02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن د غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي په مشرۍ د جمهوري رياست د ارګ د ګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د چارو د داراې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د وزيرانو شورا د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خاورې څخه راکټي بريدونه او د پاکستاني پوڅيانو د هليکوپټرونو بمبارۍ چې زموږ د يو شمېر هيوادولو د شهادت او ټپي کيدو سبب شوې؛ په کلکه وغندلې، دغه بريدونه يې د نړيوالو موازينو او د هيواد د ملي واکمنۍ پرخلاف څرګنده او په ډاګه سرغړونه وبلله.
د وزيرانو شورا د دغه شان بريدونو زياتوالى او پراختيا په افغانستان کې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو د ګډوډولولپاره هلې ځلې وبللې او د دغو بريدونو د سملاسي بندولو او د دغه شان بريدونو د تکرار په وړاندې يې د افغانستان حکومت د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه.
په همدې ترتيب د وزيرانو شورا دپاکستاني پوځيانو دبريدونوپه وړاندې دامريکا دمتحده ايالاتو دنه غبرګون په باب خبرې وکړې، دپاکستان دپوځيانو دهوايي او راکټې بريدونوپه وړاندې دامريکا دمتحده ايالاتو دمقاماتو چوپتيا يې  د اوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو دسندله مفادوسره په تضاد کې وبلله  او د بهرنيو چارو وزير يې موظف کړ چې دافغانستان  او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دستراتيژيکي تړون له مفادوسره سم داړونده کميسيون فعالول ددغه هېواد له لوري سره طرحه کړي چې دامريکا متحده ايالات په دغه شان مواردوکې خپلې  ژمنې عملي کړي.
وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس وويل: د جمهوري رياست ددويم پړاو انتخابات دروان کال دغبرګولي دمياشتې په ٢٤نيټه  ترسره کيږي او د انتخاباتو دقانون د اتمې او نهمې مادې له حکمونوسره سم دجمهوري رياست د دويم پړاوانتخاباتو په بهيرکې د دولتي ادارو د مقاماتواو کارکوونکو د نه لاسوهنې په باب اودشفافو او عادلانه انتخاباتو دترسره کولو په لاره کې په ملکي برخه کې او دغه راز د انتخاباتو او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواکو کميسيونونو دمرکزي او ولايتي دفترونو او د رايې ورکولو دمرکزونو دکارکوونکو د ډاډمن امنيت د تامينولو او د جمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتوکې دخلکو دپراخ ګډون او د رايو د شمېرنې په بهېرکې دامنيتي ځواکونو دچلند د اصولو په باب په پوځي برخه کې د فرمانونو دصادرولو يادونه وکړه او تينګار يې وکړ چې د آزادو ، شفافو  او بيطرفانه انتخاباتو ترسره کولو په مقصد هيڅ دولتي ارګان د لاسوهنې ، په ر ايه ورکوونکو د نفوذ د عملي کولو او د مشخص نوماندپه ګټه  له دولتي  منابعو او آسانتياوو څخه داستفادې حق نلري .
په همدې ترتيب دجمهور رييس په فرمان کې دانتخاباتو د ډاډمن امنيت په تامينولو، د رايې ورکولو په مرکزونوکې د ښځينه موظفينو په ګومارلو، د بيطرفۍ د اصل په رعايتولو، د هرراز قومي، نژادي، جنسي، سمتي، ژبني او مذهبي تبعيض او تعصب څخه په ډډې کولو او د رايو په شمېرنه کې په نه لاسوهنه کې د هېواد امنيتي ځواکونو ته مشخصې دندې صادرې شوې دي.
د وزيرانو شورا دجمهوري رياست د دويم پړاو دانتخاباتو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دفرمانونو له صادرولو سره دملاتړ او تائيد په ترڅ کې چې د ١٣٩٣ کال دغبرګولي دمياشتې  په ٢٤نيټه ترسره کيږي، ملکي او نظامي مسوولين په هر اړخيزه توګه  د هغوپه رعايتولو مکلف کړل او مسوول ارګانونه يې د هغو په تطبيق موظف کړل.
