02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دايساف  يوسرتيرى دافغانستان په ختيځ کې ووژل شو .
په هغې خبرپاڼه کې چې دايساف دځواکونو له خوا په کابل کې خپور شوى دى ويل شوي دي چې دغه سرتيرى  په ختيځ کې دپوځي عملياتو په بهير کې  وژل شوى دى
  دايساف په خبرپاڼه کې دوژل شوي سرتيرى هويت تراوسه نه دى په ډاګه شوى

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دکرکټ بودر اکاډمي نن په پکتيا ولايت کې جوړه شوه .
دپکتيا ولايت دکرکټ بورد رييس نياز الله احمل  دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه اکاډمي  دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ او ددغه ولايت  ديوکتوري  مرکز له خوا  دشپږ سوه   زرو افغانيو په لګښت  ديو جريب ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده .
دده دڅرګندونو له مخې، په دې اکاډمي کې  ځوانان او تنکيو ځوانان چې نوي يې دکرکټ لوبې  ته مخه کړې ده په  مسلکي توګه دکرکټ زده کړې کوي .
ده دکرکټ اکاډمي دجوړولو  هدف په نړۍ   دکرکټ په څانګو کې د ځوانانو دظرفيت لوړول او ددغه ورزش دځوانانو روزنه  او په نړيواله کچه دکرکټ پيژندنه ده .
ديادونې وړ ده چې همدا اوس په پکتيا ولايت کې يوسلو اته تنه ورزشکاران دکرکټ په څانګو کې په اتو ټيمونو کې فعاليت لري .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان تيره شپه په پکيتا کې دامنيتي ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ، په دغو عملياتو کې چې دملي اردو دځواکونو له خوا  دپکتيا ولايت داحمد خيلو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره شول اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي 
ديوبل خبر له مخې، دارزګان ولايت دچوري او دزابل ولايت د شملزو  ولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دبيلابيلو فعاليتونو په بهير کې  دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دمشرانوجرګې  رييس فضل الهادي مسلميار  نن داريانا افغان هوايي شرکت دعملياتي امر دکړنو رپوټ دملي شورا په مقر کې واوريد .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي  دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ ، په دې غونډه کې داريانا افغان هوايي شرکت عملياتي  رييس دکورنيو اوبهرنيو الوتنو دکرښو  مسافرانو ته دخدمتونو د وړاندې کولو دڅرنګوالې او ددغه شرکت دعوايدو او د تخنيکي او اداري ستونزو په باب معلومات وړاندې کړل .
دمشرانو جرګې رييس دخبرو په ترڅ کې دهوايي خدمتونو دبرابرولو په لاره کې ددغه شرکت دمنسوبينو خدمتونه وستايل، اوزياته يې کړه چې دسنامجلس به ددغه شرکت دستونزو دحل کولو په باب له اړوندو ارګانونوسره خبرې وکړي .
مسلميار  په داسې حال کې چې سناتور حاجي لطف الله  بابا هم حاضر و دمشرانو جرګې ستاين ليکونه داريانا افغان  هوايي شرکت په غوره کارکوونکو وويشل او دهغو دلازياتو  برياليتوبونو هيله يې وکړه .

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
څلور ديرش تنه وسله وال طالبان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ،  امنيتي ځواکونو دبغلان ، سرپل ، بلخ ، ارزګان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  يو لړ امنيتي  فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې څلور ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه يې ټپپيان شول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دتخار ، خوست او دپکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .

Tuesday, 03 June 2014 13:12

يوپوليس شهيد شو.

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
طالبانوپه بادغيس ولايت کې  يوپوليس شهيد کړ .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالقيوم  افکار دباختر اژانس  خبريال ته وويل: طالبانو په يوکمين کې دپوليسو  يوسرتيري   دبالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دګزمې په وخت کې له ځان سره بوته اووروسته يې په ناوړه توګه وواژه .
يوه اړونده خبرځاى وويل : پوليسو ددغه سرتيري مړي دبالامرغاب  ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترلاسه کړ .

