02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په پکتيکا ولايت کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ د نښتې په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تېره شپه ددغه ولايت جاني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو په سيمه کې د پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
خبرځاى زياته کړه: د دغې نښتې په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددغه راز د دوى دوه کلاشينکوفونه او د وسايطو ضد دوه ماينونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: په دې جګړه کې چې يو ساعت يې دوام وکړ؛ پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
نهه تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيز عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دغزني ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهير ٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل وسله وال طالب ټپي شو او يوه اندازه سپکې وسلې او مهمات شوي دي.

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
دځانمرګو بريدونو يو طراح دملي دفاع وزارت کومانډو د ځواکونو له خوا په پکتيا ولايت کې ونيول شو.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: نيول شوى سړى غوښتل د پکتيا ولايت د احمد آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې تروريستي او ځانمرګو فعاليتونو ته سازمان ورکړي چې له دوو ځانمرګو واسکټونو، شلو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو، څلورو سپکو وسلو او يو موټر سايکل سره د ملي اردو د کومانډو د ځواکونو له خوا ونيول شو.

Wednesday, 04 June 2014 10:32

د اسعارو بيه

کابل\باختر\د غبرګولي د مياشتې١٤:
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقابل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په70 /57  افغانيو پلورل په80 /57افغانيو

يوانګليسى پونډ پيرودل په90 /95افغانيو پلورل په    00\ 96افغانيو

يوه يورو پيرودل په 06/ 77 افغانيو پلورل په08 /77  افغانيو

يوسعودي ريال پيرودل په  53/  15پلورل 40/  15افغانيو
د اماراتو يو درهم پيرودل په 60/ 15 افغانيو پلورپه 65 / 15 افغانيو
زرپاکستانى کلدارې پيرودل په   578افغانيو پلورل په    579افغانيو
زرهندى کلدارې پيرودل په  965افغانيو پلورل په 970 افغانيو
او زر ايرانى تو مان پيرودل په80 /17 افغانيو پلورل په90 /17 افغانيو

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د پوليسو يو افسر پرون په نيمروز ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره شهيدکړى شو.
دغه کسان چې په موټر سايکل سپاره وو؛ د پوليسو دغه افسر د هغه کورته څېرمه په ډزو سره شهيد کړ .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې مديرمحمد ابراهيم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوکسانو ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ يو ساتمنى په زرنج ښار پورې اړوند د ګاوداري په سيمه کې په ډزو سره شهيد کړ.
ابراهيم زياته کړه: د دغې پيښې د عاملينو د موندلو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي خو تراوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

بروکسل-بى بى سي- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د شمالي اتلانتيک د تړون سازمان (ناټو) په اروپاکې د خپل دفاعي ځواکمنۍ د پياوړتيا خبر ورکړ.
د ځواکمنى دغه پياوړتيا په اوکراين د روسيې د تحرکاتو په غبرګون کې شوې ده.
ناټو اعلام وکړ چې په اروپاکې د دغه سازمان د پوځي شتون پياوړتيا له روسيې سره په شويو موافقو ترسره کيږي.
دغه خبره له هغه وروسته خپور شو چې د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په اروپاکې د پوځي شتون د پياوړتيا لپاره د امريکا د يومليارد ډالري تخصيص د طرحې خبر ورکړ.
روسيې پخوا اعلام کړى و: د اروپا په ختيځ او مرکزکى د ناټو د پوځي شتون د پياوړتيا په صورت کې به له دغه سازمان سره د خپلې همکارۍ هغه موافقه ليک پاى ته ورسيږي چې په ١٩٩٧ ميلادي کال لاسليک شوى و .
د ناټو تړون په روسيې په اوکراين کې د بيلتون غوښتوونکو د ملاتړ تور لګوي، خو روسيه دغه تور رد کړى دى.
روسيې د تېرکال دکب په مياشت کې د لويديځو هيوادونو له سختو نيوکو سره سره ، د اوکراين په جنوب کې د کريميا تاپو وزمه له خپلې خاورې سره يوځاى کړه.
داپه داسې حال کې ده چې را رسيدلي خبرونه د اوکراين په ختيځ کې د اسلو يانسک په ښارکې د اوکراين د اردو او د روسيې پلويو پوځي مليشو ترمنځ د نښتو د دوام څرګندوى دي .

