  دريمه :
دداعش ډلې دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې په يوه صحرايي محکمه کې درې ورونه  په ډزو سره  ووژل .
يرغلګرو لومړى  دغه ورونه  په چپرهار ولسوالۍ کې  ددوى له کور څخه له ځان سره بوتلل  او وروسته يې  ددغه ځاى  دلسګونو تنو کليوالي اوسيدونکو  دسترګو په وړاندې په يوه صحرايي محکمه کې په ډزو سره ووژل .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼې باختر اژانس ته وويل چې دغه درې ورونه غريبکار و او هيڅ ګناه يې نه لرله .
په همدې حال کې ددغو دريو ورونو کورنى له حکومت څخه غواړي چې دخپلو بچيانو دوژل کيدو عاملان  وپيژني او ونيسي . اومجازات يې کړي .
ديوبل خبرله مخې ، دداعش ډلې  په ننګرهار ولايت کې  ديوه سړي  سر غوڅ کړ.
داعشيانو دغه ځوان  په دې دليل چې ددولت کارکوونکي و ،  دچپرهار په ولسوالۍ کې  له وهلو او ډبولو وروسته  د لسګونو تنو کليوالي اوسيدونکو  دسترګو په وړاندې  په يوه صحرايي محکمه کې  وواژه .
  ختم_ ف _ اکرم

 

کابل باختر د ثور  دريمه :
يوولس تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي تيره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د پوځيانو په ډلې له بريد وروسته ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دملي اردو دپوځيانو دډلې په بريد کې  يوولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ددوى پټنځي هم دړې وړې شول .
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې په کونړ  ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وايي داعشيانو او طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يولړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي .
  ختم_ سعيده _اکرم

Page 8 of 6349