وروسته د دايکنډي ولايت سيمه ييزې ستونزې په دې ډول غونډې ته طرحه شوې :
_ له باميانو څخه تر نيلي پورې د سړک د څيړنې او له نږدې  د خلکود ستونزو د مطالعه کولوپه مقصد د باميانو د والي په ملګرتيا د سکټوري وزارتونو د معينانو سفر.
_ دشهرستان په پاى کټه سنګ په ساحه او يا په پاى اميد ساحه کې  د هلمند ولايت د سيند په وړاندې د بريښنا د بند جوړول چې د مقدماتي سروې کاريې پخوا بشپړشوى دى.
_ د ولايت په پرمختيايي پروژوکې د کار بياپيل کول چې د ماليې وزارت د متحدالمال له مخې د دولت د عوايد دکمښت په علت ، کار يې ځنډول شوى دى.
_  د پخوانۍ ديني مدرسې د ودانۍ تشول چې اوس د پوليسو ځواکونه پکې ځاى پرځاى دي.
د وزيرانو شورا د ماليې وزارت موظف کړ چې د دايکنډي ولايت د سړکونو د جوړولو په مقصد دې د يومليون ډالرو معادلې پيسې تدارک او د اړونده وزارت په واک کې دې ورکړي .
دغه راز د کورنيو چارو، ماليې او د انرژۍ او اوبو وزارتونه او سکټوري وزارتونه موظف کړاى شول چې ددغو ستونزو په حل کولوکې دې لازم اقدامات ترسره کړي.
په همدې ترتيب دوزيرانو شورا د فوايد عامې او د اقتصاد وزيران او د نورستان والي موظف کړل چې د نورستان ولايت د سړک پولي ستونزه چې د دوست هېواد هندوستان په مرسته تمويليږي؛ حل کړي او د جمهوري رياست مقام ته دې رپوټ وړاندې کړي.
دغه راز د وزيرانو شورا د پوهنې وزارت موظف کړ چې اوسنى تعليمي نصاب په تېره بيا د لومړنيو ښوونځيو له لومړۍ ټولګي څخه تردريم ټولګي پورې په هر اړخيزه توګه وڅيړي او دغونډې له يادونې سره سم دې په دغو نصابونو نوى نظر وکړي.
له اجندا سره سم د کانونو وزير د افغان _ تاجک  د نفتي حوزې د احمدآباد _بلخ  او د محمدجان په بلاکونوکې د هايدروکاربونونو د اکتشاف ، انکشاف او توليد لپاره داکتشاف او د توليداتو د ويش قرارداد او دسرپل ولايت دبلخاب د مسو، د غزني ولايت د زرکشانو د مسو او سرو زرو، د هرات ولايت  د شيدا د مسو او د بدخشان د سرو زرو د پروژو دکانونو د رايستلو د قرارداد د لاسليک کولو موضوع غونډې ته طرحه کړه .
د وزيرانو شورا دمالي ګټو په رعايتولو سره، کانونه د هېواد د ملي عوايدو مهمه برخه وبلله ، پريکړه يې وکړه چې د ملي ګټو په پام کې نيولو سره دې دغه قراردادونه  په ژوره او هر اړخيزه توګه مطالعه او په راتلوونکي حکومت کې دې په دې باب تصميم ونيول شي.
ورپسې  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير د ځوانانو ملي پاليسي غونډې ته طرحه کړه او څرګنده يې کړه چې د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال  دکب د مياشتې د پنځمې نيټې دغونډې  له پريکړې سره سم دغه پاليسي د موظف کميسيون ترنظرلاندې بيا څيړل شوې ده .
د وزيرانو شورا له هر اړخيزو خبر وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت موظف کړ چې دغه پاليسي دې د غونډې له يادونې سره سم بيا وڅيړي او د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته دې وړاندې کړي.
