02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
په پکتياولايت کې د يولړ چاودنو له امله درې تنه سيمه ييز پوليس ووژل شول او يوتن بل ټپي شو.
لومړۍ چاودنه نن سهار  د نهو بجو په شاوخواکې دځاځيو ولسوالۍ بازار ته څېرمه
هغه وخت وشوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
د پکتيا ولايت مرستيال عبدالولي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان شول.
دويمه چاودنه له دغې پيښې څخه نږدې نيم ساعت وروسته د ځاځيو ولسوالۍ په يوبل سړک کې د سيمه ييزو پوليسو د سرتيرو په يو کاروان وشوه .
ويل کيږي په دې چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس شهيد اويوتن بل يې ټپي شو.
دريمه چاودنه هم نن له غرمې مخکې د لسوبجو په شاوخواکې دځاځيوپه ولسوالۍ کې وشوه خو د پکتيا ولايت مرستيال وايي چې په دې چاودنه کې د سر زيان نه دى اوښتى .
ده وسله وال طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو دهغو د عاملينو د پيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د مشرانو جرګې د رييسانو دکميټې غونډه نن د سنا مجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا په ټاکنې او دکميسيونونو دکاري  چارو په تنظيم سربيره پريکړه وشوه چې د روان کال د غبرګولي د مياشتې  د ١٨نيټې ديکشنبې د ورځې په غونډه کې دې دهرات ولايت ته  د مشرانو جرګې د ښځو او د مدني ټولنې د چارو دکميسيون دهيئت د سفر رپوټ وړاندې شي او هم دې  د وريښمو د چينجيو د روزنې دنړيوال کميسيون جوړول او دانسان په تيره بيا دښځو او ماشومانو د قاچاقو دبندولو مخنيوي او له منځه وړلو په باب دسازمان موندلو جرمونو پرخلاف  دملګروملتو دسازمان د کنوانسيون الحاقې پروتوکول د تصديق په مقصد مجلس ته وړاندې شي .
دغه راز په غونډه کې د مشرانو جرګې د د اخلي چارو په تنظيم پورې د ځينو نورو اړوندو مسئلو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول .

 کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
په جوزجان ولايت کې يوه اندازه جنګي وسايل نن د ډاياک پروګرام ته وسپارل شول.
دغه وسايل چې په بېلابېلو قضيوکې له غيرمسوولو وسله والوکسانو څخه راټول کړاى شوي وو؛ نن د ډاياک پروګرام ته وسپارل شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان سمونوال فقيرمحمدجوزجاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو وسلوکې چې ډول ډول سپکې او درندې وسلې، ډول ډول ماينونه، دداشکې ګولۍ، د آر  پي  جي _ ٧  توغندي ماينونه  او له ځانه جوړشوي بوشکه يي ماينونه شته؛ د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوې.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
په بغلان ولايت کې د ميوند_ ١٧ عملياتوپه دوام ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ٢٠ تنه ټپيان او ٨ تنه نور ونيول شول .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت دباخترآژانس خبريال ته وويل: په د غو عملياتوکې چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ  د نا امنو ساحو د پاکولو په مقصد له دوو ورځو را په دې خوا پيل شوي دي؛ ١٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي ، ٢٠ تنه ټپيان او٨ تنه نور نيول شوي دي .
دبشارت دڅرګندونوله مخې: په نيول شويوکسانوکې يو پاکستانى تبعه هم شته.
ده وويل: ددغوعملياتو په بهيرکې تراوسه پورې دمرکزي بغلان په ولسوالۍ پورې اړوند د زمانخيلو په ساحه کې نهه کلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شوي او ګډ امنيتي ځواکونه په ناامنوساحوکې د پرمختګ په حال کې دي.
بشارت وويل چې دغه عمليات د وسله والوطالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه د ناامنو ساحو ترپاکولو پورې دوام لري .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
دمارشال محمدقسيم فهيم د ملي دفاع پوهنتون خبرتيا !
هغو ځوانانو ته چې د افسرانو د اکاډمۍ په درېمه دوره کې د شموليت په آزموينه کې ګډون کړى دى؛ خبر ورکول کيږي چې  د شموليت د وروستۍ  آزموينې  نتيجې  دې په مرکز او ولايتونوکې دملي اردو دجلب او جذب له قوماندانيتونو څخه ترلاسه کړي.
د ملي اردو د افسرانو د اکاډمۍ درېمې دورې ته بريالي کانديدان دې د١٣٩٣کال دغبرګولي د مياشتې له ١٧ مې نيټې څخه تر ٢٣مې نيټې پورې د کابل ښار په قرغه کې د ملي اردو د افسرانو په اکاډمۍ کې حاضر شي .
هغه کسان چې د ١٣٩٣ کال  دغبرګولي د مياشتې  تر٢٣ مې نيټې پورې د افسرانو اکاډمۍ ته حاضر نه شي؛ غير حاضر بلل کيږي او پرځاى يې له ريزرف څخه استفاده کيږي؛ بيا به د شکايت حق ونلري.
د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دې د دغو ټيلفونونو له لارې اړيکې ونيول شي.
٠٧٠٠٠٨٧١٦٥ او ٠٧٨٢٣٦١٧١٥

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا!
په شرايطو برابر هغو ځوانانو ته چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا په غزني ولايت کې په نوي جوړ شوي تخنيکي انجينرى پوهنتون کې دزده کړې ددوام لپاره معرفي شوي دي؛ خبر ورکول کيږي چې د نوم ليکنې لپاره دې د روان کال د غبرګولي د مياشتې  تر ١٧ مې نيټې پورې دغه پوهنتون ته ورشي .

