02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر د غبرګولي د مياشتې١٤مه:
مرکزي بانک ٣٥ مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
ددغه بانک په هغه ليک کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي: د افغانستان بانک د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ١٧ مه نيټه د شنبې په ورځ ٣٥ مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري .
په شرايطوبرابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون پنځه سوه زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې حسابونه دې تر دوو ورځو پورې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې دليلام د ورځو د سهارپه نهوبجو د بازار د عملياتو له مديريت څخه ترلاسه کړي اوپه نهه نيمو بجو دې بيرته وسپاري.
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي .
ديادونې وړ بلل کيږي چې دمعاملوقسمي ترسره کول مجاز نه دى، د ليلام ګټوونکي دخپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول اوپه حوالې سره په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې کړي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو او د وسله والو  طالبانو ترمنځ نښته کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
په بادغيس ولايت کې دملي اردو د دريمې پلې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفاداردباخترآ ژانس  خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه له هغه وروسته ونښته چې دملي اردوځواکونه د بالامرغاب ولسوالۍ په اکازي ساحه کې د ملي اردو د ځواکونو د پوستو په اکمالاتو بوخت وو چې د يوې ډلې وسله والوطالبانو له خوا پرې بريد وشو او د نښتې په بهيرکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د دغې نښتې په بهيرکې د ملي اردو يو سرتيرى شهيد او درې تنه نوريې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: د ولايت له مرکز څخه د کومکي ځواکونو په استولو سره طالبان تيښتې ته اړ شول او اوس حالت عادي بڼه غوره کړې ده.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د لغمان ولايت په الينګارولسوالۍ کې پرون د بم دچاودنې له امله يو پل په بشپړه توګه ويجاړ شو.
دغه پله د الينګار ولسوالۍ د لغمان ولايت له مرکز سره او د نورګرام ولسوالۍ يې له نورستان سره نښلاوه چې د وسله والوطالبانوله خوا د بم په چولو سره ويجاړشو.
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پله چې
هره ورځ يې په سلګونو تنه له هغه څخه تيريدل او د هغوى ترانسپورتي ستونزې يې لرې کولې؛ د وسله والوطالبانوله خوا وچول شو او ويجاړشو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغه پله په ويجاړيدوسره يو بل کيبلي پل چې دسيمې اوسيدونکو ورڅخه استفاده کوله؛ د همدغې چاودنې له امله ويجاړشوى دى.
دغه پل چې د امريکا د متحده ايالاتو د بيارغاونې د ټيم له خوا د ٢٠٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په ١٣٨٤کال کې د الينګارسيند د پاسه جوړشوى و؛٣٠ متره اوږدوالى او ٥ متره سور يې درلود او د الينګارولسوالۍ او د نورګرام ولسوالۍ د ځينو سيمو خلکو ددغه پله له لارې تګ راتګ کاوه .

کابل \ دي نيوز انترنشنل\  باختر دغبرګولي دمياشتې ١٤ :
وسله والوطالبانو نن د يو امريکايي پوځي بو برګدال د آزادۍ مستند فلم خپور کړ.
دغه ويډيويي کسټ چې يوولس دقيقه يي دى او په هغه کې يو مليشه طالب دغه پوځي ته وايي چې بيا افغانستان  ته را نه شي او هيڅوک به تاسې له بندڅخه آزاد نه کړي.
د امريکا د پوځي هليکوپټر دغه  ويډيويي کسټ  ښودلى دى چې  په  يوه کلي کې
ښکته کېږي او يو څه لړه او لوګى هم ترسترګو کيږي او دغه امريکايي عسکر عصبي او وارخطا ترسترګوکيږي چې د هليکوپټر په لور روان دى او د طالبانو بيرغ يې هم د يومليشه طالب په واسطه کلک نيولى دى.
له ياغي طالبانو سره له لنډې مخه ښې وروسته دغه امريکايي عسکر د هليکوپټر په لور روانيږي. دا له طالبانوسره يوازينى امريکايي اسير و چې د طالبانو دپنځو تنو جګپوړو غړو په بدل کې د قطر په منځګړيتوب د تيرې شنبې په ورځ تبادله شو.