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
سيد مصدق خليلي  چې دلرغونوميراثونو په نړيوال سيمينار کې دګډون په مقصد فرانسې ته سفرکړى و  . دافغانستان دلرغونوميراثونو  او دهغوى دساتنې داړتيا دارزښت  په باب  دوينا تر څنګ پرون د نړيوالوميراثونو دنړيوال سازمان داسيا او اوقيانوسيه  دبرخې له رييس جينګ فينګ سره وکتل.
دباختر اژانس دخبر له مخې، ددغې کتنې هدف دجام دڅلې دحالت څيړنه وه   چې دافغانستان دنړيوال ميراث يوه لرغونې اوتاريخي ساحه ده .
په دې کتنه کې خليلي ددغه ارزښتناک  فرهنګي ميراث  له انديښنو ډک حالت  بيانولوپه ترڅ کې څرګنده کړه ،چې په غور ولايت کې دوروستيو  سيلاونوله امله ددغه څلې استنادي ډيوال چې دجام دسيند په تګلوري کې دى،  په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى چې دغه ناوړه کار دجام تاريخي څلې  له خطر سره مخامخ کړى دى .
ده زياته  کړه چې په همدې حال کې دزياتواورښتونو او دنورو جوي عواملو له امله ددغه څلې  دمعماري اوخطي  ښکلا دنړيدو په حال کې ده اوله تدريجي ويجاړتيا سره مخامخ دى، که چيرې په لنډ مهال کې  دنړيدو مخه يې ونه نيول شي لرې  به نه وي چې په دې څلې  کې کومه ښکلانه پاتې کيږي  اوداکار ددغه څلې دمعماري  اوهنري ارزښت  په کمښت باندې مستقيمه اغيزې لري .
خليلي په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې تصويرونه او مفصل رپوټ دنړيوال ميراث دسازمان  داسيا او اوقيانوسيه دبرخې رييس ته وړاندې کړل .  له ده  څخه يې وغوښتل چې دڅلې دحالت اودجام  دلرغونې ساحې دڅيړنې لپاره دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري وکړي .
جينګ فينګ  دجام څلې ته دپاملرنې په خاطر د همکارۍ ژمنه وکړه اوڅرګنده يې کړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې جاپان ،کوريا او ايټاليا  په ګډون له مرستندويو هيوادونوسره اړيکې نيسي چې له نړيوال  ميراث سره دخپلو مرستويوه برخه  دجام څلې   ته بيله کړي .
ده زياته کړه چې پخوايې   دڅلې دغاړو دټينګښت په برخه کې دنړيوال ميراث دسازمان عمومي غونډې ته پروپوزل  وړاندې کړى دى،  چې ضميمه به يې دجام  دڅلې  له انديښنو ډک حالت اوداستنادي ډيوالونو دموضوع سملاسي او جدي  اقدام داړتيا په يادونې سره هم عمومي او داجراييوي  بورد غونډو ته وړاندې کړي.
په دې کتنه کې دغه راز په افغانستان کې دنړيوال ميراث دساحو دحالت او دنړيوال ميراث  په فهرست کې دافغانستان ديوشمير  نورو تاريخي او لرغونو ساحو دثبت دڅرنګوالې په باب  خبرې وشوې چې دنړيوال ميراث مسوولينو يې هرکلۍ وکړ، اوويې ويل :ددغې ادارې امکاناتو ته په پاملرنې سره دنړيوالو ميراثونوپه فهرست کې دثبت په لاره کې ددغوميراثونو دوړاندې کولو لپاره ډير ښه وخت دى اوپه دې برخه کې يې دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
  فينګ  ژمنه وکړه چې په نږدې راتلوونکي کې دوه تنه ماهران ليږي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ثبت ددوسيو دبرابرولو  په لاره کې  مرسته وکړي اوله دې سره جوخت دنړيوال ميراث په فهرست کې  داثارودثبت  ددوسيو دبرابرولو  اوتنظيم دڅرنګوالې  په برخه کې په دغه وزارت پورې اړوندو مسوولينو ته روزنيز پروګرامونه هم جوړکړي . 
په پاې کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين دنړيوال ميراث  له مسوولينو څخه وغوښتل چې دجام دڅلې  په باب  خبرې دې دنړيوال ميراث د سازمان دعمومي مجلس په اجندا  کې چې ټاکل شوې ده دروان کال  دجون دمياشتې له پنځلسمې نيټې  څخه تر څليرويشتمې نيټې پورې دقطر په پايتخت دوحه  کې جوړ شي شامل کړي، اوفينګ ژمنه وکړه چې خپلې ټولې هلي ځلې به ددغه مجلس په اجندا کې دجام دڅلې دخبرودشاملولو لپاره وکاروي.   تر څو يوځل بيا دجام څلې  دپاملرنې  په مرکزکې ځاى ونيسي .
ديادونې وړ ده چې په دې برخه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين په وړانديز ديونسکو په سازمان کې دافغانستان  ددايمي نمايندګي له لورې رسمي ليک هم دنړيوال ميراث  دبورد غړو اونورواړوندو ادارو ته وسپارل شو .
په دې کتنه کې په يونسکو کې دافغانستان ددايمي نمايندګي لومړۍ سکرتر  طرزي او دنړيوال ميراث په کميټه کې دافغانستان دنړيوالو ميراثونومسوول ښاغلي لي هم حاضر و .