وروسته د فوايد عامې وزير د اوولسو مليونو افغانيو  په ټوله بيه دکاپيسا  اوپروان دولايتونو دخلکو  دشل زره يوسلو اته متره مربع ځمکې  استملاک او دتاوان جبيره کول چې ترنجراب پورې دجبل السراج سړک ترپروژې لاندې راغلې ده، غونډې ته طرحه کړل.
دوزيرانو شورا ددې په پام کې نيولو سره  چې سړکونه دهېواد دملي پروژو يوه برخه ده؛ ددغو ځمکو داستملاک بيه په سلوکې دديرشو په تخفيف سره تصويب کړه او دماليې  اوفوايد عامې وزارتونه يې ترپروژې لاندې ځمکو خاوندانو ته د استملاک دبيې په ورکولو مکلف کړل.
ورپسې د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس د دوه اعشاريه څلورو مليونو افغانيو په ټوله بيه د پري ګل دملکيت د دوه سوه متره مربع ځمکې  استملاک چې دقندهار ښار ددريمې ناحيې دسړک تر پراختيايي پروژې لاندې راغلې ده  ، غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا پيشنهادي استملاک تصويب کړ  او دقندهار ښاروالي يې خاوندته يې دځمکې داستملاک دبيې په ورکولو مکلفه کړه .
دوزيرانوشورا دغونډې دکار په دوام  داووه څلويښتو مليونو افغانيو په ټوله بيه دهلمند ولايت داتو تنو  دجايداد  دشپږديرش جريبه لس بسوې او پنځلس بسواسې  ځمکې استملاک چې لښکرګاه د هوايي ډګرترپروژې لاندې راغلې ده، د ترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزارت دمالي او اداري معين له خوا غونډې ته طرحه شو.
دوزيرانو شورا له هر اړخيزو خبرو وروسته دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزارت، دملکي هوايي چلند خپلواکه اداره او  دسيمه ييزو ارګانونود خپلواکې ادارې لوى رياست يې موظف کړل چې ددغو ځمکو دجايداد دملکيت سندونه  په دقيقه توګه وڅيړي او دنتيجې په باب دې  د وزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي.
دغونډې په پاى کې دبهرنيو چارو د وزيرله خوا دوه مورده نړيوال تړونونه  غونډې ته طرحه شول چې دتائيد وړ وګرځيدل.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دکونړ او د نورستان په ولايتونو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دوام لري.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دانګام او د شيګل د ولسواليو د شپږو توغنديو د لګيدو له امله د سيمې خلکوته مالي زيان اوښتى دى، خو د سر زيان يې نه دى اړولى.
خو د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان وايي چې د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو د دغو توغنديو د لګيدو له امله د استوګنې څوکورونه ويجاړ شوي دي .
دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه په وروستۍ يوه اوونۍ کې بې سارى و.
په دغو بريدونو کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پکتيکا، کونړ او د نورستان ولايتونو ځينې سيمې د لسګونو توغنديو د لګيدو شاهدې دي.
ټيک څلور ورځې مخکې په کونړ او نورستان ولايتونوکې د استوګنې په څوکورونو د شپږو توغنديو د لګيدو له امله د يوې ښځې په ګډون درې تنه شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان شول.
په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې يواځې د وروستۍ اوونۍ په بهيرکې او د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له زياتيدو وروسته په لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو خوشې کولو ته اړ شوې دي.
زموږ خبريالان د ختيځو ولايتونو ځينې سيمې چې د پاکستاني پوځيانو تر راکټي بريدونو لاندې نيول شوې دي؛ ليدلې دي.
ددغو سيمو اوسيدونکي په دولت باندې انتقاد کوي او وايي: کلونه کلونه کيږي چې پاکستان له کوم دليل پرته د افغانستان په خلکو توغندي توغوي، خو دولت د بيوزلو خلکو له حق څخه دفاع نه کوي او چپ دى.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لوى درستيز افغانستان ته په خپل سفرکې وويل چې هيواد يې د ډيورنډ د کرښې د امنيت په تامينولوکې همکارى کوي او د هيواد په ځينو ختيځو سيمو به د پاکستانى پوځيانو د راکټي بريدونو موضوع وڅيړي.