د امريکا د دغه پوځي د ځينو امريکايي سياستوالو انتقادونه له ځان سره لرل، ويره لري چې تبادله شوي طالبان به د جګړې ډګر ته ستانه شي او د امريکا امنيت به يو ګواښ وي .
دغه ويډيويي کسټ د امريکايي سرتيرى د تبادلې مراسم نوميږي او د خلاصون مراسم يې د همدې خبرله مخې په خوست ولايت کې پرځاى شول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د هيواد په ختيځ  د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دغه راز په بې سارى ډول نن هم دوام وکړ.
ددغو بريدونو په بهيرکې د کونړ او د نورستان د ولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديو د لګيدو ډګر و.
ويل کيږي د دغو راکټي بريدونو له امله د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې څرګند نه دى.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحسيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د تيرو ٢٤ ساعتونو په بهيرکې ٤٥ توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا د دانګام او د شيګل د ولسواليو په ځينو سيمو توغول شوي دي .
له بله پلوه د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان وايي چې د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو د دغو توغنديو د لګيدو له امله د استوګنې څوکورونه ويجاړ شوي دي .
دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه په وروستۍ يوه اوونۍ کې بې سارى و.
په دغو بريدونوکې د ډيورنډکرښې ته څېرمه د پکتيکا، کونړ او د نورستان د ولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديو د لګيدو شاهدې وي.
د څو وروستيو ورځو په بهيرکې د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله په کونړ او نورستان ولايتونوکې د استوګنې په څوکورونو د توغنديو د لګيدو له امله د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون ٨ تنه وژل شوي دي او ٢٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
په را رسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې په لسګونو کورنۍ د وروستۍ اوونۍ په بهيرکې دپاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو د زياتوالي له امله د خپلو کورونو پريښودوته اړ شوي دي .
ددغو سيمو خلک په دولت باندې د انتقاد په ترڅ کې وايي: کلونه کلونه کيږي چې پاکستان له کوم دليل پرته د افغانستان په خلکو توغندي توغوي، دولت دخپلو بيوزلو خلکو له حق څخه دفاع نه کوي او چپه خوله يې غوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لوى درستيز افغانستان ته په خپل سفرکې وويل چې هيواد يې د ډيورنډ د کرښې د امنيت په تامينولوکې همکاري کوي او د هيواد په ځينو ختيځو سيمو به د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو موضوع وڅيړي. ددغو توغندي بريدونو په زياتوالي سره جمهور رييس کرزي د افغانستان د ملي دفاع وزرات د تيارسى لارښوونه وکړه.
د افغانستان په ختيځوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه درې کاله مخکې د وري په مياشت کې پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د دريوکلونو په بهيرکې يوولس زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان په ختيځو سيمو توغول شوي دي. ددغو راکټي بريدونو قربانيانو او ټپيان ملکي وګړى او دسيمې اوسيدونکي دي.
دپاکستان پوځي مقاماتو او ډيپلوماتيک مرکزونو تراوسه پورې په افغانستان دخپلو دغو يو اړخيزو راکټي بريدونو په باب روښانه دليلونه نه دي وړاندې کړي .
دڅيړونکو دڅرګندونو له مخې: پاکستان غواړي د زياتو توغنديو په توغولوسره د انتخاباتو دويم پړاو ګډوډکړي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
په خوست ولايت کې تېره شپه د يوه کور د چت د نړيدوله امله درې ماشومان ووژل شول او درې تنه نور ماشومان ټپيان شول.
دغه پيښه  د لندي په نامه سيمه کې  له سخت  اورښت او توپان وروسته رامنځته شوې ده.
د خوست د والي ويندوى مبارز ځدران دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ديوې نجلۍ په ګډون درې تنه ماشومان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
په خوست کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
له پرون مازيګر را په دې خوا دخوست ولايت په ځينو سيموکې له توپان سره  جوخت سخت اورښت دوام لري .