واشنګتن-بى بى سي- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د امريکاد اردو لوى د رستيزجنرال مارتين دمپسي له طالبانو څخه د آزاد شوى افسر بو برګدال د محاکمې د احمتال خبر ورکړى دى.
د امريکا لوى درستيز د څرګندونو له مخې: که چيرې دغه ٢٨ کلن پوځي ملامت وي ، د امريکا اردو به سترګې پټې نه کړي.
سره له دې هم ده ټينګار وکړ: تر هغه وخته پورې چې د برګدال مجرموالى ثابت شوى نه وي؛ بايد دى بيګناه وبلل شي.
بوبرګدال د تيرې شنبې په ورځ د افغانستان د وسله والو طالبانو د ډلې له پنځو تنو غړو سره چې په ګوانتاناموکې بنديان وو؛ تبادله د طالبانو له غړو سره د ده تبادلې د امريکا په کانګرس کې د جمهوريت غوښتوونکي ګوند د ځينو غړو سخت انتقاد له ځان سره درلود.
له دې سره جوخت داسې خبرونه خپاره شوي دي چې په برګدال تور لګول مخکې له دې چې د طالبانو له خوا ونيول شي؛ د افغانستان په ختيځ کې يې د خدمت موده پاى ته رسيدلې وه.

يمن-بى بى سي- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د يمن په شمال کې حکومتي ځواکونو او د شعيه ياغيانو ترمنځ نښته کې څه ناڅه ١٢٠ تنه ووژل شول.
د اردو جنګي الوتکو او پوځيانو د يمن په عمران ولايت کې د حوثي قبيلې د ياغيانو په سنګرونو بريونه وکړل چې له امله يې د حوثي کابو سل تنه ياغيان ووژل شول.
د عمران ولايت د قوماندان مرستيال د رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې په دغو عملياتوکې ٢٠ تنه پوځيان هم وژل شوي دي.
حوثيان چې د زيدي شيعه مذهب پيروان دي؛ له لسوکلونو راپه دې خوا د مرکزي حکومت پرخلاف بغاوت کړى دى.
دوى د يمن په شمال کې تر خپل کنترول لاندې ناحيوکې د زياتې خپلواکي غوښتنه کوي.
د تېرکال د سلواغې په مياشت کې دوى د هغو نښتو په بهيرکې چې څه ناڅه ١٥٠ تنه ووژل شول؛ د عمران ولايت ځينې سيمې ونيولې.
د يمن دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې ياغيانو د نښتې په بهيرکې د عمران ولايت په جيل بريد وکړ چې د حوثي د قبيلي د لسو تنو بنديانو په ګډون څو تنه بنديان چې جدي جنايي تورونه يې لرل؛ په تيښتي بريالي شول.

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو دوزير ضرار احمد عثماني  له خوا دځان مرګي بريد او د دريو تنو ترکي انجنيرانو دوژل کيدو دپيښې په اړوند دترکيې دجمهوريت دبهرنيو چارو دوزير ډاکتر احمد داود اوغلو په نامه انقرې ته د ډاډ ګيرنې  پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې د ډاډ ګيرنې اوهمدردۍ  دمراتبو دڅرګندولو تر څنګ ويل شوي  دي  بشپړ باور  لرو چې دغه راز پيښې نه شي کولاي ددواړو هيوادو په لرغونو اړيکو منفي اغيزې وکړي .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دافغانستان دکورنيو چارو وزير ديو کاري سفر  لپاره  دفرانسې  هيواد ته تللى او  دانترپول له سکرتر جنرال سره يې ددغه هيواد دليون په ښار کې وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دې کتنه کې دافغانستان دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي او دانترپول  سکرترجنرال  رونالد نوبل ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا په لاره کې دپوليسو دمسلکي کچې دلوړولو او له  سازمان موندلو  جرمونوسره دمبارزې په لاره کې دهمکارۍ دپراختيا او دغه راز دترهګرۍ اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په باب چې افغانستان اوسيمې ته يې ګواښ مخامخ کړى دى خبرې وکړې.
دکورنيو چارو وزير وويل: دافغانستان پوليس  دتروريزم، نشه يي توکو او دانسان دقاچاقو او نورو بشري ضد جرمونو او جنايتونوسره دمبارزې په لاره کې  له نړيوالو پوليسو سره   همکار اوژمن دى .
  په همدې حال کې دنړيوالو پوليسو رييس له نړيوالو  پوليسو سره دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دصادقانه  همکارۍ له امله  دخوښي په څرګندولو سره دافغانستان له پوليسو په ځانګړي توګه دانترپول  له پوليسو  سره خپل ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې نړيوال پوليس به په راتلونکې کې هم دافغانستان دپوليسو تر څنګ ولاړ وي .
ددغې کتنې په پاى کې  دکورنيو چارو وزير دفرانسې هيواد دليون په ښار کې دانترپول  دنړيوالو پوليسو دزده کړې ، ظرفيت جوړونې او نورې څانګې وليدلې او هغه جايزه چې دافغانستان دملي پوليسو  دحالت دښه والي په لاره کې  دښو خدمتونو دقدردانۍ  لپاره برابره شوې وه دښاغلي رونالد نوبل له خوا دافغانستان  دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي ته ورکړى شوه .