02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په فراه کې د انتخاباتو د کميسيون ٥٧ تنه ناظمين د درغليو له امله ګوښه کړى شول.
دغه کسان د انتخاباتو په لومړى ړاوکې په درغليوکې د لاس لرلو، سرغړونو او کاري کمزوورتيا له امله له دندو ګوښه او نوي کسان استخدام شول.
په فراه ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس ميرويس عزيزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د پرچمن، خاک سفيد، پشت کوه، لاش او جويند، اناردرې ګلستان او د بکوا له ولسواليو او د فراه له مرکز څخه ګوښه کړى شوي دي او پرځاى يې ٥٧ تنه نوي کسان استخدام او اوس تر روزنې لاندې دي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د قوماندان عبدالقيوم په مشرۍ يو شپږکسيزه ډله طالبان نن د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د سولې له سره يوځاى شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدکارګر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغوکسانو چې پخوا په بالابلوک ولسوالۍ کې په ورانکارو فعاليتونو بوخت وو؛ اوس د ملي روغې جوړې د حقانيت په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغوکسانوخپلې وسلې چې اووه ميله کلاشينکوفونه او يوه پيکا پکې شاملې دي؛ هم دولت ته وسپارلې.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د جمهوري رياست د دوو مخکښونوماندانو د انتخاباتي مبارزو په دوام نن عبدالرشيد دوستم په جوزجان ولايت کې د خپلو پلويانو په غونډه کې د تحول او تداوم د ټيم پروګرامونه بيان کړل.
د شبرغان له ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: عبدالرشيد دوستم چې د خپلو سلګونو تنو پلويانو په غونډه کې خبرې کولې؛ له خلکوڅخه وغوښتل چې په راتلوونکو انتخاباتوکې ګډون وکړي او د تحول او تداوم ټيم ته رايه ورکړي.
ده ډاکتر اشرف غني احمدزي له اقتصادي او امنيتي بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره اصلي نوماند وباله او له خلکو يې وغوښتل چې د تحول او تداوم ټيم ته رايه ورکړي.

Monday, 02 June 2014 03:39

د جمهوررييس فرمان

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د ١٣٩٣کال دغبرګولي د مياشتې د ٢٤نيټې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په بهيرکې دامنيتي ځواکونو د چال چلند داصولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامد کرزي فرمان !
لومړۍ ماده :
(١)  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه  او دملي امنيت لوى رياست مکلف دي د١٣٩٣ کال دغبرګولي دمياشتې د ٢٤نيټې دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې دانتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيونونو دمرکزي او ولايتي دفترونو او کارکوونکو ، درايې ورکولو دمرکزونو او درايو دشميرنې د مرکزونو دډاډمن امنيت دتامينولو  او په دغو انتخاباتو کې دخلکو دپراخ ګډون په مقصد لازم تدبيرونه ونيسي .
(٢)  د ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه مکلف دي چې دانتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو له خپلواکو کميسيونونو سره  لازمه همکاري وکړي اوددغو کميسيونونو دغوښتنې له امله ،  اړونده امنيتي ځواکونه  د دوى دمرکزي اوولايتي دفترونو، درايو ورکولو دمرکزونو او ځايونو  او دانتخاباتو دتدارکاتي کاروانونو دامنيت دتامينولو په مقصد موظف کړي.
(٣)   دملي دفاع اود کورنيو چارو وزارتونه او  دملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې ددويم پړاو انتخاباتو په بهيرکې دښځو دلازيات اوفعال ګډون په لاره کې  د رايې ورکولو په ښځينه مرکزونو او ځايونو کې دې ښځينه موظفين  وګوماري .

