13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د ليندي څلورمه
دځوانانو د چارو د معينيت خبرتيا!
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو معينيت د روزنيزو او ورزشي اسانتياوو او دفني اوحرفوي زده کړو د لارو چارو د برابرولو په مقصد په دې وروستيو وختوکې په سلوکې له څلويښتو څخه تر پنځوسو پورې د تخفيف په پام کې نيولو سره له ورزشي انستيتوتونو او د فني اوحرفوي زده کړې له مرکز سره يو لړ تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي.
د نبوغ عالي دارالمعلمين                                       عالي تعليمات
داحمد شاه ابدالي عالي دارالمعلمين                   عالي تعليمات
د متا د انګليسي ژبې او کمپيوټر پوهنتون             عالي تعليمات
دکامګار د انفوتک عالي پوهنتون                          عالي تعليمات
د طه  دتعليماتو اومسلکي انستيتوت                   عالي تعلميات
  دافغانستان دانديشه نوين روزنيز مرکز                 عالي تعليمات
دابتکار دمعلوماتي تکنالوژي انستيتوت             عالي تعليمات
انکشافي ورزشي اودځوانانو سازمان                  ورزشي 
دتوحيد ورزشي کلپ                                              ورزشي
  دشعار سوک وهلو ورزشي کلپ                           ورزشي
داختر دسوک وهلو کلپ                                        ورزشي
  دافغان ملي ورزشکارانو سازمان                       ورزشي
دکاراتې دکيوکوشن نړيوال سازمان                  ورزشي
  دافغانستان فرهنګي او ورزشي مرکز              ورزشي
  دمموزي دچلونې روزنيز مرکز                         فني اوحرفوي .
  مينه وال کولاى شي د نوم ليکنې لپاره له دوو عکسونو او د تابعيت د تذکرې له فوټوکاپى سره په پل باغ عمومي کې دځوانانودچارو معينيت ته ورشي چې له دغه ځانګړى تخفيف څخه ګټه واخلي.

کابل باختر د ليندي څلورمه
په غور ولايت کې نن د اوو پروژو کار پيل شو .
دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه دپنځه سوه اووه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په چغچران ښار او ددغه ولايت دلعل او سرجنګل  په ولسوالۍ کې عملي کيږي.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د پلونو او پلګوتو او د استينادي ديوالونو جوړول شامل دي.
  ده زياته کړه چې ددغو پروژوکار په څلورو مياشتو کې بشپړيږي .
په همدې حال کې دبادغيس ولايت دکليو او دبياجوړولو پراختيا رياست مسوولين وايي چې په راتلوونکو ورځوکې به څو نورې عمراني پروژې هم په دغه ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .

کابل باختر د ليندي څلورمه
دکورنيو چارو وزارت يو اړونده خبرځاى وايي: پنځه تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ساعتوکې  د امنيتي  ګزمې او د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي  ځواکونو د بدخشان، جوزجان، بلخ، ميدان وردګو او دلوګر دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه طالبان ووژل شول، درې تنه ټپيان او درې تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دملي پوليسو منسوبينوپنځلس ډول ډول ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو په نيت د قندهار، فراه او د تخار د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړل .

کابل باختر د ليندي څلورمه
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دبادغيس ولايت په بالامرغاب کې دپوليسو له ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
په دغه جګړې کې يوتن پوليس هم شهيد شو.
دبالامرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان غلام رسول باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې وسله والوطالبانو ددغې ولسوالۍ دتنګي په ساحه  کې دپوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ .
په دې جګړه کې دوه تنه طالبان ووژل شول او څو تنه نور طالبان هم ټپيان شول .
دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې چې يوساعت يې دوام وموند؛ دپوليسو يو تن منسوب هم شهيد شو اوطالبان د زياتو زيانونو په زغملو سره تيښتي ته اړ شول او د دوى يوه اندازه جنګي وسايل دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

کابل باختر د ليندي څلورمه
دملي امنيت  ادارې باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: دسيمې په کچه امنيتي ګواښونه دافغانستان دخلکو مشورتي لويې جرګې ته متوجه و چي مثال يې دمشورتي لويې جرګې د پريکړو په باب دپاکستان دجماعت اسلامي ګوند وروستى دريځ دى .
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو له ملي اردو اوملي پوليسو سره په ګډو عملياتوکې د (سکر-٤٠ ) توغندي لس ماينونه چې د مشورتي لويې جرګې  د جوړولو په ورځوکې د خاک جبار ولسوالۍ د ايله جاى غره د لوړو څوکو څخه  دجمهوري رياست په مقر، دملي دفاع په وزارت او دکابل په هوايي ډګر د توغولو په مقصد د خاک جبار ولسوالۍ وچه غرې په سيمه کې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
دخاک جبار په ولسوالۍ کې دطالبانو د ډلې د نومول شوى ولسوال په ډاکتر عالم  مشهور د عبدالعليم په نامه د تروريستي بريدونو پلان جوړونکى نيول شوى دى.