پاريس \باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
له بندي طالبانو سره په تبادله کې دامريکايي عسکر خلاصون ، سره له دې چې ديو لړ انتقادونو  سبب شوى دى خو دفرانسپرس دخبري اژانس په ليکنه په داسې  شرايطو کې  چې امريکا له افغانستان څخه دوتلو لپاره تياري نيسي  دغه حرکت په سولې هيله زياته کړې ده.
په داسې حال کې چې له طالبانو سره له پنځه کلن  اسارت وروسته  دبو برګيدال روغتيايي حالت ډير خراب شوى و ، واشنګتن له بندي طالبانو  سره په تبادله کې دده دژوند دژغورنې  دفاع کوي له هغه وروسته چې دياغيانو مشرانو داکار يوستر برياليتوب  وباله دجمهوريت غوښتوونکو استازو په دغې تبادلې چې  خبر يې ديکشنبې  په ورځ  اعدام شو، انتقادکوي اووايي هغه پنځه تنه  طالبان چې دګوانتانامو په پوځي جيل کې بنديان وو  ټول يې دياغيانو مهمې څيرې  بلل کيدې  اوکولى شي بيا  دجګړې ډګر ته ورودانګي، اوامريکايان  له دغه هيواد څخه په بهير کې له ګواښ سره مخامخ کړي .جمهوريت  غوښتوونکي سناتور جان مککين چې په خپله هم په ويتنام کې دجګړې په بهير کې اسير شوى و  دغه بندي طالبان يې ددغې ډلې ډير مهم بنسټونه بللي دي اوويلي يي دي، دغه کسان ددې ځواکمني لري چې بيا دجګړو ډګر ته ورودانګي .
دفرانسپرس  خبري اژانس ليکي: خو دطالبانو دځان غوښتنو په پام کې  نيولو پرته دغه حرکت د ښه نيت څرګندوى دى .
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير  چاک هيګل  هيله کړې ده چې دغه حرکت له طالبانو سره دامريکا مستقيمو خبرو سبب شي  او دافغانانو په مشرۍ دسولې له هلوځلو سره مرسته وکړي .

