02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ  غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي  موضوعګانې يې وڅيړلې.
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ ، شورا لومړۍ دقضايه قوې په ګډون په دولتي بنسټونو کې داداري فساد دحالت دسروې ، څيړنې او دکچې دټاکنې  په برخه کې  د افغانستان دشفافيت دپه اصطلاح ساتوونکي سازمان له خوا  خپور شوي رپوټ په کلکه  رد کړ اويوځل بيا يې څرګنده کړه چې دغه غير مسوول سازمان دغير ستندردو او غير علمي سروې ګانو په  ترسره کولو سره هلې ځلې کوي چې دهيواد دنظام  حيثيت او پت ته زيان ورسوي
ستره محکمه لکه څنګه چې ددغه سازمان دپخوانيو رپوټونو په غبرګون کې  څرګند کړى دى يوځل بيا په جدي توګه غواړي چې ددغه بنسټ مسوولين دې دحالت په باب دخپلو منفي څيړنو په  اړوند مدارک او شواهد له لازمو جزئياتو  سره په واک کې ورکړي  چې په دې اړوند مطالعه او څيړنې وشي اوکه نه  بايد په دې پوه شي چې دنظام په يو رکن تهمت  او افتراع ، له قانون سره سم  دعدلي اوقضايي څارنې غوښتنه کوي .
وروسته دقضايي پلټنې  درياست رپوټ او دبادغيس ولايت داستيناف  محکمې درياست دقضايي او اداري اجرااتو دڅيړنې په باب تدقيقي نظر ته په پاملرنې سره ددغې محکمې  شپږ تنو پخوانيو او اوسنيو قاضيانو ته په اجرااتو  کې د   دوى دسرغړونو دتشخيص  په دليل ، دقضايي سرغړونو د څيړنې دڅرنګوالې له مقررې سره سم لازمې تاديبي جزاګانې  تجويز شوې .
دغه راز دکابل ښار ددويمې او دريمې حوزې دابتدائيه محکمو او دکورنيو چارو وزارت دنظامي ابتداييه محکحمې  ترمنځ دڅيړنې د صلاحيت دتنازع ددوو موضوعګانو په باب دخبرو او څيړنې په ترڅ کې  دخبرو وړ قضيو دصلاحيت لرونکي محکمې  مشخصې  شوې او دارالانشا ته لارښوونه وشوه چې دموضوع په باب دې په رسمي ډول اړوندې مرجع ته خبر ورکړي .
په همدې ترتيب ددووجرمي اتهام په ګډون ديوې جزايي قضيې پرخلاف په محکوم  دوروستيو حکمونو دتطبيق دڅرنګوالي په باب  چې هريو په جلا جلا توګه څيړل شوى اومجازات  يې ټاکل شوي دي دمحکمو دقطعي او وروستيو  حکمونو پرتطبيق باندې دڅارنې دعمومي رياست  داستهدايې   په وړاندې تجويز ونيول شو چې موضوع دې دسترې محکمې اړونده ديوان ته وسپارل شي  چې دارتکابي  جرمونو دمرتبت والي  او يامجزا والي په برخه کې نظر څرګند کړي .
شورا دغه راز دکندز زون  دنظامي استيناف دمحکمې دوړانديز پربنسټ تصويب کړه چې دتخار اوبدخشان دولايتونو دنظامي منسوبينو دجزايي دوسيو دڅيړنې دبهير دګړندي کولو په  لاره کې چې دکندز  ولايت ته ليږدونه يې دځينو دلايلو له مخې امکان نه لري دکندز زون نظامي قاضيان دې داړوندو دوسيو دحل اوفصل کولو په مقصد ددغو ولايتونو ته واستول شي .
سربيره پردې په ننني غونډه کې دبيا کتنې شپږ مورده غوښتن ليکونه او په جزايي اومدني قضيو کې دمحکمې دبدلون ٢٥ مورده غوښتنه ليکونه چې دلوي څارنوالي دادارې او ددعوا وو خاوندانو له خوا طرحه شوي  وو هم وڅيړل شول او دهغو په باب لازم تصميمونه ونيول شول .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دننګرهار ولايت دخوږيانيو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په تيرو دوو ورځو کې  دګډو افغان ځواکونو په عملياتوکې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزا د دباختراژانس  خبريال ته وويل :دغه عمليات چې دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر دخوږيانيو ولسوالۍ دنوکر خيلو اومملې  په  کليو کې پيل شوي دي اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددښمن اووه کلاشيکوفونه ، شپږ تومانچې  ، شپږ مخابرې او دوسايطو ضد پنځه ماينونه دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي . 
يوه اړونده خبرځاى وويل، په دغو عملياتو کې دطالبانو يوه سپکه ماشينګنه  چې  دموټر په واسطه ليږدول کيده هم له منځه وړل شوې ده .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، عمليات پاى ته رسيدلي دي او امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په غزني ولايت کې نن د ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي کمپاين دساحې په څلور سوه متري واټن کې يو توغندى ولګيد .
دغزني ولايت يوه امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي  دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه توغندى دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله له رسيدو سره جوخت دغزني ښار په ورزشي لوبغالي کې ولګيد چې له نيکه مرغه دسرزيان او مالي تاوان يې نه دى اړولى.
ويل کيږي چې دغه کمپاين لاتراوسه پورې دوام لري  او دکمپاين  په بهير کې  کومه نيمګړتيا  نه ده رامنځته شوې .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په بغلان ولايت کې دکرکر د ډبرو دسکرو دکان دوه تنه کارګران نن ووژل شول.   دغه کارګران  دکرکر دډبرو سکرو ديوه کان په لومړى لمبر سمڅه کې دمسموونکو  ګازاتو دخپريدو له امله ووژل شول .