له دغو اورښتونو وروسته سيلاوونه راوتلي دي ، داسې سيلاوونه چې د استوګنې په سلګونو کورونه يې په بشپړه توګه او يا په قسمي ډول ويجاړکړي دي او په زرګونو تنه يې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ ايستلي دي.
د دغوسيلاوونو د راوتلو له امله د سر زيان هم اوښتى دى  خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
د خوست ښار يو اوسيدونکي نجيب الرحمن چې د دغو سيلاوونوله امله له خپل کور څخه وتلو ته اړ شوى دى؛  وايي چې له سيلاو ځپلو سره تراوسه پورې کومه مرسته نه ده شوې .
دخوست سيمه ييز مسوولين له مرستندويو بنسټونو څخه غواړي چې له سيلاو ځپلو سره دې بيړنۍ مرستې وکړي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
يوه ملي بس موټر ته چې  د هرات ولايت له مرکز څخه د شينډنډ تر ولسوالۍ پورې د ملکي وګړو د ليږدونې لپاره کارول کيده؛ پرون د وسله والو طالبانوله خوا اور واچول شو.
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ يوه سيمه ييز مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د شينډنډ ولسوالۍ بازار ته څېرمه په چاودنې سيمه کې رامنځته شوه.
دغه موټرله څلوروکلونو را په دې خوا د خلکو په غوښتنه بيوزلوخلکوته د ترانسپورتي آسانتياوو د برابرولو په مقصد په دغه تګلوري کې فعاليت کاوه.
ويل کيږي هره ورځ دشينډنډ ولسوالۍ نږدې  څلور تنه اوسيدونکي دهمدې موټر په واسطه د شينډنډ له ولسوالۍ څخه  دهرات ښار ته اوله هرات څخه دشينډنډ ولسوالۍ ته د ناڅيزې کرايې په بدل کې ليږدول کيدل .
د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور وايي چې په دې پيښه کې د سر زيان نه دى اوښتې خو د ملي بس موټر يوڅه ويجاړ شوى دى.
ده زياته کړه  چې يرغلګر دغه موټر ته  له اور  اچولو وروسته له سيمې څخه وتښتيدل.
د ده دڅرګندونوله مخې: دپيښې په اړوند دکشفي ارګانونو تحقيقات پيل شوي دي.

_ کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ په عدلي اوقضايي بنسټونو پورې اړوند د نړيوال بانک د پروژو دڅارنې دکميتې غونډه  په داسې حال کې چې دنړيوال بانک مسوول، دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييسه ، د ولسي جرګې دعدلي او قضايي  کميسيون رييس، د لويې څارنوالۍ مرستيال ، د قضايه قوې د اداري عمومي آمر  او د غير دولتي بنسټونو او دونرونو ځينې مسوولين حاضر وو؛ د سترې محکمې په مقر کې جوړه شوه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه چې نن له غرمې مخکې جوړه شوه ، قاضي القضات لومړى د سترې محکمې هغه تدبيرونه او پروګرامونه  چې په وروستيو کلونو کې دهېواد دقضايي نظام دحالت له دقيقې څيړنې وروسته او په ستونزو او مشکلاتو د برياليتوب په مقصد تدوين شوي دي او د نړيوالې ټولنې دپاملرنې وړ ګرځيدلي  دي؛ څرګند او بيان کړل او زياته يې کړه چې  ددغه حالت رښتيني منعکس نړيواله ټولنه  دې ته اړه کړه چې  له عدلي او قضايي بنسټونوسره خپلې مرستې دې د نړيوال بانک له لارې وړاندې کړي او په بېلابېلو فيزونوکې د دغو مرستو ويشلو ته په پاملرنې سره ، سترې محکمې وکولاى شول چې د مرستو له لومړى فيزڅخه په استفادې سره تر يوې اندازې پورې ترانسپورتي ستونزې او هم پلې ځينې تجهيزاتي اړتياوې لرې  کړي او اوس په دويم فيزکې له مرستو څخه استفاده طرحه ده چې له هغې څخه  د فزيکي بنسټ په ساحه کې او د قضايي زده کړو په برخه کې د ځانګړي ظرفيت او د قضايي تعليماتو او معلوماتو په مرکز پورې د اړوندو پروګرامونو په لوړولوکې کار اخيستل کيږي.