د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه درې کاله مخکې د وري په مياشت کې پيل شوي او تراوسه پورې دوام لري.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: د دريو کلونو په بهيرکې يوولس زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان په ختيځو سيمو توغول شوي دي چې ددغو بريدونو له امله څه ناڅه سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغو راکټي بريدونو قربانيان او ټپيان ملکي وګړي او د سيمې اوسيدونکي دي.
د پاکستان پوځي مقاماتو او ډيپلوماتيک مرکزونو تراوسه پورې په افغانستان د خپلو دغو يو اړخيزو راکټي بريدونو په باب روښانه دليلونه نه دي وړاندې کړي .
زياتره پوځي او سياسي کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان په تېره بيا ددغه هيواد استخباراتي سازمان (آى اس آى) غواړي د دغو بريدونو په زياتوالي سره لومړى په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه سمې بې امنه او له استوګنې څخه تش کړي او وروسته د تروريزم پټنځايونه چې تراوسه پورې د ډيورنډ کرښې اخوا شته؛ دې خوا ته وليږدوي چې دغه هيواد د تروريزم د ملاتړ او سمبالولو له ملامتۍ څخه خلاص شي.
دپاکستاني پوځيانو دغه يو اړخيز راکټي بريدونو تراوسه پورې د افغانستان د دولت او د مدني ټولنې او د بشر د حقوقو د مرکونو غبرګونونو راپارولي دي خو دغو غبرګونونو مثبتې نتيجې نه دې ورکړې.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
شپاړلس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې د ايتلاف د ځواکونو په هوايي بريدکې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريدونه د اندړو ولسوالۍ د سنګينک او د عليزي په کليوکې وشول چې له امله يې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه: دغه عمليات د افغان ځواکونو په همغږۍ د ايتلاف د ځواکونو له خوا ترسره شوي چې ملکي وګړوته پکې زيان نه دى رسيدلى .
خبرځاى زياته کړه: دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د تاسن او کندور په کلي کې پنځه تنه وسله وال ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
سلطاني زياته کړه: دغه طالبان د پيروز په نامه د عملياتو په بهيرکې چې په دې وروستيو وختوکې چې د غبرګولي د ٢٤ مې نيټې د جمهوري رياست د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په مقصد ترسره شوي دي؛ ووژل شول او ټپيان شول او عمليات دوام لري.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم ضد مديريت کارکوونکو دوه تنه د زبرځواکى او پيسو د اخستلو په تور ونيول.
دغه دوه تنه په زمري مشهور رضا او جمعه خان نوميږي چې څه موده مخکې يې د شايسته په نامه له يو تن څخه پنځوس زره افغانۍ په زوره اخستې وې.
د هرات ولايت يو امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان پرون د هرات ښار د لسمې ناحيې د اولنګ سنګ سفيد له ساحې څخه د استيناف څارنوالۍ د رياست د استازي په حضورکې ونيول شول او په خپل جرم يې اعتراف وکړ.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان پوځيانو او د ځانمرګو يرغلګرو ترمنځ نښته د دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده.
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې درې تنه ځانمرګي يرغلګر د ګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل او وروسته د امنيتي ځواکونو او د ځانمرګو يرغلګرو ترمنځ جګړه ونښته .
ځواک وويل: له يو ساعته نښتې وروسته افغان امنيتي ځواکونه د درې واړو ځانمرګو يرغلګرو په ځپلو بريالي شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې پيښه کې يو ملکي وګړى او درې تنه پوليسان شهيدان شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
عمر زياته کړه چې د دغې پيښې ټپيان د لښکرګاه ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
د روغتون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت د کسټ پلورنې په يوه دکان کې د چاودنې له امله زيات مالي تاوان واوښت.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د بلند غر په ساحه کې دکسټ پلورنې د يوه دکان دروازې ته څېرمه چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى کړي و چې د هغو د چاودنې له امله د سر زيان نه دى اوښتى خو زيات مالي تاوانونه اوښتي دي .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په پنجشير ولايت کې له يوه غره څخه سړک ته د ډبرو د رغړيدو له امله د خنج ولسوالۍ سړک د ترافيکو پرمخ وتړل شو .
