05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 واشنګتن \ سکاى نيوز\ باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير  جان کري له عربي هېوادونو څخه وغوښتل  چې په عراق کې پوځي لاسوهنه ونه کړي.
دسکاى  نيوز خبري  شبکې خبر راکړ دامريکا دبهرنيو چارو وزير په عراق کې دهر راز  شوې پوځي لاسوهنو له امله خبر دارى ورکړ او ويې ويل  چې دغه اقدام په عراق کې   قومي نفاق  زياتوي  .
جان کري دغه څرګندونې دناټو دغړو هېوادونو دديپلوماتانو په غونډه کې څرګنده کړه او زياته يې کړه  بغداد  دهېواد ددفاع او له تاوتريخوالي سره دمقابلې  په مقصد داردو دتوان دتضمين لپاره پروګرامونو ته اړتيالري  چې په بهرنيو قدرتونو  له تکيې څخه خلاص شي .
جان کري دعراق دحکومت دتشکيل په باب وويل :  داسې ښکاري  چې دعراق صدراعظم  دشيعه يانو او سنيانو داستازو په  ګډون  دنوي حکومت په جوړولو ژمن دى .
ده وويل  واشنګتن له نږدې  څخه  حالات څيړي  چې  بيا تير  وتنې تکرار نه شي .

 اسلام آباد\ ډي  ډان \  باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د پاکستان دپنجاب په ايالت کې ددغه هېواد  د يو پوځي هليکوپتر د راغورځيدو له امله دهغه دوه تنه پيلوټان ووژل شول.
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :   دپاکستان اردو په يوې وينا  کې ويلي دي  چې دغه پوځي هليکوپتر دپنجاب ايالت  دملتان ښار ته څيرمه
دروزنيزې الوتنې په وخت کې دفني نيمګړتيا له امله  راغورځيدلې ده .
د پاکستان د اردو  يو جګپوړي   مقام د  فرانسې خبري   آژانس ته    وويل  چې  دغه هليکوپتر له   الوتنې  څخه      څو دقيقې   وروسته د   هوا د  خرابوالي    له   امله راغورځيدلى دى  .

ابوجا\ بي بي سي\  باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د نايجريا د پايتخت  د پيرودنې  په  يو مرکز کې د چاودنې له  امله يو ويشت تنه
ووژل شول  او دوه پنځوس تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس  د بي  بي  سي  له  خولې خبر راکړ :    د چاودنې په وخت کې په دغه مرکز کې ګڼه ګوڼه  زياته  وه  او زيات موټرونه   هم له منځه تللي دي  او  پوليسو وويل  چې يو مشکوک سړى نيول شوى دى.
دحکومت ويندوى  تائيدکړه  چې چاودنه  د ايښودل شوي بم   زيږنده   وه .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا  په غاړه نه   دى  اخيستى .
د بوکو  حرام اسلامپالو څو ځلې  په  دغه شان  بريدونو  لاس پورې کړى  دى.
بوکو حرام په ٢٠١١ کال کې هم  د نايجريا په پايتخت کي دملګروملتو دسازمان په دفتر کې د بم ايښودلو مسوول  و.

