02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د څلور تاريخي څلو دبيا جوړولو کار پرون بيا پيل شو .
دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس صالح محمد خليق دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو څلو کې د ميرروزه دار ، خواجه نظام الدين ، ابن خضرويه بلخي او دفاطمې  بلخي ارامګاوي شاملې دي چې په بلخ  ولسوالۍ کې  دالمان هيواد په مرسته بيا جوړيږي .
  دغه راز د ناروي دولت  په مالي مرسته په نهر شاهي ولسوالۍ کې دتخته پل  دتاريخي څلې   دبيا جوړولو کار هم پيل شوى دى .
ده زياته کړه: په تيرکال کې دغه راز دبلخ په ولسوالۍ کې دنه ګنبد جومات ، دابونثر پارسا جومات او دسعيد سبحان قلي  مدرسې درواق  په ګډون اته نور  تاريخي څلې اودچمتال په ولسوالۍ کې دچشمه شفا جومات  او په مزارشريف  ښار کې دمبارکې روضې ځينې برخې ، دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبودجې په لګښت او دنړيوالې ټولنې په مرسته بيا رغول شوي دي .
ده زياته کړه: په بلخ ولايت کې څه دپاسه  ٩٠ تاريخي څلې  او لرغونې ساحې شته چې زياتره يې ويجاړې شوي دي اوکه چيرې ترميم  اوبيا ونه رغول شي  ويجاړې به شي .

Tuesday, 03 June 2014 09:54

د هوا حالات

کابل\باختر\د غبرګولي  د مياشتې١٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ټيټه  ١١
مزارشريف- آسمان وريځ ، ، د تودوخې لوړه  ٣٥، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢١
شمالي سالنګ-آسمان وريځ داورښت امکان شته،دتودوخې لوړه درجه ٧ټيټه  ٣
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته،دتودوخې لوړه درجه ١٠ ټيټه ٥
جلال آباد- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته،د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
جبل سراج- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٥ ټيټه ٩
شبرغان – آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٧
باميان- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته، دتودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه ١٠
فيض آباد-آسمان وريځ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢١ ټيټه ١٣
ميمنه- آسمان وريځ ،د تودوخې لوړه درجه  ٤٠ ، ټيټه ١٥
قندهار- آسما ن شين، د تودوخې لوړه ٣١، ټيټه ١٧
کندز- آسمان وريځ ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٢، ټيټه ١٩
غزني- آسمان وريځ ، داورښت امکان شته د تودوخې لوړه درجه ٢٣  ټيټه ١٠
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ټيټه ١٥
خوست- آسمان وريځ، داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٣
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه ١٩
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٩ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او  ٢دقيقو ولويږي. 

