20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دبريتانيا دنړيوالۍ پرمختيا ادارې آسيايي بنسټ او دانتخاباتو خپلواک کميسيون په افغانستان کې  د ښځو لپاره دسياسي مشارکت او خبرو د فرصت
د ودې پروګرام پيل کړ.
دغه  پروګرام به  دانتخاباتو په بهير کې د ښځو د زيات ګډون  لپاره  د زميني د برابرولو او په دې کار کې د دولت ، دمدني ټولنې دبنسټونو او دسياسي ګوندونو او سازمانونو دملاتړو ترلاسه کولو په مقصد په هيواد کې د دريو کلونو لپاره دوام وکړي.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې  :   د دغه  پروګرام دپيل په مراسمو کې دانتخاباتود خپلواک کميسيون  رييس ډاکتراحمد يوسف نورستاني وويل :
په دې کې کوم ترديد نشته چې په انتخاباتو کې دخلکو پراخ ګډون يو مهم او قانوني اصل دى ، خو زموږ د هيواد لپاره چې له يوه نازک تاريخي پړاو څخه بل پړاو ته  تيريږي .
په انتخاباتو کې دخکو ګډون او د رايې د ورکولو صندوقونو ته دښحو پراخ  ورتګ د راتلوونکې دولت او حکومت  دثبات او مشروعيت لپاره دټاکونکې عنصر د پياوړتيا سبب کيږي .
په دغو مراسمو کې دانتخاباتو دخپلواک کمسيون د دارالانشا رييس ضيا الحق امرخيل، دښځو د چارو  وزارت مسلکي معينې مژګان مصطفوي، په ولسي جرګه کې دخلکو استازې شکريې بارکزى ، د آسيايي بنسټ رييس مارکوزيد او دکابل دولايتي شورا غړې مريم احمدي دښځو دپراخ ګډون د ارزښت اوپه انتخاباتو کې دښځو دبرخې اخستنې د زمينې د برابرولو په باره کې خبرې وکړې.

تهران \ دروسې غږ \ باختر دورږي دمياشتې ٦
د ايران د بهرنيو چارو وزارت رسمي استازې عباس عراقچې پرون  د دغه  هيواد
د ملي راډيو ټلويزيون ادارې ته   وويل  ، چې ايران د دغه هيواد د بهرنيو  چارو وزارت د مطبوعاتي منشي په توګه ديوې ښځې دانتصاب امکان څيړي.
د ده  دڅرګندونو له مخې :   موږ په اوس وخت کې دغه مسله  څيړو او ښايي دايران دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي منشي يوه  ښځه وي.
عراقچي ټينګار وکړ چې ښځې همد اوس د ايران دبهرنيو چارو په وزارت کې داداري  ماهرانو او کارپوهانو په توګه کار کوي.
د ايران دبهرنيو چارو وزارت داستازو  او سفيرانو  په توګه دښځو په انتصاب پورې اړوند دغه شان بدلونونه  په ١٩٧٩ کال کې په ايران کې له اسلامي انقلاب وروسته دلومړي ځل لپاره  تر سترګو کيږي.

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
دهرات دملکي هوايي ډګر يو مسوول د اداري فساد په تور نن دملي امنيت دمامورينو له خوا ونيول شو.
په محمداعظم اعظيمي تور لګول شوى دى چې د دغه هوايي ډګر دځينو مامورينو داضافه کارۍ معاشونه يې لوټ کړي دي .
دهرات ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل   ، چې دوى دهرات دهوايي ډګر دغه مسوول د ځينو اړوندو کار کوونکو دشکايت له مخې نيولى دى .
دترلاسه شويو راپوټونو له مخې د هرات دهوايي ډګرځينو مامورينو دخپلې اضافه کارۍ په معاشونو دمزو چړچو په باره کې د ملي امنيت مامورينو ته يولړ سندونه سپارلي دي .
ويل کيږي چې همدا اوس دهرات دملکي هوايي ډګر آمر نيول شوى دى او په ده دلګولو شويو تورنو په باره کې څيړنې پيل شوي دي.
باختر آژانس له بيابيا  اړيکو سره  سره  دهرات د هوايي ډګر د دغه مسوول دنظر په ترلاسه کولو بريالى نه شو.

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
لس تنه وسله وال طالبان  پرون د ملي اردو د ځواکونوله خوا په فراه کې ونيول شول .
په فراه کې د ملي اردو د مطبوعاتي دفتر ويندوى محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل  :   چې دغه کسان د ملي اردو دپوځيانو له خوا په  بالابلوک ولسوالۍ کې د عملياتو په بهير کې  ونيول  شول .
د محمدحنيف رضايي دڅرګندونو له مخې  :   ددغو عملياتو په بهير کې په سړک کې  اته ښخ کړاى   شوي  ماينونه د ملي اردو د منسوبينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

فراه  – باختر دورږې دمياشتې ٦
وسله والو طالبانو دتيلو د ټانکرونو شپږ تنه چلوونکي شهيدان کړل او پنځه ديرش ټانکرونه يې له منځه يوړل .
په فراه ولايت کې تيره شپه د ناټو په نفتي توکو بار ټانکرونو  دوسله والو طالبانو دبريد له امله شپږ تنه چلوونکې شهيدان اولس تنه نوريې  ټپيان شول .
په دې بريد کې دناتو په نفتي توکو بار پنځه ديرشو ټانکرونو اور واخست او له منځه لاړل .
د ناتو د ټانکرونو کاروان د هرات – قندهار په لويه لاره کې دريدلې وو ،  چې دطالبانو له خوا راکټي  بريد پرې  وشو .
دفراه دوالي ونيدوي عبدالرحمن ژوندي باختر آژانس ته وويل چې په دې راکټي بريد کې ددغه کاروان دشپږو ټانکرونو چلوونکي شهيدان اولس تنه نوريي ټپيان شول .
ژوندي تاييد کړه چې په دې پيښه کې د ناټو د ځواکونو په  تيلو بار پنځه ديرشو ټانکرونو اور واخست  .
په همدې حال کې په فراه ولايت کې د يو  روغتيايي مرکز  ډاکترانو د دغې پيښې
د دريو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب  وباله.
عيني شاهدان وايي چې اورلګيدنې دتيرماښام له اوو بجو څخه  تر نن سهار پورې دوام  درلود.