 پيښور\ ډي ډان \  باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د شمالي  وزيرستان  په   قبايلي سيمې د پاکستاني  جنګي  الوتکو د بمبارۍ له امله  څه ناڅه  ديارلس تنه  وسله وال طالبان   ووژل شول او د هغوى پنځه پټنځايونه ويجاړشول .
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼي له خولې خبر راکړ :   دغه  بريدونه  پرون دطالبانو په سنګرونو  وشول  چې په  وژل  شويو برسيره  دولس تنه  مليشه طالبان امنيتي ځواکونو ته  تسليم شول.
په هغو عملياتو کې  چې په دې وروستيو وختو کې د ډيورند له کرښې اخوا څخه   په قبايلي سيمو ترسره شوي دي په  سلګونوتنه  مليشه طالبان  وژل شوي  دي  او دهغوي په لسګونه پټځايونه  ويجاړ شوي دي.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دطالبانو ديو قوماندان په ګډون  څلور تنه وسله وال مخالفين  دملي اردو دځواکونو  دامنيتي فعاليتونو په بهېرکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته  خبرورکړ :
دغزني ولايت  دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دملي اردو دځواکونو د چاڼيزو  عملياتو په بهېر کې  دعبدالمتين په نامه دوسله والو مخالفينو يو قوماندان ووژل  شو، پنځه تنه ټپيان شول او يوه اندازه وسلې او مهمات  ترلاسه شول .
دغه   راز دملي اردو د منسوبينو د امنيتي دندو په  بهېرکې  چې  پرون دترکمنستان   دپولې په   اوږدو کې  تر سره شول  درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  ، دوه تنه ټپيان  او يوه   اندازه  وسلې او مهمات په  عملياتو کې   د  شاملو ځواکونو    لاسته ورغلي  دي .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دملي اردو ځواکونو  نن  دچاڼيزو عملياتو په بهېرکې يو تن له يوې اندازې  وسلو اومهماتو سره ونيوه .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
د ملي اردو  ځواکونو  دکابل  ولايت د  خاکجبار ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  چاڼيز
عمليات ترسره  کړل چې په بهېرکې يې يو وسله وال طالب له يوې اندازې سپکو
او درندو وسلو سره ونيول شو.
دغه راز دريو تنو ماين ښخوونکو  چې  غوښتل   يې د خوست ولايت  د مندوزي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ماين ښخ کړي  چې ماين وچاوديد او درې  واړه ووژل شول .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دملي امنيت  دلوى رياست منسوبينو  اته تنه  په کابل کې  دتروريستي فعاليتونو
په اړوند ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر  نن باخترآ ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي :   دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو  دتروريستي ضد عملياتو  په بهېرکې  دتروريستي بريدونو پنځه تنه سازمان ورکوونکي او درې تنه  ځانمرګي بريدکوونکي له ځانمرګو واسکټونو سره  چې  د  ډيورند کرښې له   اخوا څخه د ځانمرګو بريدونو دترسره کولو په مقصد  کابل ته ښار ته راغلي وو ، د کابل ښار د دولسمې  ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول.
تروريستانو غوښتل چې د  احتمالي مظاهرو په   بهېرکې  دکابل ښار  په بيلابيلو سيمو کې  ځانمرګي بريدونه ترسره کړي  چې  زموږ يو شمير بيګناه هېوادوال شهيدان کړي .
دا په داسې حال کې ده چې دملي امنيت لوى رياست  په کابل ښارکې دتروريستي بريدونو  د مخنيوي په خاطر  ځانګړي امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي دي.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دملي اردو ځواکونه دسلما دبند دډاډمن امنيت په تامينولو  ژمن دى .
په داسې  حال کې  چې ويل کيږي دسلما بند دجوړولو دکاربهېر له اتو مياشتو
راپه دې خوا ګړندى شوى دى دملي اردو  جګپوړي مسوولين دچشت شريف ولسوالۍ ته دسفر په بهېرکې په دغې سېمې کې دامنيت دښه والي خبر ورکړ.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد دهرات ولايت په ختيځو ولسواليو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو  دمنسوبينو د کړو وړو دستاينې په ترڅ کې دسلما بند دپروژې  دامنيت دتامينولو په خاطر ددغو ځواکونو په زياتو هلوځلو ټينګار وکړ.
جنرال  جاهد په چشت شريف ولسوالۍ اوپه سلما بند کې دميشو امنيتي ځواکونو په غونډه کې وويل :  دسلما بند دپرو ژې دکارکوونکو او کارګرانو دامنيت په تامينولو  او د دوست هېواد  هندوستان دمسلکي او تخنيکي ډلو لپاره دکار دښو شرايطو  دبرابرولو لپاره له موجودو ظرفيتونو څخه زياته استفاده وکړي.
دظفر قول اردو قوماندان له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل  چې په همغږۍ اولوړې پوځي  روحيې سره دسلما بند دملي او اقتصادي پروژې  چې دافغانستان په ټولو خلکو پورې  اړه لري ساتنه وکړي.
ديادونې وړ ده چې له څلورو  کلونو را په دې خوا دملي اردو منسوبينو دسلما بند داقتصادي پروژي دامنيت دتامينولو په خاطر په چشت شريف  ولسوالۍ کې حاى پرځاى  دي.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
دناتو يوعسکر پرون په افغانستان کې ووژل شو.
دغه پوځي  چې هويت يي نه دى په ډاګه شوى دافغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانوسره  دجګړې په بهېرکې وژل شوى دى .

ناتو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دخپل دغه پوځي وژل  کيدل تائيدکړ  خو دپيښې  سيمه او څرنګوالى يې نه دى افشا کړى .
دهلمند ولايت يو امنيتي مسوول وايي چې دناتو دغه پوځي  په دغه ولايت کې  له طالبانو سره  دجګړې په بهېرکې وژل شوى دى .
دوړاندې شويو شميرنو له  مخې :  دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې
دوه څلويښت  تنه  بهرني پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.
 

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
په قندهار ښارکې  دبم دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي او يو پوليس
ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې دشهيدانو په چوک کې ديو هوټل په وړاندې چې دقندهار ښار ګڼ ميشه سيمه ده  رامنځته شوه .
دقندهار دوالي ويندوى  دواخان مينه پال دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په دې  چاودنه کې دپوليسو يو سرتيرى  او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې  مسوول وبلل  او ويې ويل   چې ددغې پيښې  دعاملينو  دپيژندلو  او نيولو لپاره  هڅي پيل شوي دي .
دقندهار دوالي  دويندوى دڅرګندونوله مخې :
طالبان  زياتره  په دغه شان بم ايښودلو  سره غواړي دخلکو ترمنځ  ويره او ډار رامنځته کړي .
په همدې حال کې دقندهار دميرويس روغتون ډاکترانو  ددغې چاودنې ديو تن ټپي روغتيايي حالت  خراب بللى دى .