Tuesday, 03 June 2014 09:53

تبصره

کابل باختر د غبرګولي ديارلسمه :
په داسې حال کې دافغانستان خلک دجمهوري رياست ددويم پړاو  انتخاباتودترسره کولو لپاره چمتوکيږي، دهيواد له بهر څخه داسې نښې نښانې اوحرکتونه ترسترګو کيږي چې ددې څرګندوى دى چې ددغې ملي پروګرام دگدوډولو لپاره يو لړ توطيې دترسره کيدوپه حال کې دي چې په افغانستان کې دبدلونونومثبت تګلورى  بدل کړي .
دباختراژانس مبصر ليکي:  ټاکل شوې ده دافغانستان خلک تر راتلوونکو دولسو ورځو پورې يوځل بيا درايي ورکولو صندوقونو  ته لاړ شي اودجمهوري رياست په دويم پړاوانتخاباتوکې په ګډون سره خپل راتلوونکي مشر انتخاب کړي .
دانتخاباتو دترسره کولو دامنيت دتامينولو ، اقتصادي  ودې، دمدني ټولنې دودې ،  ښوونې اوروزنې  او په پاى کې  دافغانانو دخپلواکۍ دتمثيل په ګډون دملي پروګرامونو ترسره کول تل دسيمې په کچه  دمغرضو ټولنو له خوا له يو لړ ستونزو سره يوځاى دى.
اوپه داسې حال کې چې دافغانستان دولت  او خلک دهمغږي اوسيمه ئيزه همکاري اوپيوستون  اصل دسيمې دخلکو دسوکالۍ اونيکمرغۍ دپراختيا عامل بولي، خو دغه انګيزه اومفکوره تل  داستخباراتي  ټولنواو دسيمې په کچه دمغرضوسياسي  کړيو له خوا نفې شوې ده او هغوى تل دهغو دسبوتاژ او ويجاړولو لپاره فکر کړى دى.
نن ورځ په افغانستان کې دسولې اوثبات پراختيا دسيمې له سولې اوثبات سره نيغ په نيغه اړيکې لري او ضروري ده چې په افغانستان کې دثبات داعاده  کولو په نسبت په همغږۍ  سره کار وشي، چې ټول ورڅخه ګټه واخلي خو له بده مرغه ځينې کړۍ  له دغې انګيزې  او واقعيت سره په تضادکې دي اوهلې ځلې کوي چې په افغانستان کې  دبې ثباتۍ په ساتنې سره خپل غرضي هدفونه اوپروګرامونه تطبيق کړي او داپه داسې حال کې چې په وروستيوورځو اومياشتوکې دافغانستان دختيځ دسياسي  جغرافيا په يوې برخې  دپاکستاني پوځيانو راکټي او دتوپونو بريدونه او ډزې  شوې دي چې له بده غرمه  دسردزيان اومالي تاوان ورسره ده او داثابتوي چې دافغانستان پر حريم  ددوه اړخيزوژمنو او دنړيوالو او دولتونو  دحقوقو دميثاقونو پرخلاف تيرى کيږي. اوپه تنګ نظرو سياست والو پورې اړوندوکړيو اوپه پاکستان کې شر اچوونکو استخباراتي سازمانونو تل له افغانانو سره په ضديت او تضاد کې  عمل کړى دى .
دغوکړيو  دانتخاباتو په لومړى پړاوکې دخپلو شيطاني پروګرامونو په طرحه کولو سره هلې ځلې وکړې چې افغانان  ددغه ملي پروګرام له تطبيق  څخه منع کړي خو دافغانانوپه لوړ همت اوددغه هيواد په امنيتي ځواکونو په پوهې او درايت سره دسيمې داستخباراتو ټول رزيلانه  او له فتنو ډک  پروګرامونه په اوبو  لاهو شول اوپه پاى کې  افغانانو په هغې ملي  ژمنې سره چې  لرله يې د انتخاباتو  لومړى پړاو يې په مطلوب  ډول ترسره کړل .
دې کار دسيمې داستخباراتي  سازمانونو چلوونکي غچ اخستنې ته اړ ايستل .
  لکه څنګه چې سل تنه حرفوي تروريستان نورستان ته راواستول شول تر څو دطالبانو هغه قوماندانان چې دبهرنيو استخباراتو دسبوتاژ  ډکو اوورانکارو پروګرامونوپه ترسره کولو کې پاتې راغلي وو،  له خپل تګلوري څخه لرې کړى شي لکه څنګه چې دطالبانوڅو تنه قوماندانان په مرموز ډول په نورستان اوپه نورو ځايونوکې ووژل شول، اوس استخباراتي سازمانونو په  افغانستان کې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره په يوه جاهلانه  چلند سره په عمل لاس پورې کړى دى اودافغانستان په ختيځو سيمو دبمباريو او راکټي  بريدونو دطرحې په اجرا کولو  سره هلې ځلې کوي چې دغه بهير له خپل اصلي تګلوري څخه يې واړوي .  چې افغانان ديو منتخب او ديموکراتيک  حکومت په جوړولو  کې پاتې راشي خو دوى بايد په دې پوه شي چې ددغه شان پروګرامونوطرحه کول به دسيمې داستخباراتي  سازمانونودچلوونکوپه وړاندې دافغانانو دکرکې اونفرت له زياتوالې او دافغانستان  او پاکستان ترمنح داړيکو  ددرزله ژورتيا  پرته بله ګټه ونه لري.
ځکه افغانان په دغه شان حالاتو کې لازيات په پخلوکې خپل پيوندونه پراخوي اودبهرنيو لاسوهنو او تيريو په وړاندې  به يوخيل اوڅرګند غبرګون ولري .
له بلې خوا دډيورند کرښې اخوا څخه دتيريو او راکټي  بريدونودوام داکار جدي کوي چې دملګروملتو دسازمان په ګډون معتبر نړيوال سازمانونه په اقدام لاس پورې کړي او پرې نه ږدي  چې دافغانستان او پاکستان  ترمنځ اړيکې لازياتې دناوړوبدلونونوقرباني شي او له تروريزم سره  دمبارزې په لاره کې اوسنۍ همکارۍ له منځه لاړې شي .
دغه راز هغو هيوادونو ته چې له افغانستان سره يې دستراتيژيکي  هکاريو تړون  اويا سند يې لاسليک کړى دى لازمه ده چې په پاکستان کې دمنفعت  غوښتوونکو کړيو اوسازمانونو د دغو لمسوونکو اقداماتوپه وړاندې غبرګون  وښيي اودهغوى دناوړو پروګرامونو ددوام مخه ونيسي له دې پرته به دسيمه ئيز ثبات  همکارۍ اوپيوستون  په نامه څه موجود نه وي .