دافغان کول  کمپنۍ رييس محمد منير دباختراژانس خبريال ته وويل، دګازاتو دخپريدو له امله داستخراج  دبرخې دوه تنه  کارګران چې د ډبرو سکرو په کيندنې  بوخت و مسموم شول او سمڅې  ته د ژغورنې دکارکوونکو تر رسيدو پورې ووژل شول .
داپه داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم ددغه کان يوکارګر  په سمڅه  کې د ده په سر د ډبرو سکرو ديوې سترې ټوتې دلګيدو له امله مړ شوى و .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
  په فراه ولايت کې دپوليسو دځواکونو اوطالبانو ترمنځ  جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې دپوستې دپوليسو له ځواکونو سره دطالبانو په نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه  نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې دوژل شويو کسانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي  .
کارګر  زياته کړه چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى خو دپوليسو يوسرتيرى ټپي شوى دى.
همدا اوس دسيمې امنيت دامنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې دى .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
په کندز ولايت کې دذوالفقار  - ٢ په نامه دملي اردو دځواکونو په پرونيو چاڼيزو عملياتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو ځواکونو په کندز  کې دذوالفقار – ٢ په نامه دچاڼيزو عملياتو په دوام  چې لمن يې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ ته پراخه شوې ده څلور تنه وسله وال طالبان ووژل .
په دغو عملياتو کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او ددرندو اوسپکو وسلو يوه اندازه مهمات  هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دفراه ولايت دبکوا ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دابو نصر   فراهي په نامه دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي  تجهيزات او دوه  سراچه موټرونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دافغانستان دسرې مياشتې دکميټې له ويچر سره دباسکتبال  ورزشکارانو دايټاليا په سياليو کې دويم او دريم مقامونه وګتل .
دهيواد دسرې مياشتې  دکميټې  ويلچر  سره دباسکتبال  دټيم ښوونکي بشير پادشاه  نن دباختراژانس  خبريال ته وويل، له ويلچر سره دباسکتبال  سيالۍ دثور دمياشتې له نهه ويشتمې نيټې څخه دڅوارلسو  ټيمونو په ګډون  په ايټاليا کې پيل شوې  وې چې افغان ورزشکارانو  ددغه هيواد درسمي ټيم په وړاندې  ددوو لوبو په ګټلو او ددوو لوبو بايلولو سره  دويم او دريم مقامونه وګټل او ددغه مقام کپ يې ترلاسه کړ .
دخبرځاى  دڅرګندونو له مخې،  په دغوسياليو کې له افغانستان څخه پنځلسو تنو ورزشکارانو او يوتن ښوونکې او دهيواد دالمپيک  دملي کميټې مرستيال ګډون درلود .
دغه ورزشکاران  ديکشنبې په ورځ هيواد ته راستانه شول .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دملي اردو دوه تنه عسکر دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه عسکر دامنيتي فعاليتونو دترسره کولو په بهير کې  په واټ کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه دفتر دپيښې  دقيق ځاى او دعسکرو هويت په ډاګه  نه کړل .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دپلخمري دافغان نساجۍ ددستګاه ددريو تنو متحصنو کارګرانو روغتيايي حالت خراب شوى دى .
  دغه درې تنه چې زاړه کسان دي له ستونزو سره مخامخ شوي دي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دګرځنده روغتيايي يونټ  آمر ډاکتر نجيب الله دباختراژانس خبريال ته وويل:  درې کارګران چې له دوه ويشتو ورځو راپديخوا تر خيمو لاندې تحصن درلود دغه کسان د لنده بل او تودوخې  له امله دمفصلونو اوملا په درد او فشار اخته شوي دي چې عمر يې هم له پنځه اوياکلونو څخه زيات شوى دى .
خبرځاى  زياته کړه دغه ناروغان دا غواړي چې بستر شي خو هغوى روغتون ته له تګ څخه ډده کوي وايي يا دې له دغې خيمې څخه زموږ مړي اوچت شي اويا دې زموږ غوښتنې ومنل شي .
يوکارګر  شيرزي وايي ددوه ويشتو ورځو په تيريدو او دولايت دمقام دنه پاملرنې له امله ددغې ستونزې دله منځه وړلو په کار کې هيڅ پرمختګ او هيله نشته.
  دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، وموغوښتل  چې په دې برخه کې  دوالي نظر واخلو خو هغه خبرو ته حاضر نه شو.
ديادونې وړ ده چې ددغې نساجۍ ديرشو تنو کارګرانو له غاصبانو څخه دخپلو کورونو دترلاسه کولو په خاطر  دولايت ودانۍ ته څيرمه په تحصن لاس پورې کړى دى .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
  په کابل ښار کې دنجونو دفوټبال  دغوره ليګ وروستۍ نيمايي پړاو نن دميهن او داستقلال دټيمونوپه لوبې سره دوام مومي .
دهيواددفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر عبدالرشيد عزيزي دباختراژانس  خبريال ته وويل، په کابل ښار کې  دنجونو دفوټبال غوره ليګ سيالۍ چې دوه اوونۍ مخکې دنجونو داتو ټيمونو ترمنځ دفوټبال فدراسيون په ورزشي ډګر کې  پيل شوې  تراوسه پورې څلورو ټيمونو ددغو سياليو وروستۍ نيمايي پړاوته لاره وموندله .
  پرون دافغان او عدالت ټيمونوسيالي وکړه، چې لوبه دصفر په مقابل کې  په څلورو سره دافغان دټيم په گته پاى ته ورسيده . او  دغه ټيم وروستيو سياليو ته لاره وموندله
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ، نن دميهن  او داستقلال  ټيمونه دوروستۍ  پړاو سياليو ته دلارې موندلو په مقصد لوبه کوي .