02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په غزني ولايت کې د ماين پاکولو د يو مرکز ١٨ تنه کارکوونکي چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو؛ نن سهار آزاد شول .
د غزني د والي ويندوى شفيق ننګ صافي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په غزني کې د (استرلينګ) د ماين پاکولو د مرکز کارکوونکي کله يې چې غوښتل دغزني له ښار څخه د اندړو ولسوالۍ ته لاړشي؛ په لاره کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو له امله له څوساعتونو وروسته تښتول شوي کسان د اندړو ولسوالۍ د عاشق وال له سيمه کې څخه د طالبانو له منګولو څخه آزاد شول.
ده وويل: ددغو کسانو په خلاصون کې کومه معامله نه ده شوې.

کراچۍ \ډي ډان \  باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
په بريتانياکې د قومي متحدغورځنګ  ګوند د مشر الطاف حسين له نيول کيدو وروسته د پاکستان په کراچۍ ښارکې ټول تجارتي فعاليتونه بند شوي دي.
د قومي متحده غورځنګ ګوند مشر الطاف حسين  چې د پاکستان د کراچۍ ښار زياته برخه په خپل کنترول کې لري؛ د پيسو د سپينولو په تور په لندن ښارکې ونيول شو او همدا اوس ترتحقيق لاندې دى.
ددغه ګوند يو زيات شمېر کارکوونکو، د رابطه کميټې غړو او د سند د ملي ټولنو غړو د دغه مشر د نيول کيدو پرخلاف د اعتراض په توګه په کراچۍ ښارکې په تحصن او اعتراض لاس پورې کړى دى.
دغه تحصن او اعتراض تېره شپه پيل شو او نن هم دوام لري .
دوى وويل: ترهغه وخته پورې به خپل اعتراض او تحصن ته دوام ورکړي چې د الطاف حسين غږ واوريدل شي .
د قومي متحدغورځنګ ګوند غړو د پاکستان په نورو ښارونوکې هم د خپل مشر
د نيول کيدو پرخلاف په مظاهرو لاس پورې کړى دى .
په لندن ښارکې د الطاف حسين د نيول کيدو د خبر له خپريدو وروسته پرون له غرمې وروسته د کراچۍ ښار له اړو دوړ او وحشت سره مخامخ شو.
دکراچۍ ښار اوسيدونکي وايي چې د دوکانونو او پلورنځيوخاوندانو په بيړه خپل پلورنځي او دوکانونه وتړل.
د بي بي سي د خبر له مخې: الطاف حسين چې د١٩٩٠ لسيزې له پيل څخه د بريتانيا په پايتخت کې ژوندکاوه؛ په وار وار ويلي دي چې پاکستان ته د ستنيدو په صورت کې د ده ژوند له ګواښ سره مخامخ دى.
دغه سړى  د بريتانيا دپوليسو له اعلام څخه يوه  اوونۍ وروسته نيول کيږي  چې د هغه له مخې پوليس په لندن کې د پنځوس کلن عمران فاروق په نامه د قومي متحد غورځنګ  ديو بل مشر د وژل کيدو په اړوند د دوو تنو  پاکستانيانو په لټه کې دي .
په سرکې په ټپونو او د چړې د ګوزارنونو په آثارو سره د فاروق مړى د دغه ګوند سيمه ييزې ودانۍ ته څېرمه د ده دکور په وړاندې کشف شو.
د فرانسې د خبري آژانس دخبرله مخې:  پاکستاني مقامات په عمران فاروق چې له  ١٩٩٢ميلادي کال را په دې خوا په لندن کې په تبعيدکې شپې سباکوي؛ دقومي متحدغورځنګ په فعاليتونو پورې اړوند د وژنې او ځورونې په دوسيوکې د لاسوهنې تور لګوي.
دقومي متحده غورځنګ ګوند له مسلمانو مهاجرينو څخه دى چې د هند د ويش په وخت کې د بريتانيا دغه پخوانۍ مستعمره په  ١٩٤٧ميلادي کال کې له پاکستان سره يوځاى شوه او دغه مهاجرين په عمده توګه په  کراچۍ کې ديره شول.
دپاکستان دغه ستر ښار اوس د سياسي، اقتصادي او قومي سياليو په برخه کې د بې سارى تاوتريخوالي ډګر دى.