دويمه ماده  :
امنيتي ځواکونه دې د دويم پړاو انتخاباتو په تامينولو پورې اړوندې سپارل شوې دندې دقانون له حکمونوسره سم او دبيطرفۍ داصل په رعايتولوسره اجرا کړي او دهيڅ يو نوماند پلوى ونه کړي.
دريمه ماده :
امنيتي ځواکونه دې دورسپارل شويو دندو داجرا کولو په وخت کې د رايې ورکوونکو ، نوماندانو ،  کتوونکو، مشاهدينو اود رسنيو دکارکوونکو انساني کرامت او قانوني حقوق رعايت کړي  چې هغوى وکولاى شي له خپلو قانوني حقوقو څخه ګټه واخلي.
څلورمه ماده :
امنيتي ځواکونه مکلف دي دورسپارل شويو دندو داجرا کولو په وخت کې له هر رازقومي ،  نژادي ، جنسيتي ، سمتي ، ژبني  او مذهبي تبعيض او تعصب څخه ډډه وکړي .
پنځه ماده :
امنيتي ځواکونه دې دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو په چاروکې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي اوپه خپل سر د رايې ورکولو او درايو دشميرنې مرکزونو او ځايونو ته له ورتګ څخه هم ډډه وکړي. داړتيا په صورت کې کولاى شي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي يا ولايتي مسوولينو له موافقې وروسته دغو مرکزونو ته ننوځي .

شپږمه ماده :
امنيتي ځواکونه  مکلف دي درايو ورکولو  او درايو دشميرنې مرکزونو او ځايونو ته دمقاماتو  دوسله والو ساتوونکو او ددولتي ادارو دکارکوونکو او دغيرمسوولو وسله والو کسانو  دورتګ  په جدي توګه مخه ونيسي .
اوومه ماده  :
(١)  امنيتي ځواکونه مکلف دي دهغومعلوماتواوسندونومحرميت چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون دوظيفوي غوښتنو له مخې دوى ته وړاندې کوي، وساتي او يوازې دموافقه شويو هدفونو دتحقق په مقصد ، استفاده  وکړي او نه شي کولاى هغه  خپاره يا مشخص نوماند ته  وړاندې کړي.
(٢)   امنيتي ځواکونه مکلف دي، دهر راز اطلاعاتو دترلاسه کولو په صورت کې  چې په انتخاباتي فعاليتونو باندې اغيزمن  وي ، هغه  په ډير لنډ ممکن وخت کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون مرکزي يا ولايتي مسوولينو ته وړاندې کړي.
اتمه ماده :
امنيتي  ځواکونه دې د ورسپارل شويو دندو داجراکولو په وخت کې په هڅو اوهاند سره دډله ييزو قهرجنو  او  له تاوتريخوالي ډکو حرکتونو  چې  دکړکيچ، اړو دوړ او دعامه نظم او امن د اخلال او د دويم  پړاو انتخاباتو دبهېر دګډوډيدو سبب شي، مخه ونيسي  اولازم او اغيزمن تدبيرونه ونيسي .
نهمه ماده :
امنيتي ځواکونه مکلف دي د دويم پړاو انتخاباتو په ټول بهېرکې دې  د انتخاباتو او د انتخاباتي شکايتونو دخپلواکو کميسيونونوله کارکوونکو ، رايې ورکوونکو ، نوماندانو ، کتوونکو ،مشاهدينو ، دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو  له کارکوونکو او دانتخاباتو په بهيرکې له نورو اړوندو اشخاصو سره  له ښه چلند اوغوره اخلاقو څخه کار واخلي .
لسمه ماده  :
امنيتي ځواکونه مکلف دي، ددويم پړاو انتخاباتو په بيلابيلو پړاونو کې دبې نظمۍ او اړو دوړ درامنځته کيدو په وخت کې دې دوسلو او دتاوتريخوالى له کارولو پرته حالات تر  کنترول لاندې ونيسي  او نظم اعاده کړي.
يوولسمه ماده :
که چيرې امنيتي ځواکونه په دغه فرمان کې له ليکل شويو اصولو  څخه  سرغړونه وکړي، دسرغړونې دتثبيت او داثباتيه سندونو او مدارکو دشتون په صورت کې دې  دعدلي څارنې په مقصد واکمنو مراجعو ته معرفي شي .
دوولسمه ماده  :
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه نافذ دى .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د پنجشير ولايت  امنيه او د ملي اردو قوماندانان وستايل شول.
جنرال محمد عزيز غيرت او جنرال محمد رجب د هغه څه په وياړ چې په پنجشير ولايت کې د امنيت د تامينولو په لاره کې هلې ځلې بلل کيږي؛ د دغه ولايت د سيمه ييزو مسوولينو له خوا وستايل شول.