دغه پيښه په دې وروستيو وختوکې د پرله پسې اورښتونو زيږنده ده چې خلکو ته يې زياتې ستونزې پيدا کړې دي .
د پنجشير ولايت د فوايد عامې رييس حشمت الله حکيم د باختر آژانس خبريال ته وويل : همدا اوس مسافر وړونکي موټرونه له هغه فرعي تګلورى څخه چې نن ددغه رياست د کارګرانو له خوا چمتو شوى دى؛ تګ راتګ کوي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغه سړک د پاکولو کار چې د خنج ولسوالۍ په مربوطاتوکې دى؛ د پنجشير ولايت د فوايد عامې رياست د کارګرانو له خوا پيل شوى دى.
له بلې خوا هم د مسافروړونکو وسايطو يو شمېر چلوونکي وايي: که چيرې ددغه سړک د پاکولوکار ډير ژر ترسره نشي؛ زموږ ستونزې به زياتې شي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
درې تنه انسان تښتوونکي نن د يوه شپاړلس کلن تنکي ځوان د تښتونې په تور په فراه ولايت کې ونيول شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدکارګر د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپاړلس کلن تنکي ځوان عصمت الله څلور ورځې مخکې د دريو تنو انسان تښتوونکو له خوا د فراه ښار له مربوطاتو څخه وتښتول شو او نامعلوم ځاى ته ليږدول شوى و.
خبرځاى زياته کړه: دغه ځوان نن سهار د امنيتي ځواکونو او د سيمې د خلکو په همکارۍ د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو وکولاى شول چې د دغه تنکي ځوان د تښتونې په تور هم درې تنه په ساحه کې ونيسي.
له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
په ننګرهار ولايت کې د يو ځانمرګى بريد له امله درې تنه ترکي انجنيران ووژل شول او يو بل انجنيرټپي شو.
دننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار هغه وخت وشوه چې په موټر سايکل سپاره يوځانمرګى يرغلګر خپل چاويدونکي توکي د ترکي انجنيرانو د سپرلۍ موټرترڅېرمه وچول.
عبدالزي وويل: ددغه ځانمرګى بريد له امله درې تنه ترکي انجنيران ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه ترکي انجنيران په يوه لوژيستيکي اډه کې چې په پوليسو پورې اړه لري؛ کار کاوه.
ده تاييد کړه چې په دې ځانمرګى بريدکې افغان پوځيان او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د لوګر ولايت په لسګونو تنو اوسيدونکو نن په مظاهرو لاس پورې کړ او د پل علم په ښاروال يې په غيرقانوني ډول د شنو ساحو د پلورنې تور ولګاوه.
مظاهره کوونکي ادعا کوي چې د پل علم ښاروال احمدخان الفت ددغه ولايت دشنو ساحو ځمکې يې په خپل سر او په غيرقانوني ډول پلورلې دي .
يو تن مظاهره کوونکى چې د نامه له ښودلو څخه يې د ډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: په خپل سر د شنو ساحو په پلورنې سره د خلکو حق ترپښولاندې شوى دى او ښاروال دې بايد خلکو ته ځواب و وايي. خو د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکيل د مظاهره کوونکو د دغې ادعا په ردولو سره وايي: تراوسه پورې کومه شنه ساحه نه ده پلورل شوي. يواځې د لرګيو د پلورنې يوه ساحه د جمهور رييس په حکم د ښاروال له خوا پلورلې شوې ده.
ده دغه راز وويل: ښاروال په خپلوکارونوکې ځينې نيمګرتياوې او نواقص لري او
په دغه ولايت کې يې د داوود خان د ماسټرپلان په تطبيق کې کوم کارنه دى کړى. ويل کيږي له پرله پسې هلوځلو سره سره په دې بريالي نه شو چې په دې باب د ښاروال نظر واخلو.