وروسته ميرمن لوبا د نړيوال بانک په نيابت د اړوندو پروژوجزئيات بيان کړل او زياته يې کړه چې د عدلي اوقضايي بنسټونو لپاره د نړيوال بانک په پروژو پورې اړوند لګښت پنځه اتيا اعشاريه پنځه مليونه ډالره دى چې دکابل ، هرات، باميانو او لوګرپه ولايتونوکې د عدالت لپاره د مشارکت، د حقوقي فعاليتونو د پياوړتيا د عدلي اوقضايي بنسټونو د ظرفيت د لوړولو او جوړولو او د عدلي اوقضايي ارګانونو له لارې او د نړيوال بانک په څارنې سره دپروژو د اجرايي ظرفيت د جوړولو  په ساحوکې عملي کيږي .
دې د اصلاحاتوپه خاطر د سترې محکمې له ارادې څخه مننه وکړه او د زياتې همکارۍ  ژمنه وکړه.
وروسته د لويې څارنوالۍ مرستيال او د عدليې وزارت استازي د اړوندو پروژو د پرمختګ په اړوند او يو شمېر بلل شويوکسانو هم د موضوع په باب  خبرې وکړې .
په پاى کې قاضي القضات د غونډې په څيړنې سره داسې وويل :
دعدلي او قضايي بنسټونو اړتياوې د زمانې له پرمختګ سره سم د هرې ورځې په تيريدوسره نويو پړاونو ته رسيږي او دغه بنسټونه دې ته اړ دي د هغو شخړو دحل کولو په خاطرچې د کمپيوټري او مخابراتي جرمونو، اورګاډو، دژوندانه دچاپيريال او د زياترو نورو نويو مسئلو په ساحوکې پيدا کيږي؛ مسلکي تياري ولري او هيله ده چې نړيوال بانک په دغو برخوکې د روزنيزو فرصتونو اوظرفيتونو په برابرولو کې  پاملرنه وکړي.
د يوبل خبرله مخې: دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات نن غرمه په داسې حال کې چې د سترې محکمې دعالي شورا غړي ورسره وو؛ د سترې محکمې په انګړکې دوه نوې جوړې شوې اداري او معلوماتي ودانۍ په رسمي ډول پرانستلې .
د لومړۍ اداري ودانۍ د نړيوال بانک په مرسته د پنځوسو مليونو افغانيوپه لګښت  د سترې محکمې د تعميراتو رياست ترنظرلاندې په څلورو پوړونوکې جوړه شوې ده او پنځوس  خونې لري او دويمه ودانۍ په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده چې له ټولو عصري امکاناتو او آسانتياوو سره١٢ معلوماتي غرفې او د انتظارسالون لري.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
يو ديرش تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
دکورنيو چارو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان د ننګرهار ، بغلان، سمنګانو، فارياب، بدخشان، ميدان وردګو او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو فعاليتونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو فعاليتونوکې د يو ديرشو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره ٧ تنه ټپيان او ١٣ تنه نوريې ونيول شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: دوه تنه وسله والو طالبانو چې غوښتل دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د جويبار په ساحه کې يو ماين ښخ کړي؛ ماين د ښځولو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې يو تن يې ووژل شو او يو تن بل يې ټپي او د پوليسو له خوا ونيول شو.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د استخباراتو موظفينو نن دطالبانو د تروريستي ډلې يو غړى ونيوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دکاپيسا ولايت د مرکز د نو آباد  د سيمې اوسيدونکى زيارت ګل چې په دغه ولايت کې د زياترو تروريستي فعاليتونو طراح و او د کاپيسا ولايت په مرکزکې دماين په ښخولوکې دنده لرله؛ دکاپيسا ولايت داستخباراتو د موظفينو له خوا ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند د ميرحمزه له ساحې څخه ونيول شو.