د پنجشير والي عبدالرحمان کبيري د دغو قوماندانانو د ستاينې په مراسموکې د امنيت د تامينولو او په دغه ولايت کې د تروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې د دوى د کارونو له امله قدرداني وکړه او هغوى ته يې د ستاينې لوحې ورکړې. دپنجشير امنيه او د ملي اردو قوماندانانو ژمنه وکړه چې تروريستي توان پورې به خلکو د امنيت د تامينولو لپاره هلې ځلې وکړي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دوه تنه پوليسان تېره شپه دسرپل ولايت دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيدان شول.
دسرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى کاظم کنعان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه له دوو ورځو راپه دې خوا د کوهستاناتو ولسوالۍ د صوفک په کلي کې دوام لري چې په بهيرکې يې دوه تنه پوليسان شهيدان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: جګړه دوام لري، خو وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره د مقاومت وس نه لري او د تيښتې په حال کې دي .
کنعان زياته کړه: د طالبانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي .
داسې خبرونه هم ترلاسه شوي دي چې طالبانو په دغې ولسوالۍ کې لس تنه پوليسان په ډزو سره وژلي دي.
خو د سرپل امنيتي مقاماتو دغه پيښه نه ده تاييده کړې.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په کونړ ولايت کې د ناټو د ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د بريد له امله ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
دکونړ والي شجاع الملک جلاله د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريد تېره شپه د وټه پوري ولسوالۍ د ګمبير په سيمه کې د طالبانو د راټوليدو په يو مرکز وشو چې له امله يې ١٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او٧ تنه نوريې ټپيان شول.
دکونړ د والي د څرګندونو له مخې: په وژل شويوکسانوکې يو پاکستانى تبعه هم شته چې طالبانو ته يې د ماينونو او د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو مسووليت په غاړه درلود.
والي زياته کړه: په وژل شويوکسانو يو شمېر نور هم شته چې له څيړنو وروسته به د هغوى هويت معلوم شي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د طالبانو د يو مشهور قوماندان په ګډون ١٦ تنه وسله وال طالبان پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
دکندز ولايت امنيه قوماندان غلام مصطفى محسني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دکندز ولايت د چهار درې ولسوالۍ د ماماخيلو په سيمه کې د افغان ځواکونو د عملياتو په بهيرکې چې د طالبانو له شتون څخه د دغې سيمې د پاکولو په مقصد پيل شوي؛ د دوى د يو مشهور قوماندان مولوي زبير په ګډون١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ تنه نوريې ټپيان شول.
محسني زياته کړه: دغه عمليات پرون مازيګر له ٢٤ ساعتونو وروسته د ماماخيلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې له آزادولو وروسته په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل.
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړوته زيان نه دى اوښتى.
خو له دغه ماموريت څخه د ستنيدو په وخت کې د امنيتي ځواکونو د سپرلۍ موټر په ماين وخوت چې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول او د هغوى موټر ويجاړ شو.
ويل کيږي د چهار درې ولسوالۍ د کندز ولايت له نا امنو سيمو څخه ده چې له څلورو ورځو راپه دې خوا د ماماخيلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پوستې د طالبانو له خوا کلابندې شوې وې.