کابل –باختر دغبرګولي د مياشتې ١٢
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمديونس قانوني نن په کابل کې د تاجکستان له سفير ډاکتر شراف الدين امام سره  په خپله کتنه کې د افغانستان او تاجکستان د جمهوريت ترمنځ د هر اړخيزو اړيکو د پراختيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيوتوب په  باب ټينګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د کار په دفترکې وشوه؛ د جمهوري رياست لومړي مرستيال د انتخاباتو د دويم پړاو د ښه ترسره کولو په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تياريو يادونه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان خلک به په ټينګ هوډ سره د رايو صندوقونو ته لاړشي او د خپل ګران هيواد د مشرتابه  په ټاکنه کې د خپلو رايو په  کارولو سره به خپله اراده وښيي.
په دې کتنه کې په کابل کې د تاجکستان سفير ډاکتر شراف الدين امام دافغانستان دخلکو په نسبت د خپل ښه احساس د څرګندولو په ترڅ کې يادونه وکړه چې د افغانستان د خلکو مينه زموږ د خلکو په زړونوکې ځاى لري او  موږ افغانستان د خپل ښه ګاوندي په توګه بولو او هيله لرو چې بشپړثبات او امنيت په افغانستان کې ټينګ شي.
ده  دغه راز په خپلو پولوکې د دواړو هيوادونو د همکاريو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې موږ به په نږدې راتلوونکي د آمو سيند د پاسه له افغانستان سره په پوله کې يوبل پل جوړکړو چې د دواړو هيوادونو خلک وکولاى شي له هغې لارې تجارتي راکړه ورکړه  وکړي او د دواړو هيوادونو ترمنح د تګ راتګ لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
هغه درې تنه ځانمرګي يرغلګر چې د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په ودانۍ يې بريد کړى و،  د امنيتي ځواکونوله خوا وځپل شول.
دلښکرګاه له ښار څخه د باخترآژانس خبريال د هلمند ولايت د امنيتي  مسوولينو له خولې خبر راکړ :
دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو نن غرمه د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړ. پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر ځان د ولسوالۍ د دروازې په وړاندې وچاوه او دوه تنه نوريې ودانۍ ته ننوتل .
ويل کيږي وسله والو يرغلګرو له غرمې وروسته ترڅلورو بجو پورې مقاومت ته دوام ورکړ، خو په پاى کې د امنيتي ځواکونوله خوا وځپل شول.
سره له دې چې سيمه ييزو مسوولينو په دې پيښه کې د امنيتي ځواکونو د سر د زيان په اړوندڅه نه دي ويلي، خو يوه امنيتي خبرځاى چې ويې غوښتل د نامه يادونه يې ونه شي  وايي چې په دې پيښه کې څلور تنه پوليسان او د ولسوالۍ يو تن مسوول شهيدان شوي دي .
امنيتي خبرځايونو دګرشک په پيښه کې د بهرنيو استخباراتو لاس ښکيل بللى دى او ويلي يې دي چې ځانمرګي يرغلګر د ډيورنډله کرښې اخوا څخه ددغه ډاراچوونکي عمل  په ترسره کولوګومار ل شوي وو.
د سيمې خلکو د ګرشک ولسوالۍ په ودانۍ بريد وغانده او وسله وال طالبان په دې پيښه کې پړ بولي .
دا په داسې حال کې ده چې  پرون د ماشوم په نړيواله ورځ وسله والوطالبانو دقندهار ولايت په يوه ولسوالۍ کې په چاودنې سره دوه تنه ماشومان شهيدان کړل.