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
استراليا په پنجشير ولايت کې د بيارغاونې له پروژو سره مالي مرسته کوي.
په افغانستان کې د استراليا سفيرجان فليپ په هغې کتنه کې چې پرون يې د پنجشير له والي عبدالرحمن کبيري سره وکړه؛ د دغه ولايت سيمه ييزو مقاماتو ته يې وويل: هيواد يې په پام کې لري ددغه ولايت دبيارغاونې له بهير سره همکاري وکړي.
د پنجشير د والي ويندوى عبدالکبير واثق د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې کتنه کې جان فليپ په پنحشير ولايت کې د بيارغاونې له بهير سره دنړيوالې ټولنې دمرستو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې هيواد يې چمتو دى په پنجشير ولايت کې د روغتيا،کرنې او روزنې له پروژو سره مالي مرسته وکړي.
ښاغلي فليپ زياته کړه: لکه څنګه چې نړيوالو دوستانو ددغه ولايت دبيارغاونې له بهير سره مرسته کړې ده؛ استراليا هم چمتو ده چې ددغه ولايت د بيارغاونې له بهير سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
يوې نجلۍ چې غوښتل يې ځان په پلخمري ښارکې د بغلان ولايت دمرکز د دويم بند په کانال کې وغورځوي او ځان ووژني؛ د لارويانو له خوا وژغورل شوه.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال عبدالغفار تقوا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې  هغه وخت رامنځته شوه چې سيما د جعفر لور چې پنځلس کلنه ده او کله يې چې د ځان وژنې په نيت ځان د بند په کانال کې وغورځاوه؛ د سيمې دخلکو له خوا وژغورل شوه او پوليسو ته وسپارل شوه.
دجنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير د پيغلې سيما د دغه اقدام اصلي علت کورنۍ تاوتريخوالى وباله او زياته يې کړه: پوليس هلې ځلې کوي چې د پيغلې سيما کورنۍ ستونزې حل کړي او دې ته د کورنۍ په لمن کې د ژوند ښه شرايط برابر کړي.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د وسله والو طالبانو د دلې يو قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې پرون په تخار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شو.
دامنيتي مقاماتو دڅرګندونو له مخې: دغه قوماندان چې محمد ظاهر نوميږي؛ پخوا له افرادو سره يې د چاه آب او شهر بزرګ په ولسواليوکې په ډار اچونکو فعاليتونو بوخت و.
دتخار ولايت دامنيې قوماندان داستخباراتو مديرمحمد ابراهيم د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شپږ کسيزه ډله ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ د منسوبينو دهلوځلو په نتيجه د سولې له بهير سره يوځاى شوه.
دابراهيم دڅرګندونو له مخې: دغې ډلې خپلې وسلې هم دولت ته وسپارلې.
په همدې حال کې د دغې ډلې قوماندان محمد ظاهر له دې امله چې دسولې له بهير سره يوځاى شوى دى؛ خوښ دى او له دولت څخه غواړي چې ده او افرادوته يې دکار زمينه برابره کړي چې وکولاى شي په خوندي او د سولې په فضاکې ژوند وکړي.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
هغه پلار چې خپل شيدې خور ماشوم يې د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې په څاه کې اچولې و؛ نن په يوه علني محاکمه کې په ١٨ کاله بند محکوم شو.
تيره مياشت رحمت الله هغه وخت په دې کار لاس پورې کړ چې د ځمکې او جايداد د ويشلو پرسريې له خپلې کورنۍ سره شخړه وکړه چې دوه مياشتنى ماشوم يې ژړل او پلار يې د ده د دغه کار له امله په قهر شو او ماشوم يې د حويلي په څاه کې وغورځاوه.
د دوه مياشتنى ماشوم پلار رحمت الله له دغې پيښې وروسته ونيول شو او د آقچې ولسوالۍ د ابتداييه محکمې په علني غونډه کې په ١٨ کاله تنفيذي بند محکوم شو.
د آقچې ولسوالۍ د ابتداييه محکمې  آمر عبدالنافع جواد وويل: د محکمې دغه علني غونډه د ماشوم دکورنۍ په غوښتنه جوړه شوه.
د يادونې وړ ده چې د محکمې پريکړه وروستۍ نه ده او د تورن د استيناف غوښتنې حق خوندي دى.