کابل – باختر دورږي دمياشتې ٦
څوشيبې  مخکې دهلمندولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې چاودنه وشوه.
درارسيدلو خبرونوله مخې :  په دې پيښه کې چې ويل کيږي دبم دکارولو زيږنده ده په پوځيانو بريد شوى دى.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

تونس \ بي بي سي \باختر دورږې دمياشتې ٦
دتونس صدراعظم علي عريض اعلام کړى دى چې د انصار دشريعت غورځنګ يوه تروريستي ډله او د دغه هيواد د دووتنو سيکولارسياست والودوژنې مسوول بولي.
دتونس صدراعظم دغه راز خبر دارى ورکړى دى  چې د دغې ډلې غړي به ترقانوني څارنې لاندې  ونيسي.
دهمدې خبرله مخې :  انصار شريعت په سلفي تمايلاتو سره يوه تند لاره  ډله  بلل کيږي چې په تونس کې د ٢٠١١ ميلادي کال دانقلاب له وخته يې خپل فعاليت پيل کړى دى .
دغه  ډله  غواړي  چې د تونس په ټولو سيمو کې داسلامي شريعت قوانين عملي شي.
دتونس د صدراعظم دڅرګندونو له مخې :  د ترلاسه شويو مدارکو پربنسټ انصار شريعت د تونس د دوو سيکولارو سياست والو محمدبراهيمي او شکرې بلعيد په وژنه کې  لاس لري.
علي عريض ټينګار کړى دى چې انصار شريعت په القاعده پورې اړوند ديوې وسله والې جهادي ډلې ملاتړ کوي.
دانصار شريعت مشر ابوعياض دامريکا په سفارت د بريد په جرم د ده د نيول کيدو حکم له صادريدو وروسته  پټ شوى دى .

کابل – باختر دورږي دمياشتې ٦
د هيواد دختيځ په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
په دغو ملکي وګړو تيرماښام په داسې حال کې چې د دانګام ولسوالۍ په يو جومات کې دلمانځه په اداکولو بوخت و دپاکستاني پوځيانو له خوا توغول شول توغندي ولګيد او شهيدان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيلي له باختر آژانس سره په اړيکه  د دوو لمونځ کوونکو شهادت  تاييد کړ .
دافغانستان په ختيځ کې کونړ ، نورستان او دپکتيا د ولايتونو سيمه ييزمسوولين  وايي چې ددغو ولايتونو په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دپخوا په شان دوام لري.
بايد وويل شي  ، چې د تيرې يوې مياشتې په بهير کې ددغو ولايتونو په ځينو سرحدي سيمو کې د ښځواو ماشومانو په  ګډون پنځه تنه ملکي  وکړې او دولس
تنه  نور ټپيان شوي دي.
دافغانستان په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونه دتير لمريز کال دوږې په مياشت کې پيل شول.
د رارسيدلو رپوټونو له مخې :  تراوسه پورې دغه ختيځ ولايتونه د پاکستاني پوځيانو له خوا د څه ناڅه لسو  زرو  توغول شويو توغنديو د لګيدو ډګر دى .

کابل – باختر دورږې دمياشتې ٦
له نولس کلنې څخه ښکته د هيواد دنجونو دفوټبال ټيم دقرغزستان ددولتي جام
په سيايو کې دريم مقام وګاته .
دهيواد دفوټبال فدراسيون  درسنيو مسوول احمد شاه ساير باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ چې پنځه ورځې مخکې د کور په هيواد  د دوو ټيمونو په  ګډون  دافغانستان ، قرغزستان او د قزاقستان له هيوادونو څخه دڅلورو ټيمونوترمنځ ددغه هيواد په کور به توب پيل شوې وې ، په پاى کې د افغانستان ټيم په خپلې وروستۍ لوبه کې  پرون مازيګر دقرغزستان له ملي ټيم سره لوبه  وکړه چې  په نتيجه کې يې لوبه د صفر په مقابل کې په  شپږو سره د قرغزستان ټيم په ګته پاى  ته ورسيده
د ساير دڅرګندونو له مخې  : دافغانستان د نجونو ټيم په دغو سياليو کې د يوې لوبې په ګټلو او د دوو لوبو په بايللو سره وکولاى شول  دريم مقام وګټې  .
ديادونې وړ ده چې په  دغو سياليو کې له افغانستان څخه ناديه صادقي د ډيرې غوره لوبغالې په  توګه وپيژندل شوه .

کابل باختردوږي دمياشتې ٦ :
طالبانو تيره شپه په کونړکې  داستوګنې په يو کور ديو توغندي په توغولوسره يو ماشوم شهيد او څلور تنه نور ماشومان يې ټپيان  کړل.
دکونړولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيلي نن باخترآژانس ته وويل : دغه توغندى  د کونړولايت د سرکاڼو ولسوالۍ داستوګنې په يو کور ولګيدچې له امله يې يو ماشوم شهيد اوڅلور تنه نور ټپيان شول.
سيدخيلي وويل  :  طالبان  دخلکو د شهيدانولو لپاره  له هرفرصت څخه استفاده کوي  .