کابل- باختر- دغبرګولي د مياشتې ١٢مه :
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډې د کونړ پر ولایت د پاکستان وروستي هوایي بریدونه په کلکه وغندل .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د وزیرانو شورا نننۍ غونډې د افغانستان پر حریم د پاکستان د هوایي ځواکونو وروستي بریدونه د ټولو نړیوالو نورمونو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو پرخلاف یو عمل وباله.
جمهوررئیس حامدکرزي په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړ چې د امریکا له لوري څخه په کتبي ډول وغواړي ترڅو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون د ۹ مادې له مخې او د اړوند میکانیزم پر بنسټ پر خپلې ژمنې عمل وکړي.
د هېواد جمهوررئیس  همدا راز د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري څخه دا وضاحت هم وغواړي چې دوی ولې د کونړ پر ولایت د پاکستان  د هوایي بریدونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
د وزیرانو شورا غبرګون نن په داسې حال کې څرګندیږي چې پرون د ملي امنیت شورا هم د افغانستان پر خاورې د پاکستان له بریدونو څخه اندیښنه وښودله او هغه یې په کلکه وغندل.#

Monday, 02 June 2014 13:53

دجمهور رييس فرمان

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د ١٣٩٣ کال دغبرګولي د مياشتې د٢٤نيټې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په بهيرکې د دولتي ادارو د مقاماتو او کارکوونکو د نه لاسوهنې په باب د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي فرمان!
په شفاف او عادلانه ډول د ١٣٩٣کال دغبرګولي دمياشتې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ترسره کولو او د دغو انتخاباتو په بهيرکې د دولتي ادارو  د مقاماتو او کارکوونکو د نه لاسوهنې په مقصد د انتخاباتو د قانون د اتمې او نهمې مادې د حکمونو په پام کې نيولوسره چې د رسمي جريدې د ١٣٩٢ کال د زمري  د مياشتې د  ١٥نيټې  په  (١١١٢) ګڼه کې خپور شوى  دى؛ دغه مراتب منظورم:
لــومــــړۍ مــاده :
د دولتي ادارو ټول مقامات او کارکوونکي مکلف دي چې د انتخاباتو په بهيرکې دې دغه اصول په جدي توګه رعايت کړي:
١_  د غوښتنې په صورت کې د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره لازمه همکاري او په ډيرلنډممکن وخت کې په انتخاباتي فعاليتونو پورې د ورسپارل شويو اړوندو دندو اجراکول.
٢_  په انتخاباتي فعاليتونوپورې د ورسپارل شويو اړوندو دندو د اجرا کولو په وخت کې د بيطرفۍ د اصل رعايتول.
٣_  د رايو ورکوونکو د رايو د اظهارولو يا افشاکولو او يا ټاکلو نوماندانو ته رايو ورکولو ته د هغوى د اړ ايستلو په مقصد په رايو ورکوونکو د نفوذ له عملي کولو او يا د هر راز عمل له ترسره کولوڅخه ډډې کول چې د رايو ورکوونکو د رايو د آزادۍ ، سري والي او مستقيموالي د ګډوډيدو سبب شي.
٤_  د مشخص نوماند په ګټه د دولتي آسانتياوو او منابعو نه برابرول خو دا چې د قانون له حکمونوسره سم په مساوي ډول برابرې شوې وي.
٥_  د انتخاباتو د دايمي يا لنډمهالوکارکوونکو په توګه د استخدام په مقصد د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته د اشخاصو له معرفي کولو څخه ډډې کول.
٦_  د مشخص نوماند د دريځ دپياوړي کولويا کمزورې کولو په مقصد له وظيفوي موقف څخه نه استفاده .
٧_  د انتخاباتو  د دايمي او لنډمهالو کارکوونکو له امر او نهي څخه ډډې کول او هغوى ته  د سوغاتونو اوتحفو نه ورکول.
٨_   له وسلې او يا وسله والوساتوونکو سره درايې ورکوونکو دنوم ليکنې مرکزونو او ځايونو، د رايو ورکولو مرکزونو او د رايې د شميرنې مرکزونو ته  له ورتګ څخه ډډې کول.
٩_ د رسمي غونډو يا پروژو په پرانستلوکې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د يو نوماند له بلنې څخه ډډې کول.
١٠_  د هغو معلوماتو ساتنه چې د انتخاباتو په بهيرکې د دندو د اجرا کولوپه وخت کې او يا د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا يې ترلاسه کوي او دهغو له خپرولو او  يا مشخص نوماند ته دهغو له وړاندې کولو څخه ډډې کول.
دويمـــه مـــاده :
که چيرې ددولتي ادارو مقامات او کارکوونکي ددغه فرمان په لومړۍ ماده کې له ليکل شويو  اصولو څخه سرغړونه وکړي ، دسرغړونې دتثبيت او اثباتيه  مدارکو اوسندونو دشتون په صورت کې دې  دعدلي څارنې په مقصد واکمنو مراجعو ته معرفي شي .
دريمــــه مـــاده :
دغه فرمان دتوشيح  له نيټې څخه نافذ دى او اړونده ادارې دهغې دتطبيق مسووليت لري.