بيروت \ ايرنا\ باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
ټاکل شوې ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري نن لبنان ته سفر وکړي.
د ايرنا دخبرله مخې: لبنان ته د جان کري سفر زيات زماني ارزښت لري ترهغه ځايه چې ټاکل شوې ده دى اروپا ته د سفرپه يوه برخه کې د امريکا له جمهور رييس بارک اوباما سره ملګرتيا له لاسه ورکړي .
اوباما په دې سفرکې پولند او څو اروپايي هېوادونو ته هم ځي اوپه پاى کې فرانسې ته رسيږي چې په پاريس کې د فرانسې نرماندي ته د متفقينو د سرتيرو د رسيدو د عملياتو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مراسموکې ګډون وکړي.
جان کري په داسې حال کې بيروت ته رسيږي چې د ده لبناني سيال جبران باسيل د عربي _  چيني د همکارۍ په غونډه کې دګډون لپاره په بيجينګ کې دى او ښايي
دا يو داسې دليل وي چې لبنان ته دکري دسفر پلان مخکې له مخکې نه و جوړشوى.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په پکتيا ولايت کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نوريې ټپيان او ونيول شول.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو او د ملي پوليسو د ځواکونو له خوا د پکتيا ولايت د څمکنيو او احمد آباد په ولسواليوکې پرون سهار پيل شوي و او د نولسو تنو وسله والوطالبانو په وژلو او د څلورو تنو نورو په ټپي کيدو سره پاى ته ورسيدل. اوريا خيل وويل: دغه عمليات دهغه راپور له مخې چې پخوا دوى ته رسيدلى و چې سيمه د طالبانو د راټوليدوځاى دى؛ پيل او په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
اورياخيل زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې دوه تنه ځانمرګي واسکټونه ، درې کلاشينکوفونه، يوه بوري چاوديدونکي توکي او د داشکې درې صندوقه ګولۍ هم په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
دملي اردو د ځواکونو د هغوچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې پرون پکتيا ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دپکتيا ولايت دڅمکنيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د درندو وسلو يوه اندازه مهمات، يوه اندازه وسلې او چاوديدونکي توکي هم په عملياتوکې د شاملوځواکونو لاس ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې: د وسايطو ضد ٢٨ ماينونه د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ کشف او شنډ کړى شول.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په فارياب ولايت کې نن د بم د چاودنې له امله ٢ تنه ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار د اتوبجو په شاوخواکې د فارياب دمرکز ميمنې ښار د دويمې ناحيې په يوه ګڼ ميشته سيمه کې رامنځته شوه. په قربانيانوکې ښځې او ماشومان هم شته .
دفارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې د يوې ښځې په ګډون ١٢ تنه نورټپيان شول. په همدې حال کې د ميمنې ښار د روغتون رييس ډاکتر عبدالعلي حليم دغه روغتون ته د دولسو تنو ټپيانو د ليږدونې خبر ورکړ او د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت يې خراب بللى دى .

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د پوليسوڅلورتنه سرتيري شهيدان او يو تن بل يې ټپي شو.
د هلمند د والي ويندوى عمرځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېر ماښام هغه وخت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه چې د عامه نظم د پوليسو د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې دعامه نظم څلور تنه پوليسان شهيدان او يو تن بل يې ټپي شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټپي روغتون ته ليږدول شوى او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په بادغيس کې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو ځواکونو د بادغيس ولايت د بالا مرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د خپلو په مقصدعمليات ترسره کړل چې له امله يې ٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ٣ تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: درې تنه وسله وال طالبان د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ووژل شول او سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

کابل\باختر\د غبرګولي د مياشتې١٤:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت يو ډالرکمښت راغلى دى.
پرون په نړيوالوبازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٤٦ډالرو وړاندې کيدل، نن هم په١٢٤٥ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٥٠ افغانيو، کويټي په٢٤٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په١٦٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٥٥٠افغانيو پلورل کيږي.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په بغلان ولايت کې د ميوند- ١٧ د عملياتو په بهيرکې ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ تنه نوريې ټپيان شول .
دبغلان ولايت د امنيتي قوماندان ويندوى جاويد بشارت دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه ولايت کې د ميوند – ١٧ د عملياتو په بهيرکې چې د افغان د ګډ ځواکونو له خوا پيل شوي دي؛ د طالبانو د ډلې د يوقوماندان په ګډون ٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٣ تنه نور يې ټپيان شول.
د بشارت د څرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې د زاړه بغلان ولسوالۍ د شفيع خيلو ، شاهي خيلو ، همت خيلو ، ذکرخيل او بلوڅو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
بشارت زياته کړه: د دغو عملياتو هدف د پرديو او ګاونډيو هيوادونو د استخباراتو د مزدورانو د وروستيوځالو له منځ وړل او د جمهوري رياست د انتخاباتو په دويم پړاوکې د خلکو د پراخ ګډون په خاطر د امنيت تامينول دي.
ده زياته کړه: دغه عمليات به د طالبانو له شتون څخه د نا امنو سيمو تر بشپر پاکولو او د عشر او زکات په نامه د طالبانو له خوا په غيرقانوني ډول د پيسو اخستلو تر بندولو پورې چې د خلکو د ځورونې سبب کيږي؛ دوام وکړي.