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
دافغانستان دبهرنيو چارووزارت سياسي معين ارشاد احمدي پرون دايران دبهرنيو چارووزارت له پارلماني ، قونسلي او له دغه هيواد څخه په بهر کې دميشتو ايرانيانودچارو له مرستيال  علي رضا قشقاوي  سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دبهرنيو چارووزارت دويندوى دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو دسيمه ئيزو مسئلو په تيره بيا  دجمهوري رياست دراروانو انتخاباتو ، په ايران کې دميشتومهاجرينو دستونزو ، دسازمان ورکولو دطرحې په ګډون دافغانانو داستوګنې د ويزې د تمديد ، دسوريې جګړې ته په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو داستولو له پلوه دافغانستان  دانديښنې،  په ايران کې دميشتو بندي افغانانو دمجازاتو د بخښنې اوتخفيف  ، ددواړو هيوادونو ترمنځ دقونسلي چارو دګډ کميسيون ددايمي غونډې دجوړولو ، دبنديانو د ليږدونې دموافقه  ليکونو داجرا کيدو ،  دمجرمينو د استرداد او دقضايي مهاجرت په باب خبرې وکړي
احمدي  په تيرو ديرشو کلونوکې دافغان مهاجرينو  په نسبت دايران دکوربه توب او دسازمان ورکولو دطرحې په ګډون دافغانانو دويزې  دتمديد له امله قدرداني وکړه او دهغوى دويزې  دتمديد غوښتنه يې وکړه .
دبهرنيو چارووزارت سياسي معين په ايران کې بندي افغانانوته  داسانتياو دبرابرولو  دغوښتنې په ترڅ کې  دهغوى دمجازاتو دبخښنې اوتخفيف غوښتنه وکړه،  اوزياته يې کړه:  په عمري بندداعدام دجزا دتعديل په باب سياسي  تصميم کولاي شي دافغانستان دخلکو ترمنځ او ددواړو هيوادونو په اړيکو کې مثبتې اغيزې ولري .
دغه راز قشقاوي ددغې  کتنې له امله دخوښي د څرګندولو په ترڅ کې  ژمنه وکړه چې له ستنيدو وروسته ټولې مسئلې دسازمان ورکولو دطرحې په ګډون دافغانانو دويزې تمديد په مثبت نظر سره څيړي .
  ده زياته کړه : په ايران کې دميشتو افغانانو په وړاندې زموږ نظر مثبت دى اوپه  ټولوبرخو کې همکارۍ ته تياريو.
ده دايران له لارې دسوريې  جګړې ته دافغانانو د استولو په باب  خپاره شوي خبرونه په کلکه رد کړل او زياته يې کړه، زموږ  په ستراتيژي کې په سوريه کې  دنظامي حل لاره شتون نه لري .
له دې امله موږ دسوريې  جګړې ته دسرتيرو د استولو په لټه کې  نه يو خو ده زياته کړه،  ښايي چې افراد په شخصي اومذهبي انګيزو سره له بيلابيلو لارو په دې جګړه کې ګډون وکړي .
  ديادونې وړ ده چې قشقاوي په کابل کې دايران دسفارت په قونسلي برخه کې دنوي الکترونيکي سيستم دپرانستلو لپاره چې دويزې دصادرولو په برخه کې زياتې اسانتياوې برابروي   کابل ته سفر کړى دى .

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
په خوست ولايت کې  دملي اردو دځواکونودچاڼيزو عملياتوله امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس  خبريال ته وويل: دغه عمليات پرون دخوست ولايت دعلي شيرو په ولسوالۍ کې ترسره شول .
په دغو عملياتو کې داتوتنووسله والوطالبانو په وژل کيدو  سربيره ددرندو وسلو يوه اندازه  مهمات ترلاسه شوي دي.او دطالبانو پنځه  اس بي جي -٩  وسلې ويجاړې شوي دي
ديوبل خبر له مخې،  دوسله والوطالبانو يوقوماندان چې غوښتل يې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ  په مربوطاتو کې تروريستي فعاليت  ترسره کړي  له يوموټرسايکل  يوې  ايکم  مخابرې اويوتومانچې سره دملي دفاع وزارت دکوماندودځواکونوله خوا ونيول شو .