کابل – باختر د غبرګولي د مياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پيغام!
په ډير خواشينۍ سره خبرشوم چې د هيواد د امنيتي قواوو افسر جنرال محمد اسماعيل د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
اروښاد جنرال محمد اسماعيل کلونه کلونه د ملي دفاع او د کورنيو چارو په وزارتونوکې خدمت وکړ. خدمات يې د قدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د قندهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د جمهوري رياست مخکښ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن په بادغيس ولايت کې د خپلو پلويانو په غونډه کې د خپل ټيم پروګرامونه بيان کړل.
دقلعه نو له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې پراخه غونډه کې چې د ډاکترعبدالله عبدالله په زرګونوتنو پلويانوګډون کړى و؛ د اصلاحاتو او همګرايى له ټيم سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
ډاکترعبدالله عبدالله د بادغيس له خلکو سره ژمنه وکړه چې د انتخاباتو په دويم پړاوکې د برياليتوب په صورت کې د بادغيس په بيارغاونه کې هلې ځلې کوي او په دغه ولايت کې به د ترانسپورتي ستونزو د لرې کولو لپاره د سړک جوړولو په برخه کې زياتې پروژې تطبيق کړي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيوچارو وزارت اعلاميه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان د هوایي بریدونو په هکله په لاندې متن رسمي یادښت ولیږه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته په ډیر درنښت سره کاږي:
لکه څرنګه چې خبریاست، له څو کلونو راهیسې پر افغانستان د پاکستان له لوري راکټي بریدونه روان دي او د افغانستان د خلکو د مالي او ځاني زیانونو لامل ګرځیدلي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کونړ ولایت پر بیلا بیلو سیمو د پاکستان له لوري خونړي هوایي او راکټي بریدونه شوي دي چې له بده مرغه یې زیات تلفات او زیانونه اړولي دي. دغه عمل په څرګند ډول د افغانستان د ملي واکمنۍ نه سرغړونه او پر دغه خاوره ښکاره یرغل ګڼل کیږي.
تر کومه ځایه چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د یوه دوست او ستراتیژیک تړون کوونکي په توګه، د افغانستان د امنیت ټینګښت او دفاعي همکاریو ته ژمن دی، اړینه ده څو په دې برخه کې د افغانستان دولت د برحقه دریځ چې د بهرني یرغل پر وړاندې د خپل حریم نه ساتنه او دفاع ده، ملاتړ وکړي.
څرنګه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د دریمی مادې په نهمه برخه (د اوږد مهاله امنیت ټینګښت) کې درج شویدي:"د سویلي آسیا او مرکزي آسیا په پرمختګ او ټیکاو کې د افغانستان د ثبات د رول په درک سره، د امریکا متحده ایالات ټینګار کوي چې د افغانستان پر وړاندې هر ډول بهرني یرغل د امریکا لپاره د زیاتې اندیښنې لامل ګڼل کیږي. د دغه ډول پیښو د ترسره کیدو په وخت کې، لوري باید په ډیرې بیړې سره د یو بل په مشوره د سیاسي، دیپلوماتیکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په ګډون، د دواړو لوریو په هوکړې او د دوی د اساسي قانون له حکمونو سره سم وړ ځواب طرحه او پلي کړي."
د پورته ذکر شوې مادې پر بنسټ، داسې ایجاب کیږي چې د دغو بریدونو د شنډولو او طرد په موخه افغانستان او د امریکا متحده ایالات د ګډو اقداماتو او تدابیرو نیولو لپاره هلې ځلې وکړي. ځکه نو افغان لوری هیله مند دی چې ډیر ژر د امریکا متحده ایالات افغان لوري ته د خپلو دفاعي اقداماتو د څرنګوالي په اړه مالومات وړاندې کړي.
له وخت نه په ګټې اخیستلو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت خپلې نیکې هیلې یو ځل بیا وړاندي کوي.#

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د سمنګانو پوليسو تېره شپه څلور تنه د وسله وال غلا په تور ونيول.
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بيکزاد دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغو وسله والو غلو تېره شپه د ايبکو ښار د ذخيرې بڼ په ګذرکې د سيمې د يوتن اوسيدونکى حاجي زين الدين کورته ننوتل او د ده د کورنۍ ګاڼې يې غلا کړې چې د تيښتې په وخت کې د پوليسو له ګزمې سره مخامخ شول چې دوه تنه غلا لاس په لاس له ټپي کيدو وروسته ونيول شول او دوه تنه نوريې هم ونيول شول.
له دوى څخه يو کلاشينکوف او ګاڼې ترلاسه شوې او هغوى يوه اوونۍ مخکې هم د ايبکو ښار د مجاهد کارتې يو کورته ننوتي وو او يوه اندازه نغدې پيسې او ګاڼې يې غلا کړې وې.
دوى په ابتدايي تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف وکړ.
پيښه تر څيړنې لاندې ده.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د آغاخان د پرمختيايي دفتر د دوو تنو کارکوونکو په ګډون درې تنه پرون په بدخشان ولايت کې ووژل شول .
د آغا خان د دفتر دوه تنه کارکوونکي او يو ملکي وګړى د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دبدخشان ولايت د وردوج ولسوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د آغاخان د دفتر دکارکوونکو د سپرلۍ موټر د وردوج له ولسوالۍ څخه د فيض آباد په لور روان و چې په ماين وخوت او د چاودنې له امله يې د آغا خان د پرمختيايي دفتر دوه تنه کارکوونکي او يو ملکي وګړى ووژل شول او د هغوى موټر هم ويجاړ شو.
د آغاخان پرمختيايي شبکه له شلو کلونو راپه دې خوا د کرنې، روغتيا، پوهنې ، ځنګلونو او د بيارغاونې په برخوکې په بدخشان کې فعاليت کوي.