کابل باختر د ليندي څلورمه
تراوسه پورې څه د پاسه دوه زره تنو ښځو او نجونو د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې په انتخاباتوکې دګډون لپاره نومونه ليکلي دي .
په هلمندکې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين وايي چې ددغه ولايت په کرشک ولسوالۍ کې دوه زره تنو ښځو او نجونو په انتخاباتوکې د ګډون لپاره  نومونه  ليکلي دي .
په هلمند ولايت کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس قدرت الله نقشبندي  باخترآژانس ته وويل: د هيلې پرخلاف په ګرشک ولسوالۍ کې تر اوسه پورې په شرايطو برابرڅه د پاسه دوه زره تنو نجونو او ښځو په انتخاباتوکې دګډون لپاره نومونه ليکلي دي او دغه شمېر ښيي  چې د هلمند ولايت  دنورو ولسواليو په پرتله  په ګرشک  کې زيات شمېر ښځې په انتخاباتوکې ګډون کوي .
ده وويل چې په ټوليزه توګه تراوسه پورې د ولسو زرو تنو په ګرشک ولسوالۍ کې د راى ورکولو کارتونه ترلاسه کړي چې دوه زره تنه يې ښځې اونجونې دي.
نقشبندي وويل: هلې ځلې کيږي چې په هلمند ولايت کې په انتخاباتوکې د خلکو او په تېره بيا د ښځو دګډون لپاره ښه شرايط برابر شي.
دګرشک ولسوالۍ يوې ميرمنې شاه ګل د ښې راتلوونکي لپاره په انتخاباتوکې دښځو ګډون ضروري وباله او زياته کړه چې ښځې هم په تيرو اوږدوجګړوکې زياتې ځوريدلې دي .
دې وويل: دخپلې راى کارت به د يومناسب شخص په صندوق کې واچوي او دګرشک ولسوالۍ ټول اوسيدونکي په تيره بيا ښځې به په ازاد ډول په انتخاباتو کې به کډون وکړي او د قوم اوسيمې په پام کې نيولو پرته به دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو مناسبو نوماندانو ته راى ورکړي.
  دهلمندولايت د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې:  تراوسه پورې په دغه ولايت کې نږدې سلو زرو تنو نومونه ليکلي دي چې پنځه زره تنه يې ښځې دي او په دغه ولايت کې د نوم ليکنې بهير دوام لري.

کابل باختر د ليندي څلورمه
اووه تنه پرون په پکتيا ولايت کې دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل: دغه کسان پرون کله يې چې غوښتل دوه سوه کيلوګرامه چرس او سل بوشکې تيزاب د يوموټر په واسطه د وزى ځدران له ولسوالۍ څخه مرکز ته وليږدوي؛ د لارې په اوږدوکې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: اووه تنه سپرلۍ يې له موټرسره ونيول شول او دپکتيا ولايت امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول .

کابل باختر د ليندي څلورمه
څلور تنه وسله وال طالبان دلغمان  ولايت د دولت شاه په ولسوالۍ کې د ملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه تيره شپه  له هغه وروسته ونښته چې وسله والو طالبانو د دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو په امنيتي پوستې بريد وکړ چې دملي اردو دځواکونو له مقاومت سره مامخ شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان سخت ټپي شو.
ځواک  زياته کړه: په دې نښته کې د ملي اردو يوسرتيرى شهيد او يوتن بل ټپي شو.  دټپي حالت مخ په ښه والى دى.

کابل باختر د ليندي څلورمه
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس وايي: د راى ورکولو د مرکزونو په وړاندې د امنيتي ګواښونو کچه ټيټه شوې ده .
  دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني چې نن  دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دنوماندانو دموقعيت دټاکنې په غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه: هيله لرو چې د راتلونکى کال انتخابات دويم پړاو ته لاړ نه شي اوکه چيرې انتخابات دويم پړاو ته لاړ شي؛ دغه کميسيون تيارۍ لري چې د دويم پړاو انتخابات په خپل ټاکلى وخت کې ترسره کړي .
ده وويل: هغوکسانوچې دنوماندانولومړى لست ته لاره نه ده پيداکړې؛ علت يې دا دى چې په دې نه وو بريالي شوي چې د انتخاباتو دقانون معيارونه پوره کړي.
دغه راز ده څرګنده کړه: د رايو  ورکولو له دوه سوه نهه پنځوسو مرکزونوڅخه چې له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخامخ وو؛ نهه مرکزونه يې دګواښ له لوړې کچې څخه وتلي دي او په دغو مرکزونوکې دانتخاباتو د ترسره کولو زمينه مساعده شوې ده .
  ده زياته کړه: هغه کسان چې په تيرو وختونوکې يې مثبت کارونه ترسره کړي دي؛ بيا به په دې کميسيون کې جذب شي.
دغه راز ډاکتر نورستاني د رايې ورکولو په پاڼه کې د جمهوري رياست د يو ويشتوتنو نوماندانو د موقعيت دټاکنې له پچې اچونې وروسته په رسمي ډول  اعلام وکړ چې له دې امله ډاکتر عبدالله عبدالله په لومړۍ شميره کې، داوود سلطان زوى په دويمه شمېره کې، جنرال عبدالرحيم وردګ په دريمه شمېره کې، قيوم کرزى په څلورمه شمېره کې، ډاکتر اشرف غني احمدزى په پنځمه شمېره کې، سردار محمد نادر نعيم په شپږمه شمېره کې،  ډاکتر زلمى رسول په اوومه شمېره کې، قطب الدين هلال په اتمه شمېره کې، ګل آقا شيرزوى په نهمه شمېره کې، استادعبدالرب رسول سياف په لسمه شمېره کي او هدايت امين ارسلا په يوولسمه شمېره کې خپل موقعيت پيداکړ.

Monday, 25 November 2013 11:35

د باختر آژانس خبرتيا!

کابل_ باختر د ليندي څلورمه
د باختر آژانس خبرتيا!
دباختراطلاعاتي آژانس په پام کې لري ددغه خبري آژانس لوګو بدل کړي.
په دې وسيله ددغې برخې له ټولوطراحانو او کارکوونکو څخه غواړي چې خپلې طرحې دې د باختر آژانس په پته وليږي.
ډيرې ښې طرحې ته نغدي جايزه هم په پام کې نيول شوې ده .
د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له ( ٠٧٠٠٢٩٠٩٩١) لمبر ټيلفون سره اړيکه ونيسي او يا This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it ته يې وليږي.